نړۍ

ایتلافي ځواکونو د موصل په جګړه کې ملکيان وژلي / د ښار تخریب په ویډیو کې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د بښنې نړيوال سازمان په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د موصل د بيرته نيولو په جګړه کې د داعش ډلې او ايتلافي ځواکونو جنګي جرمونه تر سره کړي او د ملکيانو څخه يې د سپر په توګه استفاده کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې داعش ډلې به په وروستيو مياشتو کې له شاوخوا سيمو ملکي خلک راټولول او موصل ښار ته به يې رالېږدول، تر څو له دوی څخه په بمباريو او جګړو کې د سپر په توګه کار واخلي.

راپور زياتوي، چې ډیری خلک يې په خپلو کورونو کې د بنديانو په شکل ساتل او ځينې نورې سيمې يې په دې موخه له ماينونو ډکې کړې وې چې څوک د تيښتې هڅه ونکړي، دغه راز د ښار په شمالي برخه کې د جګړې پر مهال سلګونه خلک چې د تيښتې هڅه يې کړې داعش ډلې وژلي دي.

د بښنې نړيوال سازمان راپور کې راغلي، چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي او عراقي ځواکونو په موصل کې هغه ډول وسلې کارولي، چې د خلکو د استوګنې پر ځايونو يې د استعمال اجازه نشته، لکه د مارچ په ۱۷ چې د امريکايي هوايي الوتکو په بريد کې ۱۰۵ ملکيان ووژل شول، چې د دغه بريد هدف يواځې د داعش دوه نښه ويشتونکي و.

دغه راپور چې د ” At any cost ” تر عنوان لاندې خپور شوی، د موصل ښار له ۱۵۱ اوسېدونکو، روغتيايي کارکوونکو او نظامي پوهانو سره پکې خبرې شوي.

د راپور له مخې، د جنورۍ مياشتې نيولې تر مۍ مياشت پورې په ۴۵ هوايي بريدونو کې ۴۲۶ ملکيان وژل شوي دي.

د نړيوال سازمان د منځني ختيځ کارپوهې لين مالوف وويل، چې ژر تر ژره دې د پلټنو په موخه خپلواک کميسيون وټاکل شي او هغه کسان چې ملکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې بايد بې سزا پاتې نه شي.

په داسې حال کې دا راپور خپرېږي چې وړمه ورځ د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي له داعش ډلې د موصل د بيرته نيولو اعلان وکړ.

د امریکايي ایتلاف بمباریو او پر ځمکه جګړو د موصل ښار په کنډوالو بدل کړئ، ویډیو:

د ښار د نیول کېدو وروسته:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Many distractions were done by IS too, the Alnoor Masque was bombed by them and they destroyed many historical sights

الحاج استاذ بیانزی

mha صاحب ، زه کله ناکله ستا تبصری په پشتو ژبه کی هم ګورم ، دا معنی چه key board هم لری ، د افغانتسان د ګوتو به شمار خلک په انګلیسی پوهیږی هغه چه بوهیږی اکثره یی ژباړن او یا د حکومت غلام چارواکی دی، نو ستاسی په انګلیسی تبصری مظلوم اولس ته څه ګټه لری ، که دخپل کمیشن د زیاتوالی د پاره یی په انګلیسی کی لیکی ؟ د داعش په اړه : داعش هم دغه لوی دجال او دهغوی غلامانو زیږولی ، روزلی ، تمویل او تجهیزوی ، مګر د هغوی د سر کسان د عراق… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x