د نمرود خټينه خيالي مجسمه «انځور له ګوګل څخه»

هغه سړی چې الله تعالی په ماشي عذاب ورکړ

شاکر مموزی

ابن جریر وایي له ختیځ څخه نیولې تر لویدیځ پورې دټولې ځمکې واکمنان څلور تنه تیرشوي دي چې دوه یې مؤمنان او دوه کافران و.

هغه دوه تنه چې مؤمنان و یو سلیمان د داوود علیه السلام زوی او بل ذوالقرنین و

او کافران یو نمرود او بل بختنصر و چې له دغو څلور تنو څخه پرته بل چا په ټوله نړۍ واکمني نه ده کړې.

ستر طاغوت او کبرجن نمرود د الوهیت او خدایي دعوه کړې وه او ویل به یې (زه وژل او ژوندي کول کوم) چاته چې مې خوښه شي وژنم یې او چاته مې چې خوښه شي ژوندی یې ایله کوم.

زید بن اسلم وایي د ځمکې پر مخ اولنی سرکښ نمرود و .

خلکو به دده په مخ کې خوراکونه خوښول او بیا به یې خوړل یوه ورځ ابراهیم علیه السلام هم له خلکو سره ددوۍ په ډول ورغی چې خوراک خوښ کړي ، خو نمرود به په دې خلکو تېرېده او پوښتنه به یې ځینې کوله چې ستاسو رب څوک دی ؟

هغوۍ به ورته ویل ته یې. (العیاذ بالله)

کله چې ابراهیم علیه السلام ته راورسېده پوښتنه یې ځینې وکړه ستا رب څوک دی ؟

ابراهیم علیه السلام ورته وویل : زما رب او څښتن هغه څوک دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي (مرګ او ژوند دده په اختیار کې دی ).

نمرود ورغبرګه کړه زه هم مړه کول او ژوندي کول کوم .

ابراهیم علیه السلام ورته وویل : الله تعالی لمر له ختیځ څخه را خېژوي ته یې له لوېدیځ څخه را وخېژوه !!

د الله د نعمتونوناشکره (نمرود ) بې ځوابه شو ، ابراهیم علیه السلام یې له خوراک څخه منع او وګرزاو .

ابراهیم علیه السلام د کور لوري ته راستون شو په لار کې یې د شګې یو ټوپی ولیده او له څان سره یې وویل : ښه نه ده چې له دې شګئ څخه پنډه وکړم او کورته ورشم ترڅو مې د کورنۍ زړونه خو شحال شي (ناهیلي نه شی او ووایي چې څه یې راوړل).

شګه یې پر اوږو راوړه کور ته یې ننوت پر ځمکه یې کېښوده او ویده شو .

مېرمنې یې پنډه پرانسته څه ګوري چې د ډېرو ښو او غورو خوراکونو توکي پکې دي ، له هغو توکو څخه یې رنګارنګ ښکلي خواړه تیار او ابراهیم علیه السلام ته ورمخکې کړل .

ابراهیم علیه السلام چې کله دا خواړه ولیدل مېرمنې ته یې وویل : دا دې له کومه کړل؟

مېرمنې یې ورته وویل دا مې له هغو توکو تیار کړل چې تا راوړي و.

ابراهیم علیه السلام وپوهېده چې د الله له لوري ورکړل شوې روزي ده نو د الله تعالی شکر یې وکړ.

خو سر کښ نمرود ته الله تعالی یوه ملایکه راوستوله چې په الله تعالی ایمان راوړه او نور دې خپله پاچاهي او واکمني کوه ، نمرود ونه منله او ورته ویې ویل : ایا له ماپرته بل رب (څښتن) هم شته ؟

دوهمه ملایکه او بیا دریمه ملایکه الله ورته راولېږلې خو نمرود په الله تعالی د ایمان راوړلو خبره ونه منله ، ملایکې ورته وویل : خپله ټولې ډلې او ځواکونه دې په دریو ورځو کې را یو ځای کړه نمرود خپلې ټولې ډلې او لښکرې سره رایوځای کړې ، الله تعالی د میاشو یوه دروازه پرې را پرانسته دومره ډېر مياشی پرې را توی شول چې غوښې یې څينې وخوړې ، وینې یې وزبېښلې تش هډوکي پاتې شول او له نمرود نه پرته نور ټول مړه شول اونمرود ته یې هیڅه ونه ویل خو الله تعالی دې سرکښ کافر ته یو ماشی راواستاوه چې لومړی یې پر پوزه او بیا یې دماغو ته ننوت ،تر (۴۰۰) کلونو پورې دا سزکښ داسې ژوندی و چې په څټکونو او ځپلیو به یې خپل سر واهه تر څو هغه دده په سر کې دننه ماشی یو څه کرار شي ..

پاتې دې نه وي چې نمرود (۴۰۰) کاله پاچاهي او واکمني کړې وه او (۴۰۰) کاله بیا الله تعالی په دنیا کې په شرمونکي عذاب اخته کړ ، دا د هغه چا جزا وه چې د الوهیت (خدایي) دعوه یې کړې وه نو الله تعالی په یوه وړه خزنده داسې عذاب ور کړ ..
اعاذنالله من حاله .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.