د کابل ضعیفه اداره

خالد منهاج

د کابل د حکومت ضعف اوج ته رسېدلی دی ، چورلټو دروغو او بې بنسټه افواهاتو ته یې مخه کړې ده ، مرال بایللي عسکر یې هره ورځ سلګونه کسان له ټانګونو او موهماتو سره طالبانو ته تسلیميږي ، د غني او او عبدالله تر منځ د واک اختلافات د پخوا دوه برابره شوي دي ، دوستم هم د عبدالله هغه ادعا چې دوستم زخمي شوی دی بې بنسټه او دروغ ګڼلې وه او سره مځغي په مځغي دي ، عطا محمد نور په عربستان کې د دې پر ځای چې قدر یې وشي د لویې ډلي عربانو او عبدالله په مخکې ښه بې عزته شو.

نو همدا وجه ده چې کله وایې د طالبانو مشر روسيې ته سفر کړی ، کله وايې ۷۰۰۰ دواعش راځي ، کله وايې جګړه پاکستانیان پر مخ وړي.

وروستۍ او خندونکې یې دا وه چې د افغانستان د دې اوږدې پېچلي مسلې د حل تړاو یې تر ګارډين ورځپاڼي پوري ورکړ او اوازه یې خپره کړه چې ګواکې طالب مشرانو د ګوډاګي ستانګزي سره په دوحه کې لیده کاته او د سولې اړوند مذاکرات کړي دي.

په داسې حال کې چې د ګوډاګۍ ادارې ټول چارواکي د غني په ګډون د دې مذاکراتو څخه چوپ او بې خبره دي.

آن تر دې چې هغه د سولې د شوراګانو او کمېسونونو غړي هم حیران دي چې مذاکرات چا او چير ته کړې.

طالبان خو دې مسلې زیات التفات ځکه نه کوي چې د هغوی دریځ په دې برخه کې واضح دی او په څو څو ځله یې داسې بې بنسټه انګازې د دښمن تبليغات ګڼلي.

حقیقت دا دی چې ګوډاګی حکومت په دې وروستیو کې ډېر ضعیفه شوی او د سختي ماتي او رسوایی سره مخ دی ؛ غواړي چې په داسې کړنو سره خپل ضعف او ماته پټه کړي او د افغان ولس پام بلې خواته واړوي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.