نظم/ تپاند زُهاد

تپاند زُهاد

نه ګوري ماته درحمت په نظر
لږخوزماپرژوندون رحم وکړه
چي ټوله شپه زه په غوغاتیروم
لږخوزماپرشبخون رحم وکړه

ته خویوځل ماپه دعاکي یادکړه
زه دي همیشه په دُعاکي غواړم
ولي ته نه کوي پر مایو نظر
زه دي همیشه په ژړاکي غواړم

چي دګلونواوسپرلي موسم شي
ګلونه خاوري شي خزان پرراشي
چي زه یولحظه مسکان غوندي شم
زړګي مي وژاړي هجران پرراشي

ستاوستم ته به نوڅه وایم زه
زمادبیمارزړګي څه وکړه تفوس
درمل دی رانه وړل زمازخم ته
زمادفرهارزړګي څه وکړه تفوس

چي ددُعاپرځاي ښیراکړي راته
جانانه ماستاسره څه بدکړي
چي مي زخمونه پسي لاناسور کړي
هجرانه ماستاسره څه بدکړي

زما دازل سره اورونه کرځي
سکروټي هم اوري زماپرقسمت
چي خپل نصیب راڅخه سومرور
تروټي هم اوري زماپرقسمت

چي نه مي بخت راسره وخندله
نه مي دګل سره سکون پیداکي
چي په هغه نرګس به ډیرنازیدم
نه مي ګلاب سره ژوندون پیداکي

ستړي قسمت مي راته بیابیده شو
نه به (تپاند) ته خپل ارمان راویښ کړي
چي دزخمي زړګي ارزومي مړه شوه
نه به (زُهاد)ته خپل جانان راویښ کړي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.