نظــر

حزب بیا هم پاشلی راغی!- ظریف افغان

دا به د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب په تقدیر کې لیکل شوي وي، چې دا ډلګۍ تل له پاشلتیا سره مله راغلې ده. ته وا د دې ګوند وجودي فلسفه اختلاف وي؛ ځکه د هېواد د وروستيو درېوو لسيزو د هر تاوجن پړاو اختلافي رول د حزب په برخه رسېدلی، دا اختلاف او سرخوږی معمولاً له نورو تنظیمونو سره وو، مګر له قاضي امین وقاده دا لړۍ نوره د حزب په برخه شوه، هر ځل په هرې مرحلې کې حزب د پاشلتیا او دوه ډلګۍ ښکار شوی دی.

د وري د شپاړسمې نېټې ټاکنو یو ځل بیا حزب داسې پاشلتیاوو او ډلبندیو سره مخ کړ، چې تېر تاریخ پرې څو برابره ښه وو. ځینې اوسنۍ پاشلتیاوې د حزب د لیډر سیاسي ځیرکتیا او تدبیر ښيي، چې په یوه ځانګړي مهارت سره یې وکولای شوای، چې خپل لارويوان پر څو ډلو ووېشي، له هرې څانګې په ځانګړې برخه کې کار واخلي، په پایله کې چې د هرې څانګې ايتلافي کړۍ واک ته رسېږي، د حزب یوه څانګه یې په څنګ کې وي. مګر زه چې تر کومه ګلبدین حکمتیار او د حزب اوسني غړي پېژنم، پر دې باور نه یم. زما دا اختلاف نظر، له دې سرچينه نه اخلي، چې د دوی پر نیت او عزم زه ښه نیت لرم. خبره دا نه ده. اصلاً په ګلبدین حکمتیار او اوسنيو هملارو کې يې دومره سیاسي ځيرکتیا او درک نه شته. په لنډ چې يې ووایم، دا د حزب د پاشلتیا او څو ډلې توب یو بل پړاو دی، چې د حزب په زیان راغی او عمده لامل یې د ګلبدین حکمتیار ځان غوښتنه، واک غوښتنه، بل نه منل او سرټمبګي ده چې یو ځل بیا یې دا ډلګۍ د وېش پر پوله ودرولې ده.
پرون په کابل کې د جمعه خان همدرد په مشرۍ څو تنو نورو حزبیانو د زلمي رسول له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ. دا څانګه هغه وخت رادبره شوه، چې د ارغندیوال حزب له غبرګ عبدالله او د قطب الدین په مشرۍ د حزب بلې څانګې خپله نوماندي وړاندې کړه. د غبرګ عبدالله ناکامي معلومه ده، د قطب الدین ماتې کې خو څوک شک نه شي کولای. ګلبدین د غبرګ عبدالله د ماتې لپاره قطب الدین پېش قراول رامخکې کړ.

دا ځل دا پاشلتیا داسې برېښي، چې حزب به بیا پر خپلو پښو ونه درېږي. سیاست کې خو نه دا پاشلتیا سړی دایمي ګڼلی شي او نه هم کوم اتحاد، مګر دا ځل د حزب یوه کړۍ عبدالله سره شوه، بله له راتلونکي حکومت (زلمی رسول) سره او پاتې قطب الدین د تېر په څېر له ګلبدین سره. راتلونکی ګټونګی یا زلمی دی یا هم غني. د غني او زلمي پلویان څه ځانګړی توپیر نه لري. د جمعه خان حزب له هر یوه سر کېدای شي.

ټاکنې دویم پړاو ته تلونکي دي، هلته بیا قطب الدین یا زلمي سره کېږي او یا هم غني سره، چې په دې کار سره د کرزي ټیم سره نژدې کېدای شي. په دې احتمال کې بیا د ګلبدین د راتګ امکان ډېر زیاتېږي. که کابل ته یې راتګ هم ښه ونه ګاڼه، لږ تر لږه یو بل هېواد ته به ولاړشي او د کرزي له ادارې او سولې شورا سره د سولې د خبرو نندارې او رسنیزې لوبې په لار اچوي. په هغه صورت کې بیا ګلبدین سياسي امتیازات نه، خو اقتصادي ګټې به څه نا څه له معلومو او مجهولو لوريو تر لاسه کړي.

لیکوال: ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x