افغانستان

په روزګان کې بمبار څلور ښځې وژلي دي، یوه ټپي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې ځايي اوسیدونکو او روغتیايي کارکوونکو رسنیو ته ویلي چې په مهر اباد کې د بمبارۍ له امله څلور ښځې وژل شوي دي.

سرچینې دا نه دي ویلي چې د بهرنیانو الوتکې بمبار کړی او که د دولتي ځواکونو، خو زیاته کړې چې د روزګان مرکز په ترین کوټ کې د مهر اباد په سیمه کې د عملیاتو پر مهال الوتکو پر یوه کور بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور ښځې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.

د روزګان ولایتي روغتون یوه ډاکټر ضیاء الرحمن رسنیو ته د پيښې تایید کړی او ویلي يې دي چې روغتون ته پنځه ښځې ور وړل شوي دي چې څلورو یې ساه ورکړې وه او یوه په ټپي حالت کې وه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو او بهرنیانو له لوري په بمباریو کې زیاتوالی ددې سبب شوی چې د جګړو په ساحو کې ملکي تلفات هم زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x