ټکنالوژي

بریښنايي برس، د غاښ پاکولو طریقه درښيې

نن ټکی آسیا: ټاکل شوې ده ،چې د ټکنالوژۍ دا جالبه اختراع به د روانې اونۍ په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شي.
دا بريښنايي برس چې د بلوټوت په وسېله له موبایل سره وصل کېږي او تاسو ته په غږ کې د غاښونو د پاکولو او صفا کولو طریقه درښیي.

د پروکټر او ګیمبل کمپنۍ دا تولید یو کم ساری او نوښت بلل کیدای شي.
دا غاښونو دا برس نه یوازې د عالي (سمارټ) موبایلونو په مټ د غاښ پاکولو طریقه  بیانوي ،بلکي په موبایل کې د خپل اپلیکشن په ذریعه کنټرول کیدای هم شي.
همدارنګه دا برس د ورۍ او خراب غاښ ،ژامې او د خولې د نورو برخو د خرابوالي او روغتیا وړاندیزونه او احتیاطي تدابیر هم په ځان کې لري.
د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ ښایي د دغه برس بیه شاوخوا ۲۰۰ ډالره اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x