دیني، سیرت او تاریخ

زه هره ورځ سل کیلومتره سفر کوم ایا زه سفریانه لمونځ وکړم؟

سوال: زه هره ورځ سل کیلومتره سفر کوم ایا زه سفریانه لمونځ وکړم؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: که یو څوک د هغه ابادۍ څخه ووځي چي دی پکښې دی، له دغه څخه به دغه فاصله 77.25 کیلومتره وي، دغه شرعي مسافر دی. ۲/۵۹۹، ۶۰۰، ط: زکریا دیوبند): من خرج من عمارة موضع إقامتہ من جانب خروجہ وإن لم یخرج من الجانب الآخر.. قاصدًا… إھ

۲: که چیری دغه سفر پر یوه سړک باندي وي، نو تاسی وګوری کله چي د یوه ښار حدود ختم سي له همدغه ځایه څخه چي 77.25 کیلو متره پوره سي دغه شرعي مسافر دی.

۳: کله چي تاسي د خپلې ابادۍ څخه و وتلاست، او مسافت تر 77.25 پوري وو، او یا زیاته مسافه وه تاسی مسافر یاست،تر څو چي د خپل ښار و ابادۍ ته داخلیږي.

قال في الدر (مع الرد کتاب الصلاة، باب صلاة المسافر: ۲/۵۹۹-۶۰۵): من خرج … صلی الفرض الرباعي رکعتین… حتی یدخل موضع مقامہ إن سار مدة السفر … أو ینوي… إقامة نصف شہر… بموضع واحد صالح لہا إھ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x