زرمت کې د ځانګړو ځواکونو قومندان يو محصل مرګونی وهلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو قومندان سيد عارف يو تن محصل او استاد يې سخت وهلي او يو تن يې په ډزو ژوبل کړی دی.

دا پيښه تېره ورځ په باتور سيمه کې رامنځته شوې، د ليسې يو تن استاد نن ټکی اسيا ته وويل چې قومندان عارف الله چې په سيد عارف شهرت لري، د درس په مهال ليسې ته راغی او يو محصل يې له طالبانو سره د اړيکو لرلو په تور له صنف نه بهر کړ، بيا يې جامې ترې وويستلې او سخت يې وواهه، دی وايي ياد قومندان له محصل سره د وهلو په وخت عکسونه هم ايستلي.

د سيمي يو قومي مشر نادر افغان رسنيو ته په ورکړې ليک کې زياته کړې: کله چې د لیسې ښوونکو د قومندان مخه نیوله نو يو ښونکي يې هم سخت ژوبل کړ، وروسته چې شاګردانو د ښوونکي د شکنجه کولو د مخنيوي هڅه وکړه، په غبرګون کې يې قومندان ډزې پيل کړې او له امله يې يو زده کونکی سخت ژوبل شو چې وروسته د ژورو ټپونو له کبله کابل ته انتقال شو.

نوموړی وايي يو شمير نور شاګردان هم سرسري ټپيان شوي دي.

د باتور د ليسې مدير وايي چې تر دي وړاندي څو ځله د زرمت مرکزي ليسې ته د نوموړي کشر هلک د تبدیلي غوښتنه په جبري ډول شوي وه خو د لیسې د استادانو او مدیر لخوا و نه منل شوه.

شاګردانو لیسه تړلې او د نوموړي پیښې د پلټني او ياد قومندان ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د زرمت ځوانانو ټولنې رسنيو ته په ليږلي غبرګون کې په کلکه له حکومت څخه غواړي تر څو په دې برخه کې عدالت پلی شي او یاد قوماندان ته سخته جزا ورکړل شي، دوي زياته کړې یاد قوماندان د اسلامي او افغاني اصولو او عنعناتو په ضد کار کړی دی او په هیڅ وجه د بښلو وړ نه دی.

د ځوانانو ټولنې ويلي: مونږ له حکومت څخه غواړو چې نوموړی له دندې ګوښه او د قانون مطابق ورته جزا ورکړي، که چیرې نوموړي ته د حکومت لخوا سزا ور نه کړل شي نو بیا به د زرمت ولسوالۍ خلک په خپله یاد قوماندان ته سزا ورکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.