دوستم: د عبدالله څرګندوني ناسمي بللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هغه څرګندوني ناسمي بللي چې ویلي وه دوستم په ورستیو جګړو کې سرسري زخمي شوی.
نوموړي ویلي چې زه جوړ او روغ یم، طالبانو ته مي په فاریاب کې ماتې ورکړې او پرمختګ په حال کې یم.

تېره ورځ ډاکټر عبدالله د وزیرانو په شورا کې ویلي وه چې جنرال دوستم په فاریاب ولایت کې سربېرن ټپي شوی دی.

د دوستم د دفتر چارواکو د نوموړي دغه خبري د دښمن په حق کې بللي.

دوستم په خپلو څرګندونو کې ویلي: زه ډېر تاسف کوم چې اجرائیه رئیس دغه سي د حقیقت نه لیري څرګندوني کوي.

د دوستم د دفتر مشر عنایت الله فراهمند رسنیو ته ویلي چې دا د طالبانو ارمان او د هغوی پروپاګنډا ده چې د دوستم د ټپي کېدو او وژل کېدو په اړه یې خپروي، زه دا تمه نه کوم چې د حکومت یو جګپوړی چارواکی دی هم ورته خبري وکړي.

د جنرال دوستم د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر وروسته تر هغه ورکړه شو کله چې نوموړي دطالبانو څخه د غورماچ ولسوالي د بیا نیولو هڅه وکړه او د قیصار په سیمه کې د طالبانو د کمین سره مخ شو، چې له امله یې د نوموړي یو شمېر ساتونکي ووژل شول او ویل کیږي چې نوموړی هم سربېرن ټپي شوی دی.

جنرال دوستم وروسته تر هغه فاریاب ته مخه کړه کله چې په دغه ولایت کې د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونیول شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.