افغانستان

لوګر: د امنیه قومندانۍ جګپوړی چارواکی تر تښتونې وروسته وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت سرپرست سمونیار عظیم الله حقمل تر تښتونې وروسته وژل شوی دی.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي چې نوموړی نن سهار شاوخوا نهه بجې د طالبانو له لوري هغه مهال ووژل شو کله چې پولیسو د نوموړي د خلاصون لپاره سیمې ته ورغلي وو خو د خلاصون د عملیاتو وروسته یې په سیمه کې د هغه مړی وموند.

طالبانو تر اوسه د پيښې مسؤولیت نه دی اخیستی او نه یې هم په دې اړه معلومات ورکړي دي. پېښه د لوګر په مرکز پول علم کې د حصارک په سیمه کې را منځته شوې ده.

عظیم الله حقمل له تیرو لسو کلونو راهیسي د لوګر ولایت په امنیه قومندانۍ کې د جنايي جرمونو په مدیریت کې دنده تر سره کوله، نوموړی وروسته تر هغه ددغه مدیریت سرپرست وټاکل شو کله چې د جنایي جرمونو پر وړاند د مبارزې پخوانی مدیر سمونوال محمد جان عابد د طالبانو له لوري ووژل شو.

د نوموړي په جنازه کې د لوګر والي حلیم فدائي، امنیه قومندان عصمت الله علیزی او نورو جګپوړو چارواکو په شمول د نوموړي کورنۍ او ولسي خلګو ګډون وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x