muhammad3

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۷برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نړيوال تاريخپوه (لامارټين)(Lamartine) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله داسې وايي

كه د هدف لویوالی، د امكاناتو كمښت او د نتایجو لوړوالی د انسان د نبوغ درې گوني شرطونه وي، نو بيا څوك دا جرئت كولاى شي چې د معاصر تاريخ كوم شخص د محمد صلي الله عليه وسلم سره پرتله كړي. هغه د شلو نړيوالو او يوې سترې روحاني امپراطورۍ بنسټ کښېښوده. كه ټول هغه معيارونه وګورو چې د انسان سترتوب او كمال پرې اندازه كيدلاى شي نو ډاډه به شو چې له هغې سره بل سیال نشته.

اډوارډ ګيبـين او سيـمن اوکلې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هـکله وايي

انګرېز مؤرخ اډوارډ ګيبين (۱۷۳۱-۱۷۹۴م.): “مخکې لدې چې وینا پیل کړي، حاضرین به يې د نيكې رويې، مينې، او نرمۍ تر اغيز لاندې راغلل. ښكلې څيره، نافذې سترګې، نرمه موسكا، ګڼه ږيره، داسې څېره چې د ده د ټولو احساساتو څرګندونه يې كوله او بالاخره هغه كلمات به يې په خبرو کې كارول چې د ټولو درناوی به یې ځان ته جلبوه. د بډايو او بېوزلو سره یې تعامل یو شان ؤ، له ملګرو او عامو وګړو سره يې چلند د ټولنيزو آدابو په رڼا كې توپیر نه درلوده، حافظه يې قوي او تصورات يې عالي وو، قضاوت يې څرګند، عادلانه، چټك او قاطع ؤ،  د فكر او تدبیر او هم د عمل او اقدام پوره توان یې درلوده “

مسيحي نړيوال عالم باسورت سميت (Rev. Bosworth Smith ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

“هغه د دواړو سياسي او مذهبي چارو مشر ؤ، داسې مذهبي مشر چې د پاپانو په څېر يې لوېې ادعاوې نه كولې او هغه واكمن چې لښكرې او ساتونكي يې نه درلودل، نه په ماڼيو كې اوسيده او نه يې پر خلكو خراج ايښى ؤ.

انی بسنــت(Annie Besant ) د نبي کريــم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي

دا امکان نلري چې یو څوک دې د محمد عربی صلی الله علیه وسلم ژوند مطالعه کړي او په دې دې پوه شي چې هغه څنګه خلک پوهول، خو زه دا درته وایم چې هغه یو ستر پېغمبر ؤ، هغه دالله لوی استازی ؤ، زه چې په کومې اندازې سره د هغه مطالعه کوم، ماته نوی احساس، نوی درنښت، نوې ښکلا او نوی انداز د محمد عربي صلی الله علیه وسلم په هکله راځي.
نور بیا…

پایلیکونه:   M.K.Gandhi, YOUNG INDIA, 1924

Lamartine – Histoire de la Turquie, Paris 1854, Vol II, pp. 276-77

History of the Saracen Empire, London, 1870, p. 54

Rev. Bosworth Smith, Mohammed and Mohammadanism, London 1874, p. 92:

Annie Besant, The Life and Teachings of Muhammad, Madras 1932, p. 4:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.