دانقلابونو لوبه

محمد داود امیري

هلمند افغانستان

دا لوبه امریکایانو د(۱۹۵۰)کال په لسیزه کي ګرمه کړه ، دوي کله یومشرجوړوي او کله دوه یا درې، بیا د اردو په واسطه انقلابونه رامنځ ته کوي ، چي په دې ترتیب دمنطقې اردو ددې دنوي وضعي ملاتړ کوي ، او دمنطقي ژیړه درېشي دپردۍ زیړي دریشي ځای نیسی : اوددې انقلاب څخه دفاع کوي ، اوپه دې ډول دښمن و خپلو اهدافو ته بې له دي چي د سراو مال زیان ورته واوړي رسېږي ، او دولس د مقامت سره هم نه مخ کیږي اوکه څوک مقاومت وکړي نو اردو يي په خورا بې رحمۍ له منځه وړي .

عسکري انقلابونه نوري ګټي هم لري :

عسکري کودتاء نامعلوم خلګ منځ ته راولي ،او کله نا کله خو مجهول النسب هم وي ترڅو خلګ ونه سي کولای چي اصلي څیره او نسب يې وپېژني، نو له دې کبله کیدای سي چې داسي څوک دمسلمانانو دپاچاهۍ په تخت کښېنوي : چې په نسبي لحاظ د یهودانو او د ښځو له لحاظه په نصاراو اویا له دواړو سره اړیکي ولري ، چي په دې توګه درې واړه دینونه د یوه وطن اوسیدونکي ګرځي ،

دا سیاسي لوبي د یهودانو په لاسونو په اروپائی پایتختونو او یا په ماسوني کلبونو کې جوړیږي ،خو افسوس چې مسلمان امت په ژور خوب ویده دی په خاص ډول ځوانان ، په دا لوبو کي تل هڅه کیږي: چې ناتوانه مزدوران دمصالحو قرباني سي او دطاقت خاوندان په میدان کي تل پاتي ، که بي توانه مزدور دنورو داهدافو قرباتي سو نو په ځای یی بل مزدور یا بل نظام چي له پخواني نظام سره په کلي ډول جلا والی ولري رامنځته کوي ، ترڅو دزاړه او تازه نظامونو تر منځ اړیکي ورکي کړي ، او ناپوه ولس ونه سی کولای چي ژر يې وپیژني.

که څه هم په ښکاره خو داسي معلومیږي چي مزدور واکداران دلوبي یو طرف ته دي خو واقعیت داسي نه دی: ځکه هغه څوک چي ددین او وطن دمصالحو په خلاف ځان خرڅ کړي بیا نه سي کولای چي سر راپورته کړي او مخالفت پیل کړي بلکي تل به دمزدورۍ او غلامۍ ځنځیر په غاړه او دبل لاس ته به ګوري

محمد داود امیري

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د