افغانستان: دسنوکر لوب غاړي په اسیایی لوبو کي پاکستان ته ماتي ورکړه

afghan_nationla_team (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۵) کابل: داسیایی لوبو په اوه ویشتمه مرحله کي دافغانستان دسنوکر دلوبو لوب غاړي وتوانیدل ترڅو پاکستاني لوب غاړي مات کړي.
دافغانستان دالمپیک دملی کمیټی مشر محمد عارف رسنیوته وویل دغه لوبه چي دهندوستان په هیواد کی ترسره شوه، تیره ورځ  له هندوستان څخه  دسنوکر دملي لوب ډلي مشر خبر را کړ چي افغانی لوب ډلی په ۴د ۲ په مقابل کي پاکستاني لوب ډلي ده ماته وړکړه، نوموړی زیاته کړه د روانو لوبو په جریان کي به نن ورځ زمونږ تکړه لوب غاړي هر یو صالح محمد دهانګانګ له لوب غاړي سره او ورئیس خان به دایران له لوب غاړي سره میدان ده راوزي. 
دسنوکر اسیایی لوبي  د ۲۱ هیوادونو دلوب غاړو په ګډون سره تیره ورځ په هندوستان کی پیل شوي چي تر راتلونکو اوه ورځو پوري به دوام ومومي،
له بله لوري  خبر ورکول شوی دي چي دافغانستان دسوک وهني دښځو ملي لوب ډلي هم وترکیی ته سفر کړی دي ترڅو د ۲۰۱۲ کال لوبو ته چی به انګلیستان کي رامنځ ته کیدونکي دي  دلارموندلو په لوبو کي ګډون وکړي، دسوک وهني ملي لوب ډلي مشر پاینده محمد اختري زیاته کړه په دغو لوبو کي به دافغانستان دوي دوي تکړه لوب غاړی هره یوه شګوفه حیدري چي ۴۸ کیلو وزن لري او صدف رحیمي چي ۵۴ کیلو وزن لری ګډون کوي، نوموړي وویل، چي ښاغلي حیدري به دهانکانک او رحیمي به دویتنام په مقابل کی مبارزي ته وړاندي شي، داختري دمالوماتو له مخي د ښځو دسوک وهني لوب ډله په افغانستان کي په ۱۳۸۷ هجري کي رامنځ ته شوه چی اوس مهال ۲۹ کسه لوب غاړي لري.
بخت الرحمن بخت………………نن ټکی اسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.