سرچینې: د ډاکټر عبدالله الوتکي بیرته په کابل ناسته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د کابل څخه ځیني سرچینو خبر ورکړی چې د اجرائیه رئیس هغه الوتکه چې نوموړی به یې سعودي ته انتقالوی، د تخنیکي ستونزو له امله بیرته په کابل کې ناسته کړې ده.

تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي خپاره شوي او نه هم د ډاکټر عبدالله ویاند او یا خپله د اجرائیه رئیس پر ټولنیزو پاڼو په دې اړه څه خپاره شوي خو سعودي ته د نوموړي د رسیدو هم څه ثبوت نه دی وړاندی شوی.

ځینو خبري سرچینو ویلي چې الوتکه د سالنګ په سیمه کې د تخنیکي عوارضو سره مخ شوي چې بیرته یې کابل ته شاتګ کړی او په هوايي ډګر کې خوندي ناسته کړې.

دغه سرچیني زیاتوي چې انجینران اخته دي تر څو د الوتکي تخنیکي عوارض ترمیم کړي.

بلخوا تر اوسه د سعودي رسنیو هم د ډاکټر عبدالله د رسیدو او یا سفر په اړه کوم خبر نه دی ورکړی چې د مخکنیو سرچینو خبر ځیني تصدیقیږي.

باید وویل شي چې د ډاکټر عبدالله سره په دغه سفر کې د بلخ سرپرست والي عطا نور او د اوه وزیرانو په شمول تر شل زیات سوداګر هم ملګري وه.

ټاکل شوې وه چې نوموړی به د ۳ ورځو لپاره سعودي ته ځي چې هلته به د سعودي د چارواکو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت، د سولي په پروسه کې د سعودي مرسته، تجارتي اړیکي او همداسي په دغه هیواد کې د افغانانو ستونزو باندي بحث وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.