
طالبانو له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې اترې وځنډولې
نن ټکی آسیا: طالبانو په ګوانتانامو کې د افغان بندیانو او دوی سره د بندي امریکايي سرتېري د تبادلې په تړاو له امریکا سره مذاکرات معطل کړي دي.
د طالبانو مشرتابه مقام ویلي، چې څه موده وړاندې يې په قطر کې خپل سیاسي دفتر ته دنده سپارلې وه،چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې-اترې پیل کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د قطر هېواد په منځګړیتوب دغو پيل شویو مذاکراتو پرمختګ هم وکړ او په دې ترڅ کې يې مقابل لوري ته د امریکايي اسیر ويډيو هم سپارلې.
اعلامیه په پای کې وايي: « د هېواد اوسني پېچلي سیاسي وضعیت له کبله د اسلامي امارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې دغه مسئله تر یو څه وخت پورې وځنډول شي. نو بناء د بندیانو د تبادلې دا پروسه به تر امر ثاني پورې معطله وي.»