
عکاس حاجي ته ډالۍ
محمد رحیم مظلوم
حاجي مه اخله عکسونه په کعبه کې
خدای ته وکړه طوافونه په کعبه کې
د رب کور دی عبادت لپاره وقف
ستا عادت شول ګناهونه په کعبه کې
د تصویر به وي همدومره ګناه ډیره
لکه څومره شته اجرونه په کعبه کې
عبادت کوه د مرګ پته نه لګي
بیابه نه وي دا وختونه په کعبه کې
هسي نه ستا د ګناه له وجې بند شي
را اوریږي رحمتونه په کعبه کې
موږ وای څومره بختور دی چه حاجي شو
ته کوې عبث کارونه په کعبه کې
کاشکې ستا پرځای {مظلوم} وای وراغلۍ
شپه او ورځ مې کړل سوالونه په کعبه کې