افغانستان

کونړ. غازي اباد کې د ملي اردو ۱۹ عسکر وژل شوي

د کونړ ولايت چارواکي وايي چې، تېره شپه درې بجې وسلوالو طالبانو غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوسته بريد کې ۱۹ عسکر وژلي دي.

د کونړ ولايت وياند عبدالغني مصمم وايي چې، په دغه بريد کې ۱۹ عسکر وژل شوي او اووه نور ورک دي. مصمم وايي چې جګړه اوس هم روانه ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادې جګړې په اړه نن ټکی اسيا ته په راليږل شوي ايميل کې ويلي چې،  غازي اباد ولسوالۍ شیرغچ سيمه کې د دوی مجاهدينو د ملي اردو پر يو لوی مرکز وسلوال بريد کې لسګونه عسکر وژلي او او يو شمېر يې له ځانه سره بوولي دي.

مجاهد زياتوي چې له څو ساعته جګړې وروسته دغه مرکز فتحه شو، سپکې او درنې وسلې او يو شمېر نور وسايل يې وسلوالو طالبانو له ځان سره يوړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x