ایا دولتي ځواکونه له طالبانو څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بیرته اخیستلو وړتیا لري ؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی جنرال وزیري ، د کندوز ولایت پخوانی سرپرست حمد الله دانشي او په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت ولایت استازی ښاغلی الکوزی وايي چې په کندوز، هلمند، روزګان او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې طالبانو له دولتي ځواکونو څخه په کافي اندازه شوبلې ، زغره وال وسائط او پوځي تجهیزات نیولي او اوس یې عملا د دولتي ځواکونو په خلاف په جګړو کې کاروي.

ښاغلی حمدالله دانشي وايي چې طالبانو تېر کال او همداراز سږکال د کندوز ښار د سقوط په مهال ۴۵ هاموي زغروه وال وسائط ، درنې وسلې او توپونه له دولتي ځواکونو څخه نیولي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

همدارز ښاغلی الکوزی وايي چې په هلمند ولایت کې ټول هغه پوځي تجهیزات او زغروال وسائط چې امنیتي ځواکونه یې لري طالبانو هم په وروستیو جګړو کې په زیاته کچه له امنیتي ځواکونو څخه نیولي.

ښاغلی وزیري هم پر دې خبرې اعتراف کوي چې طالبانو د هیواد په مختلفو سیمو کې له دولتي ځواکونو څخه زغره وال وسائط او پوځي تجهیزات نیولي خو دوي اوس کوښښ کوي چې دا وسائط او تجهیزات بیرته له طالبانو څخه تر لاسه او یایې هم دهوايي بریدونو په وسیله تخریب کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې که دولتي ځواکونو ریښتیا کولای شي یاد وسائل له طالبانو څخه بیرته ونیسي نو بیايي په لومړي ځل ولي ور پرېښودل؟

د هیواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو لاس ته د پوځي تجهیزاتو او زغره والو وسائطو لویدل دلته د جګړې پر سختیدو سر بیره ښايي دواړو خواو ته د مرګ ژوبلې د زیاتیدو لامل هم وګرځي.

د کابل له لوري له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیکول او په افغانستان کې د زرګونو بهرنیو مشاورینو پاتي کیدل په دې غرض تر سره شول چې افغان امنیتي ځواکونه تقویه او د بهرنیانو له شتون پرته امنیتي چارې تر سره کړي.

خو اوس لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه د پخوا په نسبت دومره کمزوري شوي چې افغان چارواکي مجبور دي د کابل ښار اضافه بست ترافیک پولیس د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هلمند ولایت ته ولیږدوي.

همداراز د دولتي ځواکونو د کمزورتیا له امله طالبانو وکړای شول د لومړي ځل لپاره د ولایتونو له مرکزونو څخه په ډیره زیاته پیمانه پوځي تجهیزات له هغوي څخه ولجه او بیا يي د هغوي په مقابل کې استعمال کړي.

اوس امریکایان د یوه بل تکتیک په کارولو سره غواړي د هوايي بریدونو په وسیله د طالبانو په مقابل کې د داخلي ځواکونو حمایت ته ادامه ورکړي چې په دې سره به هم حتما د ولسي وګړو په منځ کې د مرګ ژوبلې کچه زیاتیږي، امنیتي ځواکونه به ولسي حمایت له لاسه ورکوي او جګړه به نوره د هیواد په بیلابیلو برخه کې شدت پیدا کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.