افغانستان

جوزجان: د دولتي ځواکونو په ډزو په لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د جوزجان ولایت اوسیدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د داعش او دولتي ځواکونو تر منځ په نښته کې دولتي ځواکونو په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي، خو دولت وايي چې داعش ډلې د ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخیستی دی.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ اوسیدونکې او عیني شاهدان وايي چې دولتي ځواکونو په قصدي ډول ۸ ملکیان هغه وخت ووژل کله چې يې هڅه کول د جګړې له ساحې څخه وتښتي.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داور ویلي چې په ورستیو جګړو کې ۱۳ تنه اوسیدونکي ووژل شول او ۲۵ نور ټپيان شول. او زیاته کړې چې د جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ د شبرغان ښار، دشت لیلی او غرنیو سیمو ته په هجرت مجبور شول، خو دا کورنۍ اوس د خوړو، څښاک اوبو او نورو اړتیاو د کمښت سره مخ دي.

د غوث الدین په نامه یوه کلیوال پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د درزاب ولسوالۍ په بتو کلي کې یو کم عمره ماشوم، یو ښوونکی او دده د کورنۍ ۳ غړو په شمول ۸ تنه په قصدي ډول د دولتي ځواکونو په ډزو ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.

یوه بل تن محمد طاهر همدې اژانس ته ویلي چې کله مونږ له سیمې څخه په تیښته وو، د دولتي ځواکونو او داعش له لوري د ځمکې او هوا له لاري تر برید لاندي راغلو، چې له امله یې زوی ټپي شو.

نوموړی چې زوی یې شبرغان روغتون ته رسولی، رسنیو ته وویل چې د دولتي ځواکونو چورلکې له پاسه را باندي ګرځېدلې او ډزي یې راباندي کولې او بل لوري ته د داعش وسلوالو هم راباندي ډزي کولې چې له امله مي زوی سخت ټپي شو.

د جوزجان مرستیال والي رسنیو ته د ملکي تلفاتو د تایید تر څنګ ویلي چې کیدای شي دغه ملکیان د دولتي ځواکونو له لوري په نښه شوي وي ځکه چې داعش ډله د ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، کیدای شي یو شمېر ملکیان د جګړې قرباني شوي وي.

د کتونکو په باور په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ستر قرباني ملکیان دي چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له لوري په قصدي او غیر قصدي ډول وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x