غزل/ امير حمزه انوري

امير حمزه انوري

نور په دعا او په سوالونو باندې ستړي شولو
په ژړاګانو او ویرونو باندې ستړي شولو !!!

زمونږه کلي ته دیوان راغلي لویه خدایه !!!
کوم لورته لاړ شو په مزلونو باندې ستړي شولو

دشپې چاپه وي په رڼا ورځ خو بل کار نه لرو
په جنازو اوپه قبرونو باندې ستړي شولو !!!

داسې تنکي لکه ګلاب زلمي مو وریژیدل !!!
دسولې تګې یو جنګونو باندې ستړي شولو

دلته مو ډیرو په سپیڅلي احساس لوبې وکړې
دلته په پاکو شعارونو باندې ستړي شولو !!!

زمونږه وینه رهبر دومره په ارزانه پلوري
نور دپردیو پیغورونو باندې ستړي شولو

مونږ له مزل اوله منزله ستړي نه یوګورۍ !!
دچا دلاسه مونږ په زړونو باندې ستړي شولو

کابله بیا رانه په څه نوم سرښندنه غواړې !!
بل نوم راښایه په نومونو باندې ستړي شولو

داسې به کله وي چې خپل وطن مې ګل وطن وي
انوري ) نورپه هجرتونو باندې ستړي شولو !!!

امیرحمزه انوري متحده آمارات شارجه 10 /07 /17

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د