سعودي په یمن کې اوربند ته امادګي وښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي دوی چمتو دي چې په یمن کې اوربند اعلان کړي که مقابل اړخ یې ومني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم عادل جبیر وویل: « سعودي چمتو ده چې د په یمن کې اوربند وکړي، خو په دې شرط چې حوثي ملیشې هم اوربند عملي کړي».

خو نوموړي شک څرګند کړی چې حوثي ملیشې به پر اوربند موافقه وکړي.

بل خوا د سعودي د وزیرانو شورا په لندن کې د څلوراړخیزي غونډي مشترک بیان تایید کړ په کوم کې چې د ملګرو ملتونو د خاص استازي ستاینه شوې او په یمن کې د هغه د سیاسي حل لاري طرحي منل شوي، د کوم پر اساس چې به د جګړې ټول اړخونه یو لړ سیاسي او امنیتي شرایطو ته غاړه ږدي.

یمن کې ایران پلوه حوثي ملیشو د دغه هیواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په مرسته د حکومت پر ضد انقلاب وکړ او پلازمینه صنعاء یې په خپله ولکه کې راوستلې.

ددغه ملیشو د ځپلو په موخه د سعودي په مشري عربي هیوادونو ایتلاف جوړ کړ او پر یمن یې د تېر میلادي کال ۲۰۱۵ د مارچ میاشتي د ۲۶ نیټې څخه جګړه پيل کړه، چې تر اوسه ادامه لري، خو لا حوثي ملیشې پر پلازمینه صنعاء واکمن دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.