دسلطان سلیم د ژوند په زړه پوري پېښه..!

ژباړه : شفیق احمد ریان

د عثماني خلافت مشهور خلیفه امیرالمؤمنین سلیم(اول) رحمة الله تعالی علیه ظاهري ښایست او ښکلا چندان نه خوښوله، د نوموړي وزیرانو او درباریانو هم د خلیفه تقلید کاوو، تر دې چي  یو مخیز له دربار څخه ښایسته جامو او سینګار کډه وکړله، د خلافت د دربار ګډون والو به د خلیفه په څېر عادي او ارزانه جامې اغوستلې.
یو ځل د کوم اروپايي هېواد سفیر د عثماني خلافت دربار ته راتللو، د عثماني خلافت لومړي وزیر موقعه مناسبه وبلله او سلطان سلیم(رح) ته يي عرض وکړ: اعلی حضرته زموږ دښمنان ناقص العقل دي هر څه ته په سطحي نظر ګوري؛ ظاهري ښایسته او ښکلا ته له اړتیا زیات اهمیت ورکوي، که يې تاسو مناسبه بولئ… . سلطان سلیم(رح) يې خبره ور غوڅه کړله او ورته ویې ویل سمه ده دغسي به وکړو، ته هم د ځان لپاره د ښه ځل وبل کالي پیدا کړه.
د سلطان سلیم د دربار وزیرانو او نورو درباریانو چي د خلیفه خبره واورېده ټول ډېر خوشحاله شول له دې موقعې څخه په ګټه اخیستني سره هر یو ځان ته د غوره لباس د پیدا کولو په لټه کي شو.
سلطان سلیم (رح) امر وکړ چي د اروپايي سفیر تر راتګ مخکي له تخت سره لوڅه توره کیږدئ، د اروپايي سفیر د راتګ په ورځ د خلافت د دربار ټول وزیران او نور ګډون وال د سلطان راتګ ته انتظار وو، دوی په دې تمه وو چي نن به سلطان د معمول خلاف قیمتي لباس په تن کړی وي او دربار ته به تشریف راوړي. سلطان په همغو پخوانیو کالیو کي دربار ته داخل شو، وزیران هیښ ودرېدل او په زړه کي وشرمېدل؛ ځکه د دوۍ لباسونه د سلطان سلیم تر لباس ډېر قیمتي او ښایسته وو، له شرمه يې سرونه ښکته وځړول او په خپلو ځایونه کیناستل، دې ته په تمه شول چي ددې سبب وپوښتي.
اروپايي سفیر د خلافت دربار ته داخل شو او سلطان مخته ټیټ سری په داسي حال کي ودرېدلو چي بدن يې رېږدېدلو، څه خبري يې وکړې او په بېړه له دربار څخه ووتلو. سلطان سلیم خپل یوه وزیر ته وویل چي ته ورپسي ورشه او له سفیر څخه د سلطان د لباس په اړه پوښتنه وکړه.
وزیر چي کله له اروپايي سفیر څخه د سلطان د لباس په اړه تپوس وکړ هغه عجیب ځواب ورکړ :(ما اعلي حضرت سلطان ته نه دي کتلي له تخت سره ولاړي ایستلي توري زما نظر جلب کړ له توري پرته مي هیڅ شي ته ونه کتلای شوای).
وزیر چي کله بېرته را وګرځېده او سلطان سلیم ته يې د سفیر خبره وکړه، سلطان سلیم له تخت سره ولاړي توري ته اشاره وکړله او ویې ویل:

تر څو چي زموږ د تورو څوکي تېرې وي دښمن زموږ لباس نه ویني او نه ورته متوجه کیږي، الله تعالی دي موږ ته هغه ورځ نه را ویني چي زموږ توري پڅي وي او موږ په ظاهري ښایسته او سینګار بوخت یو .

ماخذ
التاريخ السري للامبراطورية العثمانية – مصطفي أرمغان


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.