د افغانستان او ایم سي سي تر منځ لوبه په باران ومېنځل شوه / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن د لندن په تاریخي لوبغالي لارډز کې د افغانستان او ایم سي سي لوبډلې تر منځ یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه چې د باران له وجې په مکرر ډول ودرول شوه، څلویښتو اورونو ته را کښته شوه او بالاخیره لغوه اعلان شوه.

د لوبې پچه ایم سي سي (میرالیبون کرکیټ کلب) وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دغه لوبډلې د نیوزیلېنډ د مشهور لوبغاړي برېنډن میکالم په مشري او د پاکستان د پخواني کپتان مصباح الحق په شتون کې په څلوېښتو اورونو کې ۲۱۷ منډې جوړي کړې.

تر ټولو ډیرې منډې اوپنر لوبغاړي «سام هین» جوړي کړې، نوموړی د اسټرالیا هیواد دی، په ۱۰۰ بالونو یې ۷۶ منډې جوړي کړې، برتانوي لوبغاړي سمیت پټېل په ۴۳ بالونو باندي ۵۳ منډي جوړي کړې، برېنډن میکالم ۵، مصباح الحق ۷، چندریپال ۲۲، یاسر شاه ۱۰ او جورج ډوکریل ۱۵ منډې جوړي کړې.

شاپور زدران ۳ لوبغاړي وسوځول، ګلبدین نایب ۲ او راشد خان یو لوبغاړی وسوځوی، دولت ځدران، سمیع الله شینواری او محمد نبي بې وکټه پاتې شول.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې په پنځه اورونو کې ۳۱ منډې جوړي کړې او یو لوبغاړی یې وسوځېد.

جاوید احمدي پر ۱۳ او ناصر جمال پر ۴ منډو ناسوځېدلي پاتې شول، نور علي زدان ۱۱ منډې جوړي کړي او وسوځېد.

د لوبې بشپړ جریان په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

دغه لوبې ته د اروپا له مختلف هیوادونو څخه په زرګونو افغانان راغلي وه او لوبه یې په ژوندۍ بڼه په میدان کې وکتله.

ځیني انځورونه چې د کرکیټ بورډ پر فیسبوک باندي خپاره شوي په لاندي ډول دي:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.