PDA

View Full Version : پخې خبرې



hamedafg
03-01-2011, 04:52
فكر



موږدقلم داسلوب دښکلا له پاره ډیری لاری چاری خپلی کړی دی اودهری ژبی د ادب ګڼ شمیرډولونه دهمدی موخی له پاره رامنځته شوی څو قلموال وکولای شی لوستوال دخپلی لیکنی ترپایه پوری له ځانه سره ولری او څه یی چی زړه غواړی هغه لوستوال
ته ورسوی خو ویل کیږی چی هغه ډیر هوښیارسړی بیاداسی نه کول . افلاتون یادوم ... هغه په ساده اسلوب کی دکار خبری
نغښتی وی کله چی لوستوال هغوته ځان اړ ولیدنو داسلوب او دهغه له ښکلا پرته یی دافلاتون خبری خپلی کړی
او د ژبی او دهغی د اسلوب په فکر کی څوک نشول ،

موږ باید لوستوال ته پخی او دکار خبری ولیکو اویوفکر ورکړو

hamedafg
03-01-2011, 04:55
(۱)




دلیکنی دوه ډولونه

ی وډیرلوی شاعر می ولیدچی یوه غزل یی لیکله دده دغزلی وروستی توری )انسان (ودکاغذپرڅنډه یی دانسان په وزن نور ډیر توری لیکلی و لکه رحمان ،سلطان،حیران،جانان او داسی نور…داهر یو توری به یی په نوبت سره را اخیست اوله هغه سره دبرابر مضمون په اړه به یی سوچ کاوه کوم مضمون به چی له دی ردیف او قافیی سره برابر شو هغه به یی ورسره ونښلاوه په دی توګه لیږ ځنډ وروسته دهغه له پاره دا خبر اسانه شوه چی په مشاعره کی اعلان وشو چی دفلانی خوږژبی شاعر غزل تیاره ده


ماهغه شاعر ته وویل چی تاسو ته خدای جل جلاله ډیر ښه صلاحیت او وړتیا درکړی ده او په ډیرو ژبو باندی پوهیږی ته باید نثر هم ولیکی او دا شاعری ستاسو له شان سره دومره خوند نه کوی هغه راته کړه چی ته رښتیاوایی خو په نثر کی لیکنه مطالعی او څیړنو ته اړتیا لری او هغه زما له وسه نه کیږی که له ژوری مطالعی او څیړنی پرته کومه نثری لیکنه وشی نو کیدی شی یوه ادبی ټوټه تیاره شی خو داسی کتاب نشی کیدلی چی د نن په نړۍ کی ارزښت ولری


داد شعر لیکنی یوه بیلګه وه اوس راشئ وګورو چی یو کتاب څنګه لیکل کیږی



یوه امریکایی لاری کولنسlarry collins اویوه فرانسوی ډومینک لیپری dominiqye lapierreپه ګډه سره د هند په ازادی یو کتاب لیکلی و چی دنیمی شپی ازادی
(freedom at midnight)نومیږی ددی کتاب په تیارولو کی ددوی دواړو له څلوروکلونو زیات وخت ولګیددوی دلندن په ورځپاڼه ټایمز کی اعلان خپور کړ په اعلان کی راغلی و چا چی د۱۹۴۰ او ۴۷ کلونو په موده کی په هند کی کار کړی وی هغوی دی موږ ته خپلی پتی را ولیږی په ځوااب کی دووه زره لیکونه ورته ورسیدل دوی دی ټولو خلکو ته خپل ټیمونه ولیږل له هغوی سره یی مرکی وکړی او له هغو مرکو نه یی یو رپورټ تیارکړدوی هند ،پاکستان اوبرتانیی ته دری ځلی سفرونه وکړل او له مختلفو خلکو سره یی ولیدل او دولس زره مرکی یی برابری کړی


له دی وروسته دوی دکتاب پر لیکنه پیل وکړنیمه برخه یی کالنس په انګلیسی کی ولیکله او نیمه لیپری په فرانسوی ژبه ولیکله هر یوه به دبل لیکنه کتله او بی رحمانه نیوکی به یی پری کولی کله چی دواړه په خپلو لیکنو مطمئن شول نو دکتاب نسخه یی دیوه سیمئیز دهقان ښځی ته دلوستلو له پاره ورکړه کله به چی د دهقان میرمنی وویل چی په دی ځای زه ښه پوهه نشوم نو دوی به وویل چی په دی ځای کی لا غلطی شته او هغه به یی سمه کړه وروستی کال دوی دواړو هره ورځ اتلس ساعته کار وکړ اوپه دی توګه یی خپل کتاب تیار کړ یوه لیکوال یی دکتاب له تیارولو وروسته یوه خبریال ته په مرکه کی وویل : موږ د راهبانو په څیر ژوند تیر کړ او اخر مو
)دنیمی شپی ازادی (تیار کړ

hamedafg
03-01-2011, 04:57
(۲)





په الله توکل اوتدبیر


) موږپه بحرظلمات کی اسان ځغلولی دی )دادیوه مسلمان شاعر دشعریوبند دی چی دمداین سوبی ته نغوته پکی شوی ده موږلومړی ددی سوبی لنډه یادونه کوو بیا دشاعرخبره ارزیابی کووپه کال ۱۶هــ کی دسعدبن وقاص رضی الله عنه په قیادت کی اسلامی لښکر دعراق سیمی فتحه کولی کله یی چی بهره شیر نومی ځای فتحه کړاومخته روان شول نو ددجلی سیندیی مخی ته راغی له دجلی هاخوادایرانیانو مهم ښار مداین واوپه هغه کی دایرانیانو یوه مزبوته کلاوه ایرانیان چی له بهره شیر نه وتښتیدل په لاره کی یی د دجلی پل ونړاوه اوداسلامی لښکر دمخی د ډب کولو په موخه یی د دجلی په غاړو شاوخوا کشتی هم پری نښودلی دمسلمانانو لښکر چی دجلی ته راورسید او حالت یی ولید نو ددوی مشر حضرت سعدبن وقاص رضی الله عنه خپل اس را مخته کړدا کامات یی وویل : نستعین بالله ونتوکل علیه حسبنا الله ونعم الوکیل ولاحول ولاقوة الا بالله العظیم یعنی له الله نه مرسته غواړو او پرهغه توکل کووهغه زموږ کافی او ښه کار چلوونکی دی له هغه لوی ذات نه پرته بل هیڅ قوت زموږ له پاره نشته . ددی کلماتو په ویلو سره حضرت سعدرضی الله عنه خپل اس د دجلی په سیند ورګډ کړ

کله چی نور لښکر دی ولید ټولو خپل اسان په سیند ورګډ کړل اوپه سیند کی یی لامبو پیل کړه دوی چی دسیند نیمایی ته رسیدل ایرانی لښکر دسیندپه بله غاړه ورته پټ وو اودغشوباران یی پری پیل کړپه سیند کی دلامبو په حالت کی اسلامی لښکر ددی مصیبت مقابله نشوی کولی نو بیا څه شی و چی دا لښکریی له هلاکت نه وژغوره ؟داتشه جذبه او جذبیی اقدام نه وبلکی ددی اقدام له پاره مخکی پوره تدبیر سنجول شوی واوڅه چی وشول هغه ټول دهماغه تدبیر له مخی وشول چی مخکی په پوره دقت سره سنجول شوی و

په سیند باندی له ورګډیدلو مخکی سعدبن وقاص رضی الله عنه له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه حضرت سعد لکه څرنګه چی دالله په مرسته باور لاره داراز یی په سیند کی له ګډیدلو مخکی دحالاتو پوره جائزه هم اخیستی وه او دراتلونکو ستونزو له پاره یی تدبیر نیولی وتاریخ لیکی سعد بن وقاص چی خپل اس په دجله ګډاوه له هغه مخکی یی خپلو لښکریانوته وویل :

په تاسو کی کوم داسی مشر شته چی خپله ډله له ځانه سره کړی او موږ له سیند نه دپوریوتلو پرمهال د دښمن له ممکنه حملی نه وژغوری ؟ حضرت عاصم بن عمر ټټر وواهه چی دا کاربه زه وکړم خپل شپږسوه ملګری یی له ځانه سره کړل اویوی داسی لوړی ته وختل چی وکولی شی له هغه ځای نه دخپل لښکر دفاع اوساتنه وکړای شی کله چی ایرانی لښکر په سیند کی دلامبو په حالت کی په اسلامی لښکر برید پیل کړدخضرت عاصم لښکر په پوره ځواک سره ایرانیان ترخپلو حملو لاندی راوستل ایرانیان له حملی نه په شا شول او دخپل ځان په دفاع بوخت شول اخر ګڼ شمیر ایرانیان مړه اوټپیان شول او تیښتی ته مجبورشول په دی توګه اسلامی لښکر له سیند نه پوریووت او په ایرانی لښکر یی حملی پیل کړی ترڅو یی دمداین ښار فتحه کړ

له دی کیسی نه موږ ته شاعر لالا یواځی دفخر او ویاړ ټکۍ راخیستی دی او داسلامی لښکرد دژغورنی او دفتحی دترلاسه کولو راز یی له ځانه سره پټ ساتلی دی متأسفانه چی ډیرۍ شاعران همداسی سطحی نظره وی دلته موږ پوهیږو چی شاعر له دی کیسی پوره خبر دی که ده دحضرت عاصم بن عمر د دفاعی کارنامی یاد حضرت سعد دتدبیرنیونی په باره کی یو دووه شعره ویلی وی هغه به ډیر ګټور وو ددی په ځای چی یواځی یی زمو دویاړ او فخر دغریزی دتسکین له پاره غوړی جملی سره تړلی دی زه چی زموږ دځینی ولسی اونورو شاعرانوشعرونه اورم او دهغوی ځینی پوچی خبری او نګه دروغ واورم نو هغه ددوی دسورت (سورت شعراء)دا ایت می راپه یادشی….والشعراء یتبعهم الغاوون ……په خدای سوګند چی له شاعر نه به دهرتوری پوښتنه کیږی مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید که یوه جمله یی دروغ تړلی وه نو دګناه کبیره مرتکب دی او الله به سزا ورکوی

hamedafg
03-01-2011, 04:59
(3)



قناعت یواځنۍ حل دی


لوی څښتن ددی نړۍ نظام داسی جوړ کړی دی چی دلته هیچاته هم هرڅه نه رسیږی له دی ستونزی سره هرڅوک لاس او ګریوان دی که هغوی لوی خلک او او شتمن خلک وی او که غریب او بی وسه خلک ولکم فیها ما تشتهی أنفسکم (۳۱فصلت)چی څه مو زړه غواړی هغه به په جنت کی دی هوکی په جنت کی به هرڅه وی په دی نړۍ کی هرڅه نشته دلته هیڅوک هم خپلی ټولی غوښتنی نشی ترلاسه کولی
په دی نړۍ کی هرسړۍ دنامیندیfrustyation ښکار لیدل کیږیهرسړۍ له ذهنی ستونزو سره لاس او ګریوان دی داځکه چی که دلته دیوچا نه نوی غوښتنی پوره شی او ایله یوه یی ناپوره پاتی شی بیا هم دی خپه او خوابدۍ وی دانسان مزاج داسی جوړ شوی دی چی له سلو په کمو نه راضی کیږی او دفطرت له قانون سره سم په دی نړۍ کی دچا سل په سلوکی غوښتنی نشی ترسره کیدی دنفسی غوښتنواوځمکنیو واقعیتون په منځ کی دی تضاد ټول خلک له ذهنی ډاډ نه محروم کړی دی .

ددی ستونزی حل دا نه دی چی تاسو د (الهکم التکاثر) روحیات خپل کړئ په دی ډول نفسیاتوسره ستاسو ستونزی نوری هم زیاتیږی ددی ستونزی حل یو دی او هغه قناعت خپلول دی دقناعت مطلب دادی چی ته کوم څه لری او ترلاسه کړی دی دی هغه دفطرت دویش پایله وبوله او په هغه راضی اوسه !
دفطرت په ویش چی څوک نه راضی کیږی هغه حریص بلل کیږی او ددی په مقابل کی قناعت دی ته وایی چی انسان د فطرت په ویش راضی شی
او دذهنی ډاډ او ذهنی نارامی اسباب هم دادی که یوڅو پوهه شی چی څه ورته رسیدلی داد فطرت د قانون دویش په پایله کی دی چا له ده سره ظلم نه دی کړی نو دا سړی به له بیځایه ذهنی نا ارامی څخه ژغورلی پاتی شی

داخبره په یوه حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی کړی ده :قد افلح من أسلم ورزق کفافا وقنعه الله بما آتاه (مسنداحمد ۲ټوک مخ ۱۶۸) یعنی هغه څوک بریالی دی چی اسلام یی ومانه او داړتیا پوره کیدلوپه اندازه روزی ورته ورسیده او الله په هغه څه قناعت ورکړ چی کوم یی ورکړی دی

hamedafg
03-01-2011, 05:00
(4)








دونی بیلګه


ونه دلوی څښتن په مخلوقاتو کی یوعجیب نظام لری ، دونی پيل له یوه کوچنی نیالګی نه کیږی په دی نیلګی کی دونی ټول سسټم په ډیر دقت سره ځای کول شوی وی کله چی خعخ ته برابر حالات تیار کړل شی هغه دونی په شکل کی راڅرګند شی دنیال د کرځای خاوری دی په کاڼی کی دهغه کرل ناشونی دی کله چی نیال پهخاورو کی وکرل شی دالله جل جلاله ټول مخلوقات په هغه پوری داسی ونښلی ته وا داټول ددی نیال دروزنی له پاره ګومارل شوی دی .

نرمی خاوری دنیال دریښو دغځولوله پاره غیږه پرانزی بی شمیره بیکټریاوی دهغه په بیخ کی راجمعه شی څو له فضا څخه نایټروجن رابیل کړی او دونی خوراک ته یی تیار کړی ځمه خپل معدنیات اونمکیات په اوبوکی ګډ کړی او دونی ریښوته یی ورسوی څو له دی لاری ونه په هغه سره وده وکړی له ځمکی نیولی تر لمره پوری ټول مخلوقات په خوځښت کی وی څو دونی له پاره مختلف موسمونه ، برانونه اوهواوی برابری کړی اوبه دی توګه دنیال په وده کی مرسته وکړی دا ونه بیا د الله جل جلاله له ټولو مخلوقاتوسره په مکمله توګه ځان یوغږۍ کړی دبیلګی په توګه که ونه له ځمکی نه اوبه اخلی نوپه خپلو پاڼو کی دځمکی لوندوالۍ اورطوبت هواته سپاری اوځمکی ته دباران په ورکولو کی له هغی سره مرسته کوی که ونه له ځمکی نه خوراک ترلاسه کوی نو دخپلو پاڼو، ګلانواومیوو له لاری دځمکی په زرغونتیا کی ونډه اخلی که ونه له هوانه کاربن ډآی ایکسایډترلاسه کوی خو دیوه بل ګټور اکسیجن په صورت کی یی بیرته هوا ته ورکوی .

موږ وویل ځمکی له ټولو مخلوقاتو سره همغږی ده که څوک په تبجنوګرمیوکی دسیوری په لټه کی وی د ونی سیوری ته پناه وړی اوونه په خپل سیوری هیڅ بخل نه کوی د ونی په خوا کی تیریدونکیو لارویانو ته ښه بوی اوښکلی منظر ورکوی .

او داراز دونی له لاری خلک ګڼ شمیر خوږی اوښکلی میوی ترلاسه کوی او ان که څوک دونی دوهلو نیت وکړی دهغه تبر ته لاستۍ هم ونه ورکوی څو په هغه سره دونی لرګی دګټی وړ وګرځوی له دی هرڅه سره ونه یو داسی مخلوق ده چی په ځمکه کی یی خپلی ریښی غځولی دی اوپه خپلوپښو ولاړه ده ویل کیږی دونی نیمه برخه په ځمکه کی دننه وی اوپاته نیمه برخه یی دباندی وی په ځمکه کی دومره ژوره تللی وی چی هیڅوک یی په اسانی سره نشی نړولی اودځمکی پرسر یی دومره پلنه تنه ښکاره ده چی بی له کومه خنډه له نورو مخلوقاتو خپله روزی اخلی .

په قرانکریم کی مسلمانان له ونی سره پرتله شوی دی له دی موږمالومولی شو چی مومن باید څه ډول صفات اوخویونه ولری په مومن کی باید هغه صفات په انسانی شکل کی موجود وی کوم چی په ونه کی په مادی جول کی شتون لری ونه چی کوم کارونه په طبعی توګه کوی مسلمان یی باید په شعوری توګه ترسره کړی مومن باید په خپله اراده سره دا نړۍ داسی ښکلی اوښایسته کړی لکه ونی چی دقدرت له نظام لاندی په جبری توګه ښایسته کړی ده

په ټولیزه توګه ونی له خاورو راپورته کیږی دمسلمان ونه باید دروحانیت له ربانی ځمکی راشنه شی یو ددنیا له مادی اجزاو جوړیږی بل داخرت له جنتی اجزاوڅخه نوری ونی دمادی نړۍ ونی دی مومن دانسانی نړۍ ونه ده ونه وده کوونکی موجود ده مومن هم وده کوونکی موجود دی مومن هغه انسان ده چی دربانی فکر په اساس باید ددی وړ وګرځی چی ټول مخلوقات دده له پاره دمعرفت دسترخوان وګرځی .
_________________

hamedafg
03-01-2011, 05:01
(5)






بی ارزښته خبری


که تاسو وغواړئ دبانک له لاری چاته څوافغانۍ ورکړئ په یوه چیک کی به معلومی افغانۍ ولیکئ خودا چیک به هغه وخت ارزښتناک او دګټی وړ ګرځی چی تاوسو په بانک کی حساب اوپانګه ولرئ او په چیک کی چی څومره افغانۍ لیکئ هغومره به په بانک کی لرئ

که تاسو یو چاته چیک لیکئ اوپه بانک کی پانګه نلرئ نو دا چیک بیکاره او بی ارزښته دی او په دی چیک بانک چاته افغانۍ نه ورکوی ستاسو دا چیک دبانک چیک نه دی بلکی دادکاغذ یوه بی کاره پرزه ده او دی چیک ته دبانک په اصطلاح کی بی ګټی چیک dud cheque ویل کیږی .

که تاسو یوچاته خبری وکړئ او هغه ستاسو په خبرو پوری هیلی او امیدونه وتړی ددی مطلب داشو چی تاسو هغه ته ګواکی دبانک یو ارزښتناک چیک ورکړدخبرو دا چیک هغه مهال ارزښت موندلای شی چی څوک ستاخبری دعمل په ډګر کی نغدی کړای شی او که دعمل په ډګر کی تاسو دخپلو خبروغوښتنی پوره نکړای شوی نوګواکی تاسو خپل ورورته یوبیکاره چیک ورکړی دی تاسو هغه ته داسی خبری کړی دی چی ستاسو په اخلاقی پانګه کی دهغو مناسبه اندازه شتون نلری

په کوم قوم او ملت چی د زوال او زوړتیا وخت راشی نو ددی قوم هر وګړۍ داډول بیکاره چیکونه ویشی هغوی داسی خبری کوی چی عملی پانګه یی له هغو تشه وی یواځی دتشو خبرو او اوډلو تورو زمریان وی او دخپلو خبرو دعملی کولو نیت نلری

داد خبرو زمریان لوی څښتن په خپل ستر کتاب کی یاد کړی دی یعنی هغه چی په خولو خبری کوی او په زړونو کی یی دعمل اراده نه وی (آل عمران)
دا خلک تشی او پوچی خبری کوی او دکار اوعمل اراده نلری نن زموږ ډیرۍ مشران دتشو خبرو زمریان دی او دعمل اراده نلری قرانکریم داد منافقینو چلند بللی دی او دمنافقینو په اړه قرانکریم وایی چی دجهنم په لاندینی پوړ کی به لویږی (نعوذبالله )

hamedafg
03-10-2011, 04:55
(6)






قیامت نږدی دی

دحدیثو په مختلفو کتابونو کی داروایت راغلی دی دایو اوږد حدیث دی حضرت اسماء بنت یزید رضی الله عنها روایت کړی دی او په مشکاة المصابیح کی (۵۴۹۱) پوره راغلی دی په دی روایت کی هغه نښانی بیان شوی دی چی له قیامت نه مخکی راتلونکی دی په دی نښوکی رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه داسی بیانوی : بین یدیه ثلاث سنین : سنةتمسک السماء فیها ثلث قطرها والأرض ثلث نباتها. والثانیة : تمسک السماء ثلثی قطرها . والأرض ثلثی نباتها . والثالثة : تمسک السماء قطرها کله والأرض نباتها کله (المعجم الکبیر للطبرانی رقم الحدیث : ۱۹۹۲۶. مسند احمد، رقم الحدیث : ۲۶۲۹۸) .

ژباړه : یعنی له قیامت نه مخکی د دجال په زمانه کی به پر دنیا
درۍ دورونه راشی

لومړۍ : اسمان به دریمه برخه باران ونیسی اوځمکه به دریمه
برخه حاصلات کم کړی .

دویم : اسمان به دووه دریمی برخی باران ونیسی اوځمکه به دووه دریمی برخی حاصلات کم کړی

دریم : اسمان به ټول باران ودروی او ځمکه به ټول حاصلات ونیسی

له پیښو داسی بریښی چی دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه رښتیا کیدونکی ده په موجوده وخت کی دګلوبل وارمنګ په پایله کی داوبو کنګل زیرمی لکه ګلیشر اونوری په ویلی کیدو دی او د سیندونو له لاری بحر ته بهیږی دبحر دتروشو اوبو شکل غوره کوی او له استعمال نه لویږی د شلمی پیړۍ ترپایه پوری تقریبا یوه دریمه برخه اوبه داسی بهیدلی دی اوس په یو ویشتمه سلیزه کی دویمه دریمه برخه تقریبا بهیدلی ده اوپه راتلونکی کی به پاتی دریمه برخه په دی توګه وبهیږی اوختمی به شی چی په پایله کی به یی نباتات او حیوانات په ورو ورو له منځه ولاړ شی د نبوی وړاندوینی په رڼا کی ګوا کی دا پیښی د قیامت وروستۍ زنګونه دی نو په یقین سره ویل کیدی شی چی قیامت ډیر رانږدی شوی دی اوس هغه وخت راغلی چی باید انسان را ویښ شی او دتوبو د دروازی له بندیدلو مخکی د ځان اصلاح غوره کړی

hamedafg
03-10-2011, 04:56
(7)





کره انسان



این لینډرسann landers د کره او پاخه انسان په اړه یوه لیکنه کړی ده دی وایی : پختن اوکره والۍ دی ته وایی چی یوانسان په خپله غصه کنترول لری او وکولای شی له تخریب اوجکړی پرته اخلافات ختم کړی یو کره انسان هغه وی چی زغم ولری دیوی لوی ګټی له پاره له کمی ګټی تیر شی په اصل کی ثابت قدمی ته پختن او کره توب وایی له خنډونو سره سره خپله موخه پرمخبیول کره توب دی له اړو انسانانو سره مرسته او دضرورت په مهال دهغو په ښمر کیدل کره توب دی کره توب هغه وړتیا او استعداد ته ویل کیږی چی نابرابر حالاتو اودنامیندی حالات په ورین تندی ومنل شی
یو کره انسان هغه دی چی هغه تواضع ولری اودتیر وتنی په صورت کی بی له کومه شکه د غلطی اعتراف کولی شی ، او که په کومه موضوع کی دده رایه ثابته وخیږی نو داسی نه وایی چی ما مخکی درته ویلی و چی دا کاربه داسی وی پوخوالی اوکرهوالی دی ته وایی چی یو انسان دخلکو دباور وړ وی او ایمانداره وی هغه په هر صورت خپله وعده ترسره کوی او که داسی پیښه وی چی ځینی کارونه زموږ خوښ نه وی خو دهغو د بدلون وس او توان هم نلرو نو دهغو زغمل او له هغوسره په امن کی اوسیدل کره توب او پوخوالۍ دی

کره انسان هغه دی چی د نارینه و خویونه ولری او هر وخت د حقیقت او واقعی اعتراف کولی شی او دیوه کار په اړوند دحقیقت په اساس پریکړه کوی نه دی کوم وختی غبرګون په اساس
خپلی جذبی کنترول ولری له غم او ناوړه حالاتو نه د تیریدلو وړتیا لری او داوسپنی په څیر هر کار یی پوخ او باوری وی

دا پختن او کرهوالۍ انسانی کمال دی په کوم انسان کی چی دا خویونه وی هغه کامل انسان دی او هغه دانسانیت وروستی پوړ ته رسیدلی انسان بللی شو او داراز انسانان په ژوند کی ریښتونی کارنامی ترسره کولی شی او دا هغه انسانان دی چی یو قوم او ملت دبریالیتوب لورته بیولی شی

hamedafg
03-10-2011, 04:58
(8)









غوره حل

سوچ اوفکر کول (thinkingدانسانی نړۍ هغه عجیب او هیښوونکی عمل دی چی تر اوسه یی لا څوک پرکیفیت نه پوهیږی په دی اړه دعلم النفس پوهانوګڼ شمیر کتابونه کښلی دی اوخورا ډیر تحیقیقات اوژوری څیړنی شوی دی دی څیړنوکه څه هم زموږ په علم اوپوهه کی زیاتونه راوستی خو له دی زیاتونو نه یی هیښتیا زیاته کړی ده

له دی څیړنو څخه ډیر نوی مالومات ترلاسه شوی دی یو یی دادی چی ویل کیږی په انسانی ذهن کی دننه همیشه یو مهم عمل روان وی دسایکالوژی پوهان دا عمل په ذهنی توفان سره brainstorming نوموی دا عمل هغه مهال پیداکیږی چی انسانی ذهن له کوم چیلنج سره مخامخ شی په دی وخت کی ذهن ډیر اوژورو سوچونو ته اړ شی اود ورپیښو ستونزو دحل له پاره په کار بوخت شی اوپه دی عمل سره ددی ستونزی له پاره دغوره حل شونتیا او امکان زیات شوی

له دی څیړنو داسی مالومیږی چی انسان چی کله له بحرانی حالاتوسره لاس او ګریوان شی نو دده په يټو وړتیاو اوصلاحیتونو سره په ده کی ذهنی توفان راپورته شی او داتوفان دی ددی وړ وګرځوی چی د ورپیښی ستونزی له پاره غوره حل پیداکړی او ددی غوره حل له ترلاسه کولو وروسته انسان ته بریالیتوب دومره نږدی شی لکه ماښام ته چی سهارنږدی دی

دلوی څښتن عجیب شان او هیښوونکو حکمتونو ته ځیرشئ !
موږ ته یی زموږ له ستونزو او ربړو نه همزموږ دبریالیتوب
زینی تیاری کړی دی !!

ځکه یی په تکرار اوټینګار سره ویلی دی:
ان مع العسر یسرا ان مع العسر یسرا



سبحانه ما اعظم شانه !!

hamedafg
03-10-2011, 04:59
(9)


ځان ژغورنه



یوبی پروا سړۍ په یوه داسی لاره روان دی چی هلته دونوډیر ی ازغنی لښتی او غنی پرتی دی دی له ځانه اوخپلوجامو سره اتیات نه کوی اوبی پروا روان دی په تیرو ازغو یی جامی بزه او څیری شوی ، په بدن کی یی دازغو تیری لشی خښی شوی ، خپل هدف ته ناوخته ورسید ، او ذهنی ارام یی له لاسه ورکړ .

اوس باید دا سړۍ څه وکړی ...؟

ایا دی دازغیو پرخلاف یو کنفرانس راوبولی او د ازغیو په باره کی تیزی او تندی خبری او تروشی ویناوی وکړی له ملګرو ملتونو په ټینګه غوښتنه وکړی چی دنړۍ له ټولو ونو باید ازغی ختم کړل شی څو په راتلونکی کی مسافر دازغیو له ستونزی بی غمه شی اوټوله نړۍ پسته اونرمه وګرځی

یوهوښیار او عاقل انسان داسی نه کوی بلکی هغه ددی پرخلاف یواځی دومره کولی شی چی دخپلی بی اتیاتی احساس وکړی هغه به له کنفرانس رابللو تیریږی بلکی ځان ته به مخاطب کیږی او وایی به : تاته خدای دووه سترګی نه دی درکړی ؟!تا ولی په ازغنه لاره په اتیات سره تګ نه کاوه ؟تابه خپله لمن ټوله نیولی اوپه اتیات سره به پر ازغنه لاره تلی په دی توګه به دی بدن او جامی له ازغیو ژغورلی وی او خپل مزله ته به هم په خپل وخت رسیدلی وی

دونو او ازغیو په منځ کی دتګ اوسفر له دی بیلګی نه موږ ددنیا دژوند په سفر کی دانسانانو په منځ کی دتګ له پاره ډیر څه ترلاسه کولی شو خو داسی مالومیږی چی دالله جل جلاله په دی نړۍ کی چا دی بیلګی ته توجه نده کړی او دالله له دی نښانی نه چا د عبرت درسونه نه دی ترلاسه مړی

نن داسی ګڼ شمیر خلک شتون لری چی دانسانی ازغیو په منځ کی په بی اتیاتی سره سفر کوی او کله چی یی کوم انسانی ازغۍ پر بدن کی خښ شی او تکلیف ورکړی نو له سوچ اوفکر پرته ازغیو ته په بدو اوردوسر شی خپله کمعقلی پرنورو وتپی اوبی ګټی هڅی پیل کړی .

هرڅوک باید په دی خبر ښه ځان پوهه کړی چی لکه څرنګه چی له نړی نه ازغی او ازغنی ونی نشی ختمیدلی داراز د دنیا له ټولنیز ژوند نه ازغن انسانان نشی ختمیدلی ترڅو چی قیامت نه وی راغلی په دی نړۍ کی به دازغیو په څیر ضرر رسوونکی انسان شتون لری نو په دی نړۍ خوندی لاره اودبریالی ژوند راز په دی کی ده چی له انسانی ازغیو نه ځان وژغورل شی له دی پرته بله هره لاره دبربادی لاره ده

hamedafg
03-10-2011, 05:02
(10)




دژونداصولی لار



په ژوندکی دیر ځله یوانسان له داسی حالت سره مخ کیږی چی دیوه کار دکولو او نه کولو پریکړه باید وکړی په داسی حالت کی دپریکړی له پاره زموږ په مخ کی دووه خیارات یا افشنونه اویا هم غوراوۍ وجود لری یودا چی سم کار کوم دی اوبل دا چی کوم کار شونۍ دی

اصولی اوحکیمانه لاره داده چی دځان په باره کی باید سړۍ د سم کار په لټه کی شی یعنی وګوری چی کوم کار سم او غوره دهی او هغه ځان ته انتخاب کړی خو په ټولنیزو چارو کی باید سړۍ د ممکن اوشونی کار په لټه کی شی او کوم کار چی دده له پاره شونتیا لری هغه باید غوره کړی .

دا ډول توپیر ته موږ ځکه اړ کیږو چی د خپل ځان په اړه موضوع دسړی په لاس کی وی او د خپل ځان هرڅوک اختیار لری دځان له پاره ته کولی شی چی څه وغواړی هغه وکړی او کولی شی ځان ته کوم ډول کار غوره کول وغواړی کولی یی شی نود خپل ځان په باره کی باید سړۍ معیار غوره کړی اوله خپله وسه باید داسی چلند غوره کړی چی له اخلاقو او مذهب سره مخالفت ونلری .

خوپه ټولنیزو چاروکی بیا انسان ګوښۍ نه وی بلکی هلته یو بل فریق شتون لری او هلته مخالف لوری موجود وی ته په هغوی باندی واک نلری ته هغه ته څه ویلی شی خو څه کولوته یی اړ کولی نشی په داسی حالت کی دهوښیاری خبره داده چی په ټولنیزو چارو کی باید ممکنو اړخونو ته وکتل شی په دوو صورتونو کی به دی ته نه ګوری چی ستا دخوښی یو یی کوم وی هغه غوره کړی بلکی دی ته به ګوری چی په دی دوو کی کوم یو شونی اوممکن وی هغه به غوره کوی .

په ذاتی معامله کی د سم اوغوره شی اختیارول شونی دی او په دی توګه انسان کولی شی دخپل ژوند سفر روان ولری خوپه ټولنیزو معاملاتو کی داسی نشی کیدلی ځکه هلته مخالف لوری ستاد لارو دډب کولو له پاره رامخته کیږی او په دی صورت کی دژوند یون روان نشی ساتل کیدلی په داسی صورت کی که سړی خپل سفر وځنډوی او له مخالف لوری سره په جګړه بوخت شی نو انسانی ځواک او انرژی بیځایه ضایع کیږی اویو هوښیار انسان داسی نه کوی په داسی حالت کی باید دمخالف لوری رعایت وکړل شی او سړی دی ځانته ممکن لوری غوره کړی څو دژوند سفر له ځنډیدلو او انسانی انرژی او ځواک له بیځایه ضایع کیدلو وژغورل شی او داد ژوند له پاره اصولی اوله حکمته ډکه لار ده

hamedafg
03-12-2011, 05:05
(11

غوسه مکوه !

یوه هوښیار ډیره کره خبر کړی ده هغه وایی داور دخلی یا اورلګیت یو سر وی خو په هغه کی دماغ نه وی کله چی په څه شی په زور سره وموښل شی او په غوسه کړل شی سمدستی لمبه شی او داور په همدی لمبو کی خپل سر وخوری په دی کی شک نشته چی غوسه دیوی لمبی په څیر وی په خپل مالوم سبب ډیره ژر راوپاریږی او لیږځنډ وروسته سړه او ختمه شی خو انسانی سرباید داور لګیت د سرپه څیر دخپلی غوسی لمبه کنترول کړی او که نه په دی لمبه کی داسی هم پیښیږی چی خپل سر وخوری یا بل کوم انسانی زیان رامنځته کړی

داور له لمبی سره د غوسی پرتله ډیره معقوله اوپرځای خبره ده موږ وینو چی دغوسی پرمهال دانسان عادی حالت تغییر وکړی اوپه مخ کی یی دوینی دجریان په تیزیدلو سره مخ تک سور واوړی سترګی یی سری او رګونه یی وپړسیږی ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :غوسه دبنیادم په زړه کی یوه سکروټه ده تاسو دده دسترګو سوروالی اورګونوپړسیدلوته نه ګورئ څوک چی غوسه احساس کړی هغه دی پرځمه څملی.
عن أبي سعيد الخُدري رضي الله عنه مرفوعاً أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " ألا وإن الغضب جمرةٌ في قلب ابن آدم ، أما رأيتم إلى حُمرة عينيه وانتفاخ أوداجه ، فمن أحس بشيءٍ من ذلك فليلصق بالأرض " (الترمذي ، ج4 ، الحديث رقم 2191 ، ص 483)
داراز په یوه بل حدیث شریف کی راغلی :غوسه دشیطان له لوری ده اوشیطان له اوره پیداشوی دی اوموږ چی اور وژنونوپه اوبو سره یی وژنوکله چی تاسو کوم یو په غوسه شئ نواودس وکړئ !

عن عطية بن عروة السعدي أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إن الغضب من الشيطان ، وإن الشيطان خُلق من النار ، وإنما تُطفأ النار بالماء ، فإذا غضب أحدكم فليتوضأ " (أبو داود ، ج 4 ، الحديث رقم 4784 ، ص 249)

دادغوسی دسړولونبوی لارښوونی دی زموږ خلک هم دغوسی پرمهال سری سترګی اوپړسیدلی رګونه په دوو نه تم کیږی اودغچ اخیستلو له پاره شلیدلی تڼۍ نڅیږی بناء داراز نوری نبوی لارښوونی هم شته چی دهغو په خپلولوسره له دی بدمرغه انفعالی حالت نه ځانونه ژغورلی شو. لکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه سړی وویل :وصیت راته وکړه هغه په لنډ ډول ورته وویل غوسه مکوه !هغه داخبره څوځله ور تکرارار کړه ده بیا هم ورته وویل غوسه مکوه ! :
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم : أوصني ، قال : " لا تغضب " ، فردَّد مراراً ، قال : " لا تغضب " (البخاري ، الحديث رقم 6116 ، ص 1066)

hamedafg
03-12-2011, 05:39
(12)



اختلاف رحمت دی



په الجامع الصغیر لومړی ټوک ۱۲ مخکی دا حدیث راغلی دی چی زما دامت اختلاف رحمت دی (اختلاف أمتی رحمة ) که څه هم ځینی علماو ددی حدیث په صحت کی شک کړی دی خو په دی کی شک نشته چی دقران او حدیثو څومره تفسیرونه اوشروح چی اوس یی موږ په لاس کی لرو په دی کی په پریمانه توګه دعلماو اختلافات شتون لری دقرانکریم تفسیرونه او دحدیثو شروح له زیاتواختلافاتو ډک دی .

پوښتنه داده چی دومره اختلافات دڅه له پاره ؟او دا چی اختلاف رحمت دی که زحمت . قران په داسی ریاضی ډوله ژبه کی هم نازلیدلی شوی چی په تفسیر او تاویل کی به یی دهیچا له پاره داختلاف ځای نه و داراز په حدیثوکی هم رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی ژبه غوره کولی شوی چی د دووه او دووه څلور په څیر به دچا له پاره داختلاف ځای نه و پکی او دهغو په شرح کی به چا اختلاف نشوی کولی .

حقیقت دادی چی اختلاف بی ګټی او نامطلوب شی نه دی بلکی ګټور او عین مطلوب شی دی او ددی اختلاف په برکت شونی سوی ده چی خلک په قرانکریم اوحدیثوکی زیات غور او فکر وکړلی شی او دهمدی اختلاف په برکت دا ممکنه شوه چی اسلام یوجامد شی نه دی بلکی هغه له هروخت سره سمون لرونکی حقیقت ګرځیدلی دی او په دی سره دا ممکنه شوی ده چی په خلکو کی ذهنی وده مخ پروړاندی روانه وی او مومن به دیوه تخلیقی فکر لرونکی انسان وی .

عیب لټونه او تور لګول یوه اخلاقی کمزوری اوسپک کار دی خو په سم غور اوفکر ولاړ علمی اختلاف یو نعمت او رحمت دی او د بشریت د ودی اوپرمخیون له پاره لازمی شرط بلل کیږی آن دومره لا ویلی شو چی په کومه ټولنه کی علمی او تحقیقی اختلاف نه وی هغه به وروسته پاتی ټولنه وی او له پرمخیون څخه به بی برخی وی .

دانسان ذهن یوه تړل شوی خزانه ده او اختلاف ددی تړل شوی خزانی کیلی ده د رأیی په اختلاف ذهن ترقی کوی او له انسان نه لوی انسان جوړیږی

اوس زموږ پر وړاندی دا مسئله پرته ده چی په دین کی چی له لومړۍ ورځی رانیولی تر ننه پوری څومره اختلافات شوی ددی توجیه وکړو دا نه چی اختلاف دی وشی یادی نه وشی اختلاف به په هره موضوع کی کیږی او هرډول اختلاف به کیږی .

دبیلګی په توګه تاسو دقرانکریم یو مستند تفسیر در واخلئ لکه الجامع لاحکام القران للقرطبی هغه چی د بسم الله الرحمن الرحیم تفسیر پیل کوی نو لیکی : فیها سبع وعشرون مسئلة په بسم الله کی ۲۷ مسئلی دی ګوا کی ددی څلورو تورو په جمله کی اووه ویشت اختلافی مسائل دی داراز الحمد لله چی یو کوچنۍ سورت دی په دی باندی یی ۴۳ مخه تفسیر لیکلی دی چی زښت زیات اختلافی موضوعات پکی څیړل شویدی په دی شل ټوکیز تفسیر کی دقرانکریم تر معوذتین پوری ګڼ شمیر اختلافات بیان شوی دی .

داراز که د حدیثو شروحوته ولاړشو تر دی زیات اختلافات شتون لری تاسو به په دی شروحو کی په هر مخ کی د اختلف او اختلفوا ګڼ شمیر جملی ووینئ اوداراز دفقه او عقائدو په کتابونو کی بیخی ډیر اختلافات لیدل کیږی دا اختلافات هیڅ بده خبر نده بلکی دا اختلافات دفکری ودی اساس جوړوی په دی سره خلک سوج او فکر ته تیاریږی دا اختلاف ذهن په خوځښت را ولی او د پرمختګ لورته یی سوق کوی .

hamedafg
03-12-2011, 05:56
(13)



.
درښتیاپه لټه کی

له یوی نقطی بلی نقطی ته غځیدلی کرښه یواځی یوه کیدلی شی داراز له بنده نه د الله لورته غځیدلی ډیری لاری نه دی یواځی یوه لاره کیدلی شی ددی لاری نوم رښتیا ده اوس پوښتنه داده چی د رښتیا لاره څنګه پیدا کیدلی شی

زموږ له ښه مرغه لکه څرنګه چی رښتیا یوه ده داراز هغه په میدان کی هم یوه ده دلته ډیر شیان نه دی چی دهغوپه منځ کی دانتخاب او غوره کونی خبره رامنځته شی دلته یواځی یو شی دی او موږ ددی یوه شی له غوره کولو پرته بله چاره نلرو اوهغه رښتیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونی دی که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی نو هغه پوهیږی چی دی لوی څښتن د انتخاب په ازموینه کی ندی اچولی لوی څښتن موږ په داسی نړۍ کی پنځولی یو چی هلته دحق او نا حق په منځ کی دانتخاب خبره ده نه د یوه حق او بل حق د انتخاب خبره (یونس ۳۲).

د رښتیا په لټه کی فلسفی پنځه زره کال هڅی کړی دی خو دهغی دی اوږدو هڅو هغه یواځی دی خبری ته رسولی ده چی هغه په خپله اعتراف کوی چی دا وروستی رښتیا ته نده رسیدلی او نه به ورسیږی د رښتیا دپلټنی له پاره دفلسفی لاره داده چی هغه دعقل دغور اوفکر په ذریعه رښتیا ته درسیدلو هڅی کوی خو د عقل دغور خبره دهغه په محدود مالوماتو پوری تړلی ده اود رښتیا په اړه یوی واقعی نتیجی ته درسیدلو له پاره دټولو کایناتو دعلم لرلو ته اړتیا ده او دا مالومات یوفلسفی هم نشی ترلاسه کولی نوځکه درښتیا په اړه هغه کومی پایلی ته نشی رسیدلی .

ساینس په دی اړه ځان ددی وړ نه بولی چی درښتیا دپلټنی کار وکړی ساینس دتجربو او له هغو نه دسمدستی پایلو دترلاسه کولو په کار بوخت دی دبیلګی په توګه ساینس چی د ګل له موضوع نه کله بحث کوی نو هغه دګل بوی له خپل بحث نه وتلی موضوع بولی ځکه دګل کیمایی اجزاء تلل کیدلی اوپیمانه کیدلی شی خو دبوی دتللو او پیمانی له پاره ساینس کومه ذریعه په لاس کی نلری نود ساینس د بحث کړۍ محدوده ده او په خپله اعتراف کوی چی هغه دحقایقو دنړۍ په اړه دهغو له جزئی برخی نه بحث کوی نه له کلیاتو نه اودکلی حقایقوپه اړه هغه څه نشی کولی

روحانی شخصیتونه دعوه لری یا کم له کمه دهغوی پیروان په دی ګروهه دی چی دوی ته درښتیا لاره مالومه ده اوپه دی اړه باوری مالومات لری خو ددی ګروهی کوم اساس نشته دوی چی له خپلی دعوی سره سم په کومه ذریعه رښتیا ته رسیږی هغه روحانی ریاضتونه دی خو دا تش په نوم روحانی ریاضتونه په حقیقت کی جسمانی ریاضتونه دی اوپه جسمانی ریاضتونو سره روحانیت ترلاسه کول یوه بی اساسه خبره ده بل داچی روحانی شخصیتونه دنورو عامو انسانانو په څیر په خپلو انسانی محدودیتونو کی راګیر دی نور عام انسانان چی ددی محدودیتونو له کبله رښتیا ته نشی رسیدلی داراز دروحانی شخصیاتو په مخ کی هم هغه محدودیتونه خنډ دی او رښتیا ته نشی رسیدلی اوهیڅ ډول ریاضت او دنفس تزکیه انسان له خپلو محدودیتونو څخه نشی لوړولی ځکه خو یوډول ریاضت هم رښتیا ته په رسیدلو نشی بریالۍ کیدلی .

له دی وروسته یواځی پیغمبر په میدان پاتی شو پیغمبر یواځی هغه انسان دی چی وایی دی خدای غوره کړی دی اوده ته یی درښتیا لاره ورښوولی ده څو هغه ټولو انسانانو ته ورسوی او یواځی دپیغمبر دعوی دباور وړ کیدلی شی ځکه درښتیا حقیقی علم یواځی له خدای سره ده چی هغه ازلی او ابدی دی او ټول حقیقتونه ورته مالوم دی او یواځی هغه دحقیقت پوره علم لری نوڅوک چی دادعوی کوی چی درښتیا لاره هغه ته خدای ورښوولی ده یقینا چی دده دعوه حقه ده او باید دده خبر ومنل شی .

دلته یوه پوښتنه راپیدا کیږی چی زموږ په نړۍ کی خو یو نه بلکی ډیر پیغمبران شتون لری او هغوی کتابونه هم لری نو باید کوم پیغمبر ومنل شی او له کوم یوه سره په ریښتونی توګه درښتیا لاره شتون لری .خو که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی دهغه له پاره ددی پوښتنی اسانه حل شته او ددی ځواب داسی ده چی په دی کی شک نشته چی مخکی ډیر پیغمبران تیرشوی دی خو دانسان له پاره دماضی دکومی پیښی دمنلو له پاره یواځنۍ معیار تاریخی کره توب دی او دا تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری نور یی نلری نن زموږ په نړۍ کی یواځی یو تاریخی پیغمبر شتون لری نور ټول عملا اعتقادی پیغمبران دی نه تاریخی .
تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری چی هغه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی دده په باره کی هره خبره په تاریخی توګه ثابته ده او دده ژوند نن ټول په کره تاریخی توګه زموږ په مخکی پروت دی .
ټول پیغمبران په روایاتوکی ورک دی ددوی په اړه پوره اوکره تاریخی مالومات شتون نلری او نه دهغوی کتابونه اوس په خپل شکل کی پاتی دی دایواځی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چی ټول ژوند یی په کره توګه زموږ په مخکی پروت دی او هغه کتاب چی ده خلکو ته ور ښوولی و او ویلی یی و چی داد الله کتاب دی هغه هم نن په پوره خوندی توګه زموږ په لاس کی دی


حقیقت دادی چی که په نګه علمی او عقلی اعتبار سره وکتل شی نو درښتیا لاره یوه ده او نن هغه یوه لاره په میدان کی شتون لری نوری لاری نشته موږ نشو کولی په ډیرو لارو کی یوه لاره غوره کړو بلکی همدا یوه لاره ده او همدا به غوره کوو .

دا رښتیا دخدای خبره ده او دخدای خبره همیشه یوه وی لکه دنړۍ دنورو شیانو له پاره دالله حکم یو دی داراز دانسان له پاره هم د الله یو حکم دی او تل به یو وی دسلهاو کلونو په تیریدلو سره دځمکی او اسمان قانون ندی بدل شوی داراز پر ځمکه ولاړی ونی او اوبه هم دهغه یوه قانون تابع دی د انسان په اړه دالله دحکم هم دا حالت ده د انسان په اړه چی دالله کوم حکم زرګونه کلونه مخکی و اوس هم هماغه حکم دی او همدا قانون دهر وخت او هر هیواد دخلکو له پاره ده .

دژوند ځینی داسی اړخونه شته چی هغه بدلیږی لکه سورلۍ داوسیدلو ودانی او داسی نور خو رښتا له داسی شیانو سره اړیکه نلری رښتیا له انسان سره اړیکه لری چی هرو خت په یوه حالت کی وی یعنی دژوند دنورو تمدنی څیزونو په څیر تغیر نه منی رښتیا له دی سره اړیکه لری چی بنده به خپل خالق او مالک څوک بولی هغه به چاته سرټیټوی اودچا نمانځنه به کوی هغه به له چا ویریږی او له چا سره به مینه کوی هغه به خپل بریالیتوب او ناکامی په کومه تله تلی دده دژوند موخه به څه وی دی چی دخلکو په منځ کی اوسی دکوم قانون او اخلاقو په اساس به له هغوی سره چلند کوی رښتیا دژوند له دی چارو سره اړیکه لری او دا چاری په کومه زمانه او جغرافیه پوری ندی تړلی دا په هر وخت او له هرچا نه په یوه ډول غوښتل کیونکی چاری دی الله جل جلاله یو دی او ابدی دی همداراز رښتیا هم یوه ده او له دی سره ابدی هم ده .

hamedafg
03-19-2011, 08:33
(14)




له تیارو نه درڼا په لور

لوی څښتن دا دنیا په کامله توګه جوړه کړی ده او انسان یی هم په ښکلی او پوره شکل کی پنځولی دی الله جل جلاله انسان ته ویلی چی په دی دنیا کی اوسه او له دی دنیا نه ګټه اخله او له دی سره یی داهم ورته ویلی دی چی ستا پنځوونکی او معبود یو دی دهمدی یوه خدای نمانځنه کوه او له هغه سره بل څوک مه شریکوه .

خو انسان په محسوس پالنه بوخت شو انسان ونشوای کولی چی نه لیدونکی خدای دخپلی توجه مرکز وګرځوی هغه ورو ورودلیدونکیو خدایانو لورته روان شو کوم شی به چی په ظاهره لوی او ښکلی ورته ښکاره شو دهغه په اړه به یی دا فکر شو چی دا خدای دی یا خدایی صفت لرونکی شی دی په دی توګه یو خوا دلویو انسانانو د سپیڅلتیا او تقدس ګروهه رامنځته شوه اوبل لورته دپنځ نمانځنی یا nature worship لړۍ پیل شوه

له یوه خدای پرته دنورو مخلوقاتو داډول نمانځنی ته شرک ویل کیږی دی شرک ورو ورو دعقیدی او عمل په ټولو اړخونو سلطه او واک ټینګ کړ د برکت او نحوست د فرضی عقایدوپه نامه ټولو کورنیو او رواجی رسمونو ته شرک لاره پیدا کړه او داخدایی باچا(divine king) دنظریی په شکل کی دسیاسی اډاونی ا ونظام مهمه برخه وګرځیدله

داپخوا ددی نړۍ مذهب و مخکی ټوله نړۍ په دی فرضی ګروهو ولاړه وه چی هغه ته د مذهب په اصطلاح کی شرک وایی او په ننۍ علمی ژبه کی توهمپالنه (superstition) بلل کیږی

پخوا چی کوم انبیاء راغلی دی هغوی ټولو ددی خرابی او شرک دله منځه وړلو هڅی کړی دی هغوی ټولو په خپله زمانه کی خلکو ته ویلی دی چی شرک پریږدئ او توحید غوره کړئ له یوه روایت سره له ادم نه تر حضرت عیسی علیهما السلام پوری څه دپآسه سل زره نبیان راغلی دی خو انسان د هغوی دخبری منلو ته نه شو تیار د پیغمبرانو د دعوت اعلان دحق تر اعلانه پوری پاته شو او دحق انقلاب ته ونه رسید

د شرک او توهم پالنی دا موضوع په حقیقت کی یواځی مذهبی موضوع نه وه بلکی دی موضوع د انسانانو له ټولو معاملاتو سره اړیکی لرلی حقیقت دادی چی د توهم پالنی غلبه دهرډول انسانی پرمختګونو په لاره کی لوی او اساسی خنډ و.

همدا توهم پالنه وه چی فطرت(nature) ته یی دتقدس او سپیڅلتیا درجه ورکړی وه او دهغه په اړه یی دتحقیق او تسخیر یا څیړنی او ایل کونی فکر اوسوچ له منځه وړی واو دا نن چی موږ ساینسی یا صنعتی پرمختګ ورته وایو داټولی پیښی په فطرت باندی دتحقیق او دهغه له تسخیر کولو وروسته رامنځته شوی دی.

توهم پالنی په انسانانو کی ګڼ شمیر فرضی او بی اساسه ګروهی رامنځته کړی وی دتوهم پالنی په شتوالی کی ناشونی وه چی په نړۍ کی انسانی مساوات رامنځته شی او داراز دا نن چی دپرمختګ په نامه کومی چاری او فنون او علوم نومول شوی دی توهم پالنی ددی ټولو مخه ډب کړی وه ځکه ددی شیانو درامنځته کیدلو له پاره دنړۍ په اړه ساینټفک نظر ته اړتیا وه او دتوهم پالنی دنظریی په شتوالی کی د ساینټفک نظریاتو رامنځته کیدل ناشونی کار و

د ګڼ شمیر نبیانو د زرګونو کلونو له هڅو وروسته دا مالومه شوی وه چی یواځی فکری او دعوتی هڅی انسان د توهماتو له تیاری نه نشی ایستلی دهغه مهال حکومتونه هم په دی توهم پالو ګروهو ولاړ ووځکه په همدی توهماتو کی د نړۍ په پاتی کیدلو کی د واکمنو ګټی نغښتی وی څو په عوامو باندی ددوی واک ته کوم ضرر ونه رسیږی ځکه خو به چی هر کله کوم داسی پاڅون رامنځته شو چی شرک او توهم پالنه له منځه یوسی دوی به یی په خپل ټول توان او ځواک سره مقابله کوله

اوس پوښتنه داوه چی باید څه وکړل شی ؟ داهغه مهال و چی په شپږمه میلادی پیړۍ کی د وروستی زمانی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم را ښکاره شوی و لوی څښتن دخپلی حکیمانه پریکړی پر اساس هغه له( داعی )سره( ماحی )هم وګرځاوه یعنی ده ته یواځی دا دنده ورنکړل شوه چی ددی بی اساسه عقیدی دبطلان اعلان وکړی بلکی ده ته دا دنده هم ورکړل شوه چی ددی بی اساسه ګروهی د له منځه وړلو له پاره عملی ګام پورته کړی او دهغی پرخلاف نظامی ګام پورته کړی چی دی کارته په شرعی اصطلاح کی جهادویل کیږی .او رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی : ( أنا الماحی )


په قرانکریم کی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویل شوی دی چی دا کتاب موږ تاته ددی له پاره درلیږلی دی څو خلک له تیارو نه درڼا لورته وباسی : ( کتاب انزلناه الیک لتخرج الناس من الظلمت الی النور (سورة ابراهیم)

ټولو پیغمبرانوته امر شوی وو چی خلک له تیارو نه درڼا لورته را وباسی خو په دی اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړنه داوه چی هغه مامور کړل شوی وڅو عملا خلک له تیارو نه رڼا ته راوباسی یعنی دده کار یواځی پیعام رسول نه و بلکی عملی اقدام وچی باید خلک پر خپل حال اوتیارو کی پری نږدی په دی کار کی درسول الله صلی الله علیه وسلم دبریالیتوب له پاره الله هغه ته د دنیا ټول اسباب لرالر کړل او ان چی دده دمرستی له پاره یی ملایکی هم رالیږلی

داخبره په حدیثو کی په مختلفو طریقوبیان شوی ده لکه په یوه روایت کی داسی راغلی دی : وأنا الماحی الذی یمحو الله تعالی بی الکفر یعنی زه محوه کوونکی یم الله به زما په لاس کفر محوه کوی اوله منځه وړی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځی( داعی )نه و بلکی له دی سره( ماحی )هم و هغه خلک سمی لاری ته رابلل هم او پر سمه لار تللو ته یی مجبورول هم داځکه چی دنوی پیر دراتګ له پاره دتوهمانی ګروهو له منځه وړل ضروری و او هغه یواځی په خبرو نشوای کیدلی بلکی عملا له هغو تیارو نه درڼا لورته دخلکو راایستل ضروری و .

hamedafg
03-19-2011, 08:38
(15)




زغم


دووه کسان په موټروکی سپاره وو موټر یی سره ټکر شول موټریی ودرول او یوه بل ته یی په ستوغو سپوروپیل وکړ اخر خبره دناندریو له پړاو نه ووتله او تر شخی شولانګی پوری وغځیدله دوواړو دیوه بل سپوږموته لاسونه وغځول او یوبل یی ښه وډبول ددواړو جامی دلستوڼو او ګریوانونو په شمول سوړی سومبری شول له پوزو وینی وبهیدلی اودمخونو په ګڼ شمیر برخو کی نوکانو په بی رحمی سره خپل عملیات ترسره کړل له دی بوږنوونکو تفصیلاتړ به تیرشو دموټرو حال به واخلو موټر بیخی روغ ول ځکه ټکر ډیر مامولی او خرابوونکی نه وایله غوسه پاروونکی و

اوس راځو ددی پیښی په نورو اړخونو رڼا اچوو دموټرو په ټکر کی دا دواړه خوږ نشول او نه موټرونه خراب شول خو ددی پیښی په سر دغوسی او ناندریو په پایله کی جګړی ددوی پوزو او لستوڼو ته پوره صدمه ورسوله شاید ددی خبری په اړه یوه هوښیار ویلی دی : بل څوک چاته دومره ضرر نه رسوی لکه له خپلی کم عقلی چی سړی ته څومره ضرر رسیږی

موږ که خپلی ټولنی ته ځیر شو داسی ډیری پیښی به بیامومو چی په هغه کی داساسی پیښو ضرر کم وی او زموږ د کم عقلی او حماقت ضرر له هغه ډیر زیات وی دیوی کوچنۍ پیښی پرسر دغیرت او حمیت په پوچه بهانه جذباتی شو او بیا نو په دووه دووه نه تم کیږوپه داسی حالت کی له پیښی ناخبره خلک دګرم او ناګرم توپیر نشی کولی او دواړه انتهایی احمقان ورته ښکاری لکه حضرت علی رضی الله عنه وایی : له کم عقل سره جګړه مکوه ځکه دجګړی پر مهال خلک ستا او دهغه توپیر نشی کولی .

د ژوند ټوله معامله سړک ته ورته ده دلته هرڅوک او هر ډول خلک دژوند دپر مخبیولو له پاره منډی وهی نو که فرضا له یوچا سره ټکر رامنځته شی حتما باید په پیل کی صبر او زغم وکړل شی او که نه دبی صبری او غوسی په صورت کی به د لومړۍ پیښی په نسبت دخپلی کم عقلی بد عواقب له هغه نه ډیر زیات وی یوه هوښیار ویلی دی چی ته له نړۍ څخه ناخوښ او بد اخلاقه خلک نشی ختمولی البته له هغو سره دزغم په صورت کی وخت تیرولی شی . دا یو منل شوی حقیقت دی دا نړې یواځی ستا او ستاد خوښی له پاره نه ده جوړه شوی داد الله نړۍ ده او هر ډول انسانان یی پیدا کړی دی لکه څرنګه چی ته دلته د ژوند کولو حق لری نور هم داسی دژوند حق لری ته د نورو حقوق ومنه ستا حقوق به خوندی شی او که دنورو حقوق نه منی خپل حقوق به له خطر سره مخامخ کړی او په دی کی شک نشته چی خپل حقوق له خپل خواهش او غوښتنی سره نشی ترلاسه کیدلی بلکی صبر او زغم ته اړتیا ده او د ژوند به چارو کی زغم مهم عنصر دی

hamedafg
03-19-2011, 08:43
(16)





خوندی امت



اسلام خوندی دین دی مسلمانان ددی خوندی دین حاملین دی نو مسلمانان په دی حیثیت یوه خوندی ډله ده لکه څرنګه چی داسلام له منځه تلل ناشونی دی داراز دمسلمانانو له منځه وړل هم ناشونی کار دی د اسلام او مسلمانانو دا ساتنه به دالله له خواترهغو پوری روانه وی څوچی قیامت راځی .

له مسلمانانو سره د الله ددا ډول معاملی ښکارونه څو څو ځله شوی ده د مسلمانانو په لومړی پیر کی په مکه کی دمسلمانانوژوند له سختو کړاونو سره مخامخ شو په همدی وخت کی الله دوی ته د مدینی په ښار کی یوځواکمن مرکز په لاس ورکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته عرب قبایلو ټولیز بغاوت پیل کړ چی په تاریخ کی د
ارتداد دفتنی په نامه سره یادیږی خو الله په خپله مرسته سره دا فتنه له پیدا کیدلو سمدستی وروسته ختمه کړه دراشدینو خلفاو په زمانه کی رومی او ایرانی واکمنو هڅی کولی څو مسلمانان له منځه یوسی خو الله د همدی مسلمانانو په لاس دا دواړه امپراطوری رانسکوری کړی

له دی وروسته د اروپا مسیحی واکمنو په ګډه سره په اسلامی نړۍ برید وکړ څو په شام او فلسطین خپله ولکه ټینګه کړی خو له دووه سوه کلنو جګړو وروسته هغوی له ماتی سره مخامخ شول دعباسی خلفاو په وروستی وخت کی تاتاری قبایلو په اسلامی نړۍ برید وکړ او ټوله اسلامی نړۍ یی لاندی کړه له سمرقند نه تر بغداده پوری یی ټول جوماتونه ونړول خو یواځی په پنځوسو کلونو کی تاریخ بدل شو تاتاریانو اسلام ومانه نړیدلی جوماتونه یی بیرته ودان کړل او په دی جوماتونو کی یی په سجدو کولو سره د الله په وړاندی خپله عاجزی ښکاره کړه

دنولسمی پیړۍ په منځنی پیر کی د مغلو واکمنی پای ته ورسیده دشلمی پیړۍ په پیل کی عثمانی خلافت له منځه ولاړ په ظاهره داسی مالومیدله چی له دی وروسته به مسلمانان اینده ونلری خو له دویمی نړیوالی جګړی وروسته ولیدل شول چی دځمکی پر مخ له پنځوسو زیات ازاد اسلامی هیوادونه را منځته شول او ټولی دینی هڅی له نوی سره پیل شوی

نن داقتصادیاتو په نړی کی که ددی امت زوړتیا ته ځیر شو نو داسی انګیرل کیده چی دا امت په بیخی له منځه ولاړ شی ځکه یو پیاوړی اقتصاد له ډیرو ستونزو وروسته رامنځته کیدی شی ډیر کار او مختلفو اتحادیو ته اړتیا لیدل کیږی او مسلمانان د اختلاف په رنځ اخته او په عملی توګه شل شوټ ښکاری خو لوی څښتن ددوی په ځمکو کی دنړې له ۵۰ ٪زیاتی فیسدی تیلو په را پیدا کولو سره دا نیمګړتیا هم پوره کړه


مسلمانان امة مرحومه بلل کیږی خو دا خبره سمه نده مسلمانان په حقیقت کی یو خوندی امت دی یعنی دا امت به له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږی خو داسی عذاب به نه پری راځی چی په هغه سره له منځه ولاړ شی او هیڅ قوم به په هغوی داسی تسلط نه پیدا کوی چی بلکل یی له منځه یوسی او دا ساتنه او حفاظت مسلمانانو دختم نبوت په برکت سره ترلاسه کړی ده

hamedafg
03-19-2011, 08:44
(17)








ویره نشته

یو مفکروایی یواځی له یوه شی نه ویره په کار ده او هغه ویره (ډار) ده په ژوندکی داسی حالات په سړې راځی چی په ظاهره ویروونکی وی چی سړۍ ورته وګوری وویریږی د ژوند تیرولو سمه لاره داده چی سړۍ باید له خطری ونه ویریږی بلکی هره خطره په ساده توګه یوه ستونزه وبولی کله چی هغه خطره یوه ستونزه وبلل شی نو دانسان ذهن دهغی دحل په لټه کی شی او که همداسی خطره وبلل شی نو په سړی کی د ویری او ډار روحیات پیداشی او په دی سره انسان نا امیده شی او کشینی او دڅه کولو توان له لاسه ورکړی

څوک چی دژوند دهڅو ډګرته د ننه شی هغه باید لومړی په دی پوهه شی چی دی په دی میدان کی ګوښې نه دی دلته دده په څیر نور خلک هم شته چی دخپلو حوصلو په اندازه دژوند په چارو بوخت دی او له دی سره دلته دفطرت نظام دی چی په پراخه پیمانه قایم دی په دی نظام کی یخ هم شته او ګرمی هم ، وچی هم شته او اوبه هم بیدیاوی هم شته او غرونه هم او دلته ګلان هم شته او اغزی هم له دی دووه اړخیزو لاملونو نه طبعا داسی کیږی چی انسان ته به مختلف خنډونه مخته راځی او څو څو ځله به دده دژوند ګاډۍ دریږی او داراز حالات هر چاته مخته ورځی دا حالات که زموږ خوښه وی او یاخوښه نه وی حتما مخته راتلونکی دی خو زموږ له پاره د ډاډ خبره داده چی دنړۍ نظام داسی جوړشوی دی چی که دلته مخالف انسان شتون لری نو موافق انسان هم شته دلته که خنډونه شتون لری نو پرانستی لاری هم شته .

څوک چی په مخالفتونو او خنډونو کی ځان راګیر کړی هغه په دی نړۍ کی خپل یون ته دوام نشی ورکولی او ددی پر خلاف که څوک داسی وکړی چی دمخالفت یا خنډ رامخته کیدلو په صورت کی خپل ذهن دهغه له پاره په تدبیر موندلو بوخت کړی هغه به خامخا د مخته تګ له پاره لاره پیداکوی او هیڅ ځواک یی له مخته تګ نه نشی تم کولی

hamedafg
03-19-2011, 08:49
(18)










تخلیقی ذهن



دعلم النفس ماهرینو انسانی سوچ په دوو ډولونو ویشلی دی

یوکنویرجنټ تنکینګconvergent thinking
اوبل ډیویر جینټ تنکینګ divergent thinking

کنویر جینټ تنکینګ دی ته وایی چی دانسان ذهن اوسوچ په یوه نقطه ولاړ وی یو شی یی چی په فکر کی راشی له هغه سره بل شی دده فکر ته نشی ورتلای په همدی یوه شی پوری بند پاتی وی دی ته (غیر تخلیقی ) ذهن وایی

او ډیویرجینټ تنکینګ ددی په خلاف هغه سوچ ته وایی چی دانسان سوچ له یوه شی نه بل شی ته تلای شی هغه یوشی ووینی له هغه نه یی سوچ بل لورته ولاړشی او ددا ډول ذهن دویم نوم (تخلیقی ذهن) دی

یو سړې یوه بازارګوټی ته ورغی غوښتل یی هلته دځان له پاره بوټونه واخلی له ډیروپوښتنواوګرویږنوروسته یی بوټونه پیدا نکړل او دا ورته مالومه شوه چی په دی بازار ګی کی بیخی دبوټونو دکان نشته اوس یوهغه سړی دی چی له دا ډول ماجری سره مخامخ شی نو یواځی دا مالومه کړی چی په دی بازار کی دبوټونو دکان نشته دا هغه سړې دی چی کنویرجینټ تنکینګ لری اویوبل انسان که له دا ډول ماجری سره مخامخ شی هغه دا مالومه کړی چی په دی بازارګوټی کی دبوټونو ګاک شته خو دبوټونو دکان نشته نو که دلته دبوټونو دکان جوړ کړل شی ښه به وچلیږی سمدستی یی هلته دکان خلاص کړ دکان یی ښه پر مخ ولاړاو ښه ګټه یی وکړه

دادویم هغه کس دی چی ډیویرجینټ تنکینګ لری ده د بوټونو په موضوع کی دنوی کاروبار فکر بیاموند او د دکان دنشتوالی په صورت کی یی د دکان جوړولو سوچ وکړ

داډول فکر دهغو خلکو صفت دی چی هغه تخلیقی وړتیا ولری دا تخلیقی وړتیا دټولو بریالیتوبونو له پاره اساسی شرط ګڼل کیږی کومو خلکو چی تخلیقی وړتیا لرله هغوی لویی لویی ساینسی موندنی ترلاسه کړی دی هغو خلکو لویی سیاسی کارنامی ترسره کړی دی چی تخلیقی ذهنونه یی لرل او هغو خلکو ستر تجارتی بریالیتوبونه ترلاسه کړی چی داډول تخلیقی فکرونه یی لرل .

hamedafg
03-19-2011, 08:57
(19)








یقینی حل


یوه ټیکسی چلوونکی په خپل پنځه پنځوس کلن عمر کی یوځل هم ټکر نه و کړی ددی بریالیتوب په اړه چا وپوښته چی ددی راز څه دی ؟
ده زیاته کړه : دا خبره بیخی اسانه ده چی زه تاسو ته خوندی ډریوری دروښیم او په ډیر کم وخت او لنډوټکو به تاسو په دی مهم راز پوهه کړم چی خوندی ډریوری څنګه کیږی ؟
هغه داسی چی دموټر چلولو پر مهال دا خبره په ټینګه سره په ذهن کی ولره چی له تاپرته دنړۍ ټول ډریوران لیونې دې یوته اصولی او پوخ ډریور یی .

لیونۍ هغه چاته وایی چی مرفوع القلم وی او له هغه نه دهیڅ شی توقع اوهیله نشی کیدلی کله چی مقابل لوری مرفوع القلم وی او دهیڅ شی توقع نه ورنه کیږی هلته باید په دووه اړخیز اساس هیڅکله سوچ ونکړل شی په داسی حالاتو کی سړۍ همیشه یواړخیز سوچ کوی او په یواړخیزه توګه دستونزی دحل په لټه کی وی ځکه هرڅوک ښه پوهیږی چی له لیونی سره اخته کیدل نه دی په کار بلکی له لیونی باید ځان وژغورل شی له لیونی نه دځان ژغورلو له پاره له هغه نه مخ اړول په کار دی نه له هغه سره ټکر کول کوم ډرایور چی نور ټول ډریوران لیونی فرض کړی هغه بیا له هغوی نه شکایت نه کوی او هغه ټول توجه ځان ته کوی کله به خپل موټر دروی اوکله به خامی ته لویږی لنډه داچی یوڅوک دلیونیو په منځ کی روان وی هغه به یواځی دخپل ځان ساتنی اوژغورنی ته متوجه وی

نوموړی ډریور په یوه جمله کی دژوند ډیر مهم راز بیان کړی دی دده دخبری مطلب دادی چی له بل چا دهیڅ شی امید مه لره هرڅه په یوه اړخیزه توګه پرځان ومنه اوپه دی توګه به ته په یقینی توګه له ټکر نه خوندی پاتی شی

ډرایور چی په سرک باندی دپیښو دمخنیوی له پاره کوم اصل بیان کړی دی داپه ټول ژوند کی له پیښو نه دځان ژغورلو له پاره کارګر اصل دی له نورو نه غوښتنی مه لره پر نورو مسؤلیتونه مه غورځوه په دی کی شک نشته چی په نګه طبی توګه خو په نړۍ کی ۹۹٪ کی خلک روغ دی ایله ۰۱٪ کی یی شاید لیونی وی
په عامو حالاتو کی خلک روغ لیدل کیږی خوکله چی دذاتی ګټو معامله رامنځته شی ، کله چی دیوچا غرور له صدمی سره مخامخ شی ، کله چی یوڅو ک دغوسی په حالت کی ولیدل شی نو په دی وخت کی شریف انسان هم له شرافت سره مخه ښه وکړی اوروغ رمټ سړۍ لیونی شی بناء په یوه اړخیزه توګه دخپلو ستونزو له پاره حل پیداکول په یقینی توګه دحل لاره ده

hamedafg
03-19-2011, 08:59
(20)
















دپوهی اهمیت


ټامس جیفرسن (thomas jefferson)دامریکا د متحده ایالاتو دریم ولسمشر و دی په کال ۱۷۴۳م کی پیدا اوپه کال ۱۸۲۶م کی مړ شوی دی له کال ۱۸۰۱م نه تر ۱۸۰۹م پوری د متحده ایالاتو ولسمشر پاتی شوی دی جیفرسن ډیر زیات پوهه سړۍ و دده انګلیسی ، لاتینی ، فرانسوی ، اسپینی ، اټالوی او انګلوسیکسن ژبی زده وی مؤرخین دهغه په اړه لیکی چی هغه یو بیخی زیات پوهه انسان و


ده په خپل اوږده ژوند کی له فلسفی اوساینس نه نیولی ترمذهبه پوری دټولو علومو ژوره مطالعه کړی وه دژوند په وروستیو شپوکی یی هڅه کوله چی پر انجیل باندی څیړنی وکړی اودا مالومه کړی چی حضرت مسیح په رښتیا څه ویلی و او له ده وروسته خلکو دده په اړه څه ویلی دی .

جیفرسن دژوند په وروستیو شپو کی دا وصیت کړی و چی دده له مړینی وروسته چی دده په قبر کومه کتیبه لګول کیږی په هغه دی دا نه لیکی چی دی دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشرو بلکی دادی ولیکل شی چی دی د ویریجینیا دپوهنتون مؤسس و او دده له وصیت سره سم دده له مړینی وروسته یی پر قبر دا جملی ولیکل شوه :

Here was buried thomas jefferson ……father
Of the university of verginia (10_131


دایو حقیقت دی چی علم ترټولو غوره شتمنی ده څوک چی د علم اهمیت وپیژنی هغه د متحده ایالاتو له ولسمشری نه علم ډیر لوی او دعزت وړ بولی علم ډیره لویه شتمنی ده علم یواځنۍ هغه شی دی چی انسان نه پری ستړۍ کیږی علم هغه شی دی چی وروستی پولی ته یی څو ک نشی رسیدلی علم په هرشی کی انسان ته په ښمر ورځی علم په هرډګر کی دبریالیتوب ځینه ده په علم سره انسان هغه شعور ترلاسه کوی چی په هغه سره نړۍ پیژندلی شی په علم سره سړۍ دخبرو تل ته رسیږی علم یوه داسی سکه ده چی په هغه سره دنړۍ هره متاع پیرل کیدلی شی په علم کی دهر ډول پرمختګ راز نغښتی دی په علم کی د فرد دبریالیتوب راز هم پروت دی او د قوم هم څوک چی علم ولری هغه ګواکی هرڅه لری

hamedafg
03-24-2011, 09:35
(21)









دژوند اصول


یوڅوک کار موټر ددی له پاره اخلی چی وکولی شی په تیزی سره خپل سفر وکړای شی دکار مطلب داده چی عادی تګ په منډه بدل کړل شی خو اصلا هغه کار موټر دکار وړ ختلی شی چی له تیزی منډی سره سره د دریدلو سستم هم ولری یوموټر که هرڅومره ښکلی وی او تیزه منډه کولی شی خو چی ددریدلو (بریک) سیستم ونلری هیڅوک به یی اخیستلو ته زړه ښه نکړی

دسرک دسفر چی کوم اصول دی هغه دژوند انه دسفر اصول دی دژوند پراخه سفر هغه څوک په بریالی توب سره ترسره کولی شی چی له تګ سره د دریدلو په چل هم پوهیږی څوک چی یواځی دتګ او ګام پورته کونی په اصطلاحاتو کی سوچ کوی او د دریدلو اوځنډ توری یی په قاموس کی نه وی هغه ګواکی دهغه موټر په څیر دی چی دبریکو سستم نلری هغه به په کندو کی پراته وی او داراز موټر موخی ته ځان نشی رسولی .

که ستا مزاج داسی جوړشوی وی چی څوک ستا پرخلاف کومه خبر وکړی نو ته له هغه سره جګړه کوی څوک چی ستا هیلی نه ترسره کوی ته هغه خپل میرڅمن بولی او له هغه سره ډغری پیل کوی نو ګواکی ته بی بریکو موټر یی ستا حال داسی دی چی کوم ځای باید ته پټه خولی واوسی هلته ګړیږی کوم ځای چی باید ته ودریږی او ځنډ وکړی هلته ته په منډه ځغلی داسی کس په دی نړۍ کی له بربادی پرته بل څه نشی ترلاسه کولی .

هوښیار انسان هغه دی چی خپل ځواک په منفی کړنو کی ضایع نکړی دلاری له ازغیو نه په ځان ژغورلو سره خپل یون جاری ولری د شریعت په اصطلاح کی دی خوی ته (اعراض ) وایی او بی له کومه شکه اعراض دژوند اساسی اصل دی

څوک چی یوه مالومه موخه ولری او دهغه په پوره کولو بوخت وی هغه به حتما داعراض لاره غوره کوی دهغه په نظر کی به تل خپله موخه وی او که څوک کومه مالومه موخه ونلری هغه داعراض په اهمیت نه پوهیږی هغ په کوچنیو خبرو له نورو سره په جګړو اخته وی او دی فکر کوی چی ډیر ښه کار کوی خو اصلا دی خپل ځواک بی ځایه ضایع کوی .

hamedafg
03-24-2011, 09:37
(22)








له شونتیاو(امکاناتو) ډکه نړۍ


یوه امریکایی ځوان ډیوټ ویلس dewitt wallaceنیت وکړ چی میاشتنۍ ډایجسټ پیل کړی له خپل پلار نه یی دلومړۍ پانګی له پاره ۳۰۰ ډالره وغوښتل خو پلاریی انکار وکړ او ورته ویی وویل چی ته دپیسو په کارونه نه پوهیږی له ډیرو منډوترړو وروسته یی له خپل ورور نه څو ډالره ترلاسه کړل او دکال ۱۹۲۰م په جنوری کی یی دخپل ډایجسټ لومړۍ ګڼه چاپ کړه چی تیراژ یی ایله څو سوه ته رسیده .

اوس دډیوټ په مخکی بله ستونزه پرته وه او هغه داچی د نیویارک پبلیشنګ ادارو ته یی خپل ډایجسټ ورښکاره کړ او له هغو نه یی وغوښتل چی دده دډایجسټ په خپرونه او پلورنه کی مرسته ورسره وکړی هغوی ټولو انکار وکړ او ورته ویی ویل : ستا ډایجسټ ډیره جدی ده او دومره زیاته جدی خپرونه په مارکیټ کی نه چلیږی

د ډیوټ له پاره دا ډیره لویه ستونزه وه ځکه چی لوستونکوته همدا اداری رسنۍ ور رسوی او دوی له ډیوټ نه انکار وکړ خو اوس هم دډیوټ په مخکی یوه شونتیا (امکان) لا پرته وه هغه دا چی دی لوستوالو ته په مستقیمه توګه خپله میاشتنۍ ورسوی ده ډیر ادرسونه ترلاسه کړل او خلکو ته یی مستقیما لیکونه ولیږل له دی سره یی په ورځپاڼو کی هم دخپل ډایجسټ اعلانونه خپاره کړل په عامو حالاتوکی دیوی نوی او غیر مشهوری مجلی له پاره په دی توګه پیرونکی اولوستوال ترلاسه کول په ښکاره یو ناشونی کار بریښی خو د ډیوټ یوه تدبیر دا ناشونی کار شونی وګرځاوه هغه داسی چی ده په خپلو لیکونو او اعلانونوکی دنورو خبرو ترڅنګ داخبر هم ولیکله چی :

که لوستوال دمجلی له لوستلو وروسته له مجلی نه مطمئن نشول او خوند یی ورنکړ هغه کولی شی خپله اړیکه ختمه او خپلی پیسی بیرته واخلی


The subscription could be cancelled and all money refunded if the reader wasn.t satisfied(p.163)

ددی وړاندیژ پایله داشوه چی ډیوټ ته ډیرو لوستوالو فرمایشونه را ولیږل او مخکی یی دګډون بیی ورته را واستولی او ده دومره پانګه ترلاسه کړه چی کولی یی شوی ددوو میاشتو له پاره خپله مجله پری چاپ کړی .

د ډیوټ کار پرمخ ولاړ هیچا هم اړیکی ختمی نکړی او هیچا هم دخپلو پیسو دبیرته ترلاسه کولو غوښتنه ونکړه ده خپلو لوستوالو ته دخپلی مجلی درسولو کار لا پسی تیز کړ دکال ۱۹۲۲م په فروری کی یی خپل تیراژ پنځه زره ته ورساوه تر هغه وروسته دده کار مخ پر وړاندی روان و تردی پوری چی په کال ۱۹۸۷م کی یی دمحلی تیراژ ۲۸ میلیونو ته ورسید او دنړۍ په پنځلسو ژبوکی ۱۳۹م ایډیشن خپروی دا خبره مو د هغی میاشتنۍ مجلی رانښلولی ده چی نن په نړۍ کی د ریډر ډایجسټReader Digest) )په نامه سره پیژندل کیږی نن هغه په نړۍ کی ترټولو ډیرلوستوال لری په کال ۱۹۸۰م کی ډیوټ او دده میرمنی د پنځوس زره ملیونه ډالرو شتمنی لرله .

ډیوټ په پیل کی خپله مجله ګواکی په وړیا توګه خپلو لوستوالو ته رسول پیل کړل او له لوستونکی سره چی دخپلو پیسو دبیځایه ضایع کیدو ویره نه وی نو هغه د یوی رسنۍ پیرلو ته خامخا تیاریږی خو د ډیوټ له پاره له دی تدبیر سره یو بل تدبیر سنجول هم ضروری و او که هغه بل تدبیر نه وای نو په دی لومړی تدبیر سره به ډیوټ هیڅکله نه و بریالی شوی .

دا دویم تدبیر هغه ده چی لوړ معیار بلل کیږی یعنی مجله دمعیار له مخی داسی تیارول چی لوستوال یی له لوستولو وروسته دلوست وړ وارزوی او دا فکر وکړی چی د مجلی بیه یی بیځایه نده تللی اوباید نوری هم ترلاسه کړی

د دی دویم تدبیر یاد مجلی دمعیار دلوړولو له پاره هم ډیوټ بیخی زیاتی خوارۍ اوسختی هڅی کړی دی دده میاشتنۍ یو ډایجسټ و یعنی دګڼ شمیر چاپ شویو لیکنو غورچاڼ ده به ددی لیکنو د چاڼ له پاره هره ورځ څلویښت مجلی لوستلی څه به یی واخیستلی او ځینی به یی له مختلفو لایبریریو نه ترلاسه کړی په دی ستونزمن کار کی ډیوټ ډیری سختی ګاللی دی .

د دیوټ ویلس (۱۹۸۱م ــ ۱۸۸۹م )یوسوانح لیکوونکی دده دبریالیتوب راز داسی کاږی : دده دبریالیتوب راز دده په ژور تجسس او دکارپه پریمانه ځواک کی نغښتی و دده یوه ملګری دده په اړه ویلی دی : ده چی څومره خبری کولی له هغه یی زیاتی اوریدلی

اوس به نو تاسو فکر کوئ چی ددی سره کافر په حالاتو دی زموږ سرونه را وخوږول مطلب مو څه ده زما مطلب یواځی زموږ دپیر په دنیایی چاروکی دیوه بریالی انسان دبریالیتوبونو لنډه یادونه ده او له دی یادونی نه موږ ډیر څه ترلاسه کولی شو له دی کیسی نه داسی بریښی چی په دی نړۍ کی موکی او شونتیاوی (امکانات)دومره زیاتی دی چی دهغو لړلیک پای نلری او دا نړۍ له شونتیاو (امکاناتو)ډکه ده کله چی په یوه موکه یوه شونتیا او امکان له لاسه ووځی سمدسنی باید سړۍ دبل په لټه کی شی که یو څوک داسی وکړی هغه به ووینی چی دحالاتو له لاسه که یوځای په ښکاره دی نامراده شوی وپه هغه ځای کی دده له پاره دبریالیتوب بله شونتیا او امکان هم شتون لری چی دهغی په کارولو سره دی بریالیتوب ته رسیدلی شی

hamedafg
03-24-2011, 09:40
(23)

حلاله روزی



په دی کی شک نشته چی هر مسلمان د اخیری خاتمی دښه والی له پاره
دعا کوی او له الله نه غواړی چی اخیره خاتمه یی په خیر پای ته ورسیږی
څرنګه چی دا موضوع په دینی لحاظ یوه حساسه موضوع ده نو په دی اړه
خلک طبعا جدی اوسی په دی اړه ځینی داسی ټکی شته چی باید اشاره
ورته وشی هغه داسی چی په خلکو کی مشهوره ده چی څوک دسجدی په
حالت کی مړشی یا په لمانځه ولاړ مړشی نو ویل کیږی چی دفلانی خاتمه
په خیر شوه او خلک هم له خدایه غواړی چی ورته خاتمه یی په نصیب شی

خو که یوڅوک په خپل باغ یا کرونده کی مړ شی یا دخپل اولاد او میرمنی
له پاره د حلالی ګولی په لټه کی په بل کوم کار کی مړ شی د هغه په اړه بیا دا
سی څوک نه وایی چی خاتمه یی په خیر تمامه شوه بلکی شاید ووایی چی
حریص و په دنیا نه مړیدی هغه و چی خوله یی له خاورو ډکه وه او مړ شو

خو دا خبره سمه نده ځکه لوی څښتن وایی :


{قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}

د محیای او مماتی په تفسیر کی مفسرین لیکی چی هغه کارونه چی
زه یی په ژوند کی کوم او هغه کارونه چی ما له مرګه وروسته دهغه
وصیت کړی وی .

دمسلمان ټول ژوند خیر ده او دژوند ټولی چاری چی په سمه توګه ترسره
کوی هغه هم خیر دی په یوه حدیث کی راځی یوصحابی وایی ما له رسول
الله سره روغبړ وکړ او لاسونه می ځیږه ور ولګیدل راته کړه یی چی دا لاسونه
دی ولی ځیږه دی ما ورته وویل پهخپل باغ کی په بیلچه باندی کار کوم دهغه
له کبله داسی شوی دی دی وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم زما لاسونه
ونیول او ویی ویل دادواړه داسی لاسونه دی چی اور به پری لګیږی او په
یوه بل روایت کی راځی چی دا داسی لاسونه دی چی په الله ګران دی
یدان لایمسهما النار
یدان یحبهما الرحمن

hamedafg
03-24-2011, 09:41
(24)















دزغم پایله



درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی په یوه سیمه قحط سالی راغله ده دهغو خلکو دمرستی له یوه یهودی تاجر نه یوڅه دینار په قرض واخیستل دایهودی تاجر زیدبن سعنه نومیدی هغه ته یی وویل چی په فلانۍ نیټه به تاته ددی دینارو په عوض کی مالومی کجوری درکوو په دی باندی پریکړه وشوه .

کومه نیټه چی له زیدبن سعنه سره ټاکل شوی وه له هغی څو شپی مخکی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او دخپلو کجورو غوښتنه یی وکړه او دا غوښتنه یی په ډیره ترخه لهجه وکړه دا مهال درسول الله پر وږو باندی یوه شړۍ پرته وه او دی یهودی رسول الله له شړی نه ونیو او را یی کاږه چی زما قرض ولی نه راکوی ؟!
په خدای قسم زه د عبد المطلب او لاد ټول پیژنم دوی ټول په سمه توګه پور نه پریکوی

په دی موکه حضرت عمربن الخطاب هم موجود و هغه یهودی ته وویل چی ای دخدای دښمنه دا ته څه وایی ؟؟ایا ته له دی نه ویریږی چی اوس به دی سر له تنی بیل کړم خو رسول الله صلی الله علیه وسلم نشو په غوسه حتی چی یهودی ته یی دا هم ونه ویل چی ته ولی له خپلی ټاکلی نیټی دخپل قرض غوښتنه کوی او ددی په ځای یی عمرته وویل چی : عمره ! ما او دی یهودی یوه بل شی ته اړتیا لرله او هغه دا چی تا ماته ویلی وای چی پور په خپل وخت پریکوه او ده ته دی ویلی وی چی دپور غوښتلو په مهال نرمی کوه له دی وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ومړ چی زید بن سعنه ته خپلی کجوری ورکړئ او داچی عمر هغه ته سختی خبری کړی وی دهغو په بدل کی ۲۰ صاعه زیاتی کجوری ورکړی زید بن سعنه چی درسول الله دا غوره چلند ولید په اسلام کی دا خل شو

دا هغه وخت و چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینی منوری پاچا و او کولی یی شوی له زید بن سعنه سره یی چی څه زړه غوښتلی هغه وکړی خو له دی سره یی دزید بن سعنه د ناسم چلند په مقابل کی زغم غوره کړ دا درسول الله دلوړو اخلاقو یوه هغه بیلګه ده چی ددی په برکت سره یی خپل دښمنان غلامان ګرځولی دی او دا بیلګی موږ ته راښیی چی غوره اخلاق کمزوری نه بلکی هوښیاری او حکمت ده او دغوره اخلاقو په برکت موږ کولی شو په ټولنه کی ښه او هوسا ژوند تیرکړو

hamedafg
03-24-2011, 09:42
(25)





دووه وږی لیوان


هر څوک دمال او متاع مینه لری هرانسان دخپل شرف او عزت
دزیاتولو هڅی کوی خو دا مینی او لیوالتیاوی هلته ښی او ګټوری
بلل کیږی چی له اسلامی حدودو اوټاکلیو پولو سره برابری وی
او له دی حدودوتیرۍ نه وی پکی شوی
که موږ دمال مینه ونلرو نو مال اوشتمنی به څنګه ترلاسه کوو او په نتیجه
کی به ددنیا ژوند څنګه پرمخبیایو طبعا دمال اوشتمنی مینه موږ ژوند ته
هڅوی او ژوند دژوندیو حق دی دخپل حق له پاره لاس پښی وهل محمود
او غوره کاردی

خوموږ وویل چی دا مینه باید په هغو پولو ور وانوړی کومی چی داسلام
سپیڅلی دین دمسلمانانو له پاره ټاکلی دی اوخدای مکړه که داسی وشی
بیا نو په انسانی ټولنه کی دبشر په شکل لیوان پیدا شی او دا لیوان بیا
په مردارو او حلالو غوښونه وی تړلی او دانسانانو دوینو څښل یی محبوبه
بوختیاوی او قارونی صفته کاپیټالیستان دخپلو ګټو له پاره دانسانانو
دخولی ډوډۍ هم راشوکوی او دانسانانو په وینو نه مړیږی

او په انسان کی دحرص زیاتوالۍ او داسلام له ټاکلیو پولو نه ددی حرص اوښتل
او ددنیا له شرافت او عزت سره بی حده مینه دمسلمان دین او ایمان ته لوی ضرر
او زیات تاوان رسوی او دادواړه مینه دخدای ستر پیغمبر له دوو وږیو لیوانوسره
پرتله کړی دی په حدیث کی راځی :

ماذئبان جائعان ارسلا فی غنم بافسد لها من حرص المرء علی المال
والشرف لدینه
دا حدیث امام احمد په خپل مسند او نسائی په خپل سنن او ترمذی يه خپل
جامع او ابن حبان په خپل صحیح کی راخیستی دی او صحیح حدیث دی


ژباړه : دووه وږی لیوان چی په میږو کی خوشی شی دومره د میږو له پاره
ضرری نه دی لکه د مال او دنیوی عزت حرص او مینه چی دانسان ایمان
او دین ته ضرر رسوی .



دمال او دنیوی عزت او واک مینه دخدای ستر پیغمبر صلی الله علیه
وسلم له دوو وږو لیوانو سره پرتله کړی دی او ددی حدیث په یوه روایت
کی راغلی چی دا لیوان په داسی وخت کی په میږو ګډ شی چی دمیږو
څښتن هم نه وی موجود دا یو مهم او خورا ستر مثال دی چی حضرت
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته بیان کړی دی او په دی حدیث
باندی امام ابن رجب الحنبلی ځانګړی رساله لیکلی ده

hamedafg
04-16-2011, 21:42
(26)


دحقيقت اعتراف


دقرانكريم په 43 نمبر سورت كي په یوه ایت کی یوالهی قانون بیان شوی دی ددي ايت ژباړه داسی ده : ايادا خلك ستاد رب رحمت ويشي
ددنیاپه ژوندکی ددوي روزي موږ ویشلی ده , اوموږهغوی یوپربل باندی لوړګرځولی دي څویوله بل نه کار واخلی
(الزخرف32)
په دنيا كي چی څوک څه ترلاسه کوی هغه دانعام په توګه ندی بلكي هغه څه یوچاته دامتحان په توګه رسیږی د بیلګی په توګه
شتمني , شهرت , واك اونورو... كي دبرابري (equality)اصول ندي مراعت شوي بلكي د فرق (difference) اصول دي دافرق او دیوه بل په منځ کی توپیرىازمويني په موخه رامنځته شوی دی كه ده خلكوپه منځ کی توپیر نه وای اوټول یوبرابروای نوامتحاني حالت نشواي رامنځته کیدلی اود انسانانو دخلقت موخه دهغوي ازموينه او امتحان و نو دتوپیرحالت رامنځته کول لازمي دي اود همدي الهي توپیراوفرق
په اساس په دنیایی معاملاتوكي څوک لوړ وی اوڅوکلاندی

ددي توپیرمنلوته دحقيقت اعتراف وايي اودحقيت په منلوسره په انسان کی مثبت اندود ياطرزفكر پیداکیږی ,په هغه کی مثبت اخلاق وده كوي ,په هغه کی مثبت شخصیت رامنځته کیدلی شی
اوڅوک چی دحقیقت اعتراف نشی کولی هغه دمنفي نفسياتوښکار ګر
ځی
په دي نړۍ کی دحقيقت اعتراف كوونكي هغه خلك دي چی ټولی مثبتی ګټی به ددوی په برخه وی له دي كبله انسان كه څه هم دحقيقت منلوته نه وي تيار خو په عملی توګه دحقیقت منلوته اړکیږی اوڅوک چی دمجبوری لامله عملا حقيقت مني اوپه خوله باندي دهغه اعتراف ته نه وي تيار دي عمل ته منافقت وايي او څوک چی په زړه کی دمنافقت ناروغی لری هغه دحقیقت اعتراف نشی کولی اوپه دي كي شك نشته چی په دي نړۍ کی له منافقته لوي بد شي نشته
موږدالله جل جلاله په نړۍ کی اوسو نه په خپله نړۍ کی او دهغه سترځواک په نړۍ کی چی اوسواو کارونه له خپلی خوښی سره سم کوو
دا ترټولو لویه بداخلاقي ده .

hamedafg
04-18-2011, 07:33
(27)

لعنت څه ته وایی ؟

دبني اسرائلو كومو خلكوچی کفروکړپه هغوی باندی لعنت وشو,
د داود اوعيسي بن مريم په ژبه , ځکه هغوی نافرمانی وکړه اوله حده یی تیرۍ وکړ, هغوي چی بدکارونه کول له هغونه یی یوبل نه منعه کاوی , هغوي ډیربدکارکاوه .(المائده 79_78)

دا په قران کی دیهودو په اړه دلوی څښتن خبری دی اودا دهر هغه قوم په باره کی دی چی کتاب ورکړل شوی وی له دي ايت نه په ښکاره توګه داخبره معلومه شوه چی په کومه ټولنه کی بدکارونه کیږی او پرهغو څوک بد نه وایی او هغه بدکاره خلک له خپلو بدو نه منعه کوی نوهغوي د لعنت مستحق او وړ دی په دی اړه چی دلعنت کومه خبره په قران کی راغلی ده دا په مختلفوحدیثوکی هم راغلی ده
په يوه حديث كي راغلي : تاسو به خلک له بدو منعه کوئ اوكه مو دا كار ونکړنوتاسوبه هم داسي دلعنت وړ وګرځئ لکه له تاسومخکی اهل کتاب چی دلعنت مستحق او وړ ګرځیدلی وو,

(سنن أبي , كتاب الملاحم , باب الأمروالنهي)

لعنت څه ته وایی , د الله جل جلاله له رحمت نه ليري كيدلوته لعنت وايي يعني له خير نه ليري كيدلوته لعنت وايي ( الإبعادعن الخير) دکوموخلکوله زړونونه چی نرمی لری اوسختی او قساوت پکی پیداشی نو دا خلک په دنیا کی له خیره لیری شوی دی , او په اخرت کی له خیر نه لیری کیدل به داسی وی چی په الهی عذاب به اخته وی
له خير نه ليري کړل شوی خلک به په دنیا کی دبی حسی په ناولی ناروغی اخته شی هغوي به د حق او ناحق په اړه خپل حساسیت له لاسه ورکړی اوپه دی توګه به هغوی دیوه بی احساسه حیوان په څیر وګرځی او دخير جذبه به يي ختمه شي , په دنیا کی به یی ذلت او په اخرت کی الهی عذاب په برخه وی او د الله جل جلاله دا قانون د وروستيو اهل كتابو له پاره هم داسی دی لکه د مخکی اهل کتابو له پاره په دی کی کومه استثنا نشته

hamedafg
04-20-2011, 13:43
(28)

لويه فتنه

رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : دهرامت له پاره یوه فتنه وی اوزما دامت له پاره مال اوشتمنی فتنه ده

(مسنداحمدڅلرم ټوک مخ :160)
دلته يوه پوښتنه رامنځته کیږی هغه دا چی مال خو په هره زمانه کی فتنه و نود محمدي امت په زمانه کی ولی مال په ځانګړی توګه لویه فتنه بلل شوی دی ؟
ددي پوښتنی ځواب دادی چی سمه ده مال هر وخت فتنه و خو دمحمدی امت په زمانه کی مال ځکه لویه فتنه دی چی د محمدى امت زمانه ان ترصنعتي زماني (industrial age) زماني پوری غځیدلی ده او له د ي كبله دده په امت کی مال لویه فتنه بلل شوی ده

دمال اهمت دپیرنی اوپلورنی دسامان په اعتبار سره وی له موجوده صنعتي دور نه مخکی دپیرنی اوپلورنی سامانونه ډیر کم ووله دی کبله هغه مهال دمال اهمیت هم دنن په نسبت کم و خوپه نوی صنعتی دور کی دپیرنی او پلورنی دسامان (consumer goods) شمار بيخي زيات شوي دي داراز ددی سامانونو په ښکلا اوو زرق اوبرق کی هم بیخی زیات توپیر رامنځته شوی دی او دپخوا دسادګی په پرتله نن داهرڅه دښکلا او تنوع اوج ته رسیدلی دی له دي كبله دنن په صنعتی دور کی مال ترټولولویه فتنه ګرځیدلی دی

په تيره زمانه كي په ساده توګه دمال دمینی او محبت خبره وه خو اوس مال اوشتمنی دنمانځنی درجی اوپوړته رسیدلی ده نن دانسان ټول ژوند مال غوښتنه ګرځیدلی دي اوس دمال مينه دومره زياته شوي ده چی دهرچا لومړۍ او وروستی موخه مال ګرځیدلی دی

.

نن هرچاخپل ټول وخت اوځواک دمال اوشتمنی ترلاسه کولو ته وقف کړی دی د هرچا له پاره مال معبود ګرځیدلی دی ددی زمانی ترټولو لویه فتنه مال او دمال مینه ده او څوک چی ځان ته ریښتونی مومن وایی هغه باید له دی فتنی ځان وژغوری مال ته په خپلوژوندچاروکی د دویمی درجی مقام ورکړی او دین اودینی غوښتنوته دلومړیتوب حق ورکړی

hamedafg
04-24-2011, 08:07
(29)

صبراو تقوي نه شكايت


زموږمشرانوچی وس اوقدرت پیدا کړی دی نودشاوخواپه مختلفوسیمویی تیرې کړی دی اوموږنن دهغوی په دی کارونوفخر او ویاړکووددي خبري مطلب دادي كه موږدانن قدرت پیداکړونوخامخابه د سيمي پرولسونویرغلونه پیل کوواوهغوی به له کنترول لاندی راولو اوزموږ دننی عصرله ډیرومشرانوداډول خبری اوریدل شوی دی خواوس چی موږلږځواکه اوبیسیکه یونوطبعابه دنوروله یرغلونواوتاړاکونولاندی راځو

د داسي كمزوري اودبل د واك اويرغل لاندي حالت كي په انسان مختلف حالات ورځی او دانسان روحیات اونفسی حالت نورمال نه وی هغه دخپل عقل کنترول هم سم په لاس کی نلری او ډیرداسی کارونه کوی چی هغه دعقل په تله نه وی برابراوله دی سره ډیرداسی کارونه هم کوی چی هغه دده دمذهب او دین برخلاف وی

دپردیوله واک اوځواک لاندی حالت ډیربوږنونکی وی په داسی حالت کی انسانی ذهن ډیرمحدودکارکوی اودمحرومیت اومظلومیت له احساسه ډک وی نوخپلی او د دښمن ټولی ګرمې په دښمن ورتپی او ځان مظلوم ښکاره کوی خو په دی ځای کی دایوه تیروتنه داسی ده چی انسان له نوروستونزو سره هم مخامخ کوی اوهغه خپلوتیروتنواوکړموته نه متوجه کیدل دی په داسی حالت له یرغله لاندی ولس خپلی ټولی ګرمی دیرغلګرو پر وږو تپی اوپه دی توګه له خپلو نیمګړتیاو او کمزوریونه خپلی وږی سپکوی
اوبله لويه بيلاري داده چی په داسی حالت کی دا انسان په شکایتونواوسرشکونوسرشی اوپه مامولی خبره شکایتونه کوی خوحقیقت دادی
چی شکایت دهیڅ درد درمل ندی بلکی شكايت د يوه انسان دعمل ځواک فلج کوی اودانسان ډیری قواوی له ماتی سره مخامخ کوی شکایتی مزاج هغه بدمرغه خوی دی چی انسان په خپلوعیبونوړندوی اوخپلی کمزوياني هم دنورو پر وږو تپی
اود شكايت اوسرشكونو په صورت کی انسان خپل دښمن ته هم سپک ښکاری او هغه دده له دی حالت نه خوند اخلی دښمن دمسلمانانوپه بده ورځه خوشاله کیږی او په ښه حال يي خپه کیږی نوپه داسی حالت کی څه کول په کار دی ؟

د داسي ستونزو پر مهال موږددی ستونزو دحل ډیر ښکلی او پخی لاری چاری لټولای شو او کولای شو ددی له پاره دحل یوه کره لاره بیاموموخوپه دی شرط چی خپل سپیڅلی کتاب قرانکریم ته پاملرنه وکړو او له هغه نه رهنمایی ترلاسه کړو ددی ستونزوټول حل په قران کی پروت دی راځی دالاندی ايت تلاوت كوو ځانونه پری پوهوواو دخپلوستونزوله پاره حل لاره پکی غواړو


إِنْ تمسسْكم حسنةً تسؤهم وإن تصبْكم سيِّئَةً يفرحوبها وإن تصبروا
وتتقوا لايضركم كيدهم شيئا إن الله بمايعملون محيط .
(ال عمران 120)


ژباړه: كه تاسو ته ښه ورسیږی یعنی که تاسو په ښه حالت کی وئ پرهغوی (کافرانو)بده لګیږی اوكه تاسو په بدحالت کی وئ هغوي پری خوشالیږی , او كه تاسو صبر وکړئ اوتقوی غوره کړئ ددوی چلونه اودسیسی به تاسوته هیڅ ضرر ونه رسوی او الله دکافرانوپه ټولو کړنو خبردی اوعلم پری لری


نن چی مسلمانان په خپلوکی سره اخته شی او دیوه بل پروینوبهولوخپلی يني يخي کړی
نو وایی چی دا زموږپه منځ کی زموږدښمن اختلافات واچول اوموږیی له یوه بل سره اخته کړوداډول شخړی او دهغوله پاره داسی ناقص منطق موږ ډیرځله لیدلی او اوریدلی دی اوداډول شكايتونه هروخت اوریدل کیږی !!

موږداډول كارونه ځکه کوو چی نه صبرلرو اونه له خدایه ویره موږدخپل ورور دوینی په حرمت سترګی پټوواوبیا شکایتونه هم له دښمن څخه کوو چی داد دښمن دسیسی يعني دلوړایت پرخلاف موږشکایتونه کوواو ددښمن له چلونواوپریبونونه ژاړو اودصبراوتقوی غوره صفتونوته موشاکړی ده كوښښ کووخپل ویراوغمونه اوبده ورځ نړیوالوته ورسووچی به دی سره زموږ دښمن خوشاله شی
اودا کار دلوړ ی قرانی لارښوونی سراسر خلاف او ضد عمل دی

hamedafg
04-25-2011, 13:07
(30)






په خبرو کنترول





رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دمعراج په سفر کی مختلفی پیښی دجزا اوسزا دتمثیل په توګه مخته ورغلی وی له هغونه یوه پیښه داسی وه : مَرَّبثورٍ عَظِيمٍ , يَخْرُجُ من ثَقْبٍ صَغِیرٍ , يُرِيدُ أَنْ يَرْجِعَ فَلاَيَسْتَطِيعُ - قَالَ : هذا الرجُلُ يَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ فَيَنْدِمُ فَيُريدُ أّنْ يَرُدُّهاَ فلاَ يَسْتَطيعُ (رواه الطبراني والبزار )
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم دمعراج په مهال یولوی غویئ ولید چی له یوه کوچنی غار څخه راووځی ، دا غویئ غواړی بیرته دی غار ته ننوځی خو نشی ننوتلی ،
جبریل وویل : دا دهغه چا مثال او بیلګه ده چی یوه خبره وکړی بیا په هغه خبره پښیمانه شی اوغواړی چی بیرته یی واخلی خو نه یی شی اخیستلای .

دا دهغه انسان بیلګه ده چی په بی مسئولیته توګه دیوچا پرخلاف یوه منفی خبره وکړی بیا دی ووینی چی دده له دی خبری یوه لویه فتنه جوړه شی اوس دی غواړی خپله خبر بیرته واخلی خو هغه نشی اخیستلای ده په خپله خبره یوه لویه فتنه راپیدا کړی وی داسی چی ددی خبر دکولو په مهال به دده په فکر کی هم دا نه وچی دده له خبری به دومره لویه فتنه جوړیږی

ددی حدیث موخه داده چی انسان باید دخبرو په مهال ډیر اتیات وکړی او په خپلو خبروباید کنترول ولری .مثبتی خبری کومه ستونزه نه راولاړوی ولی منفی خبری داسی ندی ، منفی خبره ډیر ژر خپره شی او دخپریدلو په وخت کی په هغه کی نور زیاتوالی هم راشی په پیل کی که څه هم هغه یوه کوچنی خبره وی خو دخلکو په منځ کی له خپریدلو وروسته له هغی نه یوه لویه فتنه جوړه شی او په سبب سره یی د خلکو په منځ کی نفرتونه اوکرکی راپیداشی نو په داسی وخت کی انسان ته په کار دی چی هغه دخبرو په مهال باید دخپلو خبرو پر پایلو سوچ وکړی .

hamedafg
04-26-2011, 21:55
۳۲


شخصیت جوړونه

دقران په ۹۰ م سورت کی راغلی دی : بیشکه موږ انسان په سختی (toil)کی پیدا کړی دی لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ . قرطبی ددی ایت په تفسیر کی دانسان دژوند دسختیو اوږد تفصیل راخیستی ده لکه له پیدایښت سره سره دهغه دنوپریکیدل ، بیایی دزخم دتړلودردونه، بیا دتې رودلو او له تې پریکولو ستونزی آن تر سپینږیرتوب اومرګه اوبیا له حساب اوکتاب پوری یی اوږده لړلۍ راخیستی ده

مطلب داده چی انسان به په ژوندکی خامخا له ستونزو او دژوند له پاره له هڅو سره لاس اوګریوان وی په دی کی شک نشته چی همدا ستونزی اوسختی هغه کور
سونه دی چی دانسان شخصیت جوړوی اوهڅی او کوښښ هغه څه دی چی ژوند ته
خوند وربښی سهولت اوبیکاری اوبی مسئولیته ژوند دانسان ډیری وړتیاوی او
صلاحیتونه فلج کوی اوداسی انسان نه دځان په ښمر کیدلی شی او نه دنورو.

انسان په پیل کی دخامی اوسپنی په څیر وی له همدی اوسپنی چی ماشین جوړیږی هغه دکار څو مراحلوته اړتیالری داور له بټیواوله نورومختلفومراحلو
تېریدلو وروسته ددی وړ شی چی مشین ورنه جوړ کړل شی انسان هم داوسپنی په
څیر دی په پیل کی هغه له لوړو وړتیاوسره لوی څښتن پیدا کړی خو دا فطری
وړتیاو ی هلته دکار اخیستنی وړ وګرځی چی دژند له سختو اوترخو مراحلوتېری
شی په دی مراحلو کی په انسان کی ذهنی لوړتیا او پوخوالی (maturity)پیدا
شی دژوند له دی سختو مراحلوچی څو ک تیرنشی هغه دانسانی شخصیت لوړ صفات نشی ترلاسه کولی په دنیا کی هره ستونزه یوچیلنج دی اوله دی چیلنجونوسره له ډغرو وهلو وروسته انسان دبریالیتوب لوړ مقام ترلاسه کولی شی

hamedafg
05-03-2011, 05:59
۳۳

دذهنی ودی غوره لار

ابودرداء عویمر بن مالک الانصاری رضی الله عنه یومشهور صحابی دی دی په مدینه کی زیږیدلی او په شام کی په کال ۳۲هـ (۶۵۲م) وفات شوی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په اړه وایی : عویمر حکیم أمتی . یعنی عویمر زما دامت یوهوښیار انسان دی امام ابن الجزری رحمه الله تعالی دده په اړه لیکی : كان من العلماء الحكماء (الأعلام للزركلي 5:98) يعني ابودرداء له هوښیارو پوهانو نه و .

دابودرداء یوه ینا را اخلو او خپله موضوع پری غځوو دی وایی : لاتفقه كل الفقه حتي تمقت الناس في جنب الله , ثم ترجع إلي نفسك فتكون أشد لها مقتا.
(مصنف ابن أبي شيبه رقم الحديث 36726)
یعنی تر هغو پوری ته پوهه انسان نشی کیدلی څو دالله جل جلاله په باره کی دخلکو پرخلاف سخت مخالفت اونارازی ښکاره نکړی ، بیا چی کله ته ځان ته را وګرځی نو دخپل ځان اونفس په خلاف له دی زیات مخالفت او نارازی ښکاره کړی .

دمومن دا دنده ده چی کله په یوچا کی کومه بیلاری ووینی نو هغه نشی زغملای دی به په هغه بیلاری نیوکه کوی او ددی ناسم کار سخت مخالفت به کوی مومن باید په دی توګه دنورو محاسبه وکړی او دهر چا بیلاری ته په زغرده ګوته ونیسی او له دی سره باید په مومن کی دځان احتسابی (self-introspection) جذبه هم په لوړه پیمانه شتون ولری هغه باید د ځان په اړه له نورو سخت وی او که داسی نه وی نو بیا دلوی څښتن هغه له قهره ډک اسلوب ورته متوجه دی چی وایی : ولی هغه خبری کوئ چی تاسو یی په خپله نکوئ ، څوک چی یوه خبره چا ته کوی او په خپله یی نکوی هغوته الله جل جلاله ډیر زیات په غوسه کیږی (قران).

دا خود احتسابی دیوه انسان له پاره د ذهنی ودی ترټولو غوره لاره ده په دی سره د هغه په ذهن کی نوی لاری پرانستل شی ، د هغه په عقل او پوهه کی زیاتوالی راځی ، دده ذهن ته دپوهی داسی لاری پرانستل شی چی هغه تراوسه تړلی پرتی وی او له دی سختی خود احتسابی پرته دیوچا له پاره ذهنی وده ناشونی ده .

hamedafg
05-08-2011, 04:29
۳۴
ترټولولوی حکمت

هرانسان غواړی له نورو ځان لوړ کړی ، اوهرانسان غواړی له هرچادی دی پوهه ، هوښیار
اوپه هرحه کی مخکی وی ، یوه فارسی ژبی شاعرخو لاویلی دی چی له هرانسان سره فرعونی
نفسیات شتون لری خوفرعون وس او واک لاره نو دخدایی دعوه یی هم وکړه او هرڅوک خو دومره
وس نلری :
نفس ماراکم تر ازفرعون نیست = لکن اوراعون ماراعون نیست
او له همدی کبله موږ هروخت داختلاف او خپل منځی شخړو ښکارشوی یو ، دیوه بل خبری
منلوته نه یو تیار، له کبراوغرور نه ډک یو دیوچا حق خبری ته تسلیمیدل دځان کمی بولو ، چی
دنفس دټیټوالی ویره احساس کړو نوډیرځله حق ته شاکوو ، اعاذنا الله ،په خبرو اوبحثونو کی
دهمدی کمی او ټیټ انسانی خوی له کبله تل په ډیره سرټمبګی سره دحق خبری منلوته نه یو تیار
اودانسانی شرافت اوغوره اخلاقو خپلولو پرځای دیوه بل دسپکولو اوترټلو هڅی کوو اواخرمو
خبری بوینی او له اخلاقو ولویږی .

دانسان ددی فرعونی خوی درملنه اوداختلاف له سپیره او شرموونکی عمل نه دځان ژغورنی یواځنی
لار له الله نه ویره ده پوهان وایی کله چی په انسانانو کی دالله ویره وی نو درایو ډیروالی له منځه ځی دوی ددی
یوه بیلګه داسی بیانوی : کله چی څوکسان په لاره کی مړ مار ومومی نو هریو مختلی رایی وړاندی کوی یو وایی
دا وژل شوی مار دی ، بل به وایی داپلاستیکی مار دی اوبیابه دپلاسټک په صنعت خبری اوږدوی ، بل به
وایی نه دا دمارپه څرمن کی بل څه اچول شوی دی اوداسی نور... خوکه داخلک ژوندی مار ووینی نو دلته دوی
له ویری سره مخامخ شی او بیا نو مختلفی رایی ختمی شی ټول به په یوه خوله وایی : مار دی ماردی .

داراز له چا سره چی دالله ویره وی دهغوی په منځ کی اختلاف نه وی دهغوی ټولو یواځنی موخه حق موندل
او حق ته تسلیمیدل وی هغوی ډیری خبری اومختلف نظریات وړاندیکول اوپه هغو د دلایلو امبارونه جوړول
حکمت اوپوه نه بولی هغوی له الله نه ویره سترحکمت اوغوره پوهه بولی اوحق ته تسلیمی یی موخه وی
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له الله نه ویره ترټولو سترحکمت اوښه پوهه ده : راس الحکمه مخافه الله

hamedafg
05-09-2011, 23:48
۳۵

دانسان زړه یوه معجزه

دانسان په زړه کی خورا ډیر ارګانونه یانظامونه دی چی ددی ټولو په سم کار سره انسان ژوندی وی اوکه دا ارګانونه سم کار ونکړی انسان ژوند نشی کولی په دی ارګانونوکی یو هم زړه دی دایو عجیب ارګان دی په بدن کی د وینی جریان روان لرل
دزړه کار دی .
دزړه نظام خورا پیچلی نظام دی دی په پلپسی توګه په حرکت کی وی اودده حرکت دانسان دعمر په لحاظ کم او زیات وی دیوه بالغ انسان زړه په اوسط توګه په یوه منټ کی ۸۰ ځله غورځی
د زړه حرکت شپه او ورځ په پرلپسی توګه اتوماتک جاری وی که فرضا داسی وی چی انسان د خپل زړه پمپ په خپل لاس سره وهلی نو په دی توګه ژوند ناشونی و
ځکه له دی کار سره انسان نشوی کولی بل کار وکړی بلکی شبه او ورځ په برلپسی توګه دزړه پمپ چلول هم دانسان له سیکه وتلی خبر ده ځکه په دی دول هغه دشپی له مخی خوب هم نشوای کولی ځکه دژوند دروان لرلو له پاره دشپی له مخی هم دزړه پمپ وهل ضروری دی .
په دی ډول نور ډیر فطری نظامونه دی چی دانسان په بدن کی دننه او دهغه له بدنه دباندی په پلپسی توګه په کار بوخت دی او ددی نظامونو له کار وروسته دځمکی په کره دانسان ژوند شونی ګرځیدلی دی او دا نۍامونه دومره ډیر دی انسان هغه شمیرلی هم نشی .
که انسان په دی اړه ښه ژور سوچ وکړی هغه به هروخت له ځانه سره دالله دشکر احساس ولری اوپه پوره توګه به دغرور او سرکشی له نفسیاتو لاس واخلی هغه به یوکامل عاجزی کوونکی انسان وګرځی هغه به دتکبر او بی اعارلفی تحمل نشی کولی او همدی ته معرفت وایی او له ځانه سره ددی معرفت شعور پیداکول له انسان نه مطلوب انسان جوړوی او دا ډول انسان قرانکریم ربانی انسان بللی دی .

hamedafg
05-10-2011, 22:29
36

دمعرفت په زړه پوری بیلګه

عبدالله بن ابی مُلیکه وایی چی ماته دعائشی رضی الله عنها خادم وویل :
یوه ورځ عبدالله عباس رضی الله عنه راغی او غوښتل یی له عائشی سره ووینی
زه هغی ته ورغلم او ورته ومی ویل : عبدالله بن عباس اجازه غواړی ؟ دا وخت
ددی وراره عبدالله بن عبدالرحمن هم له دی سره ناست وهغه وویل دا عبدالله بن
عباس دی او دلته دراتګ اجازه غواړی .دا وخت عائشه رضی الله عنها دمرګ
په حالت کی وه او ویی ویل : عبدالله بن عباس پریږدئ.
عبدالله وویل : موری ! هغه ستاپه اولاد کی ډیر صالح انسان دی هغه ستا
پوښتنی ته راغلی او له تاسره لیدل غواړی دی ورته وویل چی ستاخوښه ده
نو رادی شی .
عبدالله بن عباس راغی ، کیناست او ویی ویل : تاته زیرۍ درکوم چی له رسول الله
او دهغه له ملګروسره دملاقات له پاره دومره وخت پاتی دی چی ستا روح له بدنه
ووځی ، ته هغه میرمن یی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ترټولو ډیره
ګرانه وی او په دی کی شک نشته چی رسول الله له پاکی روح سره مینه لرله دابواء
په شپه ستا امیل لویدلی و ، رسول الله په هغه شپه له هغه ځایه روان شو څو سهار
منزل ته ورسید ، هغه وخت له خلکو سره اوبه نه وې ، نو الله پاک دتیمم په باره
کی د المائده شپږم ایت نازل کړ، داستا په برکت سره وشول ،په دی توګه امت ته
درخصت حکم نازل شو،اوستا د پاکی له پاره جبریل له اووم اسمان نه راښکته شو
اوستادپاکی په اړه نازل شوی ایتونه په ټولو جماتونوکی سهار اوماښام تلاوت
کیږی .

دعبدالله بن عباس له دی خبرو وروسته عائشی رضی الله عنها وویل :
دعنی منک یا ابن عباس ،فو الذی نفسی بیده لوددت آنی کنت نسیا منسیا،
دعباس زویه ماپریږده ! په هغه ذات می دی سوګند وی چی زما روح یی په لاس
کی ده ماته داخوند راکوی چی زه یومخ هیره کړل شوی وای .

( الطبقات الکبری لابن سعد دابن الجوزی دکتاب احکام النساء په حواله )

hamedafg
05-12-2011, 12:54
۳۷

دقناعت اونه قناعت فارمولا

دانسان پیدایښ په داسی توګه شوی دی چی دهغه ژوند په دوو دورونو ویشل شوی دی یوه دور ته دنیا وایی او بل ته اخرت ،اوس به انسان په دی لومړی دور (د دنیادور)کی د دواړو دورونو (دنیا او اخرت) دودانولو کار کوی یعنی په کومه دنیا کی چی دی اوسی ددی جوړول او ودانول هم ضروری دی او هغه اخرت چی انسان ور روان دی دهغه ودانی او تعمیر هم ضروری دی .
اوس پوښتنه داده چی د دی دواړو غوښتنو په منځ کی موافقت په څه ډول پیداکړل شی اوڅه ډول نقشه باید تیاره کړل شی چی د دی دواړو دورونو د ودانی رعایت پکی شوی وی . ددی مهمو پوښتنو په ځواب کی یواځی یوه د عمل وړ فارمولا وړاندی کولی شو او هغه دا چی د دنیا په اړه باید له قناعت او داخرت په اړه له نه قناعت نه کار واخیستل شی .
انسان ته ورکړل شوی صلاحیت او وړتیا ته که ځیرشو نو معلومه به شی چی انسان نشی کولی دواړو ته یوډول اهمیت ورکړی یعنی هغه نشی کولی دنیا ته هم پوره توجه وکړی او اخرت ته هم پوره توجه وکړی اودا دانسان له سیکی وتلی ده . نوباید انسان
یوه لوری ته ترجیح ورکړی یعنی یوه ته دلومړۍ درجی (primary) اهمیت ورکړی او بل ته دثانوی درجی(secondary) اهمیت ورکړی .
ددی فارمولی موخه داشوه چی انسان باید د دنیا په باره کی دقناعت contentmentلاره غوره کړی او داخرت په باره کی دنه قناعت discontentmen
لاره غوره کړی یعنی د دنیا دشیانو په باره کی دهغه فکر داسی وی چی کوم شی په داسی طریقه ترلاسه کیدلی شی چی اخرت ته تاوان نه رسوی هغه بس او کافی بولی او په هغه باندی قناعت کوی او نوره ټوله توجه اوفکر یی داخرت لورته متوجه وی او داخرت دګټی په کارونو قناعت ونکړی څومره ځواک چی یی په بدن کی وی او څومره ډیر ښه چی ترلاسه کولی شی خپل ځواک باید ونه سپموی ، د دنیا په باره کی به په کم شی راضی کیږی او داخرت په باره کی یی چی څومره وس کیږی اوڅومره ښه ترلاسه کولی شی ویی کړی او په دی باره کی دقناعت په نوم څه ونه پیژنی .

hamedafg
05-13-2011, 19:56
۳۸
خپل ځان وپیژنه

په دې نړۍ کی هر انسان ته لازمه ده چې خپل ځان وپېژنی ، هغه بایدپه دې ځان پوهه کړې چې زه څوک یم ، دې نړې ته دڅه له پاره راغلی یم ، زما دژوند موخه څه ده ،زمابریالېتوب به په څه کې وي او ناکامې به مې په څه کی وي او کله چې دا موندنه انسان ترلاسه کړی بویه له هغې ورځې یی رښتیا ژوند پیل کړ .داسلام څلرم خلیفه علی بن ابې طالب کرم الله وجهه څومره ښه خبرکړی ده ! قِيمَةُ الْمَرْءِ مَا يُحْسِنُهُ .
یعنې دیوه انسان ارزښت په هغه کار کې پروت دی کوم چې دی په ښه توګه ترسره کړي .

په حقيقت کې هر انسان یوه (مایحسنه) لرې ، هر انسان په فطرې او پنځېزه توګه الله پاک له یوې داسي وړتیا او صلاحیت سره پنځولی وی چی دی په هغه کې ځانګړی مهارت لري ، انسان ته په کار دې چې دا خدای ورکړې ځانګړې ډالئ (مایحسنه) پیداکړي او له دې سره سمې خپلې ژوندچارې پرمخ بوځې په دې نړۍ کی همدالاره یوانسان دبریالېتوب اوج ته رسوي.
تجربه ښیې چې ډېر خلک لوی بریالېتوبونه نشی ترلاسه کولی ، ددی اساسې لامل همدادی چې هغه خپله (مایحسنه) نه وی موندلي هغه په داسي کار بوخت وي چی دی دهغه له پاره نه وي پیداکړل شوی اوبیا ټول ژوند هغه د نامېندي (despair)ښکاروي
اوپه همدي بدمرغې کی ومري .
خدای هر انسان دیوه لوی کار له پاره پیداکړی وې خوپه ټولېزه توګه ډېر خلک لوی کارونه نشې کولی اوپه کوچنیوکارونوکې نښتي پاتې شې اونشې کولی لوی بریالېتوب ترلاسه کړې .

له دې تراژېدې (tragedy)نه یواځې دهغه انسان له پاره ځان ژغورنه شونې ده چې وکولای شې خپله بې رحمه محاسبه (merciless introspection)وکړې


()

hamedafg
05-25-2011, 21:54
39


دالتباس قانون


دپیغمبر منکرېنو به ویل که خدای موږ ته خپل پیغام رالېږي نو هغه دې دخپلې
ملایکې په لاس راولېږي څوموږ ته کوم شک او شبهه پیدانشي اوموږپرته له
څه التباس نه هغه منلی . ددوی په ځواب کې ویل شوې دې : که الله ملایکه دپیغمبر
په توګه لیږلی نو هغه به یې هم دانسان په شکل کې لېږله او بیا به هم دوی په شک او
التباس کی پاتې وو. وللبسناعليهم مايلبسون (الانعام 9)
یعنی موږ به بیاهم دوی په هغه شبهه کی اچوو په کومه شبهه کې چې دوی دې
داکومه ځانګړې پېښه نده په دې ایت کی الله جل جلاله دالتباس عام قانون بیان کړی دی څرنګه چې الله جل جلاله انسان دازمیښت له پاره پنځولی دی ځکه یې په دې دنیا کی هر شی دشبهی دعنصر element of doubt په څنګ کی پیدا کړی دی

داددی نړۍ عام قانون دی چی له هرې پېښی سره دشبهې او التباس عنصر شتون لرې په دې نړۍ کی به سمه لاره هغه څوک بیامومي چی خپل شعور متحرک کړې
دشبهې پرده څېرې کړې او له شبهې سره سره حقیقت په پوره یقین سره ومنې ..

دالتباس دقانون دا معامله له ټولو پیغبرانوسره شوې ده او دراز ترقیامته پورې به
دامعامله روانه وې کله چې کوم داعې ، رښتینی مصلح اومجاهد پورته کيږې دهغه له
شخصیت سره به د التباس عنصر وې تردې پورې چې په اخر وخت کې به له مهدې او عیسی علیه السلام سره هم دالتباس عنصرشتون لرې او هغوی هم له دې پېښی نشې مستثنی کیدلی .

دپیغمبر په څېر مهمدی او عیسی به هم هغه خلک پېژنې چې دالتباس دپردې دڅېرلو وړتیالرې په دې نړۍ کی داد الله جل جلاله قانون دی چې دلته لوړه نیکمرغی
هغه څوک ترلاسه کولی شې چې له شبهاو پورته لېد وکړای شې اوپه دې توکه رښتیا وپېژنې اوپه هغه یقین وکړې .

دادنیا دازمیشت له پاره پیدا کړل شوې ده له دې کبله دلته حق او حقائق د دووه او دووه څلورپه څېر روښانه اوڅرګند ندې دلته له هر حقیقت سره دشبهې عنصر موجود دی دا اصول د پیغمبر په زمانه کې هم وو او ترقیامته به وې .

hamedafg
05-26-2011, 09:51
40



له دجال نه ډېرخطرناک

دابوذر غفاری رضی الله عنه په یوه روایت کې راځې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : غیر الدجال اخوف علی امتی (مسنداحمد پنځم ټوک مخ ۱۴۵) یعنی زه په خپل
امت باندې له دجال پرته په یوه بل شې ډېر ډارېږم . پوښتنه وشوه : ای دخدای پیغمبره !
هغه بل څه دې ؟ ده ورته وویل هغه ګواه کوونکې مشران دې (الأئمة المضلين )

دلته له (الأئمة ) نه مراد وروسته راتلونکې مسلمان علماء او مشران دې دوی له دجال
نه ځکخ خطرناک دې چی په یوه بل روایت کې د دجال په باره کې راغلې دې چې دهغه په
تندي به (ک ف ر) لېکلي وې (صحیح مسلم کتاب الفتن) یعنی د دجال ګمراهې به دومره ښکاره اوڅرګنده وې چې هرڅوک به یې په اسانې سره پېژندلی شې خود مسلمانو پوهانو او مشرانو غلطه لارښونه به ډېره په سختې سره پېژندل کېږی دوی به دمسلمانو په غم ځانونه غمژلي بولې دهغوی له پاره به خبرې اولیکنې کوې اوځانونه به مسلمانانو خواخوږي بولي
نو په داسې حالت کې به عاموخلکو ته دهغوی پېژندنه سخته وې دهغوپه خبروبه دوکه کیږې او دهغوي ملګرتیا به غوره کوي .

بېلاري او ګمراهې په دووه ډوله ده یو ښکاره ګمراهې ده اوبله هغه ګمراهې ده چې په
حق ته ورته دلایلو کی نغښتې وې ناری او شعرونه له ارموخې نه مخالف وې او یواځې د
ساده خلکو دغولولو له پاره داسلام او ملت چېغې او نارې سورې وهل کېږې اصلا یې موخې او اهداف نور او تور وې . دالومړۍ ښکاره ګمراهې هرڅوک پېژندلی شی خو داوروستۍ هغه ډېره دقیقه او پېچلې ده او هرڅوک یې نشی پېژندلی یواځې هغه کسان به یې پیژنې چې ژور فکر لرې ، ډېر اتیاتې وې ، دهرشې له منلو مخکې دهغه شي پوره تجزیه کوې او دهرشي بی له تعصبه دڅېړلووړتیا او صلاحیت لرې ، هغه خپل ټول تعصبات او
جذبات شاته غورځولې وې او دنګه عقلي اساس اوسپېڅلې پوهه پرتله هرڅه تلې .

له دې نبوې لارښوونې سره سم موږ نن په خپله سېمه کې ډېر بېلارې مشران او امامانو لرو دهغوي کړنې او خبرې ډیرځله تجربه شوې دې او له هغه وروسته هم هغه په خپله چالاکی او مدارېتوب سره خلک غولوې خو داخلک دې پوهه شې چې دا مشران له دجال نه هم ډېر خطرناک دې

hamedafg
05-31-2011, 09:20
42

دنه منلو مزاج

کله چې الله جل جلاله لومړۍ انسان (ادم) پیداکړ هغه مهال دووه نور مخلوق هم شته وویعنې پېریان اوملایکي الله جل جلاله هغوی دواړو ته وویل چې انسان ته سرونه ټیټ (سجده) کړئ ، ملایکو سجده وکړه او دپېریانو مشر (ابلېس) سرنکړ ټیټ .
الله جل جلاله په دې کېسه سره انسان ته یومهم درس ورکړ هغه دا چې دمنلو مزاج ملکوتي مزاج دی او دنه منلو مزاج شیطاني مزاج دی دیوچا دلویې په اعتراف کولو سره انسان دملایکو په صف کې راځې اود یوچا له لویې نه په انکار سره انسان دشیطان د ډلې غړی شې .

دپیدایښت په پیل کې لا ابلیس ویلې وچې زه به ټول انسانان بیلارې کړم اوهغوی به ټول خپلې لارې ته را وبولم ، دابلیس دا اعلان ډېر وېروونکی دی هرانسان باید ځان ته ځیرشې ، هروخت بایددخپل عمل جاج واخلې اوتل باید په دې ویره کی وې چې هسی نه کوم پل دشیطان پر پله کېنږدې اوخپلې ټولې کړنې باید وتلې چې په شیطانی تول کې راځې اوکه په ملکوتې .

لوی څښتن دا نړۍ داسی پنځولې ده چې دخلکو په منځ کې برابرې شتون نلرې
اوپه خلکو کې ډول ډول توپېرونه شته دې څوک زیات څه لرې او ځېنې بیا کم څه لرې
او داتوپېرپه نر اوښځو ټولو کې دهغوی دازموینې له پاره دی دژوند په چارو کې ډېرځله له داسې انسان سره یوانسان مخامخ شې چې هغه له ده نه په یوه لحاظ لوړ وې
اودا لوړتیا هغه ته خدای ورکړې وې نوانسان ته لازمه ده چې دهغه ددې لوړتیا اعتراف وکړې اوپه ټولنیز ژوند کې دیوچا دلویې اعتراف ډیر لوی اوخورا ښه عمل دی .

دیوچا دلویې انکار په دووه ډوله وې یودا چې په ډاګېزه توګه دهغه انکار وکړل شې اوبل دا چی په بالواسطه توګه انکار وکړل شې یعنی یوه داسې خبر وکړل شې چې په غیر مستقیمه توګه دهغه دلویې نفی وشې دادواړه لارې یوډول بدي دې په حقیقت کې دادواړه شیطانی لارې دې .

hamedafg
05-31-2011, 10:08
41


داوبو اهمیت


دوخت په اړه ویل کیږې چی تروخته ارزښتناک شی نشته خوسره له دومره ارزښته یې خلک په بی رحمی سره ضایع کوې بلکې دوخت دضایع کولو له پاره ځینې خلک لارې چارې لټوي !! اوبه هم داسې دې اوبه چې څومره زیات ارزښت لرې ضایع کول یې له هغه هم په زیاته پیمانه کیږې .

په نړۍ کې چې څومره اوبه دې دهغو ۹۷.۵٪ سلنه دبحراوبه دې چې نه دڅښاک له پاره کارول کیدی شې او نه دکښتونو له پاره .ترننه پوري دهغو دصفایي له پاره هم ډېرې لارې چارې په کار لویدلې دې خو ګټه یې نده کړې .

دروغتیا دنړیوالي ادارې له راپور سره سم انسان کم له کمه ۳ لېتره اوبوته اړتیالرې . پۍ ورکوونکي څاروي ۵۰ لېتره اوبوته اړتیالرې ،دیوکیلو وریژو دتولېدله پاره دری زره لېتره اوبه مصرف کېږې دنړۍ یونېم په سلوکې اوبه دواورې په شکل کې دې ، اویو په سلوکې یې په دریابونواو تالابونوکې دې ددې یوپه سلوکې شپېته سلنه په کروندو اوکارخانوکې کارول کېږې اوپاتې څلوېښت یې دڅښاک او ورځنیو اړتیاو له پاره کارول کیږې .

دروغتیا نړیواله اداره وایې اوبه په ډېره تېزی سره مخ پر کمیدوروانې دې اوپه کال ۲۰۲۵ کې به ډېر خلک داوبوله کمښت سره مخامخ شې په بې رحمې سره داوبودلګښت او دموسمونو دتبدېلې له کبله په ځمکه کې اوبه ښکته راونې دې .

داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم سوونه کلونه پخوا لا خلکوته وېلې و
چې داوبوپه لګښت کې به ډېر زیات اتیات کوئ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم سعدنومی صحابی پراوداسه ولېد، ورته ویې ویل : ای سعد! داڅومره زیاتې اوبه لګوي ؟! هغه ورته کړه : ایاد اوداسه په اوبو کې هم اسراف کیږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو . که دروان نهر په غاړه ناست وی هم .
وان کنت علی نهر جار ( مسنداحمد ۴: ۲۲۱ ) .

hamedafg
08-22-2012, 05:27
42

دنه منلو مزاج

کله چې الله جل جلاله لومړۍ انسان (ادم) پیداکړ هغه مهال دووه نور مخلوق هم شته وویعنې پېریان اوملایکي الله جل جلاله هغوی دواړو ته وویل چې انسان ته سرونه ټیټ (سجده) کړئ ، ملایکو سجده وکړه او دپېریانو مشر (ابلېس) سرنکړ ټیټ .
الله جل جلاله په دې کېسه سره انسان ته یومهم درس ورکړ هغه دا چې دمنلو مزاج ملکوتي مزاج دی او دنه منلو مزاج شیطاني مزاج دی دیوچا دلویې په اعتراف کولو سره انسان دملایکو په صف کې راځې اود یوچا له لویې نه په انکار سره انسان دشیطان د ډلې غړی شې .

دپیدایښت په پیل کې لا ابلیس ویلې وچې زه به ټول انسانان بیلارې کړم اوهغوی به ټول خپلې لارې ته را وبولم ، دابلیس دا اعلان ډېر وېروونکی دی هرانسان باید ځان ته ځیرشې ، هروخت بایددخپل عمل جاج واخلې اوتل باید په دې ویره کی وې چې هسی نه کوم پل دشیطان پر پله کېنږدې اوخپلې ټولې کړنې باید وتلې چې په شیطانی تول کې راځې اوکه په ملکوتې .

لوی څښتن دا نړۍ داسی پنځولې ده چې دخلکو په منځ کې برابرې شتون نلرې
اوپه خلکو کې ډول ډول توپېرونه شته دې څوک زیات څه لرې او ځېنې بیا کم څه لرې
او داتوپېرپه نر اوښځو ټولو کې دهغوی دازموینې له پاره دی دژوند په چارو کې ډېرځله له داسې انسان سره یوانسان مخامخ شې چې هغه له ده نه په یوه لحاظ لوړ وې
اودا لوړتیا هغه ته خدای ورکړې وې نوانسان ته لازمه ده چې دهغه ددې لوړتیا اعتراف وکړې اوپه ټولنیز ژوند کې دیوچا دلویې اعتراف ډیر لوی اوخورا ښه عمل دی .

دیوچا دلویې انکار په دووه ډوله وې یودا چې په ډاګېزه توګه دهغه انکار وکړل شې اوبل دا چی په بالواسطه توګه انکار وکړل شې یعنی یوه داسې خبر وکړل شې چې په غیر مستقیمه توګه دهغه دلویې نفی وشې دادواړه لارې یوډول بدي دې په حقیقت کې دادواړه شیطانی لارې دې .
________________


43

کوچنی شر

عمربن الخطاب رضی الله وایې هوښیار سړۍ هغه نه دی چې دخیر اوشر
په منځ کې توپېر کولی شې بلکې هوښیار سړۍ هغه دی چې په دووشرونوکې
کم اونسبتًا ښه شر وپېژنی .
ليس العاقل الذي يعرف الخير من الشرولكنه الذي يعرف خيرالشرين .

موږ ډېرځله په ټولنېزوچاروکې شر له خیر سره پرتله کووپه خیر پسي ځو او له
شرنه ځان ژغورو اوداد خیر مینه مو دومره زیاته وې چې دیوډول شر لورته هم نه
ګورو خو دا هوښیارې نده ځکه په ژوند کې ډیر ځله داسې پېښیږی چې خیر ته
انسان نشی رسیدلی یا یوخیر اوښه په داسي شرائطو او ظروفوکې پېچلی وې
چې هغه ته رسېدل دلوی شر لامل ګرځې .

نوپه داسي حالاتو کې باید موږ دخیر او شر دچاروپه لستونو کې غور وکړو ، له
دې لومړي وېش نه تېرشو او په دې دواړو (خیراوشر) کې یې یو(شر) په خپل منځ
کې ووېشو چې هغه یو لوی شر او بل کوچنۍ شردی نو یوداسي خیرته درسېدلو
په ځای چې هغه نور شرونه زېږوی باید کوچنی شر غوره کړو او له هغه کړکېچن
خیر نه تېرشو .



44

دتفكيرفن

دانسان په ټولو اعمالو او کړنوکې د تفکیرفن (art of thinking) غوره عمل
دی ،رښتینی سوچ اوفکر دلوړپوړ عبادت دی ، ابودرداء رضی الله عنه یولوی او هوښیارصحای دی ، دده له مړېني وروسته یوچا دهغه له مېرمني څخه دده دغوره عمل پوښتنه وکړه هغې ورته وویل : دهغه غوره عمل سوچ او عبرت اخېستنه وه (التفکیروالاعتبار) دارازد یوبل لوی اوزاهد صحابی ابوذر رضی الله عنه په اړه ویل کیږی چې له مرګ وروسته یې له میرمنې څخه پوښتنه وشوه چې دابوذر خاص او ځانګړی عمل څه و ؟ هغي ورته وویل :ټوله ورځ به ګوښی ناست و او سوچ به یې کاوه (کان النهار اجمع خالیا یتفکر) حیاه الصحابه 2\627

دسوچ اوفکر عمل په ذهن سره کېږي او ذهن دانسان په ټول بدن کې غوره شی دی ، ټول لوی لوی کارونه انسانی ذهن اختراع کړي دې اوهمدا سوچ او تفکر دی چې انسان یې دحیوانیت له ټیټ پوړنه دانسانیت لوړ مقام ته رسولی دی ، په سوچ سره موږ د دوو څېزونوپه منځ کې توپېر راواستلی شو ، په سوچ سره موږ خپلو ستونزوته دحل لارې چارې لټوو، په سوچ سره موږ پټ حقایق په خپل علم کې راولو ، په سوچ سره موږ کولی شو خپل منفی پواینټ په مثبت هغه بدل کړو او دهمدې سوچ په برکت موږ خپل کارونه په منظمه توګه پرمخ بیایو .

په خِلقی توګه هر انسان د تفکر او سوچ وړتیا لرې خو صحی او سم اندود یاطرزتفکریواځی هغه کس کولی شي چې په شعوري توګه ددی له پاره ځان چمتوکړي د سم اندود له پاره ضروري ده چې انسان دخپل خوښ اوناخوښ له سطحي لوړ سوچ وکړي یعنی څېزونو ته په داسي ډول وګوري لکه څنګه چې هغه دي نه داسي لكه
څنګه چې دی غواړې ، هغه به په بی طرفه توګه سوچ کوې یعنی خپل تمایلات او له چاپیریال نه تاثر به شاته غورځوې اوپه داسی حالت کې چې سوچ کومه پایله انسان ته په لاس ورکړي هغه به مني .



45
له سختي سره اسانتیا مله وې

دقرانکریم په 94 سورت کې یو ستراصل په دې جملو سره بیان شوی دی : إِنَّ مَعَ العُسْرِيُسْرًا , إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا(الانشراح 4-5) يعني بېشكه له سختي سره اسانتیا مله ده بېشکه له سختي سره اسانتیا مله ده .

په دې قراني ایتونو کې دیوداسې سوچ ښوونه شوې ده چې هغه ته لوړ فکر یا (highthnking)وایې یعنی له ستونزو لوړ فکر کول په دې سره په انسان کې یوداسې فکر پیداشې چې هغه به په ستونزوکې نښتی نه پاتې کېږې بلکې له ستونزو بهر به سوچ کوې دبېلګې په توګه انسان په یوه ستونزه یاناکامي کې نښتی دی نو دامهال که دی داسې سوچ وکړي چې دالله په دې ستره نړۍ کې داسې ډېر ې پراخې موکې (مواقیع)شته چې دهغوپه کارولو سره دی له دې ستونزې ځان اېستلی شي او کولی شي که په یوه کار کې یا یو وخت ناکام شو نو بل ځای یا بله ورځ به دی دوړسوچ او غوره تدبېرپه کارونه سره بریالېتوب ترلاسه کوې .

ددې معاملې ډېري بیلګې شته خو یوه بېلګه یې موږ داسلامې تاریخ له پاڼو نه را اخلو : په دیارلسمه میلادې پېړۍ کې دمنځنۍ اسیا وحشي قبایل (تاتاریان) له خپلو غرنیو استوګنځایونو نه راووتل ،عباسی خلافت یې ختم او له سمرقند نه ترحلب پوري یې ټوله اسلامی نړۍ ونیوله ، ددې پېښي په اړه لوی مورخ ابن الاثیر وایې چې داسې مصیبت په ټول تاریخ کې نه راغلی دی او نه به بیا راشي .

په ښکاره دایوه لویه ستونزه او عُسر و خوپه دې سختي کې یوه اسانتیا هم پرته وه او هغه داچې داسلامې نړۍ په نیولو سره دا کافر تاتاریان له مسلمانانو سره یوځای شول دا سرسخته کافران په اسلامی ټولنه کې خپاره شول او ددوی په منځ کې خبرې او ناسته پاسته رامنځته شوه په خبرو کی اسلام دبحث موضوع وګرځېدله مسلمانانوپه مغلوب حالت کې یرغلګر خپل دین ته رابلل پیل کړل دې دعوت دومره اوږده موده هم ونه نیوله بلکې په پنځوسو کلونو کې ډېرۍ تاتاریان په اسلام مشرف شول . په جګړه کې که څه هم مسلمانانو ماتې خوړلې وه خو د اسلامی دعوت په لاره کې همدا مغلوب مسلمانان غالب شول اوغالب تاتاریان مغلوب شول .

داتاریخی حقیقت یوه لوېدېځوال مورخ داسې بیان کړی دی :

کوم ځای چې دمسلمانانو لښکرې ناکامي شوې هلته ددوی مذهب بریالی شو

the religion of muslims have conqured where there arms had failed
_________________



46

ګټوراقدام

په قران کریم کې دنوروټولو پیغمبرانوپه نسبت دموسی علیه السلام او دهغه دقوم بنی اسرائیلو په اړه ډېرې کېسي اوتفصیلات راغلې دې ددوی په اړه یوه کېسه هغه ده چې موسی علیه السلام خپل ورور هارون علیه السلام په خپل قوم کې پرېښوداودی دطور غره ته دڅوشپو له پاره ولاړ ،په دې موده کې بنی اسرائیلو دسامري دسخوندرنمانځنه اوعبادت پیل کړ ، له قرانکریم نه داسې معلومېږې چې هارون علیه السلام ددې کار مخالفت وکړ او خپل کوښښ یې هم وکړ چې دوی له دې شرک نه منعه کړې خو هغوی منعه نه شول اوهارون چوپ پاتې شو ، خو کله چې موسی علیه السلا م راغی دسامري سخوندر یې مات او خلک یې له دې شرک نه را وګرځول .

دلته دا خبره دغور وړ ده چې هارون او موسی علیه السلام دواړه پیغمبران وو نو بیا ددوی دواړو په عمل کې ولې توپیر راغی یعنی هارون علیه السلام یواځې هغوی ته په خوله وویل چې داکار مه کوئ او موسی علیه السلام په زور سره هغوی له دې کار نه منعه کړل ،

ددې خبرې ځواب دادی چې هارون علیه السلام دقوم له فتني نه ویریدی چې که دی عملي ګام پورته کړې نو دقوم ځينې کسان به له ده سره شې اونوربه مخالفت وکړي اوپه دې توګه به په قوم کې شخړه رامنځته شي او دموسی علیه السلام په باره کې دا وېره نه وه هغه په قوم کې غالب حیثیت لاره او هغه کولی شوی چې هره پرېکړه په خپل قوم کې عملې کړې .

له دې پېښی دا پایله ترلاسه کولی شو چې هر کار سړۍ کوې باید پایلې ته یې وګوري چې ایا له دې کار نه کومه پایله ترلاسه کېدلی شې که نه ، که له یوه کار نه کومه ګټه ترلاسه کېدله او ګام پورته کول ګټور ونوباید اقدام وکړل شې اوکه په یوه اقدام سره شر اوشخړه رامنځته کېده نو هغه کارباید ونکړل شی او هغه بې ګتي اقدام ناروادی .
_________________





47

ګټوره چوپتیا

درسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې په یوه روایت کې راغلې دې :
کان رسول الله طویل الصمت (مسنداحمد، رقم الحدیث ۲۰۳۱۱)
یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره چوپ و .

دحدیثو په کتابونوکې دچوپتیا په باره کې داسی راځې : علیکم بالصمت ( الدارمی ،
رقم الحدیث ۲۴۴۰)یعنی تاسو چوپتیا غوره کړئ . فلیقل خیرا اولیصمت (مسند احمد ،
رقم الحدیث ۶۶۲۱) یعنی مسلمان باید ښه خبره وکړې او که نه چوپ دې اوسې .

من صمت نجا (مسند احمد ، رقم الحدیث ۶۴۸۱)یعنی په چوپتیا کې نجات دی .

وآن یکون صمتی فکرا ( جامع الاصول ، رقم الحدیث ۹۳۱۷)یعنی زما چوپتیا غور اوفکر ده .

چوپتیا یواځې پټه خوله کېناستلوته نه وایې په دې لوړو روایاتو کې له ستایل شوی چوپتیا نه هغه چوپتیا مراد ده چې غور اوفکر پکی وې دالله په خلقتونو او صنعتونوکې سوچ کول هغه ستر عبادت ده چې په برکت سره یې الهی معرفت ترلاسه کیدلی شې

په رښتوني چوپتیا سره د معرفت دروازې پرانستل کېږې او معرفت له سوچ او فکر پرته نشی ترلاسه کېدلې داراز غور او فکر پرته له چوپتیا نشې کیدلی ، دا ډول چوپتیا انسان له مخلوق نه لرې کوې او الله ته یې نږدې کوې او دداډول چوپتیا په برکت سره انسان له ټولو مخلوقاتو نه د معرفت غذا ترلاسه کولی شی او په دی توګه به د انسان عارفانه سفر روان او نه درېدونکی وې .
_________________




48

خوږه خبر صدقه ده

یوه هوښیار ویلې دې :
خلک هروخت په ډېروخوږو خبرو مه روږدې کوه ځکه که یو وخت تادژونـــــــد
شرایط چوپتیا ته اړکړې نودوی به وایې چې دی له موږ سره اوس مینه نکوی
لاتعود الناس على حلو الكلام دائماً..لأنك حين تجبرك
ظروفك على الصمت سيظنون انك لم تعد تحــــــــــــبهم

که موږ نبوی اخلاقوته ځېرشو داخبره یې پرخلاف ده ځکه رسول الله صلی الله علیه
وسلم وایې :: " الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ " (رواه احمد وابوالشیخ رقم الحدیث ۷۷۷)
یعنی خوږه خبره صدقه او خیرات ده .
نو له دې کبله ځېنې خلکو دا خبره مثبته راخېستي ده :

تعود الناس على حلو الكلام دائماً..لأنك حين تجبرك
ظروفك على الصمت سيظنون انك تحــــــــــــبهم
یعنی خلکوته هروخت خوږې خبرې کوه ځکه که یو وخت تادژونـــــــد
شرایط چوپتیا ته اړکړې نودوی به وایې چې دی له موږ سره اوس هم مینه لرې

خوځېنې هوښیاران داسې خبرې د ځمکنیو واقعیتونو پراساس کوې او دا واقعیتونه
نن موږ وېنو چې که یوڅوک ډېر خوږ ژبۍ شې هغه متقابلا کله کله بدې خبرې واورې
اوله ناسم چلند سره مخامخ شې چې په دې سره بیا دی خپه او نا ارامه وې
په هرصورت دومره نرمې چې لامله یې دانسان عزت النفس ته وېره وې ؛ نده پکار
په هرڅه کې اعتدال او منځلارې غوره ده اوپه ځېنې حالاتو کې دسختوخبرو مقابله په
سختوهغو سره هم روااو هم مناسب ده . لکه قرانکریم چې وایې

لایحب الله الجهربالسوء الا من ظلم .
یعنی مظلوم کولی شې دظلم په مقابل کې په ډاګه بده خبره وکړې
او که نه په ډاګه بدې خبرې الله نه خوښوې

49


وجـــــــــــد

ځېنې صوفیان وایې چې د وجد ( ecstasy )تصور اوتصویر نشې کېدلی دایو
قلبی عمل دې اوپه لفظي عباراتونشې بیانېدلی ، اوځېنې نور وایې : داخرت له حالاتو
نه چې په زړه کې ویره او غم پیداشې اویوځانګړۍ حالت پر انسان راشې دېته وجد وا
یې .اویا خو وجد یوه لمبه ده چې دغم او وېرې له کبله په زړه کې بله شي .دوی وایې دوجد
ځای زړه دی اوزړونه دوه ډوله دې ، دانواوږده خبره ده وجد یې هم په څو ډوله کړی دی او
دوجدنښې یې هم ښوولې دې او تر زفیر اشهیق اوقشعریره البدن اوصعق او انین ته
خبره رسېدلې ده .

خوپه دې کې هم شک نشته چې دموسیقی او ګډا له کبله هم کله کله په زړه کې وجد
راتلای شې ځکه خو ځېنې صوفیانو همدې لورته هم مخه کړې ده ( نسئل الله السلامه)
یعنی له روا او ناروا دواړو لارو نه وجد ترلاسه کېدلی شې دیوه مسلمان له پاره دخپل
خالق او لوی څښتن پېژندنه مهمه او ضروري ده اودا په شرعې طریقه په الاء الله او دالله
په مخلوقاتو کې په سوچ اوتفکر سره پیدا کېږې اودې ته معرفت (realizatoin)
وایې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :تَفَكَّرُوا فِي الْخَلْقِ ، وَلا تَتَفَكَّرُوا فِي
الْخَالِقِ . په مخلوقاتو کې فکر کوئ په خالق کې فکر مکوئ .اود الله په دا وېړه نړۍ کې
دومره عجیب مخلوقات پراته دې او دانسان په دې کوچني بدن کې دومره زیات عجائب
لوی څښتن پنځولې دې چې هریو یې ځان ځان ته ډېر زیات تفکر ته اړتیا لرې او
دا فکر موږ دخالق لویې او عظمت ته رابولې .

دمعرفت لاره معقوله او دشعورلاره ده، په معرفت سره په انسان کې فکري بیداري راځې اوپه معرفت سره دانسان فکر وده کوې او دوجد او وجدانیاتو لاره له شعور او پوهې نه د لرې کېدلو ، په ځان کې د ورکېدلو کږه اوناسمه لاره ده، په معرفت سره دانسان پوهه زیاتېږې او وجد انسان بې ګټې مستې او بی خبرې ته رسوې لنډه دا چې معرفت یو شعوری کار دی او وجد یو داخلی کیفیت دی .

hamedafg
08-22-2012, 05:35
50

دکار اهمیت

ځوان او روغ انسان باید فعال اوکارګروې او له لټې اوبېکارې نه باید ځان وژغورې په سالم انسان باندې الله واده لازم کړی دی او واده او دواده پالنه بې له کار اوعمل نه نشې کېدلی دمور اوپلار او اولاد نفقه په انسان لازمه ده دا یوشی هم له عمل او کار پرته نشې ترسره کېدلی دکار داهمیت په اړه دایو نبوي حدیث را اخلم :

إن قامت الساعة وبيد أحدكم فسيلة فإن استطاع أن لا يقوم حتى يغرسها
فليفعل(مسند احمد والادب المفرد للبخاری)
ژباړه : که قیامت راتلونکی و او دقیامت له واقع کېدلو مخکې ستاسو دکوم یوه
په لاس کې دونې نیال وې نوکه له وسه یې کېږې ودې کرې
داراز عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې : زه له هغه ځوان نه کرکه کوم چې نه د دین
کار کوې او نه د دنیا کار کوې .

دځېنې نابغه انسانانو په اړه ویل شوې دې چې هغوی به په دواړو لاسونو کار کاوه
لکه مایکل انګلو(۱۴۷۵ - ۱۵۶۴)دارازد برتانوې رسام إډورد هنري لنډسير
(1802 – 1873)په اړه هم ویل کېږې چې په دواړو لاسونو یې رسم لېکی
او د اسلام د دویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه په اړه د یوه نسبتًااوږده حدیث
په یوه برخه کې راغلې دې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :
فلم أر عبقريا من الناس يفري فريه (صحيح مسلم رقم الحديث 2393)
یعنی ما دده په څیر غوره کار کوونکی ندی لېدلی او مورخین لېکې چې ده به هم په
دواړو لاسسونو یوډول کار کولی شوی .

پوهان لېکې چې انسان که یوڅه ځانګړي تمرینونه او پریکټسونه وکړې کولی شې ددې وړ وګرځې چې په دواړو لاسونو کار وکولی شې ځکه په ځېنې کارونوکې عادې انسانان په دواړو لاسونو کار کوې ځکه هغه مهال دی اړ او مجبور وې چې په دواړو لاسونو کار وکړې
لکه دجګړې په مهال ، دځېنې لوبو پر مهال داراز دموسیقی دځېنې الاتو د ژغولو پر مهال
عادي انسان له دواړو لاسونو نه کار اخلې او ان په ځېنې استثنایې حالاتو کې خدای
مکړه چې یو انسان لاسونه ونلرې نو هغه له پښو نه هم کار اخېستلی شې .

ما دڅو لوېدیځوالو لېکوالانو لېکنې وکتلې چې هغوې په دواړو لاسونو دکار کولو
لارې چارې بیان کړې وې او ویل کېږې چې ډېرۍ جاپانیان په دواړولاسونو کار کولی شې
خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې داسې ډیر خلک شته چې دهغوی په روغ بدن پورې دوه روغ لاسونه وې خو بیا یې هم دلټې اوسستې له کبله یاد سوال اوبسپنې له پاره په ذلت سره نورو ته لاسونه اوږده کړې وې اویاهم دنورو ګټوته ناست وې اوداراز خلک بېخې ډېر دې نودداسې خلکو له پاره یواځې دکار په اهمیت خبرې په کار دې په دواړو لاسونو دکار کولو لارې چارې ورته ښودل شایدپه ځان پورې ملنډې اوتمسخروبولې .
_________________






51

نا ارامه روح



بلیرفاولر (زېږیدنه ۱۹۲۱) د متحده ایالاتو دراکټ جوړوني یو انجنیر ودی دهغو تکړه
انجبیرانو له جملي نه و چې دسیټرن راکټ یې تیار کړی دی ده یو وخت یوې ورځپاڼي ته
په مرکه کې وویل : ما اوس خپل ژوند په مکمله توګه تبدیل کړی دی .
دا څه ډول تبدیلې ده ؟ دبلیرفاولر دژوند دتبیدلې داستان په دې ډول دی چې دده میرمن هم
یوه کامیابه ډاکټره وه او په خپل فن کې یې بی ساري بریالیتوبونه ترلاسه کړې و څو کاله مخکې
دوی دواړو خپلو کارونوته په مکمله توګه شا کړه . دو ی دواړه دکلیفورنیا له ولایت دباندې په
یوه ساده فارم کې میشته شول اودلته یې یومخ په پخواني ډول کلیوال ژوند پیل کړ دوی په
خپلو لاسونو لرګي وهې او راوړې یې اوپه هغو باندې په خپلو لاسونو ډوډۍ پخوې او ټول ژوند
یې په داسې سده توګه پرمخ روان کړی دی دوی دټکنالوژي په ککړتیاو لړلي نړۍ پرېښودله
او دفطرت غیږې ته یې پناه یووړه اوپه دې ساده ژوند ترحده زیات خوشاله دې دوی ولې
داسې وکړل ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې بلیرفاولر وایې :
زموږ پوهې چې څومره پرمخیون کاوه همدومره موږ ته دخپل جهالت احساس کیده !

ښاغلي بلیر دپوهي په نړۍ کې خپل ژوند پیل کړی وخو په پآی کې هغه ته پته ولګیده چې
دده هرګام دجهالت په لورې اخیستل کیږې او انساني علم یوڅوک رښتوني علم ته نشې رسو
لی او بل مهم پواینټ دادی چې ساینسي پرمختګونه او انساني علم له یوه لوی ارزښت نه تش
دې اوهغه د زړه ډاډ ده اقلبي اطمنان دانسان یوه داسي اړتیا ده چې له دې پرته یې هیڅ ډول مرفه
او شایسته ژوند نشي خوشاله کولی اودا اړتیا ( دزړه ډاډ )انسان یواځي په نبوی علومو او هغه
لاره کې ترلاسه کولی شې چې بل سر یې الله جل جلاله ته رسیدلی دی .
او داد انسان د نا ارامي روح له پاره وروستي منزل دی .
_________________



52

دحق په وړاندي چوپتیا


لبید بن ربیعه العامري رضي الله عنه (مړ ۴۱هـ) دعربو یو وتلی شاعر و دعربوڅو ګوتشمیر
شاعرانو دا سې قصیدي لیکلې وي چې هغه به د مقابلي له پاره په بیت الله راځړول کیدلي دا شاعران په اصحاب المعلقات سره یادیدل او لبید هم له دي قصیدونه یوه لرله اوصاحب المعلقه
بلل کیږي ده دهجرت له پیښي وروسته ده اسلام ومانه ا و ویل کیږې چې داسلام له منلو وروسته
یې له دي یوبیت پرته بل هیڅ شعر ندی ویلی :

ماعاتب المرء الكريم كنفسه
والمرء يصلحه الجليس الصالح

عمربن الخطاب رضي الله عنه دخپل خلافت په زمانه کز یو ه ورځ لبید ته وویل چې ستاڅوشعرونه
راته واوروه ! هغه ورته وویل : الله جل جلاله چې ماته د البقره او آل عمران په څیر سورتونه راښوولي دي له دي وروسته دځان له پاره شعر ویل مناسب نه بولم : ما کنت لاقول شعرا بعدأن علمني الله البقرة وال عمران .
(الإستيعاب لابن عبدالبر)

لبید په دا لوړ بیت کې داخبره کړي ده چې شریف انسان دنورو داحتساب په نسبت دځان داحتساب
په باره کې ډیرحساس وي ، هغه چې کله دنورو په تیروتنو نیوکه کوي نو له نرمي نه کار اخلي اودخپلو تیروتنو داحتساب په مهال ډیره بي رحمه وي ، ددي بیت په دویم بند کې دی د ملګرتیا په اهمیت خبره کوې یو څوک که له بیلاري انسان سره ملګرتیا لرې نو ډیره ویره شته چې دی به هم بیلاري شي اوکه یو څوک دیوه ښه اوصالح انسان ملګرتیا غوره کړي نو دهغه له غوره اخلاقو به خامخا متاثره کیږي اوپه سمه لاره به ځي .په دي خبره سره که څه هم دلبید موخه داده چې دقرانکریم په وړاندي چوپ باته کیدل په کار دي اوپه پراخه معنا کې داسي هم مراد کیدلی شي چې دهرې حقي خبري په وړاندي باید انسان چوپ پاته شي .

دلبید شعر په عربو کې متل و امام شافعي رحمه الله په یوه شعر کې وایې که شعر له علماو سره بد نه
برېښیدلی نو نن به زه له لبید نه ښه شاعر وم دلبید دشعر ځواک له دي نه هم ښه معلومیدلی شي چې د بیت الله تر دیوالو پوري یې ځان رسولی و لکه مخکي مې یادونه وکړه خو کله چې لبید ته حق (قرانکریم) ښکاره شو اوپه هغه یې باوراو ایمان راغی نوچوپ پاته شو داراز هرځای باید رښتینی انسان دحق په وړاندي چوپ پآته شي او دمنلو سر ورته ټیټ کړي
_________________


53

ښه اوبد انسان

العتبي وایې له یوه سهرایې نه مې واوریدل چې ویل یې : دښه انسان له پاره داډیره
بده خبر ده چې خپل ښه درباندي بندکړې واو دیوه بد انسان له پاره داترټولو غوره کار ده
چې له خپل شر څخه دي وژغوري ، أسوأ مافي الكريم أن يكف عنك خيره وخيرمافي اللئيم
لأن يكف عنك شره ،(الأمالي للقالي )

ښه انسان هغه دی چې نورو ته ګټه رسوې ، کله چې خبري کوې نو دانصاف او خیر خبری
یې له خولې وځي ، دهغه په مال ، شتمني ، او پوهه کې نور خلک برخه لرې ، دهغه ژوند یواځي
دځان له پاره نه وي بلکي دخپل ژوند ښه یې له نورو سره هم شریک کړې وي .

ښه او شریف انسان په نورو باندي دده له لورې خیر او ښه بندیدل د خپل شرافت خلاف بولې
که دده عمل ، کړنې او خبري نوروته بي ګټي شي نودا دی دخپل حیثیت دختمیدلوپه معنا بولي او
ددې پر خلاف بد اوبیکاره انسان هغه دی چې په ده کې دښواوخیر رسولو وړتیا له منځه تللې وي
دده په ژبه دخلکو دسپکاوې خبري وي ، دی دعدل او نیاو په نامه څه نه پیژني ، ده یواځي ځان او
دځان ښه په نظرکې وي او له نورو سره ښه یې په قاموس کې نه وي یعني دی یواځې دخپل ځان
له پاره ژوند کوې له بل چا سره هیڅ دلچسپي نلرې .

داډول انسان دنورو له پاره ټول شر اوبدمرغي وي له نورو سره دده یواځنی ښیګڼه داوي
چې له شر نه یې خوندي پاتې شي که دده پلیتي او بدمرغي په ده پوري محدوده پاته شي نو دا
یې له ټولني سره ښیګڼه بلل کیږې

ښه انسان د لوی څښتن دبڼ ګل دی اوبدانسان یې اغزۍ دی دښه انسان خلکو ته خوږ بوی
ورځي اوبد انسان ټول تریخ او له زهروډک وي . د ښو ښایسته فصلونه ټول ښو وګړو کرلي دي
او دبدو او بدیو تور توخمونه ټول خوړجنو او بدمرغو انسان شندلې دي
_________________


54

ارام ژوند ندی مطلوب


پرون غرمه مې ماشومان ډاکټر ته بیول په لاره کې له نرم ټکر سره مخ شوم موټر مې یوڅه خراب
شواو نور خیرت و (الحمدلله ) کورته چې راغلم په میز مې یو کتاب پروت و هغه مې راواړاوه اوپه دي عنوان مې سترګې ولګیدلي : (ارام ژوند ندی مطلوب ) له دي عنوان لاندي په پیل کې دامتل راغلی و : کشتی په بندر کې ډیرې خوندې وي خو کشتی ددي له پاره نه دي چې په بند ر کې ودریږي . اوزیاته کړي یې وه : انسان کهپه خپل کور ناست وي نه په سفر وځي او نه کوم کار کوي نودا کس په ښکاره ډیر خوندي او ارام ژوند لري ، خو انسان ددي له پاره ندي پیدا شوی چې هغه په ارامه یوځای واوسې اوبیا له مرګ وروسته قبرته ورسول شي ،

انسان دکار له پاره پیداشوی دی هغه به ژوند برابروي او نړۍ به ودانوي ، او ددي موخي له پاره به
هغه د نړۍ غورځو پورځو ته ننوځي هغه به دبریا اوماتي تجربي کوې ، کله به له ګټې اوکله له تاوان سره مخ کیږې اوله دا ډول پیښو سره یې مخامخ کیدل عین فطري امر دی او د داسي پیښو او ستونزو له ویري سره به انسان د نړۍ سمندرته داخلیږې د ویرو او ستونزو ، دبریاو او ګټو په تلاطم کې به غوپي وهي او دستړي نړۍ په دا ډول هسکو او لوړو څپو به سپور ګرځي .

موږ که څه هم هروخت یوه بل ته وایو : ارام او سوکاله ژوند مونصیب شه ! خو ارام او هوسا ژوند مطلوب ندی ځکه یوڅوک چې تل ارام او په ډآډه حالت کې اوسي دهغه وده او ارتقا دریږي د ارام او هوسا ژوند وال انسان داخلي وړتیاوي پټي پاته کیږې او له خدای ورکړو وړتیاو نه نه ځان او نه نورو ته ښه رسولی شي او ددي پرخلاف که یو انسان په ژوند کې له سختیو ، ټکرو اوډغرو سره مخامخ کیږې او دژوند په توپان کې غوپي وهي دهغه وړتیاوي او صلاحیتونه راژوندي کیږې ا و راپاریږې هغه له سختیو سره ډغري وهلی شي او هغه هم دځان او هم دنورو په ښمر کیدلی شي ، ژوند دهڅو او هاند نوم ده ، دژوند له سختیو سره په ډغرو وهلو پرمخیون راځي ، ژوند هغه دی چې دسیلاب په څیر په څپو وي نه هغه چې پر ساحل باندي ارام اوهوسا ولاړ وي .

دپیښي په ځای کې یوه مشر په ترخه لهجه راته وویل : اخر یوڅه اتیات کوه ! رښتیا هم کتاب ښه
ملګری دی ماته یې څومره ښه تسلي او د ډاډ خبرې وکړي !!
_________________



55

دتفکرتصفیه یاد اندودپاکول

په پیاز باندې یوپربل ګڼ شمیر پوټکي وي که داپوټکي لرې کول پیل کړوپه آخر کې به د پیاز
وروستی برخي ته ورسیږو چې هغه دپیاز مغز بلل کیږې انسان هم داسي وبولئ ، انسان چې کله پیدا شي نوپه اصلي فطرت پیداکیږې له دي وروسته دچاپیریال په اغیز دده ذهن په باندنيو افکار وکې راګیرشي تردي پورې چې فطري شخصیت یې دچاپیریال نه په راغلیو افکاروکې پټ شي په دي وخت کې دانسان اندود او تفکر له تعصب نه ډک شي او له دي وروسته ټول عمر د دي تعصباتو ښکاروي او دهمدي تعصب په لارښوونه فکر کوې لکه چې ویل کیږې : من شبَّ علي شئ شاب عليه يعني انسان چې په کوم شي کې دځواني پړاوته ورسیږې په هماغه شي به سپینږیری کیږې .

ددي ستونزي په شتون کې انسان نشي کولی داشیاوپه اړه داسي سوچ اوفکر وړې لکه
څنګه چې هغه دي ، دچاپیر له اغیز نه پاک داشیاوپه اړه داسي فکر کول لکه څنګه چې هغه دي
ډیر مهم او خورا ګټور کار دی او که یوڅوک دا ځواک ولرې هغه کولی شي ډیر ژر داشیاو هغه
حقایق ترلاسه کړي کوم چې په واقعه او نفس الامر کې هغه لرې , په دي اړه رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته هم یوه دعا منسوب شوي ده اوځیني علماو دعمربن الخطاب دعابللي ده :"اللهم أرنا الحق حقاً، وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً، وارزقنا اجتنابه، ولا تجعله ملتبساً علينا فنضل،
واجعلنا للمتقين إماما " ای خدایه موږ ته حق ښکاره کړه اودپیروي توفیق یې راکړه اوباطل راته
ښکار کړه او له هغه نه دځان ژغورني توفیق راکړه اوته حق اوباطل له موږ نه مه پټوه چې بیا به
بیلارې شواوموږ دنیکانوسرلاري وګرځوه ! او په یوه روایت کې ددي دعاپه پآی کې دا جمله
هم راغلي ده : وارنا الأشیاء کماهي یعني هرڅه چې په واقعه کې په کوم دول دي هماغه ډول یې
راته وښیه !

دچاپیریال له لوري پرانساني ذهن خپاره پوټکي له فطري ذهن څخه لرې کول ستونزه غواړي
او داډول اندو د کول اسانه کار ندی ددي علاج داسي شونی دی چې کله یوانسان پاخه عمر ته ورسیږې نوباید دخپل ځان پوره جائزه واخلي اوپه دقیقه توګه دخپل ذهن اوتفکر تطهیراوصفایې وکړې پرخپل ذهن دپرتو ټولو پوټکودلرې کولو کوښښ دي وکړې ترڅو خپل فطري شخصیت
ښکاره اوخپل تفکر داسي پاک کړې چې وکولی شي پرته له کوم تعصب نه داشیاوپه اړه سوچ او
فکروکولی شي دا له خپل مصنوعي شخصیت نه دحقیقي شخصیت جوړولو پروسه ده اود هرچا له پاره لازمي ده .

موږ وویل دا کار اسانه ندی ډیر سخت دی په دي کار کې به انسان دخپل ځان پرخلاف سخت
ذهني کوښښ کوې په دي لاره کې به انسان خپل مانوس او محبوب فکر ذبحه کوې اوپرخپل ځان به
بلډوزري چلوې ځکه دایواځنی لاره ده چې انسان کولی شي په برکت سره یې رشتیني او واقعي تفکر کولو ته ځان ورسوې .
_________________





56
دتنقیداسلوب

دهند یو عالم انیس لقمان ندوي وایې : په عرب اماراتو کې له یوه عرب شیخ سره
مخامخ شوم نودخبروپه پیل کې مې ورته وویل : لطفا له ماسره به په فصیحه عربي ګړیږې ځکه زه دفصحي عربي په باره کې دومره غیرت کوم لکه یوڅوک یې چې د
خپلې ښځي په باره کې کوې ، او که ماته په فصیحه عربي کې ښکنځل وکړې نودا
ماته له هغه غوره ده چې په عامي عربي کې مې ستاینه کوې .
كلمني من فضلك بالعربية الفصحي , فإني والله أغار علي اللغة العربية الفصحي
أكثرمما يغار الرجل علي زوجته , ولوشتمتني بالفصحي فإنه أحب إلي من أن تمد
حني بالعامية .
دی وایې هغه شیخ زما له خبري ډیر متاثرشو او راته کړه یې چې تاسو ډیره ښه خبر وکړه
او ستا داخبره ددې وړ ده چې متل وګرځول شي .

ښاغلي ندوي دي عرب شیخ ته یوه سخته تنقیدي خبره په ډیرښایسته تنقیدي اسلوب
کې کړې ده نن سبا د عربو آن شیخان او پوهان ټول په عامي عربي ګړیږې اوعامي خبري
یې په عامي کې وي او په مصر اوځیني نوروهیوادونوکې خو په فصحي خبري کول
غیر معاري کار بلل کیږې تاسو که دعربو بحثفورمونه ووینئ ډیره کمه فصیحه عربي
به پکې ووینئ ټول یې په عامي عربي لیکني کوې .

نو دټولو عربو روان ګړدود په عامي ده او ښاغلی ندوي عرب شیخ ته وایې چې ماته په عامي عربي خبرې کول داسي بریښي لکه ښکنځل چې راته کوې خو له دي سره بیا هم هغه دده په خبره خوشالیږې او داسخت تنقید پرځان بدنه لګوي داځکه چې دلته د تنقید له پاره ډیر
غوره اسلوب اختیار کړل شوی دی او دادمخاطب له روحیاتو سره مناسب تنقید دی
یوچاته حقیقت ویل او پرهغه تنقید کول ډیر تریخ وي ځکه په دي کې دهغه انسان نیمګړتیا ته ګوته نیول شوې وي نو دا تریخوالی باید داسلوب په نرمښت اوخوږوالي سره ددي وړ وګرځول شي چې مخاطب یې واوري او سوچ پري وکړي بیا نو ددي امید کیدی شې چې
هغه ځان اصلاح کړي او که یوڅوک دتنقید له ترخو سره ځيږ او ناوړه اسلوب هم مل کړي
نود هغه موخه به خپله ینه سړول وي نه دمخاطب اصلاح .
اولوی څښتن چې موسي او هارون علیهما السلام دفرعون په څیر واکمن ته لیږل نو ورته وایې : فقولا له قولا لینا . یعني تاسو دواړه هغه ته نرمه خبر وکړئ .نرمه خبر یعني ښه اسلوب .
_________________

57
دبریالیتوب شرط

یوکس دشپي په تیاره کې په ځینوباندي لاندې راښکته کیدی دهغه سترګې هم روغي وې خودځینې یوه څنډه یوڅه ماته وه په هغه یې پښه تشه ولاړه او لاندې راولویدی یوبل کس په لویه لاره روان و رڼاورځ هم وه خوداکس ړوند وپه لاره کې یوه کډي ته یې پښه ولویده او وپروت .

به دي نړۍ کې په لاره دتګ له پاره په یوه وخت کې دوه شیان ضروري دي چې هغه ستګې او رڼا ده که سترګې وي اورڼا نه وې یا رڼا وي او سترګې نه وي په دواړوصورتونوکې په لاره تګ نشي کیدلی خامخا به لاروی په کنده کې لویږې .

دانسان ټول ژوندداسې وبولئ په ژوند کې هم ددي لوړو دوو کیسو شرطونه لازمي دي یعني په یوه وخت کې سترګې او رڼا لرل داراز دیوه قوم معامله هم درواخلئ که دیوه قوم وګړي خدای ورکړي دماغ لرې خوله هغوی سره علم اوپوهه نه وې په دي حالت کې نوګواکې دوی سترګې لرې خو رڼایې نلرې نودوی که څه هم سترګې لرې خودژوند په لاره کې به ټکرې وهي او له هلاکتونواوبربادیو سره به لاس او ګریوان وې . داراز که دیوه قوم وګړي پوه لرې خواخلاقي او ذهني حالت یې روغ نه وې له یوه بل سره دښمنی او نفرتونه لرې نودداسې قوم په باره کې داسې ویلی شو چې دوی رڼایې لرې خو سترګې نلرې نودوی هم په بریالیتوب سره دژ،ند لاره نشې وهلی او په دې لاره کې به ټکر ي خورې نویواځي پوهه هم دخلاصون لاره نشوبللی بلکي غوره اخلاق او انساني خویونه دپوهي مسیر دنجات پرلاره سمولی شې .


(۵۸)

تیروتنه

یوماشوم له خپل پلار سره ژوبڼ ته ولاړ هلته یې ګڼ شمیر ځناور اوژوي ولیدل وروسته یې پلار ته وویل چې یوځناور راته واخله پلاریې ورته وویل ځناور خو خوراک کوې موږ به یې خوراک له کومه کوو؟زوی یې ورته وویل : پلاره هغه ځناور واخله چې په پنجره یې لیکلي دي : خوراک نه کوې.

دلته دماشوم تیروتنه داوه چې هغه دځناور په پنجره هغه لیکل چې دسیلانیانوپه نسبت شوې و دځناور له پاره وبلل اودافکر یې وکړ چې ګواکي دا ځناور نوڅه نه خوري ...دادیوه ناپوهه هلک کیسه ده خو عجیبه داده چې ډیر لویان هم په دي تیروتنه کې راګیر دي

په ژوند کې ترټولو مهمه خبرداده چې په هرکار کې سړی سمه پریکړه وکړي او له غلطي پریکړې ځان وژغوري اوسمه پریکړه به موږ هغه وخت کولای شو چې سم نظر او کره سوچ وکړو که موږ هرڅه ته سم نظر او ژورسوچ پکې وکړو نوکولی شو سمي پریکړي ته ځان ورسوو اوکه هرڅه ته سم نظر ونکړو اوپه اړه یې بي طرفه سوچ ونکړو نو سمي پریکړي ته نشو رسیدلی اوکه دیوه شي په اړه سمه پریکړه ونکړو نو تل به غلط اقدام کوو او دغلط اقدا م پایله له هلاکه پرته بل څه نده .

موږڅنګه کولی شو هرڅه ته سم نظر وکړو څو یې په اړه سمه پریکړه وکړو ؟ ددي لاره او تدبیر دادی چې موږ خپل نظر نګه او صفاکړو موږ چې دهرشي په اړه سوچ کوو باید داسوچ مو له جذباتو او تعصب نه پاک وې موږ باید شیانو ته په داسي توګه نظر وکړو لکه څنګه چې په واقعه کې هغه دي او خپل ذهن له مسلط چاپیریال او دهغه له اغیزو ګوښه ولرو اوپه داسي بی طرفه توګه سوچ کول اوژورفکر به مو یوې سمي پریکړي ته رسوې اوکه موپریکړه سمه وه نو اقدام به هم سم اوروغ وې او په دي توګه به په هرکار کې بریا زموږپه برخه وې .




(۵۹)

دغلطي اعتراف

هرانسان غلطي کوې خوترټولو غوره غلطي کوونکی هغه دی چې ووایې : له مانه غلطي وشوه یعني دغلطي اعتراف وکړي ، همدا دغلطي اعتراف دغلطي کوونکي له پاره دنویوپرمختګونوپیل دی اوڅوک چې دغلطي اعتراف نه کوې هغه به تل په خپلو غلطیواوتیروتنوکې نښتی وې اوله غلطیو نشي وتلی ، خپله غلطي نه منل بزدلي ده او منل یې دلاوري او زړه ورتوب ده غلطي کول یونقصان او تاوان ده خو منل او اعتراف یې ددي تاوان تلافي او مخنیوی دی .

دغلطي اعتراف په ټولو غوره انساني خویونوکې ترټولوزیات غوره انساني خوی ده څوک چې دومره خوصله ولرې چې دخپأې غلطي اعتراف وکړي په هغه کې دهمدي اعتراف په برکت سره ټول مثبت خویونه راژوندي کیږې اوپه هغه کې تواضع او عاجزي پیداکیږې اوتواضع او عاجزي دعلم اوپوهي په نړۍ کې د دروازي حیثیت لرې ، پّ خپله غلطي منونکي انسان کې داصلاح اوځان سمولو ماده ژ،ندی شي اوپه دي سره په پرلپسي توګه دهغه په شخصیت کې ارتقا رامنځته کیږې . په دی سره په انسان کې دمثبت تفکر صلاحیت او وړتیا پیداشې اومثبت تفکر او اندود دټولو انساني بریالیتوبونو لومړۍ ځینه ده دغلطي په اعتراف کونکي انسان کې بله لویه خوبي داپیدا شي چې په هغه کې غرور اوتکبر ختم شې او څوک چې له دي ناولي خوی نه پاک وي دهغه له پاره دټولو بریاو دروازي برانستي پرتي دې .

دغلطي په اعتراف سره د ذهن بندي دروازي پرانستل شې اودخپلې غلطي په منلو سره دانسان د زړه تنګسیا او دضمیر ملامتیا له منځه ولاړه شې دغلطي اعتراف خوپه ښکاره یوساده خبره معلومیږې اما دنتیجي په لحاظ دومره لویه خوبي ده چې هیڅ ساری یې نشته څوک چې غواړي لوړ انساني کمالات او ستربریالیتوبونه ترلاسه کړې هغه باید دتل له پاره دخپلي غلطي منلوته تیار واوسې .
دغلطي اعتراف داسې ده لکه له تیندک خوړلو وروسته چې انسان بیرته په پښو ودریږې له غورځیدلو وروسته سمدستي پورته کیدونکي انسان لاره څوک نشي ډب کولی هغه به خامخا خپل هدف ته ځان رسوې .



(۶۰)

له جګړې پرته مقابله

عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : په برداشت او حلم سره دهغه چا مقابله وکړه چې له تاسره جاهلانه چلند کوې . ادفع بحلمک جهل من یجهل علیک .
په دی خبره کې دژوند یو لوی اصل پروت دی اوهغه داچې نه مقابله اوبرداشت هم یوخواک اوبریالی تدبیر دی .

دهرچا په ژ،ند کې داسې پیښې رامنځته کیږې چې دیوچا په خبره په غوسه شې دیوچا په ناسمه کړنه یې دانتقام اوغچ جذبه راوپاریږې دیوچا د سپکوخبروپه مقابل کې په انسان کې دورته خبرو دځواب جذبه راپورته شې .

داسې حالت دهرچا له پاره ډیر نازک او خطرناک حالت وې په داسې وخت کې چې هرڅوک کوم اقدام کوې هغه دیوې وختي جذبي پر اساس له دویم لورې سره نښته او جګړه وی خو که ددي اقدام دپایلي په اړه سوچ وکړل شې نوداډول هره جګړه اونیښته خامخا ببي ګټي وې اوپه داډول اقدام سره ستونزه نوره هم درنه او سخته شې که په دي وخت کې انسان دکم وخت له پاره دجګړي پرپایله یوچ وکړي اویوڅه صبر وکړې نوهیڅکله به دمتقابل اقدام تیروتنه ونکړې .

دیوه ناپوه دجاهلانه اقدام په مقابل کې ګام پورته کول خپل ځان ناپوهه ثابتول دي په داسې وخت کې ښه طریقه دا دا چې کله چې سړی دیوچا په ناسم چلند یا سپکو خبرو په غوسه شې نوباید له هغه ځایه ځان ګوښه کړې اودیوڅه وخت له پاره دي ذهن له منفی اغیز څخه پاک کړې اودپایلي په اړه دي سوچ وکړي اوپه دي خبره دي فکر وکړي چې متقابل اقدام به ګټور وې او که چوپ پاته کیدل
.ښکاره خبره ده چې په داسې حالت کې ترټولو غوره کار تحمل اوصبردی ځکه ډیر ځله داسې هم وې چې دیوه جاهل په مقابل کې هرډول اقدام هغه دځان پراهمیت تحمیل کړې او ستاسو ورته اقدام په دویم ځل مثابله کې هغه بیخې له کنتروله ووځي او خبره دسمیدوپه ځای لا دخرابي په لور ولاړه شې .

hamedafg
08-22-2012, 05:41
61
ښه مکړه بدنشته

دامتل په عربي ژبه کې داسې دی : له چا سره چې دي ښه کړې دي دهغه له شر نه ځان وژغوره ، خویوه عرب شاعر بیا دا خبره ښه روښانه کړي ده هغه وایې : که ته له شریف انسان سره ښیګڼه وکړي نوهغه دي خپل کړ اوکه له سپک انسان سره ښه وکړي هغه سرکشې کوې .

إذا أنت اكرمت الكريم ملكته
إذا أنت اكرمت اللئيم تمـــــرد

داسې ډیر پیښیږې چې چې یوڅوک له چا سره ښیګڼه وکړې هغه دخپل محسن
خلاف شې په هغه پسې بد رد وایې او سپکاوي ته یې ملاوتړې اوکوښښ کوې چې خپل محسن په خلکو کې بدانسان معرفي کړې . دا ستونزه پخوا هم وه او اوس هم په خلکو کې داډول ستونزې رامنځته کیږې .
داسې ولي کیږې او ولي یوڅوک دخپل محسن مخالف ګرځې ؟ ځواب دادی چې یوانسان دحقیقت منلو صفت په ځان کې ونلرې هغه په داسې حالت کې غواړي دخپل کبر اوغرور له پاره د وړو پوزه جوړ کړې اوپه دي توګه په ځان پرد واچوې چې ګواکي دی دچا داحسان پ،روړی ندی ده چې څه رلاسه کړي په هغه کې دبل چا لاس نشته هرڅه یې په خپله وړتیا او لیاقت سر ترلاسه کړي دي په دي توګه هغه هڅه کوې چې دخپل محسن شخصیت کمزوری وښیې او د خپل مغرور شخصیت دغرور خوندي ساتلو له پاره دخپل محسن سپکاوی ضروري بولي ،

دخپل محسن د ښیګڼو منل وړه خبره ند ه دادسترو نیکیوسرچینه او خورا لوی انساني صفت دی کله چې څوک دخپل محسن دښیګڼو اعتراف وکړي نو دتواضع ستر خصلت پکي پیدا شې او تواضع د ډیرو زیاتو ښیګڼو سرچینه ده ،او ددي پر خلاف څوک چې دغرور او تکبر په ناروغي اخته وي هغه دچا ښیګڼه او احسان دځان ټیټوالی بولي او خپل غرور یې دي ته نه پریږدي چې دحق او حقیقت اعتراف وکړي او په داسي حالت کې په انسان کې دمحسن دښیګڼو داعتراف قوه ضعیفه شې او اخر د ستر محسن او پالونکي څښتن داحساناتو او انعامونو منلو ته هم ملاماتی شې لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې وایې : څوک چې د خلکو داحسان اعتراف ونکړي هغه د الله جل جلاله داحساناتو اعتراف هم نشي کولی ، من لم یشکر الناس لم یشکر الله .


62

منل شوې دعا

دعا هر وخت منل کیږې په دي شرط چې رښتیني وې کوم انسان چې په حقیقي معنا رښتیني دعا وکړي دهغي دعا او قبولیت په منځ کې فاصله نه وې ، زه د دعا کوونکي دعا منم کله چې هغه له مانه رښتیني غوښتنه وکړې (قرانکریم) خو دا هغه وخت چې دعا کوونکي په حقیقي معنا د دعا غوښتلو حق پر ځای کړې .
دعا د الفاظو د تکرار نوم ندی چې ګواکي کوم معلوم توري تکراوه نو دا به دمقبولي دعا ځای نیسې ، دعا په حقیقت کې داحساس ښکارول دي نه د الفاظو تکرار ، دبنده په زړه کې چې پرځوښ راغلي کیفیات اوحالات کله راوخوټیږې او درښتیني بندګې په حالت کې پرژبه دالفاظو په شکل را ووځې همدي ته دعا وایې رښتیني دعا هغه ده چې په هغه کې دانسان ټول شخصیت ځای شوی وې ، اودانسان د ټول بدن استازیتوب وکړې .
د دعا دقبولیت یو مهم شرط دادی چې د انسان ژوند باید د ده له دعاو سره برابر وې دبیلګي په توګه یوانسان شراب څښي او له دي کبله یې روغتیا زیانمنه شوې وې نواوس چې دی له الله نه دصحت او روغتیا غوښتنه کوې لومړۍ باید له شرابوتوبه ګار شې داراز دعا کوونکی باید رښتینی واوسې دبیلګي په توګه یوڅوک دعا کوې چې یاخدایه ما صالح انسان کړه نو ده ته لازمه ده چې عملا د صلاح اوتقوی لاره ونیسي اوکه دی دا کار نه کوې یواځې دعا کوې دا رښتینی نشو دروغژن دی ،
لکه موږ وویل دعاباید د زړه له تله راوتلي وې اود اخلاص او صفا یې په ګاڼه پسوللي وې اوپه دي صورت کې انسان طبعا باید په دعا کې ټینګاراو الحاح وکړي اودلوی څښتن په وړاندي مخلصانه اوپه ټینګار او الحاح سره دعا ګرځیدونکي نه وې د دعا داخلاص په اړه یوه پښتون شاعر هم له عجیب تخیل نه کار اخیستی دی !!
دعرش ملکي مې له خوبه باندي وایستلي ترعرش مې ګرځي کرۍ شپه لکه بګوي دعا



63
د بد يوخپرول

دقرانکریم په سورت نور(۱۹) کې د فاحشي خپرول ډیر لوی جرم بلل شوی دی اوفاحشه هرې بدي خبرې ته وایې ، یعني دیو انسان داسې مزاج حوړ شې چې که دیوچا ښه ووینې دهغو یادونه نه کوې خوکه دیوچاپه اړه یې په صحي یاغلطه توګه بده خبر واوریدله دهغي یادونه هرځای کوې اوپه ټولو خلکو کې داړوند انسان بدي داسې خپره کړې چې هغه بیا دخلکوپه منځ کې سپکه سپانده شې اوپه خلکو کې یې شخصیت راولویږې ،
له دي ناوړه عمل نه موږ دیوه قوم مزاج او کړني هم پیژندلی شو یعني په یوه قوم کې چې دهغه قوم دوګړو دښوخبروله خپرولو سره اړیکه اومینه نه وې او که په یوه انسان کې ۹۹ ښه خویونه وې خو دهغو دیوه یادونه یې هم په خوله نه راځې یواځې که یوه بدي ولرې دهغي یادونه اوخپرول د ډیرو خلکوپه خوله یې اوهرځای یې سپکاوی اوشخصیت ټیټونه کوې اودا کار په مینه او لیوالتیا سره کوې نو دا ډول قوم او ټولنه منافقه ټولنه بللی شو اوهيڅکله یې مخلص انسانان نشو منلی ،
په کومه ټولنه کې چې دا خوی او خصلت زیات شې هغوی انفرادی دانفرادي منافقت له درجي اوړي اوټولو ادارو اوټولنوته یې منافقت لاره پیداکوې د داسې ټولني د وګړو مجلسونه ، په جلسو او خطابو کې خبرې په ورځپاڼو او ټولو رسنیو کې لیکني او مقالي دمنافقت په رنګ لړلي وې او داخلاص او صفایې له خوږو بي برخې او محروم وې ،
دا ډول منافقانه مزاج له انسان نه د دروغو او بهتانونوګوډی جوړوې اود دي خلکو مذهب دنفاق کلتور بللی شو . د الله ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دي اړه د اتیات او تعمق توصیه کړي ده او هغه صلی الله علیه وسلم وایې : چې هره اوریدل شوې خبره څوک بیانوې همدا دروغ یې بس دي .کفي بالمرء کذبا ان یحدث بکل ماسمع ( رواه مسلم والترمذي )




64
ښه کوئ

په ژوند کې له انسان څخه په مکرره توګه دانسان یا دالله جل جلاله په وړاندي ګناه اوغلطي ترسره کیږې ، اودانسان له پآره دا ناشوني ده چې شوې ګناه یا غلطي ختمه کړې نوپه داسې حالت کې انسان باید څ وکړې ؟ ددي خبرې ځواب په یوه قراني ایت کې موندلی شو قرانکریم وایې : إن الحسنات يذهبن السيئات ذلك ذكري للذكرين (هود11)

یعني په یقین سره نیکی ګناهونه ختموې ، داد پند اخیستونکو له پاره پند ده ،
مطلب داشو چې کله له انسان څخه کومه ګنا ه یاغلطي وشې نو له هغه وروسته دي سمدستې ښه کار او نیکي کوې نوپه دي ډول به د تیرې ګناه جبیره اوپټۍ وکړل شې او بدعمل به یې په ښه هغه کې پټ شې نوداب داسې شې لکه ده چې کومه ګناه نه وې کړي ځکه نیکي بدي ختموې (إن الحسنات يذهبن السيئات)
که له یوچا نه د الله په عبادت کې کمي وشې نو هغه دي عبادت زیات کړي څو په دي توګه تیره کمي پوره او جبیره کړي که کومه ګناه ورنه وشې له هغي وروسته دي ښه کار او نیکي وکړي څو یې په برکت سره تیره ګناه ختمه شې ،

داراز که دانسان په وړاندي له یوچا نه غلطي ترسره شې دهغه دتلافي او پټۍ تړلو څو لارې کیدلی شې ،دبیلګي په توګه یوچاته سپکي سپورې اوښکنځلي وکړي نوباید له هغه سره ولیدل شې او بښنه ورنه وغوښتل شې او اړیکي بیرته عادی کړل شې دغلطي بښنه غوښتل په یوه وخت کې دوه ګټي لرې : یوداچې په بښنه غوښتلو سره په انسان کې دګناه داحساس شرمندګي پای ته ورسیږې
دویم دا چې دیوه انسان دخپګان دله منځه وړلو ترټولو ښه لاره له هغه نه بښنه غوښتل دي .
داراز له ګناه وروسته دنیکي کولو یوه لاره دا هم ده چې له چا سره بد کړل شوې وې هغه ته څه مال ، صدقه او ډالۍ ورکړي یاکه یوچا ته مالي تاوان ورکړل شوی وي نو هغه ته له تاوان ورکولو سره له هغه نه بښنه هم وغواړي اویا که داسې کس وفات شوی وي په هغه پسې څه صدقه او خیرات وکړل شي او داسې نوري .




65

دکم عقل په واړه شر راضي اوسه

عمیر بن حبیب بن حماشه رضي الله عنه خپل زوی ته په نصیحت کې وایې : څوک چې دکم عقل په واړه شر راضي نشې هغه به د کم عقل په لوی شر راضي کیږې ( من لا یرضي بالقلیل مما یاتي به السفیه یرضي بالکثیر) دا د بیهقي روایت دی .

زموږ نړۍ له هرډول خلکو نه ډکه ده دلته که ښه اوپوه خلک شتون لرې نو بد او کم عقلان هم په ګڼ شمیر کې شتون لرې ، دازمویني په موخه الله جل جلاله ټولو ته ازادي ورکړي ده نوځکه په موجوده نړۍ کې حالت اعتدال نه غوره کوې ، دلته هروخت له یوه بل نه شکایتونه وې اویوه بل ته تاوان او ستونزه رسول کیږې دا ټولي دژوند پیښي دي او تل به روني وي اوله دي څخه دځان ژغورل سخت او ناشونی کار دی .

اوس که دیوچا له لوري څوک کومه ستونزه وویني یاوزورول شې نو سمدستي دغچ او انتقام له پاره پورته کیدل او غچ اخیستل سم کار ندی اوځکه له په دا ډول اقدام سره ستونزه نوره هم سوروره او کوچنی شرپه لوی شربدل شې .
دلته هوښیار هغه څوک دی چې کوچنی شر وزغمي څو له لوی شر نه وژغورل شې په پیل کې دشر تکلیف کم وې او زغمل یې اسانه وې او وروسته چې شر غټ شې نو تکلیف یې هم زیات او زغمل یې هم سخت وې په دي نړۍ کې ارام ، بي ستونزواوله شرنه پاک ژوند تش خوب لیدل دي دلته یوه خوندي لاره شتون لرې چې هغه دانتخاب لاره ده یعني دلوی شرپه ځای کوچنی شر خوښول اوزغمل اوهمدا انتخاب هوښیاري ده لکه عمیر رضي الله عنه چې خپل زوی ته وایلي دي .


66

پرځان دباورپیداکولو لس نصیحتونه

پرځای ویسا او باور په ژوند کې دبریالیتوب کیلي ده تریدلي لاسونه بریا نشې ترلاسه کولی نو دلته پرځان دویسا اوباور پیداکولو هغه لس نصیحتونه درته را اخلم چې هیڅکله به بي ګټي نه وې :

1_ که کومه خطایې درنه وشې په میړانه سره دخلکوپه منځ کې اوپه ډانګ پییلي توګه دهغي خطایې اعتراف وکړه ، داکار که څه هم دانسان له پاره شخت دس خو په ځان باندي دباور او ویسا له پاره دا کار دسحر په څیر اغیز کوې نو دا جرآت له لاسه مه ورکوه .

2_ هره ورځ دنړۍ له حالاتو ځان خبروه او هیڅکله باید ستاپه ژوند کې داسې ورځ رانشي چې تا دي کوم کتاب نه وې پکي مطالعه کړی اودا ځکه چې د پوي د زیاتوالي له پاره پرلپسې پلټنه ،څیړنه او مطاله ضروري ده او دپوهي اونړۍ لید د کره کیدلوپه صورت کې پرځان باور هم خامخا زیاتیږې .

3_ ستا په ټولنه کې چې هرکار بداخلاقي بلله کیږې له هغه نه ځان وژغوره اودهري بداخلاقي د ارتکاب او کولوپه مال انسان په طبعي توګه د خپل ضمیر له ملامتي او ترټني لاندي راځي اوپه دي صورت کې پرځان باور متزلز او کړپنده شې .

4_ کله چې ته خلکوته خبرې کوې یا څه ورته لیکي اویا ازمویني ته مخکي کیږې نوپه دي فکر اوسه چې په انسانانو کې له تانه غوره او تکړه ویناوال ، لیکوال او زده کوونکی نشته اودخدای په مرسته به ستا هرکار له نورو غوره او کره وې ، دا نصیحت تجربه شوی دی اوډیرې ګټوري پایلي یې لرلي دي .


5_ په الله باندي ایمان محکم کړه اودهغه په شوول شوې لاره سم روان شه موږ دیوې مسلماني ټولني په حیث باور او ویسا له الله نه غواړو اودا صفا باور او له غرور لرې اعتماد دی .

6_ عاجزي غوره کړه او له خلکو سره مرسته کوه له خلکو سره په مرسته کولو کې په تاکې دافکر پنځیږې چې ته له چاسره دمرستي وس لرې نوګواکي ته پرځان باوري یې چې ځان هم ساتلی اوله نوروسره هم مرسته کولی شې اوپه عاجزي سره ګواکي تایوداسې کوچنی پول جوړ کړ چې په هغه باندي په تیریدلو سره خلک تاته ځان در رسوې او همدا عاجزي به ستاله پاره پرځان دباور لامل کیږې .

7_ دځان له پاره دجامو اونور بدني لوازم دخلکو په خوښه نه بلکي دخپل ذوق او لیوالتیا پر اساس غوره کړه داځکه یوشی چې ته په خپله خوښه نه بلکي دنوروپه خوښه انتخاب او وټاکي په دي سره به په انسان کې دخطایې شعور پیداکیږې اودا شعور په انسان کې پرځان باور کموې خو دي ته هم باید ځیر واوسو چې داسې شی غوره نکړو چې هغه هرڅوک بد اوخوړجن بولي لکه له شرټ اوپتلانه سره شنه لنګی په سرکول ....

8_ هر وخت په هغه ژبه خبرې کوه چې ښه دي زده وې او دخبرو له پاره مناسب اسلوب غوره کوه او په هغوموضوعاتو کې برخه اخله چې پوهه پکې لرې څوک چې دخپل وس او پوهي له ډګرنه ووځي دهغه پرځان باور کمیږې او تلولتیا یې زیاتیږې .

9_ له ځانه سره دخپلو کمزوریو یو لیست ترتیب کړه اودهغو دحل هڅه پیل کړه په دي باره کې له ځان سره ریښتینی واوسه اوخپلي کمزورې نکتي په دقت سره وڅیړه او وشمیره او دیوي یوي دله منځه وړلو کارپه ډیر جدیت سره پیل کړه نو دکمزورو نکاتو لیست چې څومره کمیږې پرځان دباور نکتي به زیاتیږې .

10_ په خپل ژوند کې دځان له پاره اهداف او موخي وټاکه دهغو دترلاسه کولو له پاره مټي بډ وهه او دي اهدافوته په خپله یوښه نوم غوره کړه لکه (زما خوبونه) یا ( زما موخي ) او داسې نور اوس چې ته ددي موخو دترلاسه کولو له پاره کارپیل او روان شي طبعا به ستا ګامونه محکم او پاخه وې اوپه ځان به دي باور زیاتیږې .
ښکاره خبره ده چې پرځان دباور له پاره نورډیر نصیحتونه او لاري چاري هم شته چې په دي لاره کې مرسته کولی شې خو که تاسو دخپل ژوند اهتمام لرئ او هر وخت په لټه او تجسس کې وئ تردي به ډیر ګټور نصیحتونه پیدا کړئ
نوتل هڅاند او روان اوسئ او مه دریږئ .



69

درسول الله تره (-حمزه رضي الله عنه)

حمزه رضي الله عنه درسول الله صلي الله علیه وسلم تره و تاریخ دده په اړه لیکي : کان حمزه ممن اعز الله به الدین ، حمزه له هغو خلکو نه و چې الله په هغه سره دین ته عزت ورکړی و(السیرة النبویة لابن کثیر ۱- ۴۴۶) حمزه رضي الله عنه داستر مقام دخپل رښتیني عمل په بدل کې ترلاسه کړی وپه دي اړه له تاریخ نه دده په باره کې لنډي پيښې را اخلم :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې کله الله جل جلاله امر وکړ چې دخپلي کورنی نږدي غړي وویروه ( وانذرعشیرتک الاقربین) نوحمزه رضي الله عنه ته یې په ځانګړي توګه داسلام منلو وړاندیز وکړ خو دده پر ذهن دپلرونو د دین دین سلطه او ولکه ټینګه او اسلام یې څو کاله ونه مانه ، ارخ دهجرت په شپږم کال یې اسلام ته غاړه کیشود ه ،
یوه ورځ دی له ښکار نه راغی ، داوسپني لیندی یې په لاس کې وه په همدي وخت کې یوه ښځه ورته راغله او ورته ویې ویل : ما همدا اوس دصفا غونډی خواته محمد ولید ، عمرو بن هشام (ابوجهل) هم هلته و هغه ستا وراره ته ښکنځل اوډیري سپکي خبرې وکړې ، حمزه ته دخپلوې غیرت ورغی له کور نه ووت او ابوجهل یې پیدا کړ دی ډیر په غوسه وابوجهل یې په سرباندي په خپله اوسپنیزه لیندی وواهه اودومره په قوت سره یې وواهه چې دهغه له سر نه ویني رواني شوې او ورته ویې ویل : ته زما د وراره دښمن یې واوره چې ز ه هم د محمد په دین یم .
کورته چې راغی دخپلي کورنی غړو یې ورته وویل چې ته صابي (بي دینه) شوی یې دیوه وراره له پاره دي د پلرونو او نیکونو دین پریښود اوداسې نور ... په دي خبرو سره دحمزه په ذهن کې ددي موضوع په اړه جنجال او اندیښني پیدا شوې دی په دي فکر شو چې ګواکي په وراره باندي په غیرت کولو سره یې تیروتنه وکړه ټوله شپه یې نا ارامه تیره کړه او خوب یې ونکړ سهار بیت الله ته ولاړ او الله ته یې په ډیره عاجزي سره دا دعا وکړه :
ماصنعت اللهم ان کان رشدا فاجعل تصدیقه فی قلبي
والا فاجعل لی مما وقعت فیه مخرجا ،
ماچې څه وکړ ل ، خدایه ! که مې ښه کار کړی وې نو تصدیق یې زما زړه ته دننه کړه اوکه نه په څه کې چې زه اوښتی یم زما له پاره دخلاصون لاره پیداکړه .
په سهار یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سر ولیدل او هغه ته یې خپله ستونزه بیان کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام پر حقانیت او رښتیاوالي خبرې وکړي او په دي سره دحمزه رضي الله عنه زړه ډاډه شو او رسول الله ته یې وویل : ای وراره ! زه ګواهي ورکوم چې ته رښتینی یې دخپل دین اعلان ښکاره کړه په خدای سوګند که ماته هرڅه راکړل شې زه به بیا هم له دی دین نه وانه وړم ،
له دي وروسته حمزه رضي الله عنه درسول الله کلکه ملګرتیا پیل کړه دی له اسلام نه مخکي شتمن و داسلام په منلو سره یې شتمني ختمه شوه ، خپل وطن مکه یې پریښوده او مدیني ته مهاجرشو داسلام په خاطر له خپل قوم سره وجنګیدی ترڅو یې داحدپه غزا کې دشهادت مقام ته ترلاسه کړ ،

حمزه رضی الله عنه دا ستره نیکمرغي په اسانه نکړه ترلاسه ده خپل غیرت او جذبات د الله د دین له پاره وکارول کله چې شیطان هغه ته دشکونو او شبهاتو لړۍ پیل کړه ده ونه منله اوپه ژړا او زاریو سره یې الله ته دعاوي وکړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو سره یې زړه سپین کړ او وروسته یې دحق اعتراف وکړ او دحق په پالنه محکم ودریدی او د ده ددي قرباني په پایله کې دنړۍ ټول مسلمانان هره جمعه هغه په ( سید الشهداء) سره یادوي او دده د دیني عظمت اعتراف کوې .



70

دراجح اومرجوح پرسرجګړې !

زیات مذهبي اختلافات په کوچنیو او فروعي مسائلو کې رامنځت کیږې دبلګي په توګه په دي خبره کې څوک اختلاف نلرې چې محمد بن عبدالله صلي الله علیه وسلم پیغمبر و دا دټولو مسلمانانو مشترکه عقیده ده خوپه هغه باندي د درود ویلو په څرنګوالي کې اختلافات شتون لرې ، هغه ته درود رسیږې که نه رسیږې اوداسې نور دا اختلافي موضوعات دي او دا فروعي او غیراساسي موضوعات هم دي ،
یاد دبیلګي په توګه مړي ته د څه شې ثواب رسیږې ، حیله اسقاط رواد ه که ناروا توسل شته که نشته زیارت ته تګ باید څه ډول ترسره شې اوداسې نور ګڼ شمیر فروعي مسائل شتون لرې چې له بده مرغه نن مذهبي متعصبینو ددي په سر جګړي پیل کړي دي .
په شریعت کې دا ډول اختلافات نه غلط دي او نه مضر بلکي دا ډول اختلافات خامخا اوطبعا رامنځته کیدونکي دې داسلامي تاریخ په اوږدو کې هروخت دا اختلافات وو او لابه یې خو دا خبره هلته بیخونده اوخرابه شې چې خلک دففروعي مسائلوپه سر دافصل او مفضول او راجح او مرجوح په سر اختلافات پیل کړې او یو وایې زموږ دا افصل ده او هغه بل خپل هغه راجح بولي دلته خلک په بیځایه بحثونو او غیرلازم منطق او استدلال پیل وکړې او اختلافات که دکمي او فرعي مسئلي په سر هم وې خامخا ددوو لوریو په منځ کې دلیریوالي او بعد لامل ګرځې

همدا اوس موږ ډیر داسې دینپوهان اوعلماء وینو چې دسروکفارو پر اسلام له بي رحمه حملو آن بیخي ناخبره دي او داستشراق او ختیځپوهني دمکتب پر اسلام باندي له اوږده او خطرناک یرغل نه یې دځان خبرولو کوښښ هم ندی کړی هغوی وایې ښځي له اسلام سره انصاف ندی کړی (العیاذبالله) محمد صلي الله علیه وسلم ولي نه ودونه کړي و ، هغه جګړي خوښولي ، هغه یوباچا وپیغمبر نه و اوداسې نور ډیر اعتراضونه او نیکې لرې اوخالي الذهن مسلمانان دروهي خو زموږ ډیر علماء دي لورته توجه نکوې او دفروعي مسائلوپه اړه یې شپه او روځ یوه کړي وې تحقیقا او څیړني کوې : رفع الیدین غوره ده او تامین بالجهر راجح ده داسقاط دجواز دلایل او یایې دنه جواز دلایل ، اوداراز نور پریمانه اختلافي مسائل یې د ټول اهتمام سرلیک ګرځولي وې !!
له بده مرغه نوځکه خو له موږ نه اهم او ضروري موضوعات پاته ، د دښمن دزهرشندنو له هڅو ناخبره اودراجح او مرجوح یا افضل او غیر افضل په سر په خپلو کې سره اخته یو .

hamedafg
08-22-2012, 05:57
71

یووالی لوی ځواک دی

یو والی ترهرڅه لوی ځواک دی او اختلاف ترټولولویه کمزوري ده ځکه خوپه اسلام کې
په هرقیمت د دیووالي دساتلوامر شوی دی یعني که د ډیر زیات تاوان په ورکولو یووالی
ټینګیدلی شوی نو دازیات اوان دي ومنل شې خو یووالی دی له لاسه نه ورکول کیږې په
دي اړه دلته یوه قراني کیسه را اخلم :
له فرعون نه دبني اسرائیلو له نجات وروسته موسي علیه السلام دڅلویښتو شپوله پاره
دطور غره ته ولاړ په دي مهال کې سامري بني اسرائیل د خوسي پرعبادت اخته کړل اودا
ښکاره شرک و موسي علیه السلام چې دطور غره ته تلو نو دنبوت مسؤلیت یې خپل ورور
هارون علیه السلام ته پریښودهغه د بني اسرائیلو دپوهولو ډیرې هڅې وکړې خو هغوی ونه
منله موسي علیه السلام چې کله بیرته راغی اوقوم یې په شرک اخته ولیدنودقرانکریم له
وینا سره یم له خپل ورورهارون علیه السلام نه یې په ډیره سختي پوښتنه وکړه : ای هارون !
تاچې کله دوی ولیدل چې په غلطه لاره روان دي نوتا ولي هغوی سمې لارې ته نه رابلل ایا
تاهم زما لاره پرې ایښې ده ، هارون علیه السلام ورته وویل : وروره ما له سر اوږیرې نه مه
نیسه مه ډیر کوښښونه وکړل خو له ماسره دا اندیښنه وه چې ته به راته وایې : له ماوروسته
دي په بني اسرائیلوکې اختلاف اوبیلوالی رامنځته کړی دی اوزما خبره دي ند منلي (طه)

هارون علیه السلام هم نبي و او موسي علیه السلام طورته دتګ په وخت کې خپل کار
ده ته سپارلی و هغه بني اسرائیلوته ډیر نصیحتونه وکړل خوهغوی ونه منل ، هارون موسي
علیه السلام ته په ځواب کې وایې چې که ما دخولي له نصیحت پرته کوم عملي ګام پورته
کړی وی نوزه ویریدم چې فسادبه هم ختم نشې اوبني اسرائيل به په دوو ډلو ویشل شې
ځیني به له ماسره شې اونوربه د سامرې ملګرې شې اوپه دي ډول به اختلاف اوجګړه پیل
شې نوځکه مې هغوی ته نصیحت خو وکړ او عملي ګام مې پورته نکړ تاته پ انتظار وم
چې ته راشې او اختلاف له کومي ستونزې پرته ختم کړې ،اوموسي علیه السلام دده عذر
ومانه .
له دي قراني کیسي نه دا معلومه شوه چې دمومنانوپه منځ کې اختلاف دومره بدشی
دی چې دخوندې ساتلو له پاره یې باید له بل هرلوی شي نه هم لاس واخیستل شې په
ټولنیز ژوند کې اتحاد او یووالی له هرشې مهم دی اوبل شی که هرڅومره اهم وې خو
چې اتحاد او یووالي ته ضرر وې نو هغه شی خپل اهمیت له لاسه ورکوې .




72

رښتیني لاره

ابن عبدالبر الاندلسي (مړ۴۶۳) په خپل مشهر کتاب جامع بیان العلم وفضله کې دامام طاؤس او وهب بن منبه سوال اوځواب راخیستي دي :
روي إن طاؤسا و وهب بن منبه التقيا فقال طاؤس لوهب يا ابا عبدالله بلغني عنك امر عظيم فقال ماهو , قال تقول إن الله حمل قوم لوط بعضهم علي بعض , قال : اعوذ بالله ثم سكتا قال فقلت : هل اختصما قال لا ,
يعني امام طاؤس او وب بن منبه سره یوځای شول ، طاؤس ورته وویل : ابوعبدالله ستا له لوري ډیره لویه خبره راته رسیدلي ده وهب وویل : څه خبره ؟ هغه ورته وویل : ته وایې چې الله دلوط قوم ځیني یې په نورو تحمیل کړې و وهب وویل : اعوذ بالله ، دی وایې ماورته وویل ایا دوی دواړو بحث سره وکړ ؟ راوي وویل : نه .

پوښتنه دوه ډوله وې : یوه یې رښتیني اوبله دروغژنه ، رښتینی پوښتونکی واقعي پوښتونکی وې هغه یواځي داغواړې په یوه حقیقت ځان پوه کړې او ځکه خو دداسې پوښتونکي چوپ کول اسانه کار دی ځکه دهغه خپل ځواب مطلوب وې او کله چې مطلوب ترلاسه کړې نوچوپ شې ،
خو د دروغژن پوښتونکي موضوع بیل ده دهغه موخه پرحقیقت پوهیدل ن وې بلکي د هغه موخه دمقابل لورې غلط ثابتول وې هغه دخپلي پوښتني په ځواب سره نه چوپ کیږې ځکه خپله موخه یې نه وې ترلاسه کړې ، ځکه هغه له هرځواب وروسته نوې نوې بهاني راپورته کوې کله خو دموضوع له اړوند خبرو دباندي ووځي اوکله بیا دلیل ته شاکړي او په عیب لټونه لګیا شې ، کله په ترخو خبرو سره خپل مخاطب تهدیدوې او کله تمسخراوپسخند پیل کړي ،
دا نن زموږ ډیرې مباحثي دروغژني دي ځکه په حق پسې نه ګرځو بلکي مقابل لوری غلط ثابتول موموخه وې اوپه دې لاره کې له منطق او استدلال نه هاخوا دیوبل په تورولو او آن ښکنځلو هم صرفه نکوو خودا ډول نور غلط ثابتوونکي خپل ځان غلط ثابتوې .رښتیني لاره دهغه چا ده چې په واقعي توګه دحق په لټه کې وې .





73

دلویدیځوال تمدن له خیرنه شرزیات ده

فرانسه د دیموکراسې د تصدیر مرکز بلل کیږې او فرانسویان په ډیر ویاړ سره وایې چې دوی
نړۍ ته د دیموکراسې ډالۍ ورکړې ده خو راځئ د همدي فرانس د دیموکراسې په اړه په یوه
خبر سره وګړیږو دانټر نیټ په مختلفوپاڼو کې دیوې مسلماني میرمني انځور خپور شوی دی
چې دحجاب لیسنس یې په لاس کې ده او حجاب لرونکي میرمن د حجاب اغوستلو ټیکس
ورکوې !
دعیسویت دروغژن پیروان دحجاب مخنیوی یواځي په دي موخه کوې چې بیا په دوی
باندي د فحاشي او بیلارې لاره بندیږې او که داسې نه وې نو دوی خپله په مذهبي لحاظ
باید دحجاب پابند واوسې ځکه تاسو په ایټالیا کې پر حجاب باندي د بندیز په اړه دالاندي
خبر ته ځیر شئ :
، له بله پلوه ایټالیا هم په همدي هڅه کې ده چې حجاب بند کړی خو د ایټالیا یو وزیر
پرحجاب باندي دبندیز په اړه وایی :
How can I sign Hijab Ban Law, says Italian
Minister, when we see all the pictures of
Mary wearing the exact same thing
ژباړه : زه څنګه کولای شم چې په حجاب د بندیز قانون لاسلیک کړم کله چې مونږ د
ماري (مریم) ټول انځورونه وینو نو کټ همداسې حجاب یې اغوستی وې .

د لویدیځ له زنا او فحاشي ډک تمدن چې موږ ته دصنعت او ټکنالوژي په نوم کوم خیر راکوې
هغه به په لسهاو داسې شرونوکې نغښتی وې چې زموږ دهلاکت له پاره به یې یو هم کافي وې


74

د غرناطي وروستی حال

مسلمانان اندلس ته په کال ۲۹هجري کې ننوتل او هلته یې حکومت جوړ کړ هلته له اته سوه کاله حکومت کولو روسته په کال ۸۹۷هجري کې په اندلس کې دمسلمانانو حکومت ختم شو ، په دي اوږده موده کې یې له عیسایې ځواکونو سره ډیرې جګړي وکړي اوپه اخیري وخت کې دغرناطي په محدوده سیمه کې مسلمانان په واک کې پآته شول اود اندلس په نوروټولو سیمو د فرډینانډ دویم (۱۵۱۶-۱۴۵۲) .
په کال ۸۷۰ هجري کې سلطان ابوالحسن دغرناطي په تخت کیناست په دي وخت کې دغرناطي دحکومت سیمه ډیره کمه وه او یواځي یې څلورزره مربع میله ځمکه په واک کې لرله اود فرډینانډ دواک سیمه په سلهاو زره مربع میلونوته رسیدله فرډینانډ چې دقدرت په ځواک مست و له سلطان ابوالحسن نه یې وغوښتل چې باید موږ ته خراج راکول ومني ، سلطان ابوالحسن خورا غیرتي او میړنی واکمن و او عیسایې فرډینانډ ته یې په ځواب کې داسې ولیکل :

دغرناطي دسکو جوړولو په کارخانه کې اوس دسپینو او سرو زرو دسکوجوړولو په ځای داوسپني توري تیاریږې څو ستاسو عیسایانو غاړي پرې غوڅې کړو

له دي وروسته د دواړو په منځ کې جګړه پیل شوه سلطان ابوالحسن په مکرره توګه فرډینانډ ته ماته ورکړه خو بیا هم اخیري بریالیتوب دفرډینانډ په برخه شو او سلطان ابوالحسن ماتي وخوړه .

دسلطان ابوالحسن دماتي اصلي لامل دهغه زوی ابوعبدالله و هغه داسې چې په ۸۸۷ هجري ۲۷ جمادي الاول باندي په لوشا نومي ځای کې سلطان ابوالحسن دفرډینانډ لښکر وته سخته ماتي ورکړه خو کله چې دجګړي له ډګر نه بیرته روان شو په لاره کې خبر ورته ورسید چې زوی یې په غرناطه قبضه کړي ده او په خپل نامه یې حکومت اعلان کړی دی . له د يوروسته سلطان ابوالحسن له خپل باغي زوی سره په جګړو بوخت شو ترڅو چې په دواړو باندي په دویم دجنوري کال ۱۴۹۲ ء (۸۹۷هجري) کې فرډینانډ بریالیتوب ترلاسه کړ او غرناطه دعیسایانو لاس ته ورغله .

مسلمانان چې په تاریخ کې له څومره شکستونو سر ه مخ شوې دي هغه ټول د داخلي اختلافاتو له کبله وخو دا تیره پیښه چې موږ بیان کړه دا داسلامي تاریخ ترټولو لویه پیښه ده چې ډیرو کمو مسلمانانو ته به معلومه وې ، خو موږ دپخواپه څیراوس هم داسلامي نړۍ په مختلفو سیمو کې په خپلو کې لاس او ګریوان یو زموږ پوهان ، لیکوالان او علماء لا تراوسه داختلاف له بحثونو لاس نه اخلي او تراوسه داستقبال او استدبار په موضوعاتو کې بوخت پاتي دي .



75

داختلاف سبب دنیا ته اهمیت ورکول دي

دهرډول اختلاف سبب دنیا ته اهمیت ورکول دي که خلک اخرت ته اهمیت ورکړې هیڅ اختلاف به رامنځته نشې اوکه فرضا رامنځته هم شې سمدستي به ختمیږې ، درسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته په صحابه کرامو کې داستونزه رامنځته شوه چې دمسلمانانو امیربه څوک وې ؟ داخورا لویه ستونزه وه لکه اوس چې هرځای دمسلمانانو دلویو اختلافاتو اصلي لامل همدا دواک خبره ده ، مهاجرینو ویل چې امیربه له موږ نه وې انصارو ویل له موږ نه به وې ،او چا ویل چې دمهاجرینو دي خپل امیر وې او دانصارو خپل ، وروسته څو پوهه صحابه کرامو ټولو ته داخبره وړاندي کړه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم په اخر وخت کې ابوبکر دلمانځه امام ټاکلی واودلمانځه امامت د دین دانتظام موضوع ده او امارت او خلافت د دنیا د انتظام موضوع ده نورسول الله صلی الله علیه وسلم چې یو کس د دین د انتظام له پاره امام غور ه کړی و هغه خامخا د دنیا د انتظام له پاره هم بایدهغه کس امیر وټاکل شې لکه په روایاتو کې راغلي دي :

لمّا قبض رسول اللَّه صلّى‏ اللَّه عليه وسلّم قالت الأنصار: منّا أمير ومنكم أمير؛
فأتاهم عمر فقال: ألستم تعلمون أنّ رسول اللَّه صلّى‏ اللَّه عليه وسلّم قد أمر
أبابكر أن يصلّي بالناس؟ فأيّكم تطيب نفسه أن يتقدّم أبابكر؟! قالوا: نعوذ باللَّه
أن نتقدّم أبابكر». (سنن النسائي 2/ 409 كتاب الإمامة من كتاب الصلاة إمامة
أهل العلم والفضل، الرقم 776).

یعني درسول الله صلي الله علیه وسلم له وفات وروسته انصارو ویل زموږبه خپل امیر وې او ستاسو خپل په دي وخت کې عمر راغی او ویې ویل : ایاتاسوته دا پته نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکرته امر کړی و چې په لمانځه کې دخلکو امامت وکړې نواوس تاسو ته دا خوند درکوې چې پرابوبکر مخته شئ ؟ هغوی وویل موږ په خدای سره پناه غواړو په ابوبکر به ولي
مخکې کیږو .

په یو بل روایت کې راغلي دي :
عن علي رضي الله عنه قال : لقد أمر النبي صلي الله عليه وسلم أبابكر أن يصلي بالناس وإني لشاهد وما أنا غائب ومابي مرض فرضينا لدنيانا مارضي به النبي صلي الله علي وسلم لديننا . ( كنزالعمال)

ژباړه : علي رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علی وسلم ابوبکر ته امر وکړ چې په لمانځه کې دخلکو امامت وکړې ، زه موجود وم غائب نه وم او نه ناروغ وم نوهغه څوک چې رسول الله صلي الله علیه وسلم موږ ته زموږ د دین له پاره غوره کړی و هغه موږ د دنیا له پاره هم غوره کړ .




76
نظري اختلاف بایددامت د تفرقي لامل نشې

ابن قیم الجوزیه ۶۹۱هـ په خپل مشهورکتاب ( اعلام الموقعین ) کې لیکې : دعمر بن الخطاب او عبدالله بن مسعود رضي الله عنهماپه منځ کې په سلو مسائلو کې اختلاف واوداراز هغه دنورو صحابه و په منځ کې هم دعختلاف یادونه کړې ده او وروسته لیکې :
ولم يستنكر احد هذا الخلاف إنما اعتبره الجميع أمرا طبيعيا لا يقطع ودا ولايفرق صفا .
یعني هیجا هم دا اختلاف بدونه باله ټولو خلکو دایو فطري اوطبیعي کارباله چې په دي سره نه خپلمنځې مینه او محبت ته تاوان رسیدی او نه دمسلمانانو په منځ کې انتشار رامنځته کیدی ،
داد رسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو د وخت خبره ده او دهغوی حالت زموږ مخته ږدې ، او دصحابه کرامو حالت او کړه وړه زموږ له پاه معیار ده هغه مال هرچا په ازاده توګه دخپلي رایې څرګندونه کولی شوی اوکله خو به نیوکه او تنقید په ډیرو سختو الفاظو هم کیدی خو دانتقاد کوونکي مخه چا نه نیوله او نه یې انتقاد ته په بده او مغرضانه نظر کتل .
خو ددي پرخلاف په موجوده زمانه کې دمسلمانانو حالت بلکل مختلف دی اوس که په یوچا انتقاد وکړې یا په کوم مشر نیوکه وکړل شې نو خلک په غوسه شې او دانتقاد زغم نلرې .
موږ په خپل پیر کې ځیني شخصیتونه دومره غټ کړې دي چې په هغوی باندي چاته دانتقاد اجازه نه ورکوو ، اوپه عامه توګه خپل نفسونه مو هم دومره غټ کړې دي چې دیوچا نیوکه دځان سپکاوی بولو او نه یې شو زغملی موږ که هرڅومره زیاته پوهه ولرو او زموږ کوم یو مشر که هرڅومره زموږ په نظر پاک او دینداره راته معلومیږې خو ځان او خپل مشر ته له انتقاد نه دمعصومیت حق نشو ورکولی او په دي هم باید ځان پوه کړو چې خپل او دخپل محبوب عیب سړي ته نه ښکاري که موږ رښتیا د حق په لټه کې یو باید هرډول انتقاد په سړه سینه وزغمو او ویې ارزوو چې څومره سم او څومره ناسم ده .



77

دحل قراني لاره

کله چې د دوو مسلمانو په منځ کې اختلاف وې دحل له پاره یې قرانکریم ډیره ښکلي لاره بیان
کړې ده او هغه یې دمیرمني او میړه د اختلاف په صورت کې بیان کړي ده چې موږ کولی شو هر
ځای دمسلمانانو داختلاف په حل کې کار ورنه واخلو ، قرانکریم وایې :که تاسو د میرمني او خاوند
په منځ کې له اختلاف نه ویریدلئ نو یو عادل کس دښځي له خپلوانو اویوعادل کس دخاوند له خپلوانو ورولیږئ ، که د دي دواړو موخه یواځي او یواځي اصلاح وه الله به ددوی په منځ کې دسولي توفیق ورکړې ، یقینا الله پوه او خبر دی .
وأن خفتم شقاق بينهما فابعثوا حكما من أهله وحكما من أهلها إن يريىا اصلاحا
يوفق الله بينهما إ ن الله كان عليما خبيرا .

د منځګړيو دبریالیتوب له پاره لوی څښتن دایو شرط لګولی دی هغه دا چې دهغوی نیت به
یواځې اصلاح او سوله وې او بله کومه ذاتي یا دنیوې موخه به نلرې زموږ دمنځګړیو ستونزه هم په
دي ځای کې ده چې هغوی دسولي او اصلاح له سپیڅلي موخي پرته نورې ګڼ شمیر موخي په زړونو
کې پټي کړي وې یاخو یې نوم ایستل او ځان ښوول غرض وې او یا یې ځان مطرح کول او یانورې
ګټې ترلاسه کول مطلب وې او په داسې صورت کې بیا دقرانکریم له وینا سره سم دامنځګړی بر
یالیتوب نشې ترلاسه کولی .

اود دواړو لوریو له پاره هم ضروري ده چې دالله دکتاب په پریکړه به راضي کیږې لکه چې
ویل کیږې علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته یوښځه او سړی دسولي له پاره راغلل ، هغه د دواړو له خپلوانو نه یو یو کس وټاکه ښځي وویل زه د الله دکتاب په پریکړه راضي یم که هغه زماپه ګټه وې
یاپه تاوان ، سړي وویل : که زما او دمیرمني په منځ کې دجلاوالي پریکړه کیږې بیا یې زه نه منم
علي بن ابي طالب رضي الله عنه ورته وویل : ته دروغ وایې په خدای قسم چې ته به د الله دکتاب
پریکړه خوښوې که ستا درایې موافق او که خلاف . (تفسیر ابن کثیر )

78

د ژوندغوره لاره

په ژوند کې ډیر ځله یوانسان له داسې حالت سره مخامخ کیږې چې هغه باید پریکړه وکړې چې څه وکړې اوڅه ونکړې ، په داسې وخت کې دپریکړې دوه بنیادونه دي یودا چې کوم کار سم او درست دی اوبل داچې کوم کار شونی او ممکن دی ،
غوره لاره داده چې دذاتي معاملاتو او پیښوپه اړه باید دي ته وکتل شې چې کوم کار سم او درست دی او کومه لاره یا کار چې سم او درست وې هغه باید غوره کړل شې خوپه ټولنیزوچاروکې باید دي ته وکتل شې چې کوم کار شونی اوممکن دی اوکوم شی چې شونی او ممکن وې هغه باید غوره کړل شې دا چلند دژوند له پآره غوره او حکیمانه لاره ده .
ددي توپیر لامل دادی چې په ذاتي معاملاتو کې له انسان سره دچا کار نه وې اوهرڅه یې په خپل لاس کې وې چې څه یې زړه غواړې هغه کولی شې نو په شخصي موضوعاتو اوچاروکې باید معیار غوره کړل شې اوترخپله وسه باید هغه لاره غوره کړل شې چې له مذهب او اخلاقي میتودونو سره په ټکر کې نه وې .
او په ټولنیزو او اجتماعي موضوعاتو کې له انسان سره بل لوری او نور انسانان هم شریک وې د نورو خلکو اختیار خو څوک نلرې موږ هغوی ته دیوه کار ویلی شوخو کار ی ته یې مجبورولی نشو ، نوپه داسې حالت کې هوښیارې داده چې ممکن ته وکتل شې یعني په دوو صورتونوکې چې کوم یو شونی او ممکن وې هغه باید غوره کړل شې .

دذاتي معاملاتوپه اړه سم اودرست ته کتل پکار دي اوپه دي توګه دژوند سفر په ښه توګه پرمخ تلی شې خوکه په ټولنیزو موضوعاتو کې داسې وکړل شې نو سمدستي دیوچا له مخالفت سره مخامخ کیږو اودمخالفتونو دشتون په صورت کې دژوند سفرپه ټپه دریږې اوس چې دژوند سفر ودریږې اواختلافات رامنځته شې نو ټوله انساني انرژي په خپلمنځي مخالفتونو ختمیږې نو ددي له پآره غوره او ګټوره لاره داده چې په اجتماعي موضوعاتو کې باید دژوند دسفر دملګرواو نورو خلکو درایې رعایت وکړل شې او کومه لاره چې شوني او ممکنه وې هغه غوره کړل شې اودا په دنیا کې دژوند تیرولو غوره لاره ده .


79

له واده مخکي اتیات

بنجمین فرینکلن (benjamin franklin) یولویدیځوال مفکر دی هغه وایې : له واده مخکي خپلي سترګي ښې خلاصي لره خو له نکاح وروسته خپلي سترګي نیمایې پڼي لره ،یعني له واده مخکې دژوند د شریک / شریکې په باره کې ښه پلټنه او معلومات وکړه او له واده وروسته چې څه الله درکړل په هغه قناعت وکړه .
هیڅ انسان داسې نشته چې هغه دي کمزوري ونلرې اوکامل دي وې نو له واده مخکې انسان په خپل وس پړ بلل کیږې باید خپل ټول وس او پوره پلټنه وکړې او و روسته باید دخپل ژوند دشریک / شریکې کمزوریوته ونه ګورې بلکي دهغه / هغي په ښو خویونو دي نظر لرې او له بدو دي اغماض او سترګي پټوې ،ځکه په دي دنیا کې پوره معیار نشې ترلاسه کیدلی او یا خو دا هم ضروري نده چې انسان دیوچا په نظر کې په معیاریوڅه برابر وې خو دبل په نظر کې هغسې نه وې ،

اوس که یوڅوک په دي فکر وې چې که دبل واده یا دبیل والي په صورت کې دژوند له پاره دبل شریک / شریکې په لټه کې شې نوپه معیار پوره ملګری به ومومې دا هم ناسم فکر دی ځکه هغه هم انسان دی اوطبعا به یوڅه کمزوري لرې نو دکار خبره داده چې له واده وروسته باید انسان دخپل ژوند دشریک / شریکې ښوخویونو ته متوجه واوسې اوکه کوم خویونه دده په فکر سم نه وې په هغو دي صبر وکړي ځکه کیدی شې کوم خوی یا خصلت چې دده په فکر سم ندی په هغه کې به دده خیر وې لکه خو قرانکریم هچې نارینه و ته وایې :

تاسو له خپلو میرمنو سره په ښه طریقه ژوند وکړئ اوکه تاسو دهغوی کوم خوی بد وایسوئ نو داتاسوچې کوم خوی بد ایسوئ الله به په هغه کې لو یخیر ایښی وې . ( البقره )

80


ستربریالیتوب څنګه ترلاسه کیږې ؟

پوهان وایې : څوک چې دلوړو غرونو څوکو ته د ختلو په تکل کې وې هغه دبوټونو د ارزښت په فکر کې نه وې ، یعني که ته کوچنی موخه او هدف په مخکې ولرې نوکولی شې په معمولي هڅو سره یې ترلاسه کړي اوکه ته دځان له پاره لویه موخه اوستر هدف وټاکي نوپه دي پوه شه چې لویه موخه په لوی قیمت پریکولو سره ترلاسه کیدلی شې ، څوک چې لویه موخه او سترهدف ته ځان رسول غواړې هغه باید لوی قیمت پریکولو ته تیار شې .

لوی اهدف ترلاسه کول او سترې بریاوي دچا په اجاره ندي اونه دمخصوصو خلکو په واک کې دې هرانسان کولی شې ستر بریالیتوب ترلاسه کړې خو له دي سره موږ وینو چې لوی بریالیتوبونه کم خلک ترلاسه کوې ، دا ځکه چې هرڅوک دلوی قیمت پریکولو ته ندي تیار ، په بازار کې کم ارزښته شی په کمو پیسو سره ترلاسه کیږې او ارزښتناک شی ډیر قیمت غواړې همدا دژوند اصول هم دي دژوند قانون په یوه جمله کې داسې تعبیرولی شو : چې څومره ورکوې هغومره به ترلاسه کوې نه کم او نه زیات ،

له قیمت او ارزښت پریکولو نه مطلب دا نده چې جګړه وکړل شې او وینه وبهول شې ، له مال او شتمني سره هم اړیکه نلرې ددي اړیکه ترټولو زیاته له روحیاتو او نفسیاتو سره ده او د روحیاتو له لارې قیمت پریکول په دي نړۍ کې ترټولو لوړ قیمت بللی شو ،
روحي قیمت او ارزښت دسختیو زغملو ته وایې ،
یعني دغوسې داسبابو له شتون سره غوسه نکول ،
دخلکو له ناسم چلند سره بیاهم پر اخلاقي میتودونو تګ او استقامت ،
دنا امیدي په حالاتو کې هم حوصله له لاسه نه ورکول ،
دتاوان په وخت کې هم نه نا امیده کیدل ،
په تیاروکې هم درڼا څرک لیدل ،
په لنډو ټکو کې به ووایو چې کوم انسان له منفي او ناسمو حالاتو سره دمخامخ کیدلو پر مهال هم په مثبتو روحیاتو او نفسیاتو قائم پاته کیدلی شې او په حالاتو کې دننه نه بلکي لوړ اوسیدلی شې هغه کولی شې سترې بریاوې ترلاسه کړې .

hamedafg
08-22-2012, 06:10
81

بریالیتوب اوناکامې

د نړۍ دپرمخ تللیو هیوادونو دبریالیتوب راز په یوه ټکي کې نغښتی دي اوهغه ریسرچ ، تحقیق او څیړنه ده هلته دهرشې څیړنه کیږې دبیلګي په توګه په دي خبره هم ډیرې څیړني شوې دي چې ناکامې اوبریالیتوب څه شی دی اوداچې ناکامې څنګه بیرته په بریالیتوب اړولی شو په دي موضوع خورا ډیرې څیړني او تحقیقات شوې دي او پریانه مواد جمعه شوې دي چې دلته سۍ شتاشو مخته دوه خبرې ږدو :

:لومړۍ داچې په دي نړۍ کې داناشوني ده چې یوڅوک دي هروخت له ناکامې نه خوندې پآته شې ، په دي نړۍ کې خامخا یو وخت انسان له ناکامې سره مخامخ کیږې خو په داسې وخت کې دکار خبره داده چې ناکامې باید انسان نا امیده نکړې بلکي دځان له پآره یې پند او درس وګرځوې ، د ډیرو بریالیو انسانانو دبریالیتوب راز په دي کې موندل شوی دی چې هغوی بریالیتوب ته په رسیدلو کې دخپلو ناکامیو له تجربونه ګټه پورته کړې ده اوناکامې یې وروستی ټکی ندی بللی .

دویمه خبره داده چې بریالیتوب هم دناکامې په څیر یوه ستونزه ده په پرلپسې توګه بریالیتوبونه په انسان کې غرور او تکبر پیدا کوې چې همدا غرور بیا دناکامې غټ لامل دی موږ ډیر بریالې انسانان لیدلي دي چې د غرور او تکبر له لاسه دبریالیتوب له اوج نه لاندي رالویدلي دي او له ندامت اوپښیمانې پرته نور هیڅ نه وې ورپاته . ځکه خو قرانکریم هم کبرجن انسان په ډیرو عجیبو او له بلاغت ډکو جملو سره مخاطب کړی دی :
په ځمکه کې په غرور او تکبر سره تګ مکوه ! یقینا ته دومره ځواکمن نه یې چې ځمکه څیرې کړې او نه دومره دنګ یې چې دغره څوکې ته دې سر ورسیږې ( سروة لقمان)


82

پوهه دمومن ورکه ده

تجسس ، پلټنه او زیات معلومات ترلاسه کول باید هروخت په نظر کې ولرو ځکه تجسس دټولو پرمختګونو اساس دی ، انسان باید تل او همیشه د زیاتو معلوماتو په ترلاسه کولو بوخت واوسې یوڅوک چې څومره ډیر معلومات او ښه پوهه ولرې هغومره به زیات بریالیتوبونه ترلاسه کوې اوزیات معلومات هغه څوک ترلاسه کولی شې چې تل متجسس ، پلټونکی او دزیاتو معلوماتو مینه وال واوسې .
ډیر خلک داسې دي چې په خپله ناپوهي هم نه پوهیږې ، هغه سره له ناپوهي په دي فکر وې چې دی پوهیږې او دا ذهنیت قاتل او وژونکی ذهنیت دی دا ډول انسان جاهل وې خو دی فکر کوې چې عالم دی هغه کم عقل وې خو دی فکر کوې چې هوښیاردی ، داډول انسان ته که خپل ځان هرڅومره ارزښتناک بریښې خودباندي په نړۍ کې دی هیڅ ارزښت نلرې .
دخدای ستر پیغمبر ته لوی څښتن ویلي دي : ووایه ! خدایه زماپوه زیاته کړه ، او پخپله رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې دحکمت اوکار خبره دمومن ورکه ده چې هرځای یې پیدا کړه دی یې ښه مستحق دی . دا خبرې هیڅکله دعمر په کوم محدود وخت پورې ندي خاص شوې بلکي هروخت باید انسان همدا دعاوکړې او په دي هڅه کې واوسې چې خپله پوهه زیاته کړې .
ترټولو غوره خبرداده چې انسان باید ځان زده کوونکی وشمیرې اوهروخت په همدي فکر پآته شې ، دعلم په تلاش باندي باید هیڅ وخت ستړی نشې ، دیوه نوې شې په اړه علم ترلاسه کول باید دده له پاره ترټولو زیاته دخوشالي خبر وې ،څوک چې څومره زیات معلومات ولرې هغومره به په دي نړۍ کې زیات څه ترلاسه کوې ، دفکر وده دانسان عمل زیاتوې دفکر په وده سره انسان لوړ او اعلي مقام ترلاسه کولی شې ، په دي نړۍ کې دمعلوماتو وروستی حد نشته اوپه معلوماتو کې دزیاتوالي هم وروستی حد نشته انسان ته پکار دي چې هغه هروخت باید ځان ناپوه وبولي څو یې دپوهي ترلاسه کولو مینه کمه نشې .





84

ماتي منل

په دویمه نړیواله جګړه کې امریکا جاپان ته ماتي ورکړه له دي وروسته په اپریل کال 1945کې امریکایې فورځونه په جاپان کې ښکته شول جنرال ډوګلس میک ارتر( duoglas mac arthur) دامریکا له خوا دجاپآن ستر قومندان وټاکل شو چې ترکال 1951پورې هلته پآته شو له دي وروسته دجنرال میک ارتر په خوښه دجاپان نوی اساسي قانون تیارکړل شو چې په دریم جنوري کال 1946 کې دجاپان ولسي جرګي ومانه ، دي اساسي قانون دجاپآن دباچا حیثیت لاندي وغورځاوه اوتش سمبولیک شکل یې ورکړ ددي اساسي قانون په نهمه ماده کې راغلي و چې جاپان به هیڅکله زمیني ، هوایې او بحري فوځ نه جوړوې اونه به نورې جګړییزي تیاري کوې .
دجاپانیانو له پآره ددي قانون منل دهغوی دقومي مرګ په معنا و خو جاپاني مشران داوږد سوچ په خپلولو سره هغه قانون ومانه ځکه دوی پوهیدل چې ددي قانون له مخي که څه هم ددوی په مخ سیاسي او فوځي لاري وتړل شوې خوبیا هم په ساینس او صنعت کې ددوي مخته لاره خلاصه ده جاپانیانو له هغي ورخي وروسته فوځي او سیاسي لارو ته شاکړه او دعلم اوصنعت لورته یې مخه کړه تردي پورې چې څو لسیزي وروسته دجاپان په اړه دالاندي الفاظ ولیکل شوو:

....... دکال 1945په نړیواله جګړه کې ماتي خوړلی جاپآن د دویم ځل له پاره دجنګ له کنډوالو راپورته شو او د نړې ستر اقتصادي ځواک وګرځیده .
نن په نړې کې ترټولو ډیرپوروړی هیواد امریکا ده او په نړۍ کې ترټولو ډیر پور ورکوونکی هیواد جاپان دی دڅو کلني احصائیی له مخي امریکا څلور سوه بلیونه ډالره پوروړي ده اوجاپان نورو هیوادونوته ۲۴۰ بلیونه ډالره پور ورکړی دی



85

زموږ دمشرانو بي انصافي

دهند مشهور شاعر رابندرناته ټیګور ( ۱۹۴۱- ۱۸۶۱) ته په کال ۱۹۱۵ م کې دبرتانیي حکومت د (سر) لقب ورکړ ، په کال ۱۹۱۹م کې دبرتانیي حکومت په امرتسر کې په بي وسلي هندوانو قتل عام ګډ کړ او ډیر زیات یې ووژل ددي پیښې په خلاف داحتجاج پ توګه ټیګور د (سر) خطاب بیرته برتاینه ته واپس کړ ، ډاکټر محمد اقبال (۱۹۳۸م-۱۸۷۷م) ته دبرتانیي حکومت په کال ۱۹۲۲ م کې د(سر) لقب ورکړ اقبال هغه ومانه او دهند په نیمه وچه کې دانګریزانو په لاس مسلمانان هم بیخي ډیر وژل شوې دي خو ډاکټر اقبال د (سر) لقب ترمرګه پورې له ځانه سره خوندي وساته .
یو هندي لیکوال مولانا وحیدالدین خان وایې چې زه دبرتانيي له لوري دي خلکو ته د (سر) له لقب سره مخالفت نلرم خو داقبال له پاره دا لقب بیخي نامناسب بولم ځکه هغه په یوه بند کې وایې :

نهی تیرا نشیمن قصرسلطاني کې ګنبد پر
توشاهین هی بسیراکر پهاړو کې چټانو می
یعني پر شاهي ګنبدو ناسته ستا له پاره مناسب نده ته باز یې دغرو په کمرونوکې ګرځه ،د پرنګ دظالمو واکمنو له لوري د (سر) لقب منل کټ مټ په شاهي ګنبد باندي دځای نیولو مترادف ده خو مرحوم اقبال نور خلک په غرونو او کمرونو کې پرواز او الوت ته رابلل او خپل ځای یې پر شاهي ګنبد دپاسه جوړ کړی و .
دا تقریبا د مسلمانانو دمعاصر تاریخ د سیاستوالو یوه بیلګه وه چې موږ وړاندي کړه ، مسلمانو سیاستوالو په حال او لنډه ماضي کې هروخت مسلمان امت قرباني او فداکاري ته وربللی دی خو دځان له پاره یې شاهي ګنبدي خوښي کړې دي ، او آن چې دمسلمانانو په وینو او ککریو یې لا دخپل ځان له پاره دواک په ترلاسه کولو سوداوي هم کړي دي ، فالي الله المشتکي .




86

دپردیواعتراف

کله چې په هند کې واک د کانګرس لاس ته ورغی او مهاتما ګاني ولسمشر وټاکل شو نو
خپلو زیرانوته یې وویل : تاسو باید ټول ساده ژوند غوره کړئ ، دبیلګي له پاره زه د رام چندر
او کرشن حواله نشم درکولی ځکه هغه په تاریخې توګه ثابت خلک نه دي زه مجبورم تاسو ته
ابوبکر او عمر (رضي الله عنهما ) دبیلګي په توګه وړاندي کړن هغوی دواړه د ډیر ستر واک
څښتنان وو او ډیر پیاوړې واکمنان وو خو دواړ ډیر ساده ژوند لاره او خلک یې هم سادګي
ته هڅول .

یومخالف لوری چې دبل مخالف د خویونو او اخلاقو ستاینه کوې داهر چا ته دمنلو وړ وې
( والفضل ما شهدت به الاعداء ) دراشده خلافت ددي دوو ځلانده ستورو لوړ اخلاق او عدالت
په بشرې تاریخ کې ګڼ شمیر پردیو منلی دی او په ډیرو ښکلیو جملو سره یې ستایلي دي ،
اوموږ ته خپل خواږه پیغمبر صلي الله علیه وسلم هم ویلي دي :
تاسوله بدعتونو څخه ځانونه وساتئ ځک دا ګمراهي ده اوتاسو کوم یو چې دبدعتونو زماني
ته ورسیږئ نو تاسو زما پر سنتو منګولي ولګوئ او هدایت موندونکوخلفاء راشدینو
پر سنتو منګولي ولګوئ . داخبره دیوه اوږده حدیث په یوه برخه کې راغلي ده : ......وإياكم و
محدثات الأمور فإنها ضلالة ، فمن أدرك ذلك منكم فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين من بعدي ، عضوا عليها بالنواجذ ( ترمذي ، ابوداود ، سنن ابن ماجه )

87

تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست


دسورت محمد په ۳۸ ایت کې خدای جل جلاله وایې : الله غني دی او تاسو هغه ته
احتیاج یئ او که چیرته تاسو له دین نه وګرځئ نوستاسوپه ځای به بل قوم هغه راولي او
بیابه هغه خلک ستاسوپه څیر نه وې ،والله الغني وأنتم الفقراء وإن تتولوا يستبدل قوما
غيركم ثم لا يكونوا أمثالكم .
ددي ایت په رڼا کې دلته یوه کیسه را اخلم اوباید مو ږ پخپل اوسنې حالت سوچ اوژړا وکړو
چې هسي نه خدای جل جلاله زموږ پرځای بل قوم انتخاب کړي ځکه موږ ته هغه لوی څښتن هیڅ
اړتیا نلرې :
یوي مسلماني میرمني په فرانسه کې په یوه سپرمارکیټ کې په داسې حالت کې سودا
اخیستله چې مخ یې پټ و کله یې چې سامان راټول کړاو د حساب اخیستونکي میزته
راغله څو پیسي ورکړي سامان یې په میز کیښود ، دمیز شاته یوه مغربي الاصل میرمن
ناسته وه او ددي مخپټي میرمني دسامان په حسابولو یې پیل وکړ هغه مغربی ښځه لوڅ
سر او بیحجابه وه دي مخپټي مسلماني میرمني ته یې په سپک نظر وکتل او دسامان په
حسابولو یې پیل وکړ اودومره ورته په غوسه وه چې سامان یې یوپه بل ویشته خو مخپټي
میرمن چوپ ولاړه وه او هیڅ یې هم نه ورته ویل ، مغربی ښځي په خبرو پیل وکړ او ورته کړه
یې :موږ په فرانسه کې ګڼ شمیر ستونزي لرو او له دي ستونزو نه داستا مخپټونی (نقاب)
یوه لویه ستونزه ده دا ستونزه تاسو مخپټو میرمنو راته جوړه کړي ده موږ دلته دکار
او خواري له پاره راغلي یو موږ ددي له پاره نه یو راغلي چې خلکوته خپل دین او تاریخ
وروښیو تاته چې خپل دین دومره خوند درکوې خپل وطن ته ولاړه شه او هلته په خپله خوښه
دي چې څه زړه غواړي هغه کوه دلته موږ ته ولي ستونزي پیدا کوئ ؟!!

مخپټي میرمني خپل سامان په میز ایښی او هغي ته یې کتل ، وروسته یې خپل نقاب
له مخه لیري کړ مغربی ښځي چې ورته وکتل نو هغه یوه سورمخي اوشین سترګي میرمن وه
او مغربی ښځي ته یې وویل :

زه فرانسوی یمه ، زما اسلام هم خپل دی او وطن مې هم خپل دی .....
تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست .......



88

دلوړتیا فکر

یوه ټولنپوهه جاپانی پروفیسره چي ناکین دجاپاني قوم د ذهني جوړښت او ساخت په اړه وایې :
په مختصره توګه دجاپآني انسان ذهني جوړښت داسې بیانولی شو : جاپانی انسان په پرلپسې توګه لیوالتیا لرې چې له اوسط پوړ او درجي نه لوړ واوسې ،نوموړي جاپآنی میرمن وایې :داد جاپآنيانو ژوند دود دی اودا دمذهبي لارښوونو په څیر سپیڅلي ژوند دود بولي او تل کوښښ کوې
خپل یې کړې .


په ژوند کې دریدل او رکود نشته یابه پورته ځې او یابه لاندي لویږې دا اصول دومره کره اوپآخه دي چې که ته پورته تګ پیل نکړي نو خامخا به لاندي لویږې او دلاندي لورته یون دومره ډیره ستونزه هم نه غواړی بس چې پورته لورته تګ ودروي پخپله به لاندي ځې .

دا اصول په دیني او دنیوي دواړو چارو کې په یوه ډول سم او کره دي رښتینی مومن هغه دی چې ورځ په ورځ یې ایمان قوي کیږې یازیاتیږې( دمذاهبوداختلاف پراساس) دکوم مومن چې دایمان تقویه کول یازیاتول ودریږې نو هغه به دایماني تنزل په لور تګ پیل کوې دلته دریدل نشته .

د دنیا معامله هم داسې درواخلئ په دنیایې چاروکې هم باید انسان په پرلپسې توګه مخپرلوړ ه یون روان ولرې اوڅوک چې ونکړی شې چې دترقي په لور خپل یون او سفر روان ولرې هغه به دجمود ښکار کیږې او روسته به ورو ورو له منځه ځې --------- په دیني او دنیوي دواړ چارو کې تل باید دپرمختګ اوارتقاء په فکر کې واوسو او که دافکر ونلرو نو ګواکي خپل ځانونه پخپله دمرګ کومي ته سپارو .....


89

دامام شافعي نصیحت

امام شافعي رحمه الله ته چا وویل چې امام صاحب موږ ته واجب او اوجب راوښیه
یعني واجب کار او ډیر واجب کار ، او عجیب او ډیر عجیب شی راوښیه ، او سخت او
ډیر سخت شی راوښیه ، او لنډ او ډیر لنډ شی راوښیه ! نو ده ورته وویل :
واجب الناس أن يتوبوا ... ولكن ترك الذنوب أوجب
والدهر فى تصرفة عجيب ... وغفلة الناس عنة أعجب
والصبر عند المصائب صعب ... ولكن فوات الثواب أصعب
وكل ما تتمنى قريب ... والمـــــــــوت من دون ذلك أقرب

ژباړه : پرخلکو واجب ده چې توبه وکاږې خو دګناهونو پریښودل ډیر ضروري او اهمه
وجیبه ده وخت او زما نه په خپلو تصرفاتو کې عجیبه ده خو دخلکو غفلت او زمان ته توجه
نه کول ډیره د تعجب خبره ده ، په غمونو باندي صبر سخت ده خوکه یومصیبت چاته ورسیږې
او هغه د دي مصیبت په مهال داسې چلند غوره کړې چې په هغه ممصیبت سره ثواب هم نکړې
ترلاسه نودا ډیره سخته خبر ده او ته چې څومره هیلي او ارمانونه لرې هغه نږدي دي خو مرګ
ترهغو ډیر نږدي دی .

لوی څښتن دي پر دي ستر امام رحم وکړې رښتیا هم توبه ایستل واجب اوپه توبه ثبات ډیر
ډیر ضروري او اهم واجب دی اوداراز دزمان او وخت منډي او تیز تګ عجیبه ده خو زموږ غفلت
او د وخت اهمیت ته نه توجه او په بي ګټي چارو بوختیدل او وخت ضایع کول بیخي د تعجب
خبره ده !! داراز په غمونو او دردونو صبر هم اسانه کار ندی ډیر سخت دی خو دغم او درد له
سختي سره که دغم او درد په مال زموږ کړني غیرشرعي وي نو بیا به مو ثواب هم بایللی وې
او دا نو ډیره سخته خبره ده اوپه دنیا کې ترټولو هیلو او ارمانو نو نه مرګ ډیر نږدي دی .




90

ځیني رواجونه !

ویل کیږې یوه میرمن یو وخت دخپلي یوې ملګرې کره ولاړه څو له هغي نه دپخلي چل زده
کړي هغي چې پخلی پیل کړ داورته ځیره وه څو دهغي هره کړنه وڅارې او زده یې کړي هغي
میرمني ماهی راواخیست او له هغه نه یې سراو یوڅه اندازه لکۍ پریکړه او له مینځلو وروسته
یې دیګ ته واچاوه ، پخلی زده کونکي میرمني ورته وویل چې دماهي سراو لکې
دي ولي پریکړل په دي کې څه چل دی ؟ هغي ورته وویل په نورچل یې نه پوهیږم خوزما مور به
چې کله ماهی پخاوه نو داسې به یې کاوه دي میرمني دهغي مور ته څوک ورو لیږه څو دپخلي
په مهال دماهي دسراولکۍ پریکولو راز ورته وښیې هغي هم ګټ مټ ځواب ورکړ چې ماهم
خپله مور لیدلي وه هغي به هم داسې کول اخر یې دهغي مور ته یوڅوک ورولیږه چې دماهي
دسر او لکۍ دپریکولو راز ترې معلوم کړي هغي ته چې ورغی اونوموړي پوشتنه یې ورنه
وکړه هغي ورته وویل : زما دیګ کوچنی واو ماهی له سر او لکۍ سره ټول نه پکې ځاییدی
نوځکه مې دماهي سراو لکۍ پریکول !!

که دي لنډي کیسې ته ځیر شو زموږ ځیني عادات او یا عنعنات همداسې بي اساسه او په
یوه اړتیا پیل شوې وي خو موږ داوږده ممارست او عادت له مخي په هغو ټینګ ولاړ یو او نه
یې شو پریښوولی ، آن ځيني خولادګناه کارونه هم په موږ کې دعادت او رواج په دود پیل شوې
او پاخه شوې دی او که خلکو ته یې دناروا والي کره او پاخه دلایل هم وړاندي کړل شې نه یې
پریږدي ! خوموږ باید خپلي کړني ، عادات او عنعنات دقران ، حدیثو او عقل په رڼا کې وارزوو او
ویې تلو او وروسته یې په هکله په جدي توګه پریکړه وکړو هسي نه چې دیګ مو لوی وې هم
دماهي له سر اولکۍ محروم پاته یو ....

hamedafg
08-22-2012, 06:17
91

دبیل ګیټس داولاد روزنه

بیل ګیټس دنړۍ ترټولو شتمن انسان دی او داډیر کلونو یې د ډیري شتمنی ریکاډ خوندي ساتلی دی د نړۍ دستر شرکت مایکروسافټ څښتن دی دی دری او لادونه لرې ( 16- 13- 10)دده میرمن میلینډا ګیټس دخپلو اولادونو دروزني او تربیي په اړه وایې : موږ هڅه کوو چې خپل او لاد په معتدل ژوند روږدي کړو او داعتدال له ثقافت سره یې اشنا کړو دا وایې همدا اوس زموږ اولادونه دژوند له منځلاري او معتدلي درجی نه هم یوڅه لاندي ژوند تیروې ، داوایې ما او زما خاوند پریکړه کړې ده چې خپل اولادونه دشتمنو خلکو داولادونوپه څیر نه ساتو او موږ نه غواړو هغوی بدخرڅي او بي پوښتني لګښتونه وکړې څو دوی د کارپه اهمیت او سپیڅلیتا باندي پوهه شې اوبیا وکولی شې دخپل پلاره بریالی لاره دوی هم په بریالیتوب سره تعقیب کړې اوداسې نه چې هغه په خپلو مټو او خولو ګټلي دنیا دوی په خپلو بدخرڅیو او اصراف سره له منځه یوسې .

میلینډا ګیټس وایې : بي سرواښې شتمني د خپل سري واک په څیر تباه کوونکي او هلاکوونکي ده نوکه موږ خپلو اولادونوته زموږ په دنیا کې دهغوی په خوښه دلګولواجازه ورکړو دوی به خامخا بي احساسه پاته شې او آن دا ویره شته چې دنشه یې توکو په اعتیاد ککړ شې داوایې زه خپلو اولادونو ته دهغوی داساسي اړتیاو له پاره لګښت ورکوم ، هغوی ته زه دومره پیسې ورکوم چې وکولی شې له ارزان بیه ځایه همبرګر وپیرې نه له لوړبیه ځایونو نه .

یوعرب شیخ وایې لویدیځوال دوه اولادونه وزیږوې اوبیا یې په ښه روزنه او ښوونه بوخت شې اوپه دي فکر کې وې چې یوبه انجینر کوې اوبل به پیلټ یابل څه جوړوې خوموږ اتلس او یا
ينځه دیرش اولادونه زیږوو او وایو که نورڅه نه وې میلمنو ته خو به چای او دلاس اوبه راواخلې !
داولاد روزنه په رښتیا هم ډیر باریک او نازک کار دی ، په دي لاره کې د عواطفو او عقلانیت ترمنځ دپریکړو کوولو جرات ته اړتیا پیداکیږې ، موږ له خپل او لاد سره مینه لرو او دهغي په غوښتنه دهغوی نازول او خوشاله کول غواړو او دعقل غوښتنه بیا داده چې دهغوی اینده او ښه
روزنه باید په نظر کې ونیول شې خو له بده مرغه زموږ دسپیڅلي دین رڼي او روښانه لارې له موږ نه پاته او لویدیځوالوخپلي کړي دي .




92

د کونګ بیلګه

شاید دکونګ په نوم مرغه به ډیر خلک پیژنې دایې زموږ سیمییز نوم دی خدای خبر بل نوم به لرې که نه ، دا دشپي ګرځیدونکی مرغه دی او خلک یې دسپیره توب او نحوست نښه بولې بي ګټي اوبیکاره یې بولي او وژني یې ، خو دالله جل جلاله په نړۍ کې یوشې هم بي ګټې ندي ، کونګ زموږ دفصلونو او کښتونو له پاره خورا ګټور مرغه دی ځکه دی هغه ژوې او چینجي خورې چې کښتونواوفصلونوته ضرر رسوې د ده ښکار همدا ضرري ژوې او چینجې دي اوپه دي اعتبار نو کونګ له هغو انسانانو ډیر ښه دی چې دخپل واک اوځواک له پاره بي ګناه انسانان وژنې .

مرغه پیژندونکو پوهانو دکونګ یوسل او دیرش قسمونه پیداکړي دي په دوی کې ځیني ډیر کوچني او آن ترشپږ پونډه وزن لرونکو پورې کونګان موندل شوې دي نوپه دي لحاظ د دوی خوراک هم مختلف دی یعني واړه یې کم او لوی یې ډیر خوراک کوې ، دی په خپل ښکار پسې دشپي راوځې دی لوی چینجي ، موږکان ، چرمښکۍ او آن واړه سویان ښکار کوې اودا ټول هغه څه دي چې کښت او زراعت ته تاوان رسوې ، مارغه پیژندونکي وایې چې دده جسم دښکار له پاره په ډیره مناسبه توګه الله پاک تیار کړی دی او دده بل کمال دادی چې په ډیره خاموشې سره الوت کولی شې او دخپل ښکار له اواز نه دهغوی ځایونه معلوموې ، په ډیره تیزې سره هغوی ته ځان رسوې او ښکار کوې یې .

دالله جل جلاله په نړۍ کې یوشی هم بي ګټي ندې دلته یو شې هم بي حکمته ندې او دخدای جل جلاله په مخلوقاتوکې کونګ هم بي ګټي او بي حکمته نه دی او دکونګ په اړه مودا خبرې ځکه اوږدې کړې چې کوم انسان دنورو له پاره دګټه رسولو کار نشې کولی ، دنړۍ په ټولیز نظام کې ګټور ونه خیژې ، اوکوم انسان چې دنړۍ مخلوق ته دګټه رسولو پرځای تاوان رسوې یقینا دا انسان دالله جل جلاله په نزد له کونګ نه ډیر بي ارزښته دی دا ډول انسان ته انسانیت هیڅ اړتیا نلرې .




93

ادبي غلا اوعلمي خیانت

دعلمي امانت داري په برخه کې سلفو علماو عمل داو چې که به یې په خپلوخبروکې یوه جمله هم دبل چا دفکر راواخیستله نو هغه به یې خپل څښتن ته منسوبوله امام ابن عبدالبر په خپل کتاب : جامع بیان العلم وفضله کې د امام المزني خبره راخیستي ده هغه وایې :إن مِن بركة العلم أن تضيف الشيء إلى قائله" یعني هره خبر خپل قائل ته منسوب کول دعلم دبرکت لامل ګرځي .

امام النووي رحمه الله وایې چې مشهور امام ابوعبید قاسم بن سلام الهروي رحمه الله ویلي دي :
إنَّ مِنْ شُكْرِ الْعِلْمَ أَنْ يَجْلِسَ مَعَ رَجُلٍ فَيُذَاكِرَهُ بِشَيْءٍ لَا يَعْرِفُهُ ، فَيَذْكُرَ لَهُ الْحَرْفَ عِنْدَ ذَلِكَ، فَيَذْكُرَ ذَلِكَ الْحَرْفَ الَّذِي سَمِع مِنْ ذَلِكَ الرَّجُلِ ، فَيَقُولَ: مَا كَانَ عِنْدِي مِنْ هَذَا شَيْءٌ حَتَّى سَمِعْتُ فُلَانًا يَقُولُ فِيهِ كَذَا وَكَذَا .
فَإِذَا فَعَلْت ذَلِكَ فَقَدْ شَكَرْت الْعِلْمَ، وَلَا تُوهِمْهُمْ أَنَّك قُلْت هَذَا مِنْ نَفْسِك".
یعني ته چې له یوچا سره دعلم مذاکره او تکرار کوې اوله هغه نه کومه خبر ترلاسه کړې نوبل چې دا فایده یادوې او ووایې چې په دي اړه مات معلومات نه و دا مې له فلاني نه اوریدلي دي چې هغه داسې ویل ، نوپه دي سره تا دعلم شکر اداکړ اوخلکوته دا فکر مه ورکوه چې ګواکې دا خبره ستا ده .

په یوه صحیح حدیث کې راغلي دي :الْمُتَشَبِّعُ بِمَا لَمْ يُعْطَ كَلَابِسِ ثَوْبَيْ زُور، (متفق عليه).
یعني یوڅوک چې په زور ځان موړ وبولي اوموړ نه وي یاپه تکلف سره ځان ښایسته کړي هغه داسې دی لکه دفریب او تزویر دوه جامي یې چې اغوستي وې ( دا حدیث له یوې کیسې سره تړاو لرې)
اودا ځیني نور حدیثونه ددي ایت په تفسیر کې مفسرینو راخیستي دي :
لا تَحْسَبَنَّ الَّذينَ يَفْرَحُونَ بِمَا آتوا وَيُحبُّونَ أنْ يُحْمَدوا بمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلاَ تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ العَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أليمٌ .
یعني څوک چې په هغه څه خوشاله او مغرور وې چې دوی ته ورکړل شوې دي اودا خوښوې چې په هغه کار وستایل شې چې دوی کړی نه وې نو د دوی په اړه دا ګومان مکوه چې دوی به له عذاب نه وژغورل شې او دوی ته دردوونکی عذاب دی .

لوی څښتن په قرانکریم کې بل ځای وایې چې موږ امانت غرونو اوځمکي ت وړاندي کړ نو هغوی یې له منلو نه انکار وکړ اوډیر ظالم او ډیرناپوه انسان دهغه منلوته ملا وتړله ، داخو دعام امانت په اړه خبره ده او دالله پیغام له انسان سره امانت دی او دیوچا دپوهې خبره چې له چا سره وې دادهغه خواته امانت دی نو دامانت پټول او ځان ته منسوبول لویه او ستره ګناه ده او داراز علمي او ادبي غلا ستر جرم او علماء وایې چې ډیر بي همته او ناسم کار دی .

خو له بده مرغه نن سبا ادبي غلا وي او علمي خیانتونه دومرمه زیات شوې دي چې دځان ښوولو او د دروغژن علمي تظاهر له پاره یې نن سبا ګڼ شمیر خلک په ډیره اسانه او بي تکلفه توګه سره کوې !
دوی کوښښ کوې په دي توګه ځانونه پوهه او عالمان وښیې خو رښتیا خبره داده چې دنوروپوهه په امانت سره خلکو ته رسول له دا ډول دروغژنو ادعاګانو څخه سل ځله غوره او بهتر ده ، په تاسف سره باید ووایو چې نن سبا د انټر نیټ په نړۍ کې دا ډول غلاوي اوعلمي خیانتونه بیخي ډیر شوې دي او داډول غله او خاینان په سره غرمه دخلکو بشپړې لیکني او ان مکمل کتابونه په بډه ووهي اودا خو لا څه کوې چې اوس خو دا الکترونیکه غلا دومره اوج ته رسیدلي ده چې دخلکو دکلونو خواری او علمي هڅې یعني انټر نیټي ګروپونه او مدونات غلا کوې او اوښ له باره سره په بډه وهې !!
اودا کړني ستره ادبي غلا او علمي خیانت دی چې په اړه یې د اسلام لارښووني موږ ستاسو په خدمت کې په لنډه توګه بیان کړې .





94

دبریالیتوب څو خطرناک دښمنان

دبریالیتوب دښمنان خو هسې ډیر دي خو دکارپوهانو په اند دا لاندي څو یې ډیر خطرناک او سرخته دښمنان دي که موږ او تاسو ژور سوچ وکړو نو دا د بریالیتو ب هغه ستر دښمنان دي چې دشتون په صورت کې یې یوڅوک دبریالیتوب بوی هم نشې ترسسپوږمو کولی او دبریالیتوب له دي څو دښمنانو سره د ډغرې له پاره لومړۍ دهغو پیژندل ضروري دي زه به یې دروپیژنم او له هغو سره د ډغرې هوډ به تاسو کوئ :

(۱) بي پروایې او لامبالاة : موږ باید دا دښمن ووژنو ځکه که ته هم بي پروا واوسې او زه هم بي پروا واوسم نو کار به څوک کوې ؟ دهر کار له پاره همت پکار دی او که یوڅوک په خپلو ژوند چارو یا اړوند موخو او اهدافو کې بي پروا پاته شې نو هیڅ ډول اوپه هیڅ شې کې بریالیتوب نشې ترلاسه کولی .

(۲) تعصب : له یوه بل سر تعصب او کینه دبریالیتوب دلارې ستر خنډ بلل شوی دی موږ باید د ژوند په لار کې د رجالو د وړتیا توپیر ته قائل شو او دهرچا پوهي ته قانع او دهغه نظر داحترام وړ وبولو ، په دي سره به مو یووالی ترلاسه کړی او اختلافات به مو له منځه وړې وي او یووالی ځواک دی او اختلاف سپکاوی دی .

(۳) هیښتیا او حیرت : په یوکار کې حیرت او هیښتیا اود کلک دریځ له نیولو ویره دبریالیتوب ستر دښمن ده که موږ دهر کارپه اړه پریکنده موقف ونه نیسو نو بریالیتوب نشو ترلاسه کولی ، موږ باید دیوه کار دتصمیم نیولو له پاره قاطع او پریکنده واوسو .

(۴) عجزاوپر ځان نه باور : دا خوی هروخت دبریالیتوب وژونکی دی په دي حالت کې انسان ته خپل ځان سپک ښکاري او دامن او ځواک دنشتوالي احساس ورسره مل وي نو دیوه کار له پاره دګام پورته کولو سیکه بایلې او له کار نه ویریږې داراز له خلکو نه یې هم نفرت او کرکه پیدا کیږې او په تمدني چارو کې له نورو نه کرکه دکار خنډ ګرځې .

(۵) سستي : خلک وایې چې پوهه ځواک دی دا خبره بیخي ناسمه ده ځکه ځواک په عمل او کار سره رامنځته کیږې پوهه هغه وخت ځواک ګرځې چې عمل او کار یې په پایله کې رامنځته کیږې افکار او خبري وړیا شیان دي او هغه افکار او خبري چې دعمل په ډګر کې ځان ونه ځلوې هیڅ ګټه نلرې ، که یوڅوک ښه مفکر وي او ښي خبرې یې زده وې خو چې کار او عمل ته یې له وسه نه کیږې او سستي یې پر غړو او بدن حاکمه وي هغه دیوې ښمري نشې کیدلی نه ځان ته ګټه رسولی شې او نه ټولني ته .

(۶) تذبذب او دوه زړېتوب : دهرکار له پاره چې انسان دوه زړی او متذبذب واوسې هغه به شل شوټ پاته وې او هیڅ نشې کولی ، که ستاسو دموټر انجن کله کار کوې او کله دریږې کار نه کوې نو تاسو کولی شئ له داسې موټر نه ګټه پورته کړئ ؟ داراز که یو انسان دیوه کار له پاره متذبذب او دوه زړی وې نشې کولی کوم کار سرته ورسوې .


95

ذهنې تمرکز

شاید دچارلس ډارون ( 1882_1809) نوم به ډیرو خلکو اوریدلی وې دی یو لویدیځوال مفکرتیرشوی دی ، دده نطریات که څه هم اوس نویو مفکرینو په مستنده توګه باطل کړې دي اوداسلام له نظره خو دده نظریات ډیر ناسم او غلط دې او مسلمانوپوهانو پر ده ډیر څه لیکلي دي خوپه دي کې شک نشته چې دنوې لویدیځوال یالویدیځپلوه انسان په فکرې جوړښت کې چې ډارون څومره برخه لرې بل یو مفکر یې هم ځای ته نشې رسیدلی .
ډارون په موجوده وخت کې دا لوړ مقام په خپلو زیاتو هڅو سره ترلاسه کړی ودبرټانیکا دائرة المعارف د چارلس ډارون د حالاتو دبیان په ترح کې کاږې : ډارون خپل ټول ذهني ځواک خپلي موضوع ته وقف کړی واو ځکه خو د ده دژوند په وروستیو شیبوکې شاعري ، انځور ګرې اوموسیقي ده ته هغه خوشالي ورپه برخه نکړه کومه یې چې دژوند په لومړیو شیبوکې ترلاسه کړې وه

یوې موضوع ته په مکمله توګه ذهني توجه اوپه یوه موضوع پوره ذهني تمرکز په یوه کار کې دستربریالیتوب دترلاسه کولو له پاره خورا مهم او لازمي ده ، یو انسان چې کله خپل هدف ته دومره زیات متوجه شې چې نورهرڅه شاته وغورځوې او په بل یوه شې کې هم دخوند احساس نشې ترلاسه کولی نو کولی شې دا وخت دا انسان ستربریالیتوب ترلاسه کړې ، ټولو لویو خلکو خپل اړوند کارونه په دومره زیاته توجه سره کړې دي اودلوی کار دترسره کولو له پاره له دي پرته بله لاره نشته .

کله چې یو انسان په یوه کار کې په کامله توجه او پوره مینه بوخت وې نودامهال هغه ته ددي کار ټول پټ رازونه څرګند شې او له دي کار سره دده دزړه مینه د ده فطري وړتیاوي او صلاحیتونه راوپاروې اوپه زیات ځواک سره دخپلي موخي دترلاسه کولو له پاره په کار ولویږې ، خوډیر خلک نشې کولی په پوره توجه او زیاته لیوالتیا سره خپل کار او هدف ته متوجه واوسې نوځکه ډیر خلک ستربریالیتوبونه نشې ترلاسه کولی اوډیر کم خلک داسې دي چې دخپل کار له پاره دذهني تمرکز وړتیا لرې نوځکه خو ستربریالیتوبونه هم دکمو خلکو په برخه وې .




96

ځواکمن مومن له کمزوري نه غوره دی

پیاوړی مومن له کمزوري نه ښه دی او دالله په نزد غوره دی اوپه دواړو کې خیر دی
دخپلي ګټې دشیانو په ترلاسه کولو کې کوښښ کوئ ، له الله نه مرسته غواړئ ،
ځانونه عاجزه مه ګڼئ ، اوکه کوم تاوان درت ورسیږې نوداسې مه وایئ چې که مې
داسې کړي وی نو داسې به شوې و ، بلکي ووایه ! داد الله تقدیر و او چې څه یې
خوښه وه هغه کوې ، ځکه په دي سره دشیطاني عمل دروازه خلاصیږې .

(المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف وفي كلٍّ خيرٍ احرص على ما ينفعك واستعن بالله ولا تعجز، فإن أصابك شيء فلا تقل: لو أنى فعلت كذا وكذا لكان كذا وكذا، ولكن قل: قدر الله وما شاء فعل، فان لو تفتح عمل الشيطان.
(صحیح مسلم )


په دي حدیث کې دریو غټو او مهمو کارونو ته اشاره شوې ده
1_ د ژوند او داخرت له پاره دګټورو شیانو دترلاسه کولو له پاره
کلک هوډ او عزم ، او دي ته دحدیث په دي جمله سره نغوته شوې ده :: (احرص على ما ينفعك).

2_ د دین او دنیا له پاره دګټورو شیانو دترلاسه کولو له پاره اسباب لټول او تیارول او په دي لاره کې دالله مرسته غوښتل اودي خبرې ته په دي جمله سره اشاره ده (واستعن بالله)

3_ دممکنو او مشروعو اسبابو دترلاسه کولو امیت او په دي لاره کې په همت او میړانه سره هڅي او کوښښ کول او عاجزي او سستي نه پیژندل : (ولا تعجز).

نوپه په حدیث کې له پیاوړي او کمزوري مومن نه مراد هغه نه ده چې په بدن کې غوټ او پیاوړی وې او یا کمزوری او لږځواکه وي بلکه مراد هغه مومن دی چې په دنیوي او دیني چارو کې تکړه او همت لرونکی وې او سست او لټ نه وې ،

او د دي حدیث مطلب په دي ایت شریف کې هم په اجمالي توګه پروت دی : {وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ}یعني ته له دوی سره په هرکار کې مشوره وکړه کله چې دي کلک هوډ وکړ په الله توکل وکړه ، الله له توکل کوونکو سره مینه لرې .


97

ذهن جوړونه

دملګروملتونو داقتصادي او تمدني اداري په کړنلاره کې چې کومي خبري لیکلي دي په هغو کې یوه ډیره ممه خبر داده چې : څرنګه چې دجګړو پیل له ذهنونوڅخه کیږې باید دخلکو له ذهنونو نه دامن مورچې جوړې کړو .

دا ډیره کره خبر ده په حقیقت کې که دلارې پرسر د دوو کسانو جګړه وې او یا دجګړي په ډګر کې دوه قومونه په خپلو کې په جګړه بوخت وې ، ددي جګړي اصلا پیل له انساني ذهن نه شوی وې دځیني انسانانو په ذهن کې غوسه او غضب راپورته شې اود غچ اخیستني او کرکي خیالونه یې په کوپړۍ کې ځای ونیسې اوکله چې دا خیالات لمبه شې او عملي بڼه غوره کړي نوهغه حالت ته جنګ اوجګړه وایې ، له دي کبله که که دانسانانو په ذهني سطحه امن او سوله پلي کړل شې نو په عملي بڼه هم امن رامنځته کیدلی شې .

دانسان په ذهن کې منفي خیالات هروخت دغبرګون په توګه رامنځته کیږې که یوڅوک سخته خبر وکړې موږ ته غوسه راشې یوڅوک زموږ پروړاندې نامناسب چلند غوره کړې موږ له غوسې شنه او سره شو او یوڅوک زموږ دوقار دځپلو اقدام وکړې نو موږ دغچ اخیستلو له پاره راپورته شو، داټول هغه څه دي چې له ذهن نه راپیل کیږې اوکله چې بهرته راښکاره کیږې نودجګړو اوپسات پیاده کولو لامل ګرځې .

په داسې حالت کې دانفرادي او قومي جګړو دمخنیوې یواځنی غوره لاره داده چې د خلکو ذهنونه وروزل شې ،په خلکو کې هغه سوچ او مزاج باید پیدا کړل شې چې اسلام (صبر) بللی دی صبر یواځنی هغه لاره ده چې دالله غوره بندګان پیغمبران صلوات الله وسلامه علیهم یې په په خپلو درنو او مهمو دندو کې بریالي کړي دي لوی څښتن خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته دصبر توصیه په داسې توګه کړي ده چې هغه ته یې دا نغوته ورکړي ده چې زما لویو او اولو العزم پیغمبرانو صلي الله علیهم وسلم هم خپلو موخوته درسیدلوپه لاره کې د(صبر) لاره نیولي وه : واصبر کما صبر اولو العزم من الرسل .

دي موخي ته درسیدلو ښه او اغیزمنه لاره داده چې باید دخلکو په ذهنونوکې منفي سوچونه ختم کړل شې اوپرځای یې مثبت سوچونه پیدا کړل شې په خلکو کې باید دا مزاج وپنځول شې چې دنورو په سختو او نامناسبو خبرو باید دغوسې لاره ونه نیسې دوی باید دجګړي او پسات پرځای داعراض او مخ اړولو لاره غوره کړې موږ باید دنفرت خپرونکو په مقابل کې دمیني او محبت وسله وکارووموږ باید په سړه سینه اوصبر سره دټولو موضوعاتو په اړه پریکړې وکړو نه په جذباتي توګه سره ،
د ذهن اصلاح دعمل اصلاح ده او د ذهن جوړونه دژوند جوړول دي .





98

بیړه مکوئ

کیسه کا چې یو سپینږیری سړی له خپل پنځه ویشت کلن زوی
سره په ریل ګاډي کې ناست و ، ځوان ډیر خوشاله او معلومیدی ، دواړ لاسونه یې د ریل ؛اډي له کړکۍ نه وایستل تیزه هوایې په لاسونو لګیده اوپلاره ته په خوشالي او لوړ اوز وویل : پلاره ! ګوره ټولي وني زمو له شا رارواني دي ، پلار یې ورته مووسکی شو او دپلار په مخ کې یې هم دخوشالي نښي له ورایه ښکاریدلي

دوی ته نږدي میړ او ښځه ناست وو او د دي ځوان دي ماشومانه خبرو او حرکت ته یوڅه په هیښ کې ولویدل ، په دي وخت کې ناڅاپه ځوان بیا چیغه کړه : پلار جانه ! هاغه پوري څارویو ته ګوره ... پلاره ! وګوره وریځي له موږ سره یوځای رواني دي

دځوان په دي ناتراشه خبرو د میړه او اورتي حیرانتیا یوڅه نوره زیاته شوه ، ځوان لا هماغسي لاسونه دباندي ایستلي وو ، ډیر خوشاله و او دباران څاڅکي یې پر لاسونو لمس کول بیا یې پلارته کړه : پلار جانه وګوره باران اورې او زما په لاسونو یې څاڅکي لویږې ځوان داخبري په ډیره خوشالي سره پلار ته کولي ،

میړه او میرمن یې نور تم نشول او سپینږیري ته یې وویل : صیب تاسو خپل زوی ډاکټر ته ولي نه ولی څو یې درملنه وکړئ ؟ سپینږیري ورته وویل :
موږ هما اوس له روغتون نه را روان یو ، هلته یې ما دسترګو درملنه کوله او دا نن یې په ژوند کې لومړی ورځ ده چې نړۍ یې ولیدله مخکي نابینا و !!

موږ باید هروخت په یاد ولرو چې ترڅو مو دهري موضوع په اړه ټول حقایق درک کړي نه وي باید پایلي او نتیجي اخیستني ته بیړه ونکړو




99

وړتیا او صلاحیت

لنډن جانسن (lyndon b. johnson) دامریکا ښپږ دیرشم ولسمشر تیرشوی دی هغه په ۱۹۰۸م کې پیدا اوپه ۱۹۷۳ م کې مړشوی دی ، هغه غوښتل له امریکایې ټولني نه ستره انساني ټولنه جوړه کړې ، ددي له پاره هغه مختلف ګامونه پورته کړل چې یو یې هم د امریکا دهجرت په قوانینو کې تبدیلي وه ، جانسن علم اوپوهي ته ډیر زیات اهمیت ورکاوه هغه به ویل چې که موږ غواړو خپله اینده روښانه کړو باید علم ته زیات اهمیت ورکړو .

امریکایانو دباندنیو دماغو او دنورو له فکر نه ګټه پورته کولو ته ډیر اهمیت ورکاوه ، خو جانسن په دي لاره کې یوڅه ستونزي لرلي او هغه داسې چې امریکاته دسپین پوستو کارپوهانو د داخلي قوانین اسانه وو او دتورپوستو کارپوهانو دمنلو قوانین سخت او مختلف مراحل یې لرل ، نو له دي کبله امریکایانو دخپل پرمخیون په لاره کې دتورپوستو کارپوهانو له پوهي نه مناسب ګټه نشوی پورته کولی ، کله چې لنډن جانسن واک ته ورسیدی دامریکا په دي قانون کې یې تبدیلي راوستله دتورپوستو کارپوهانو دمنلوپه لاره کې یې دقانون ټول خنډونه له منځه یوړل او ده وویل :
موږ دخلکو وړتیا او صلاحیت ته اړتیا لرو موږ یې څرمني ته اړتیا نلرو .

دامو ستاسو مخته یوه بیلګه کېښودله څو دا معلومه کړو چې دقومونو دلوی بریالیتوب او پرمختګ له پاره باید څه وکړل شې ، هرڅوک باید په هرکار کې دا اصول خپل کړې او هغه دا چې باید دخلکو وړتیا او صلاحیت ته وکتل شې او دکاردپرمخبیولو له پاره باید اساسي معیار صلاحیت او وړتیا وې او نورټولو معیارونه باید شاته وغورځول شې او که څوک نورو معیارونو ته ترجیح ورکړي هغه نشې کولی دکار خلک په ځان راټول کړي ، اودکار دخلکو دنشتوالي په صورت کې به کارپه ټپه ولاړ وي .





100

دقرانکریم اغیز !



زموږ سلمه کره خبر مو شاید ډیره خوښه شې او الحمدلله داځل داسې ښایسته او کره
معلومات لاسته راغلل چې دمسلمان زړه اوبه پرې څښې راځئ په ګډه یې سره لولو :


دقرآنکريم دتاثير په هکله مو يوه ډله مسلمان اويوه ډله نامسلمان عصبي ناروغان انتخاب کړل اودوى مو داسې آرامواطاقونوته بوتلل چې هلته هيڅ ډول غالمغال نه و، بيا مو دوى ته مختلفې موسيقى( ساز اوسرور) واورولې ولې له معايناتو نه وروسته مو وليدل چې ددوى په وضعه کې هيڅ بدلون ندى راغلى.

بيامو مسلمان عصبي ناروغان داسې اطاق ته بوتلل چى هلته دقرانکريم تلاوت اورول كيدل په ډير تعجب سره دعصبي سيستم د معايناتو په نتيجه کي وليدل چې ددوى عصبي فشار (%97) نورمال حالت ته راټيټ شوى.پدي وخت کې ځينو ويل چې نه دا دقرآنکريم تاثير ندى بلکه دا دعربي ژبې تاثير دى نو بيا مو دوى داسې اطاق ته بوتلل چې هلته دعربي ژبې اشعار او ترانې اوريدل کيدې خو وموليدل چې پدوى يي هيڅ تاثير ونکړ.ځينو ويل چې داد تجويد تاثير دى بيا مو هغه عربي ترانې په ډير فصاحت اوبلاغت سره دوى
ته واوريدلې خوبيا يي هم پري تاثيرونكړ.

بيا ځينو ويل چې داناروغان خو مسلمانان دي اودوى دقرآن په معنى پوهيږي ځکه پدوى تاثيرکوي نو بيا مو غير مسلمان عصبي ناروغان چې له قرانکريم نه بې خبره وه هغه اطاق ته بوتلل چې هلته دقرآن تلاوت اوريدل کيده داځل مو بيا په ډير تعجب سره وليدل چې ددې غيرمسلمانو عصبي ناروغانو عصبي فشار دقرانکريم دتلاوت په واسطه (%60) نورمال (عادي) حالت ته راټيټ شوى.

دمومنانو په زړونو قرانکریم داغیز په اړه ډیر قراني ایتونه راغلي دي چې د لته یې نشو را اخیستلی نو خبر روښانه شوه چې قراني ایتونه او دقران بیان کړي حقایق په ګڼ شمیر کې دنن په تجرپوي او سایني علومو سر ثابتیدونکي دي ، او دا لړۍ هره ورځ مخپرلوړ روانه ده خو دلته یوه ټکي ته نغوته مهمه ده او هغه دا چې دا ډول ساینسي معلومات ترلاسه کول او بیا یې له قرانکریم سر برابرول د نن ورځي د اسلامي دعوت له پاره خورا مهم فکتور او عنصر بلل شوی دی ، او دنوي ذهنیت دتسخیر او ایل کولو او اسلام ته
د رابللوله پاره خورا مهمه او اغیزمنه لاره ده او دا هم ښکاره خبره ده چې دا ډول معلومات هرڅوک نشې ترتیبولی ددي له پاره کره او جیدو پوهانو ته اړتیا ده خو د دي پوهانو او علماو لیکني خپرول او تکثیر ول د ډیرو له وسه کیږې نو په دي کار کې باید هر دردمن مسلمان ونډه واخلي .

hamedafg
08-22-2012, 06:22
101

ښه عمل

کیسه کا چې یوه پاچا خپل دری وزیران راوغوښتل او له هغوی نه یې دیوه عجیب کار دسرته رسولو غوښتن وکړه ! دوی دریواړو ته یې وویل چې تاسو هریو لویه کڅوړ درواخلي او دپاچا دقصصر بڼ ته ورشئ اوهر یو خپله کڅوړه دپاچا له پاره له مختلفو ښکلیو او خوږو میوو څخه راډکه کړئ ، اودایې هم ورته وویل چې ن به تاسو له یوه بل سره مرست کوئ او نه ب له بل چا ن مرست غواړئ اودا کاربه هریو پخپأه کوئ .

وزیرانو ته دپاچا غوښتنه ډیره عجیبه ښکاره شوه هریوه کڅوړه ور واخیستله او دبڼ په لور وخوځیدل ، لومړي وزیر فکر وکړ چې باید داسې میوه راټوله کړې چې پاچا پري رضا او خوشاله شې نو په بڼ کې چې کومه ښه میوه ورته معلومیدله له هغي نه یې کڅوړه ډکه کړه او ډیري ښایسته میوې یې راټولي کړې ، اوکڅوړه یې وپړسوله ،
دویم وزیر فکر وکړ چې پاچا میوه څ کوې هغه میوې ته څه اړتیا لرې او که موږ هرډول میوه ور وړو هغه به یې هیڅ ون ګوري نو چې څه ډول میوه په لاس ورتله هغه یې کڅوړي ته ویشتله او ژر ژر یې ډکه کړه ،
دریم وزیر له ځان سره وویل چې پاچا به هیڅکله کڅوړّ ه هم نه کړي خلاصه دهغه اوپه کڅوړو کې میوو یې سره څه ، نوپه بڼ کې یې له وښو او دونو له پاڼو په منډه منډه کڅوړه ډکه کړه او دمیوې ټولولو هیڅ تکلیف یې ونکړ ،

سبا پاچا دریواړه وزیران خپل دربارته له کڅوړو سره وروغوښتل کله چې دوی پاچا ته ورسیدل پاچا خپلو پولیسوته امر وکړ چې دریواړه وزیران له خپلو کڅوړو سره یوسئ او هریو ګوښی په داسې بندیخانه کې واچوئ چې هیڅوک یې نه ویني او نه څوک ورتلای شې او داراز هیڅ ډول خواړه هم مه ورکوئ او دابند به د دریو میاشتو له پاره وې ،

کله چې هریو وزیر خپلي بندیخاني ته ورسیدی او له هریوه سره خپل کڅوړ هم و نو لومړي وزیر به ل خپلو ښکلو او خوږو میوو استفاده کوله او دری میاشتي یې په خپله کڅوړه تیرې کړي او دویم وزیر چې ګډي وډي میوي یې راټولي کړي وي هغه م یوڅه ګذاره وکړه هغه روغي به یې خوړلي او وخت به یې تیراوه ، اودریم وزیر چې واښه او د ونو پاڼی په کڅوړه کې لرلي څو شپي ژوندی و او بیا مړ شو ،


پایله : موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو چې په دي دریو وزیرانوکې دکوم وزیر ملګري یو ؟! موږ اوس د دنیا په بڼ کې ګرځو اوهرډول ازادي لرو ، زموږ خوښه ده که ښه عملونه جمعه کوو او که بد خو وروسته چې موږ ته دستر څښتن له لوري مرګ راشې او دقبر په تنګه سوړه کې بندیان شو نوهلته به مویواځي ښه عمل په ښمر کیږې ....


102

مچیوته الله وحي کړي ده

ستا څښتن مچیوته وحي کړي ده چې په غرونوکې کورونه جوړکړئ اوپه ونوکې او په هغوځایونوکې چې دوی ته جوړ شوې وې ، بیا له هرډول میوو نه خوراک کوئ . اودخپل څښتن لاره په اساني سره ونیسئ ، د دوی له ګیډونه شراب وځي ، مختلف رنګونه لرې ، په هغوکې دخلکوله پاره شفا ده ، اوپه دي کې دهغه قوم له پاره نښې دي چې فکر کوې .

{ وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ * ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ }

مچې او میږۍ په عربي ژبه کې د مذکر په صیغو او ضمیرونوسره یادیږې دمیږې په اړه راغلي : یا ایها النمل ادخلوا مساکنکم ، دلته میږی مذکر یادشوی دی اوپه دي ایت کې مچی مونث یادي شوې دي : أَنِ اتَّخِذِي ، ثُمَّ كُلِي ، فَاسْلُكِي ، سُبُلَ رَبِّكِ ، مِنْ بُطُونِهَا ،
ددي موضوع حل نوې علم داسې را ایستلی دی چې دشاتو په مخصوصو خلیوکې کارکوونکي مچې ټولي ښځینه مچې وې او نارینه یې هلته یواځي دالقاح کار کوې په هغه مخصوص جریان کې یې نارینه نه پریږدي ، نودلته داخبره هم ثابته شوه چې دالله کلام دهروخت له پاره دی ،
فاسلکي سبل ربک : دلته په عربي ژبه کې دفا توري مطلب ترتیب اوتیزوالی دی یعني له میوو نه له خوراک کولو سمدستي وروسته په هغو معلومولارو بیرته خپلو ځایونوته تګ پیل کړئ او نن یاینس ثابته کړي ده چې مچۍ بیرته د تګ په مهال خپلي معلومي لاري لري لکه دالوتکوله پاره چې په فضا کې ټاکلي تګلاري دي داراز مچۍ هم دي اودا هم ثابته شوې ده چې مچې دخوراک له راجمعه کولو وروسته په تیزي سره بیرته خپلو ځایونوته ځانونه رسوې اوپه ایت کې دي خبرې ته د (فا) په توري سره نغوته شوې ده .

اوپه دي ایت کې داعجاز علمي دفن خورا ډیر مواد شتون لرې چې علماو ډیري لیکني پرې کړي دي داراز د مچې نوی بیولوژیکي جوړښت ته په لیدلو سره که دا ایت وڅیړل شې نو دالله دسپیڅلي کلام ګڼ شمیر معجزات ترلاسه کیدلی شې ځکه خو لوی څښتن ددي ایت په پای کې ویلي دي :اوپه دي کې دهغه قوم له پاره نښې دي چې فکر کوې .



103
د پټي خولي غوره والی

معاذ بن جبل رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : ترڅوچې ته پټه خوله یې روغ به یې کله چې دي خبري پیل کړي یابه دي په ضرر وې اویا تاوان ، داراز په یوبل حدیث کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دخیر خبره کوه اوکنه پټه خوله اوسه ،

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دې : څوک چې پټه خوله وې هغه نجات وموند ، ابن عمر وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم به ډیرپټه خوله و اوکم به یې خندل ،

دسلفو رحمهم الله یوه عالم ته یوچا وویل : ته اکثره وختونه پټه خوله یې ؟! هغه ورته وویل : زما ژبه داړونکی درنده ده ویریږم که یې خلاصه کړم وبه مې داړې ، زه په چوپیتا یو وخت هم نه یم پښیمانه شوی اوپه خبرو ډیرځله پښیمانه شوی یم .

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایې : په هغه خدای سوګند چې له ده پرته بل دعبادت وړ خدای نشته دځمکي پرمخ ترټول زیاته دبند مستحقه ژبه ده ،
موږ ته الله دوه غوږونه اویوه ژبه ددي له پاره راکړي دي چې زیات واورو او کم ووایو اوځکه یې دغوږونوله پاره سرپوښ هم ندی جوړکړی او ژبه یې د ژامواو غوښو په منځ کې تړلي ده .

عبدالله بن عمر رضی الله عنه ته یوچا ولیکل چې ټول علم راته ولیکه هغه ورته ولیکل : علوم خو زیات دي خو دالاندي خبر په یاد لره : که ته په داسې حالت کې خدای جل جلاله ته ورغلي نوبریالی یې چې وږې دي د خلکو له وینو سپکي وې ، ګیډه دي د خلکوله مالونو تشه وې ، په خلکوکې له خبرو نه دي ژبه تړلي وې او دمسلمانانو له ډلي نه یې وتلی .

حسن بصري رحمه الله وایې : بنیادمه ! په تاباندي الله جل جلاله دوه عزتمني ملایکي مقرري کړي دي چې ستا لاړي (ریق) یې رنګ او ستاژبه یې قلم ده ،

سفیان الثوري وایې : زه داښه بولم چې یوڅوک په غیشي وولم خودا ښه نه بولم چې په ژبه یې وولم ، ځکه غیشی کله کله خطاکیږې او بل هغه بدن ته درد ورکوې او ژبه نه خطا کیږې اوروح ته درد ورکوې ،

ابوعلي الدقاق وایې : که تاسو خپلو موکلو ملایکوته ستاسو دنیکیو اوبدیو دلیکلو له پاره کاغذ اخیستلی نو خبري به مو ډیري کمي وې ، اودعربو یو متل دی وایې : که خبرې سپین زر وې نوچوپتیا سره زر ده

دا د پټي خولي دفضیلت او غوره والي په اړه هغه زریني خبري دي چې ستاسو مخته مو پښتو کړې ، په دي هره یوه خبره کې دروند حکمت پروت دی او که موږ ژور سوچ پري وکړو کولی شو له ډیرو بي معنا خبرو ځانونه وژغورو او په انټرنیټ کې دبوختو یارانو بي ګټي او تاواني خبري لیکل هم کټ مټ دخبروپه څیر دي ، او که تاسو بیا هم په دي خبره کې شک لرئ چې پټه خوله له خبرو غوره ده نو یوه بله تجربه زه درته ښیم او هغه داسي چې تاسو د خپل موبایل دیوې میاشتي رصید یابیلانس حساب کړئ او هغه ته ځیرشئ نوپخپله به پوه شئ چې چوپتیا غوره ده که ډیرې خبرې !



104
ځمکه چا تم کړي ده ؟

یو روسی پیلوټ دخپلو سترګو لیدلی حال بیانوې ، دی هغه څه
بیانوې چې په خپله عجیبه کشتی کې په فضا یاتشیال کې ګر
ځیدی ، دا روسی پیلوټ تیتوف نومیږې دی خپل دسترګولیدلي
هیښوونکي معلوماتو په ترڅ کې زیاتوې : دځمکي دکري منظر ډیر
عجیبه هغه په فضاکې راځړیدله ! هغه عجیب حالت زه هیڅ کله نشم
هیرولی !! اوهیځکله زما له ذهنه نه وځې ... په نقشوکې به مو دځمکي د
کري انځور لیدلی وې هغه ته ورته وه اوپه فضاکې ولاړه وه هیچا
نه وه تم کړي شاوخوا یې هیڅ هم نه و ټوله تشیا او تشیا وه !!!

روسی پیلوټ تیتوف وایې : دیوڅو ګړیو له پاره زه هک حیران پاتي شوم
اوله ځانه مې د دهشت او ویري په حالت کې پوښتنه کوله
دا چا داسې په عجیبه توګه ځړولي او تم کړي ده ؟!!

د تیتوف دي هیښوونکي پوښتني ته موږ عجیب ، اسانه ، ښکاره او
لنډ ځواب لرو او هغه دسورة فاطر دالاندي ایت دی : إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ
وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا)
(فاطر:41)
بي شکه الله اسمانونه اوځمکه له لویدلو نه تم کړي ده اوکه داوړه
ولویږې له ده وروسته یې هیڅوک نشې تم کولی ، بیشکه هغه
حلیم او بښونکی ذات دی .


105

دغوره تفکر لاره

داخبر په تجربه سره ثابته شوې ده چې ډیری خلک دهغه چا
فکر اونظر خوښوې چې مینه ورسره لرې او یاباور پرې لرې او
له چانه چې کرکه لرې که دهغه نظر هرڅومره کره او دمحبوب
له نظر نه غوره وې بیایې هم ردوې !

اوداخبره هم ثابته ده چې مینه ، باور او کرکه دپوهي او معلوماتو
پر اساس نه رامنځته کیږې بلکي دا د نورو په تزکیه ، ستاینه او شخصي انګیرنه سره رامنځته کیږې ، نو پکار ده چې هرنظر ته با
ید په سوچه عقل او له ټولو باندنیو اغیزوپاک لید سره وکتل اوخوښ
کړل شې .

اودا هغه لاره ده چې موږ کولی شو په برکت سره یې له ډیرو
داسې نظریاتو یا عنعناتو اوتقالیدو ځان وژغورو چې هغه عقلا او
شرعا دواړه ناسم وې ، مینه ، جذبات او عواطف آني او مهالیز
دي اوپریکړي یې هم بدلیدونکي او ناکره دي ، او انساني عقل
چې دمیني ، جذباتو ، عواطفو او چاپیریال په لومو کې ګیرشې
بیا یې ټولي پریکړي تقلیدي او له نورو نه په اغیز کې ترسره کیږې نوانسان ته پکار ده چې دنګه اوغیر متاثر تعقل او مستندو شرعي ضوابطو په لارښوونه دژوند په لارو چارو او د چاپیریال د افکارو په باره کې پریکړې وکړې اوباید په دي اړه ډیر دقیق او باریک واوسې

دغوره تفکر دالاره موږ د ډیرو قراني ایتونو
له اسلوب نه معلومولی شو لکه په دا لاندي ایت کې الله جل جلاله خپل پیغمبرته وایې
ته له دوی نه پوښتنه او استفتا ء وکړه چې ستاد څښتن به لوڼه وې او د دوی به زامن وې
ایا موږ ملایکي ښځینه پیدا کړي دي دوی هغه وخت موجود وو ، دا پوښتني انسان
تفکر ته رابولي چې دوی دالله جل جلاله په اړه کومي غلطي خبرې کولي نو دهغو د سموالي په اړه هغوی باید وپوښتل شې او داپوښتنه که یوڅوک په سمه توګه حل کوې
نو حتما به سم فکر کوې
( فاستفتهم ألربك البنات ولهم البنون * أم خلقنا الملائكة اناثا وهم شاهدون * ) الصافات 149-150

hamedafg
08-22-2012, 06:25
106

زیاته لیوالتیا دبریالیتوب لاره

له یوه جاپاني حکیم نه خپل شاګرد پوښتن وکړه :څنګه کولی شم حکیم وګرځم ؟ جاپاني
حکیم کوچیډو کونډو ورته وویل : په زیاته لیوالتیا کې دبریالیتوب راز نغښتی دی ،

داراز یو شل کلن ځوان کاټیډرل له خپل مشهور استاد روبرټ چولر
نه پوښتنه وکړه : څنګه کولی شم ستاپه څیر بریالی اونوماند لیکوال
جوړ شم ؟ هغه ورته وویل : که ستا لیوالتیا زیاته وه چې ستا څه زړه غواړي هغه کیدلی شې ،

ځوان پوښتنه وکړه چې زیاته لیوالتیا یعني څه ؟ ډاکټر روبرټ چولر ورته کړه : هغه داسې چې له تاسره له خوب نه مخکي هم دلیکوالي فکر وې ، او سهار مهال چې پاڅیږې نو لومړۍ شی چې ستاپه دماغ کې راپورته کیږې هغه به لیکوالي وې ، هروخت او هرځای چې ته خبر کوې یا سوچ اوفکر کوې دلیکوالي په اړه به وې ، کله چې ستاپه ټولو افکارو دلیکوالي فکر مسلط او ولکه ټینګه کړې اوپه وینه کې دي جریان پیل کړې ؛ دي ته زیاته لیوالتیا ویلی شو او دا بریالیتوب لاره ده .

په دي اړه د سید جمال الدین افغان رحمه الله یوه وینا هم مشهوره ده هغه وایې انسان که رښتینی تکل اوپوخ هوډ ولرې له نبوت پرته هرمقام ته ځان رسولی شې او نبوت یواځي الهي ورکړه ده هغه ته په انساني هڅو سره رسیدل ندي شوني ،

په دي کې شک نشته چې په هرکار کې وتلی ځای او لوی بریالیتوب ترلاسه کول خورا ډیرو هڅو او زیاتو منډو ترړو ته اړتیا لرې اوکه په انسان کې له خپلي موخي او ټاکلی هدف سره د لیونی میني یا زیاتي لیوالتیا محرک نه وې دومره ډیر کار نشي سرته رسولی ،

دپوهانو دا حکیمانه خبري مو ږ تردي په پراخه کچه د قرانکریم په دي ایت شریف کې : وان لیس للانسان الا ماسعي ، موندلی شو او د قرانکریم په دي ایت کې دا مطلب او معنا په ډیره لنډه او ښایسته توګه ځای کړل شوی دی . یعني ...او داچې انسان به یواځي دخپلو هڅو میوه ترلاسه کوې .

hamedafg
08-24-2012, 12:03
107

له کتاب سره مینه دپوهي او ثقافت له پاره اساسي شرط دی ، یومسلمان سیاح وایې : زه په اندلس کې دیوه تاجر کره میلمه شوم ، له ډوډۍ خوړلو روسته یې خپل کتابتون ته بوتلم او هغه ډیرښایسته او بډایه کتابتون لاره زه حیران شوم چې یوتاجر چې له علم سره هیڅ اړیکه هم نلرې خوپه کور کې داسې کتابتون لرې !!
دی وایې وروسته ما وپتیله چې داد اندلس دخلکو رواج دی او هغوی خامخا په کورونو کې کتابتونونه لرې او هریو یې په دي ویاړي چې ښه کتابتون یې ترتیب کړی دی !

څو شپي مخکي داختر په ګڼه ګوڼه کې په مدینه منوره کې دموټرو په تم ځای کې یوڅه انتظاروم دبوختیا هیڅ هم نه و راسره په یوه وړوکي دالکتروني وسایلو پلورنځي کې مې په څو کتابونوسترګي ولګیدلي خوشاله شوم او دخپلي خوښي یو کتاب مې راواخیست په تم ځای کې په سلهاو خلک ناست و چا خوراکونه کول او یونیم په موبایل بوخت و او ماته به یې یوڅه په تعجب ولیدل !

ل پوهي او کتاب سره دمیني په اړه مې په لنډه توګه دمسلمانانو دپرون او نن
حال ستاسو مخته کېښود خدای دي وکړي په ښمر مو شې ....

hamedafg
09-09-2012, 18:50
108

د ژوند له پاره دا څوخبرې زده کړه

موږ ډیر ځایه دحکماو اقوال او غوره ویناوي وینو او لولویې اوله هغو نه پند او عبرت ترلاسه
کوو زه دلته دژوند له پاره څو خورا مهمي خبرې را اخلم او دا لنډ مضمون چې کومي خبرې
لرې داباید په خپل ژوند کې دلاري مشال وګرځول شې په دي خبرو کې ژور سوچ انسان ته
عجیبه او ګټور درسونه ورکوې داتاسو او دا هم دژوند څو خبرې :

انسان باید په دي پوه شې چې که خپله ژبه کنترول نکړي نو همداژبه به یې ملا ورماته کړې ،
انسان باید په دي پوه شې چې که دی په یوه خبرپخپله هرڅومره ډاډه اوقانع وې بیا هم نشي کولی ټولو خلکو ته قناعت ورکړې ،
انسان باید په دي پوه شې چې ښه نوم او غوره شهرت ترټولو شتمنیو غوره دی او باید وساتل شې ،
انسان باید په دي پوه شې چې په سمه لار د کیشپ په ډول تګ په خطالار دهوسۍ له تګ نه غوره دی
انسان باید په دي پوه شې چې په یوه کار له تاسف کولو نه پښیماني غوره ده ،

ماپتییلي ده چې ناکام خلک تل بریالیتوب دنصیب او قسمت کارونه بولي ،
ماپتییلي ده چې یوه کارته دری ساعته مخته حاضریدل له یوي دقیقي تاخیرنه غوره ده ،
ماپتییلي ده چې کوم خلک چې دکشتی لورته په اوبو کې په لامبو روان وې هغوی له کشتی ته انظارکوونکو نه غوره دي ،

ماپتییلي ده چې دخلکو عیبونه پلټل بي ګټي باید صلاحیتونه یې وپلټل او ګټه تري واخیستل شې ،

hamedafg
09-09-2012, 18:52
109
ژوندی احساس

دیوې ناروغي یا زخم دردونه هم انسان کړوې او ډیر سخت وې دناروغه اوټپي خپلوان او خواخوږې په دي هڅه کې وې چې څومره ژر کیدی شې درمل ورته پیدا کړي او دعلاج او درملني په ذریعه ناروغ له درده وژغورل او ارام شې ،

لوږه او تنده هم یو ډول درد او سوزول
لرې چې تږې او وږې یې احساسوې او د هغي له عذاب نه کړیږې خو دبدني دردونو او ټپونو په پرتله دلوږي او تندي درد او کړاو ډیر زیات او سخت دی ځکه دهغه نورو دردونو او ناروغیو د رغیدني په لاره کې تقریبا ا وږده پړاوونه پراته دي چې هغه دناروغي تشخیص ، بیا مناسب دوا برابرول او
بیا د دوا اغیز کول او داسې نور...

د وږي او تږي درملنه خو ښکاره ، روښانه او اسانه ده او هغه یوه ګوله ډوډی او اوبه دي داپه داسي حال کې چې دا شیان د وږې او تږې په شاوخوا کې پریمانه شتون لرې خو دده لاسرسی ورته نشته ...او ځکه خو یې درد هم زیات او زمولونکی وې ...

ماشوم که یوه څپیړه ووهل شې اود څپیړي له درد ه په ژړا شې دخوراکي شیان په ورکولو کرار او غلی شې خو که ماشوم وږی شې او دلوږي له لاسه په ژړا شې نو په بل هیڅ شې نه کراریږې اویو ډول دوایې یې هم نشې کرارولی یواځي خواړه به یې کراروې

ګومان کوم په انټر نیټ کتونکو او زما ددي کرښو په لوستوالو کې به داسي څوک نه وې چې د لوږي او تندي درد او سوز یې تجربه کړی وی خو داسي خلک به خامخا وې چې د وږیو او تږیو د دردونو احساس لرې او دهغوی په کړاونو یې زړونه دردیږې نوهغو وروڼو او خوندو ته وایم :

محترمو ! ولاکه به له ډیرو فلسفي خبرو سره لا اړیکه لرم او لا به دومره خوند راکوې خو د وږیو او بي وزلو حالت مې کړوې او دا سپیره حالات زموږ په هیواد کې بیخي ډیر او هرځای شتون لرې د خدای په پآر له شخصي ، تنظیمي او سیاسي ګټو لوړ خپلو بي وزله هیوادوالو ته ځانګړي توجه او پاملرنه وکړئ او د هغوی د دردونو احساس له ځانونو سره پیداکړئ او علماء ، پوهان ،شاعران او لیکوالان باید دي موضوع ته ځانګړي پاملرنه وکړي ، دخوارانو ، وږیو او تږیو هیواد والو د دردونو احساس باید په خلکو کې ژوندی کړې ، په خپلو خبرو لیکنو او عامو ویناو کې یې له یاده ونه باسې ،

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : په کومه سیمه کې چې یوغریب په وږي ګیډه شپه سبا کړي
د هغي سیمي له ټولو خلکو نه به الله د اخرت په ورځ پوښتنه کوې .

عمر بن عبدالعزیز رحمه الله چې کله نوی خلیفه وټاکل شو د بیت الله متولیان ورته راغلل
او ورته ویې ویل چې د وخت خلیفه به هرکال بیت الله ت غلاف تیاراوه سږکال دا نیکمرغي
تاسوته رسیدلي ده څو دبیت الله غلاف تیار او راکړئ
عمربن عبدالعزیز رحمه الله ورته وویل : بیت الله غلاف څه کوې .؟!!په خدای قسم چې دیوه وږي ګیډه مړول ماته دبیت الله په سرو زرو کې له پوښلو نه ډیر خوند راکوې !!

دي ته وایې ژوندی احساس او دي ته وایې دضمیرخاوند !!!

hamedafg
09-09-2012, 18:54
110

ټولي دروازي مه تړه !

سهیل بن عمرو له خپلي میرمني سره په سفر روان وپه لاره کې لاروهونکي ورته مخته شول ، اوهرڅه یې ورن واخیستل ! لاروهونکيسره کیناستل او د ده په توښه کې خواړه یې را وتوشپل او په خوراک یې پیل وکړ ، سهیل چې وکتل د لاروهونکو مش
ر خوراک نه کوې او ناست دی ، ده ورته وویل ته یې ولي نه خورې ؟
هغه ورته وویل : زما روژه ده ، سهیل حیران شو او ورته ویې ویل :
غلا هم کوې او روژه هم نیسې ؟!!
هغه ورته وویل : دځان او خدای په منځ کې یوه دروازه پرانستي لرم ، کیدی شې یو ورځ په دي دروازه ور ننوځم ....
کال دوه کاله وروسته سهیل دلاروهونکو مشر په حج کې ولید چې د بیت الله په پردو پ،ري نشتي دی !! او لوی صالح او نیک انسان ګرځیدلی دی ! ده چې ولید ویې پیژاند او هغه ورته وویل :
پوه شوې ! څوک چې دځان او خپل رب ترمنځ یوه دروازه پریږدي کیدی شې یوه ورځ په هغه پءانستي دروازه ور ننوځې ....
سبحان الله ...

که ته ډیر ګناه ګار وې هم دځان اوخپل څښتن ترمنځ یوه دروازه پرانستي پریږده کیدی شې یوه ورځ د دي دروازي په برکت نوري هم درته پرانستل شې

hamedafg
09-09-2012, 18:56
111

دیوه سخي او هوښیار سړي ذکر کا چې خپلي میرمني یې ورته وویل : ستا خپلوان
او ملګري ډیر بیکاره خلک دي ...ده ورت وویل : ولي ؟
هغي ورته وویل : زه یې وینم چې ته شتمن یې دوی درپورې
نښتي وې اوچې غریب شې درګوري هم نه !!
ده ورته وویل : ته باور وکړه دا د دوی ترټولو غوره خوی اوښه اخلاق دي ، ځکه چې کله موږ کولی شو ددوی خدمت وکړو دوی هم راځي او کله چې موږ بي وسه شو او د دوی خدمت نشو کولی بیا دوی هم نه راځې ،

دا انسان چې کوم ډول اند دود او طرز فکر لرې هغه ته مثبت او رغنده سوچ اوفکر ویلی شو ، ده په خپل سوچ سره دبي وفا خپلوانو او دنیمي لاري ددوستانو ناسم او غیراخلاقي چلند په ښو اخلاقو او دځان له پاره په مناسب چلند سره تعبیرکړ !

ددپراخي په مهال دهغوی راتګ ده ځکه ښه وباله چې دا مهال دی وس لرې او کولی شې دهغوی خدمت وکړې اود غربت په وخت کې هغوی له ده سره ښیګڼه کوې چې ده ته نه راځي ځکه دا وخت یې دی خدمت نشې کولی ،

د دي په ځای چې دنورو په بداخلاقیو سوچونه وکړو باید کوښښ وکړو چې خپلو غوره اخلاقوته نوره وده هم ورکړو ، دخپلو ښو رویو او چلند له پاره باید ډګر لوی کړو ، دښه کار نیت او عزم هم ثواب لرې ،

hamedafg
09-09-2012, 18:57
112

له ښه عمل سره داوږد ژوندفضیلت


طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه وایې : د بلي قوم دوه کسان رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغلل اودواړه په یوه ځای مسلمان شول ، په دوی دواړو کې یو ډیر تکړه او ښه مجاهد و همدي مجاهد یې ښه جهاد هم وکړ او بیا شهی د شو اوهغه بل یې یوکال ژوندی و او له هغه وروسته ومړ ، طلحه وایې ماخوب ولید چې زه د جنت د دراوازي په خوله کې ولاړ یم دوی دواړه
راشې ، له جنت نه یوڅوک ورته راووځي او هغه وروستی چې وفات شوی دی هغه ته جنت ته دننوتلو اجازه ورکړې او له ځانه سره یې بوځې بیا هغه راشې او دخدای په لاره کې شهید شوې ته هم جنت ته دننوتلو اجازه ورکړې ، بیا راشې او ماته ووایې چې ځه ته لاړشه دلته دراتګ له پاره ستاوخت لاپآته دی

سهار طلحه داخوب خلکو ته بیان کړ اوټول خلک په تعجب کې ولویدل ، داخبره رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورسدله اوهغه ته دا کیسه یوچا بیان کړه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل
په دي کیسه کې تاسو څه شې ته تعجب کوئ ؟

هغوی ورته وویل : یارسول الله دایوډیر تکړه مجاهد و او دالله په لاره کې شهید هم شو اوهغه بل چې له ده نه وروسته په خپل مرګ مړ شوی دی هغه له ده نه مخکي جنت ته ننوځي ؟! رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل : ایا دابل له ده وروسته یوکال ژوند ندی کړی ؟ هغوی وویل : هوکي هغه له ده وروسته یوکال ژوند کړی دی ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : په دي کال کې به په ده باندي دروزي میاشت هم راغلي وې اوروژه به یې نیولي وې ، اوپه دي یو کال کې به یې لمنځونه کړي وې اوپه لمنځونوکې به یې څومره سجدي کړي وې ؟ هغوی وویل هوکي ! رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : د دوی دواړو په منځ کې دومره زیات توپیر شتون لرې چې داسمان او ځمکي له لریوالي نه زیات ده .

علامه السندي دابن ماجه په شرح کې د دي حدیث په شرح کې وایې : وَفِي الْحَدِيث فَضْل طُول الْحَيَاة مَعَ الْأَعْمَال الصَّالِحَة. یعني له ښو عملونو سره اوږد ژوند ډیر غوره دی او دي ته په حدیث کې نغوته شوې ده .

hamedafg
10-08-2012, 20:41
113
دځیني توبه ګارو لویه تیروتنه

نن سبا ځیني داسې خلک لیدل کیږې چې له ګناهونو توبه ګار شې دیندارې پیل کړې ، پنځه وخت لمونځ او نور سنت عملونه خپل کړې ، دیني وضعه قطعه برابره کړې ، خوپه دي وخت کې شیطان دده ذهن ته یوه خطرناکه اندیښنه پیچکارې کړې هغه دا چې دی فکر کوې ډیر خلک بیلارې دي او په مختلفو ګناهونو بوخت دې ،

دلته نو ځان ته غاره شې چې ته خو اوس پر دین مستقیم شوی یې او پوره دینداره یې اوخلک خو هلاک او برباد دې او ټول د جهنم لورته روان دې ، په داسې حالت کې په ده کې دوه ناروغي په یوه ځای پیداشې یو په خپل عمل مغرور کیدل اوبل خلکوته په سپکه کتل چې دا دواړه هلاکوونکي خویونه او ډیر بد خصلتونه دې .

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :
إذا قال الرجل هلك الناس فهو أهلكهم ( رواه مسلم و ابوداود)

یعني چې یوڅوک ووایې :خلک ټول هلاک شول نودی ترټولو ډیر هلاک شو ، امام ابوداود رحمه الله ددي حدیث په شرح کې وایې
داخبره چې یوڅوک په دي نیت وکړې چې په خلکو یې زړه خوږیږې او په خپل عمل مغرور نه وې نو شاید پروابه نلرې خو که یوڅوک داخبره په داسې حالت کې وکړې چې خپل ځان ډیر دینداره ورته ښکاره اوپه خپل عمل غرور کوې بیانو دا خطرناکه خبر ده اباید ونه کړل شې .

موږ مخکې یادونه وکړه چې ځیني هغه خلک چې نوې یې توبه ایستلي وې او د دینداري خوند یې هم څکلی وې ، شیطان دهغه له پاره داسې لاري لټوې چې دی په ځان هم نه وې خبر او هغه هلاک کړی وې بناء مسلمانان وروڼه باید دشیطان ګڼ شمیره دروهو اوچلوټیو ته ځیر واوسې اوپه تیره هغه وروڼه چې علمي پانګه یې کمه وې هغوی باید ګام په ګام له نیکو او بي غرضه علماو لارښوونه ترلاسه کړې اوزموږ دا پیغام باید تل په یاد ولرې .

hamedafg
10-09-2012, 21:37
114
زه ډیر قیمت غواړم





عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایې : دابوبکر الصدیق رضي الله عنه دخلافت په زمانه کې قحظ راغی او خلک ډیرورته خپه وو ، ابوبکر رضي الله عنه خلکو ته وویل : تاسو مه خپه کیږئ خدای جل جلاله به ژر پراخي راولې ، له دي وروسته داسې پیښه شوه چې دعثمان بن عفان رضي الله عنه تجارتي قافله له شام نه راغله ، داقافله زر(1000) اوښان وو او ټول په غنمو او خوراکي شیانو بار وو داخبر چې دمدیني په ښآر کې خپره شوه د مدیني ټول تاجران دعثمان رضی الله عنه کره ورغلل ، دهغه دروازه یې وټکوله او هغه ورته راووت ، دهغه یوڅادرداسې په وږه وو چې یو څنډه یې مخته ځړیده او بله شاته .

عثمان رضي الله عنه ورته وویل :تاسو دڅه له پاره راغلي یئ او له ماڅه غواړئ ؟ تاجرانو ورته وویل : موږ خبرشوې یو چې ستا زر اوښان په غذایې توکو بار له شام نه دلته رارسیدلي دې ، موږ غواړو هغه سامان درنه و اخلو ، ته دا سامان پرموږ وپیره ، عثمان رضي الله عنه ورته وویل دننه راشئ چې خبره سره وکړو ، خلک چې دننه شول داوښانو زر بارونه یې ولیدل چې پراته وو ،

خبري پیل شوې ، عثمان رضي الله عنه ورته وویل : ماته به تاسو زما دمال څومره ګټه راکوئ ؟ هغوی ورته وویل : په لسو درهموبه دولس درهمه درکړو ، عثمان ورته وویل : ماته له دي ډیر ه ګټه پیداکیږې ، هغوی ورته وویل : په لسوبه څوارلس درکړو ، عثمان وویل تردي هم زیاته ګټه راته پیداکیږې ، هغوی وویل : ښه په لسو به پنځلس درهمه درکړو ، عثمان وویل : ماته تردي هم زیاته ګټه پیدا کیږې ، هغوی ورته وویل : موږ دمدیني تاجران ټول دلته راجمعه شوې یو څوک تاته تردي ډیره ګټه درکوې ؟ عثمان رضی الله عنه ورته وویل : ماته په یوه درهم لس درهمه راکوې ! ایاتاسوله دي زیاته ګټه راکولی شئ ؟ هغوی وویل : نه موږ یې نشو درکولی ، عثمان رضی الله عنه وویل : خدای په خپل کتاب کې وایې : څوک چې یوه نیکي ماته راوړې زه به یې لس برخي بدله ورکوم !! (الانعام ۱۶۰)
نو ای دمدیني تاجرانو ! تاسو شاهدان اوسئ چې ما خپل ټول سامان دمدیني اړو خلکو ته خیرات کړ ( العبقریات الاسلامیه ۵۷۲)
دخدای پروعدو یقین دانسان حوصله دومره لوړوې چې ترټولو لویه قرباني هم هغه ته ډیره اسانه بریښې .

hamedafg
10-09-2012, 21:44
15
دخلکوعیبونه مه لټوئ


یو وخت یو باچا و په یوه سترګه ړوند اوپه پښه ګوډ و ، یوه ورځ یې دهیواد تکړه انځورګران اورسامان ټول راوغوښتل او امر یې وکړ چې د ده یو انځور وکاږې په دي شرط چې دده عیبونه پکي ښکاره نه وې ...ټولو انځور ګرانو انکار وکړ او ویې ویل : دیوه ړانده اوګوډ انسان داسې انځور به څنګه کاږې چې روغه سترګه اوروغه پښه ولرې؟!!

ټولو انځورګرانو د باچا له انځور جوړولو نه انکار وکړ خو د دي ټولیز او عام انکار په منځ کې یو انځورګر رامنځته شواوسینه یې وډبوله چې داکار دی کوې ...!! په کار یې پیل وکړ او دباچا یوښایسته انځور یې تیارکړ او هغه داسې چې باچا دښکارپه حالت کې ګونډه ماته اودښکار د ټوپک ځخي ته یې یوه سترګه پټه اوپه بله هدف کره کوې !!!

په دي توګه باچا ښایسته انځور په داسې توګه تیارشو چې دواړه درانه عیبونه یې هم پکي پټ شول ، کاش موږ هم د دي انځور ګرپه څیر دنورو خلکو د شخصیت مثبت انځورونه واخلواوپه منفي ټکو او سلبیاتو یې سترګې پټي کړو ، هیڅ داسې انسان نشته چې هغه تیروتني او منفي اړخونه ونلرې خو که موږ دځان اونورو ارامي او خوشالي غواړو باید د هرچا ایجابي او مثبتو خصلتونو ته ځیرپآته شو اوپه منفي خویونو یې سترګي پټي کړو .

hamedafg
10-09-2012, 21:59
116

د رښتیا ځواک

ابن هشام لیکلي دې چې له رسول الله صلی الله وروسته ترټولو مخکي دخلکو په مخکې په لوړاواز دقران تلاوت کوونکی عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و ، یوه ورځ صحابه کرام یوځای سره ناست وو او ویې ویل : په خدای سوګند تراوسه قریشو په
لوړ اواز قران ندی اوریدلی په تاسوکې څوک شته چې قریشوته په لوړاواز تلاوت وکړې ، عبدالله بن مسعود وویل : زه یې ورته کوم ، عبدالله بن مسعود لږځواکه او کمزوری انسان و په مکه کې یې خپل قوم هم نه و چې دسختي په مهال یې د ده مرسته کړي وی ، دا مهال ده د خلکو شپني کوله اوپه (ابن ام عبد) سره یې شهرت لاره ، نو ملګرو یې ورته وویل چې موږ پرتاویریږو ، دی کارته باید داسي کس تیارشې چې هغه په مکه کې قوم لرې نوکه قریش په هغه برید وکړې خپل قوم به دده ملاتړ وکړې ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وویل : ما پریږدئ الله به زما مرسته کوې ،

عبدالله بن مسعود روان شو او کوم ځای به چې قریش کیناستل هلته ورغی ، د دوی خواته ودریدی ، بسم الله الرحمن الرحیم یې وویله او له هغه وروسته یې په لوړ اواز د رحمن سورت پیل کړ .... ده تلاوت کاوه او قریشو په خپلوکې له یوه بل نه پوښتني پیل کړې چې ابن ام عبدڅه وایې ... یوچا ورته وویل : دا دهغه خبرو یوه برخه ده محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ورکړل شوې ده هغوی چې داخبر واوریدله پاڅیدل او عبدالله ین مسعود یې په خوله خوله کې په سوکونو وواهه ، اوده خپل تلاوت کاوه ، له دي وروسته چې دی خپلو ملګروته راغی هغوی یې پر مخ د وهلو نښي ولیدلي نو یې ورته وویل چې موږ پرتاویریدو چې هغوی به دی ووهې خو هغه ورته وویل : په خدای سوګند دخدای دښمنان چې نن ماته څومره کمزوري ښکاره شول یو وخت هم هغوی ماته دومره کمزوري نه وو ښکاره شوې ، که تاسو غواړئ سبا بیاهم زه هغوی ته ورځم او قران ورته تلاوت کوم ، ( ما اعداء الله اهون علی منهم الان لئن شئتم لاغادینهم بمثلها غدا ، سیرت بن هشام لومړی ټوک مخ ۳۳۷)

په یوه کمزږري او بي اسري انسان کې دومره ځواک له کومه پیداشو ، چې هغه پرته له څه مادي ملاتړ نه د خپل سرټمبه دښمن د غونډ ي په منځ کې ودریدی اوپه لوړ اواز یې هغه خبرې پیل کړې چې هغوی یې له اوریدلو کرکه لرله ، ددي ځواک راز په رښتیا باندي دهغه پریقین کې نغښتی و ، عبدالله بن مسعود په دي خبره یقین لاره چې دی پرحقه او قریشو په ناحقه دې ، کله چې قریشو دقران دتلاوت په مقابل کې دهغه ډبول پیل کړل نو دده یقین نورهم زیات شو ځکه هغه پوه شو چې قریش په د دلیل او منطق په ژبه هغه ته ځواب نشې ویلی ، اوپه ده باندي دهغوی فزیکي تیری ددي خبرې کره دلیل دی چې داستدلال او منطق په ډګر کې هغوی بي وسه او څه نلرې ، عبدالله بن مسعود درښتیا ځواک لاره او بي شکه چې درښتیا ځواک له نوروټولو ځواکونو زیات ده .

په نړۍ کې دځواک او میړنیتوب راز دانده چې انسان په له ستونزو سره نه مخامخ کیږې ، په دي نړۍ کې هرڅوک له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږې د ځواک اومیړاني اصل راز داده چې انسان داسي یقین ولرې چې دخپل هدف اوموخي په لاره کې ستونزي او مشکلات هغه ته سپک او اسانه ښکاره شې ، دستونزو او مشکلاتو په دي نړۍ کې هغه څوک ستونزي او مشکلات زغملی شې چې له دي مشکلاتو لوی شی یې موندلی وې ،

مومن په کامله توګه داشی موندلی دی هغه د داسي حق پیرو دی چې په عظمت او صداقت کې یې دی یوه ذره شک او شبهه هم نلرې ، او پر دي برسیره هغه باور لرې چې په دي لاره کې ستونزي او مشکلات به په اخرت کې د ده بریالیتوبونه زیاتوې او په دي یقین سره هغه دحق په اعلانولو سره داسې خوند او لذت اخلې چې پرهغه خوشالي د پای کرښه نلرې ، او پرده باندي دمخالفینو تیری او ظلم د ده یقین زیاتوې او داباور یې لازیاتیږې چې دی پر حقه او مخالفین یې پرباطل ولاړ دې ، پر یوچا ظلم او تیری د تیرېکوونکي او ظالم د ماتي اوشیکست اعلان ده ،

دایمان او اسلام پر داعي باندي دمخالفینو تیری او ظلم د دي خبرې ثبوت ده چې هغوی دمنطق او استدلال په ډګر کې لوبه باللي ده ځکه یوڅوک چې دلیل اومنطق لرې هغه له تیرې اوځواک کارولونه کار نه اخلې ،

رښتیا یوه لوړه ذهني موندنه ده ، ددي مطلب داده چې د رښتیا د ځواک خزانه په انسان کې دننه ده او نورټول ځواکونه باندني او خارجي دې او دهغه ځواک خزانه له انسان نه دباندي ده دنورو ځواکونو خزانه محدوده وې او یو وخه پای ته رسیږې اوباندنی ځواک په نازکو حالاتو کې دځان د ژغورني په فکر کې وې او په سختو حالاتو کې دزورور له ملاتړ نه لاس اخلي ، او درښتیا او صداقت معامله داسي نده درښتیا دځواک زیرمه هیڅکله نه ختمیږې یوڅوک چې یوځل د حق او رښتیا ځواک ترلاسه کړې نو دهغه له روح سره پیوند شې او تراخیره پ،ري ورسره مل وې آن هغه وخت هم د رښتیا او حق ځواک له انسان سره ملتیا کوې چې په دي نړۍ کې یې هیڅ خواخوږی او ملګری نه وې پاته شوی .

مومن چې کومه رښتیا ترلاسه کړي ده هغه دخدای پر شتون او یووالي دهغه یقین دی اودا یقین ترټولو لوی حقیقت ده نویوڅوک چې ترټولو لویه هستي ترلاسه کړې هغه له کوچنیوځواکونو څخه نه ویریږې او له هغه ستر ذات وروسته دبل څه په لټه کې کیدلو ته اړتیا نشته .
من وجد الله فماذا فقد ومن فقد الله فماذا وجد .

hamedafg
10-09-2012, 22:02
117

په خدای باورترټولو لوی باور

په دویمه نړیواله جګړه کې چې اتحادي ځواکونو جرمني ته واتي ورکړه نوټول نازي لیډران یې په جرمني کې د دارپه تخته وړول هغه الماني لیډران چې دنړۍ دټولو انسانانو دوژلو اراده یی لرله ، دادکال ۱۹۴۶ م پیښه ده ، هټلر او ګوئرینګ مخکي ځان وژني کړي وې له دوی وروسته هریو ربن ټراپ ، کیټل ، کیلټن برنر، الفریډ روزن برګ ، ، فرینک ، ولهم فرک جولیس ، ساکل ، جوډل سس انکوراټ او نور نازي لیډران یو په بل پسي و وژل شول ،

دا هغه مشران دي چې څلویښت زره یهود یې وژلي وو اودهغوپه شتمنیو یې ولکه کړې وه ، دوی یوه داسې جګړه پیل کړي وه چې د دوی له دښمنانو پرته شل لکه الماني سرتیري هم پکي ووژل شول هغوی په سلهاو انسانان په کیمپونوکې ساتلي وو او له ځناورو بد چلند یې ورسره کاوه د هغوی درندګي دي حد ته رسیدلي وه چې دخپل هیواد سپینږیري ، معذور او ناروغان یې دجرمني له پاره بي ګټي وبلل او په سینو کې یې مرمۍ ورسړي کړې ،

خوله ماتي وروسته دهغوی حال داسې شو چې کله هغوی د دار تختي ته راوړل شول ، رنګونه یې ژیړ تښتیدلي وو ، لینګي یې ریږدیدل ، حه ویل یې غوښتل خوژبي یې ملتیا نه ورسره کوله ، دي اورژبو لیډرانو د خبرو ځواک له لاسه ورکړی و ، چاچې د نوروپه ژوند لوبي کولي هغوی پخپله دمرګ لیدلوپه مهال لیوني شو ل ،

کومه میړانه چې پر مادي ځواک ولاړه وې کله یې چې مادي تکیه له لاسه ووځي هغه بزدل او ډارن وګرځې خو څوک چې په الله جل جلاله باور او ویسا لرې هغه که مادي تکیه ولرې او یانه تل د میړاني او شجاعت د دنګ غره په څیر ولاړ وې .

څوک چې پرخدای یقین په زړونوکې ژوندی وې انسان هیڅکله نشې نا امیده کیدلی او که دهرڅومره ځواکمن دښمن له بلوسو سره مخامخ شې بیا هم د اسمان څکي غره په څیر ولاړ او نه ماتیدونکی وې او پر الله باندي دیقین په برکت به د دښمن له ټولو دسیسو ژوندی او بریالی راوځې .

hamedafg
10-09-2012, 22:06
118

ايماني ځواک

په دویمه نړیواله جګړه کې برتانیه دډیرو ځواکونو په مقابله کې بریالیتوب ترلاسه کړ خو د (نیمي شپي دازادي) دلیکوال په وینا له جګړي وروسته برتانیه دومره تیل هم نلرل چې دخپلي ازادي دنماځلو په شپه څراغونه پرې بل کړې ، اوهمدالامل و چې هلته له سوبي ترلاسه کولو سره انقلاب راغی ، دفاتح چرچل حکومت هم رانسکورشو او برتانیه مجبوره شوه چې خپلو مستعمروته ازادي ورکړې ،

دفرد معامله هم د ملت په څیرده ، جګړه پروسلو روانه وې او وسلي بربادي راولې اوهیڅ رغنده پایله نشې رامنځته کولی په وسلو سره ځواک ترلاسه کول دځان دبربادولو معنالرې او په وسلو سره فتحه ترلاسه کوونکی هم دومره بربادیږې لکه په وسله سره ناکام شوې خلک ځکه دجګړې له پای ته رسیدلو وروسته دواړه لورې تباه اوبربادشوې وې .

خودلت یوه بله ځواکمنه وسله شتون لرې چې دهغي فتحه یقیني ده اودا دایمان اویقین ځواک دی ، داخلاقواو انسانیت ځواک ، او داصولو اونظریو طاقت ، دا خورا زوروره وسله ده او واریې هم هیڅکله نه خطاکیږې په دي ځواک سره په انسان کې داسې همت پیداکیږې چې په ښکاره تش لاس وې خوبیا هم له خپل سیال سره ډغره وهلی شې ، دایوداسې تسخیرې او ایل کونکی ځواک دی چې خپل دښمن هم دوست کولی شې اوپردي په خپل کتارکې درولی شې ،

په جګړو او ډغرو کې وسله کارول کیږې اودایمان او اخلاقوپه لاره کې صبر ، صبر دبي وسلي جګړه کوونکي وسله ده ، په ټولیزه توګه چې له یوچا نه ناخوښه خبرواوریدل شې نوانسان یواځي داسوچ کوې چې ( دازما دښمن دی له منځه وړل یې پکار دي ) اوبیا هریو له خپل وس سره سم دیوه بل دله منځه وړلو هڅه کوې ، خودا دانسان دامکاناتو اوشونتیاو ډیره نیمګړي اندازه ده ، الله انسان ته عجیب روحیات ورکړي دي ، دایومنل شوی حقیقت دی چې انسان هیڅکله په یوه حالت نه پاته کیږې ، هغه هروخت بدلیږې ځکه خو په قرانکریم او حدیثو کې په صبر باندي ډیر ټینګارشوی دی ، صبر د ( نه عمل) نوم نده دصبر موخه داده چې مهالیزي ترخي وزغمه اود ایینده انسان انتظار وکړه ، په هرانسان کې دننه یوبل انسان پروت دی او دصبر دلاري دخپلولو موخه داده چې راتلونکي وخت ته د رارسیدلو موکه ورکړه ، څو په ( نني انسان) کې پټ (سبانی انسان ) ترلاسه شې .

hamedafg
11-25-2012, 11:18
119

که تل په دي فکر وې چې ټولي ستونزي او مشکلات دي دنورو له لاسه تاته رسیدلي دې د د ي مطلب داده چې ته غواړي ستا له ټولو ستونزو یوه هم حل نشې ، نوري هم زیاتي شې او تل دي پر ولیو سپرې پاته شې ...

ځکه له چاسره به ترڅو ډغرې وهې او که په ډغرو بوخت شوې نو مطلب داشو چې ته غواړې دستونزو لړۍ دي ښه اوږده شې ...

ښه لاره داده چې دخپلو ستونزو او مشکلاتو مسؤلیت پخپله ومني اوپه دي فکر شې چې ماته رسیدلي زماله خپله لاسه دې (ظهر الفسادفي البر والبحر بما کسبت اید الناس....) دافکر له ستونزو نه د خلاصون پیل دی ، ځکه ته کولی شې خپل ځان تغیر او خپل حالت او رویه بدله کړې . قرانکریم وایې : خدای دخلکو حالت ترهغو نه بدلوې څو دوی خپله رویه تغیر نکړې .

hamedafg
11-25-2012, 11:24
120

دمسلمان ژوند دتعجب وړ ده ، دهغه په هرشي كي خير ده ، كه خوشالي ترلاسه كړي اوپه هغه شكروباسي په دي كي يي هم خير دي ، كه كومه ستونزه ورته ورسيژي اوپه هغه صبروكري په دي كي يي هم خير دي ، اودا نيكمرغي يوازي دمومن په برخه ده .
( داد صحيح مسلم روايت دي)

په دي روايت كي دمسلمان داطمنان اوخوشالي له پاره عجيبه اوديره له حكمته دكه خبر بيام شوي ده ، كه مسلمان دي خبري ته ش
ه متوجه شي نوتل به خوشاله او د ژوند له تولوانديشنواودردونوبه نجات ترلاسه كري جكه كه هغه د ژومد په ستونزو او دردومو صبر وكري نوپه دي كي يي خير ده او الله به اجر وركوي اومسلمان خوتل دخير په ترلاسه كولو خوشاليژي نو دمسلماني مباركه عقيده انسان ته غم ادرد هم دخوشالي لامل گرجوي !!
جكه خودسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : عجبا لأمر المؤمن !! ........

hamedafg
01-20-2013, 02:28
121



څوک رښتینی دی ؟


دیوچا د دینداري اوتدین درښتیاوالي نښي دهغه په اخلاقو اوټولنیزو معاملاتواوراکړه ورکړه کې معلومیږې . یعني د یوه دینداره انسان که اخلاق هم ښایسته و اوله خلکو سره یې ناسسته ولاړه او تعامل هم صحي و نو دی رښتینی دینداره بللی شو او که یوڅوک په ځیني عباداتو او خبرو کې ځان دینداره ښکاره کوې خو اخلاق ، او ټولنیز چلند یې سم نه وې ، نودی موږ رښتینی نشو بللی .


ځیني داسي خلک شته چې هغوی ځانونه ډیر دینداره ښکاره کوې نفلونه ، خیراتونه او ښې ښې خبري کوې خو اخلاق او له خلکو سره یې ټولنیز چلند خوندور نه وې دا کس دینداری او نیک نشو بللی بلکه دی دروغژن دی ، د دینداره انسان دپیژندلو لویه نښه دهغه ټولنیز اخلاق دې .


موږ نن سبا مختلف انسانان او ډیري ډلي وینو څوک وایې موږ په حقه یو او ځیني نور وایې زموږ لاره حقه ده ، که چرته تاسو په دي حالاتو کې نپوهیږﺉ او حیران دریان پاته یاست چې ټول ځانونه په حقه بولي موږ له چا سره ملګري شو رښتیني خلک څوک دې ؟ ستاسو له پاره درښتینیو خلکو دپیژندلو اسانه لاره داده چې اخلاقوته یې ځیرشﺉ ! هرځای مو چې ښه اخلاق ، غوره ټولنیز چلند اود خبرو او عمل یووالی وموند هلته رښتینی دین دی او هلته رښتیني علم دی ، او که څوک ښه اخلاق او غوره انساني چلند ونلرې په دین او علم یې باور مکوﺉ .

hamedafg
01-28-2013, 11:51
122


دخبر کره توب اوګټورتوب


سقراط یاسکورات په لرغوني یونان کال : (399-469 .له میلادمخکې) کې تیرشوی دی هغه په ستر حکیم کې سره مشهور دی او یو حکمت یې ستاسو سره شریکوم : یوه نږدې ملګري یې ورته وویل : ته خبر یې ستاله یوه شاګرد نه مې یوه خبر اوریدلې ده ؟ سقراط ورته کړه یوه ګړۍ صبر وکړه ! مخکي له دي چې ماته مې دشاګرد خبره بیان کړې زه دری لنډې پوښتنې لرم :


لومړۍ داچې ایا ته باور لرې چې داخبر زما شاګرد کړې ده ؟ ملګري یې ورته وویل : نه زه باورې نه یم ، سقراط وویل :دویمه پوښتنه داده چې ایا زما شاګرد ښه خبر کړې ده که بده ؟ ملګرې یې وویل : نه ښه خبر نده . سقراط وویل : ته باوري هم نه یې چې دا خبر خامخا زما شاګرد کړې ده او ښه خبر هم نده ! راځه دریمه پوښتنه ځواب کړه : ایا دا خبر زماله پاره کومه ګټه لرې ؟ ملګرې یې سرکوز کړ او غلي یې وویل : ګټه هم نلرې .... سقراط استاد ورته وویل : چې په خبره باورې هم نه یې ، ښه خبر هم نده او څه ګټه هم نلرې نوبیا یې ولي راته کوې ستا په آغه ........؟؟


هر انسان طبعا د(حب استطلاع) غریزه لرې یعني دځان خبرولو مینه ، موږ اوتاسو چې ناست یو اوڅه غږ یاګړپ واورو که په ډیر مهم مجلس یاځانګړو خبرو بوخت یو بیا هم خبرې بندې او غوږونه څک کړو
پوښتنه کوو دا څه و اوڅه وشول ؟ داراز ځیني خلک ترنورو دخبروله رسولو سره هم ډیره مینه لرې . نن سبا نوې ټیکنالوژي دخبر رسولو
له پاره موډرن وسایل برابر کړې دي او موږ تاسو وینو چې دا وسایل دچاپه لاس کې دې اوڅنګه خلک یې کاروې ، بناء دخبر معلومولو اوکره کولو په باره کې خورا دقت او غور پکار دی او داراز په عادې کلیوال حالت کې لازمي ده چې دخبر کره توب ، ګټور توب او ښه والي ته پوره اوجدې پاملرنه وشې .


د سقراط کیسه مې دخوند او جالبیت په نیت راواخیستله کنه داموضوع قرانکریم ډیره ښه روښانه کړې ده :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ . ژباړه :ای هغو خلکو چې ایما ن یې راوړی دی ، که تاسو ته فاسق اوبیلاري سړی خبر راوړې ، دهغي خبرې پوره پلټنه اوتحقیق وکړﺉ هسي نه له کوم قوم سره په ستونزه اخته نشﺉ چې بیابه په خپلو کړو پښیمانه یﺉ .


نوربیا

hamedafg
02-12-2013, 02:08
123


د حکمت خبره


دخلکوخبرې ... د کاڼواوکمرونو په څیر دي ، که ورته تم شوې او په شادي کړې ملا دي ماتوي ، اوکه دي څلی ورنه جوړ کړ اوترپښو دي لاندې کړې لوړبه شې اوبریالی به وې .


د نړۍ د ډیرونورو ټولنوپه څیر زموږ په ټولنه کې هم دې جملې ته خلک ډیره توجه لرې چې (داخلک به څه وایې....) یعني دخلکو خبرو او رواجي شیانوته اهمیت ورکول کیږې ، اودا هغه بیځایه اهمیت ده چې ډیر خلک یې شل شوټ اوله کاره ایستلي دي ،


د مسلمان هر کار چې معقول ، سنجول شوی ،ګټور اود اسلامي شریعت خلاف نه وي که سل ځله یې خلک پر خلاف څه وایې ، ودي وایې ، باید دخلکو خبرې ترپښولاندې کړل شې اوخپل کار ترسره کړل شي .