نړۍ

«چايي والا» کندهاری دی، زاخیلوال یې تایید وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): شنې سترګې او ښکلې ځواني لرونکی ارشد خان چې په پاکستان کې په «چايي والا» مشهور شو، په اصل کې د افغانستان د جنوبي ولایت کندهار دی.

د جیو نیوز د راپور سره سم د پاکستان شناختي کارډ د ویشلو ادارې «نادرا» ورته تایید کړې چې د ارشد خان مور اور پلار افغان مهاجرین دي، د نادرا سره ثبت دي.

نوموړي یوه میاشت تر مخه د پاکستان شناخته کارډ هم تر لاسه کړی وو خو د جیو نیوز او نادرا ادارې له لوري څېړنو ښودلې چې نوموړی په اصل کې د افغانستان دی. د شناخته کارډ لپاره یې چې کوم اسناد وړاندي کړې وه، هغه ټول جعلي وه چې له امله یې کیدای شي نوموړی د پاکستان د قانون سره سم مجرم وپيژندل شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي ، رشتیا هم ارشدخان د افغانستان دی.

خو ارشد خان وايي چې دی د پاکستان په سرګودها ښار کې زیږېدلی او کورنۍ يې د مردان سره تعلق لري، د مور او پلار نومان یې بازخان او سارن بي بي ده، پلار یې په سعودي کې ۱۳ کاله مزدورې کړې خو د جیو نیوز د راپور سره سم نوموړي پر خپل ټولو ادعاو هیڅ ثبوت نه لري.

جیو نیوز په خپل راپور کې ویلي چې ارشد خان د باز خان د دویمې مېرمني سارن بي بي زوی دی، دواړه د نادرا سره د افغان مهاجرینو په حیثیت ثبت دي.

ارشد خان د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د چایو په یوه هوټل کې چايي پخولې، نوموړی وروسته تر هغه په پاکستان کې مشهور شو کله چې یوې انځورګرې د هغه انځورونه وایستل او پر فیسبوک یې خپاره کړل، چې له امله یې د هغه انځورونه په زرګونو ځله خوښ شول او په ډېره لنډه موده کې د پاکستان ټولو تلویزوني چینلونو د نوموړي سره مرکې وکړې او ستوری یې ځیني جوړ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x