نړۍ

سرچینې: بغدادي وژل شوی.. پنټاګان وایی په اړه یې معلومات نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): په سوریه کې د بشري حقونو د څار مرکز وايي چې د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو کره معلومات یې تر لاسه کړي دي.

دغه مرکز د لندن څخه فعالیت کوي، او د سوریې د شخړې له پيل راهیسي د خبرونو مهمه سرچینه بلل کیږي، مشر یې «رامي عبدالرحمن» رسنیو ته ویلي چې د سوریې په «دیر الزور» کې د داعش د لومړۍ لیکې مشرانو ورته د بغدادي د وژل کېدو خبرونه تایید کړي دي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې هغه څرنګه ووژل شو.

نوموړي ویلي اته میاشتې تر مخه بغدادي په «دیر الزور» کې لیدل شوی وو. خو له هغه وروسته په عام محضر کې نه دی را څرګند شوی.

باید وویل شي چې تېره ورځ عراقي رسنیو هم د بغدادي د وژل کېدو خبرونه خپاره کړه او په وینا یې په «تلعفر» کې د داعش ډلې په خپل منځ کې انقلاب جوړ دی.

د «السومریة نیوز» په نامه خبري اژانس د عراق امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې د بغدادي د وژل کېدو د اعلان وروسته په «تلعفر» کې د داعش یوې ډلې پر بلې انقلاب کړی او بغدادي ته نیژدې کسان اکثره نیول شوي دي.

تلعفر د موصل ښار لویدیځ ته په ۶۳ کیلومیترۍ کې د داعش تر ولکې لاندي وروستی مهم ښار دی.

عراقي سرچینې وايي چې د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو وروسته کیدای شي د داعش د مختلفو ګروپونو تر منځ جګړه ونښلي.

بلخوا د امریکا دفاع وزارت په تبصره کې ویلي چې دوی په دې اړه هیڅ داسي معلومات نه لري چې ګواکي ابوبکر البغدادي دي وژل شوي وي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه روسیې هم ادعا کړې وه چې ګواکي ابوبکر البغدادي دي سل په سله کې وژل شوی وي، خو هغه مهال هم امریکې او د عراق امنیتي ادارو د نوموړي د وژل کېدو راپورونه نه وه تایید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

څو میاشتی د مخه د ایران کوم لوړ بوړی چارواکی ( فکر کوم خارجه وزیر او که د استخباراتو مشر یی وو ) هغه وویل مونږ د بغدادی ځای په نښه کړی مګر لاس رسی ورته نه لرو ، د هغه د هسوګنی ځای بغداد کی د امریکایانو به کوم نظامی بیس کی دی لکه حکمتیار چه د باګرام به نظامی بیس کی وو . امریکایانو ته معلوم دی چه نه دی وژل شوی ، د هغوی په بیس کی دی که په خپل مرګ مړ نه شی هغه کیدی شی په یو بل نامه او خریلی ږیره د عراق… نور لوستل »

نا پيژاند

امریکہ تہ خو پتہ زکہ نشتہ چہ پہ عراق او شام کئ ئ دھغہ د ڈلے پہ نوم قتلِ عام اوکہ ،اوس ئ افغانستان کئ ارادہ دہ چہ اووائ بغدادی افغانستان تہ راغلئ دے،الله د ئ مسلمانان پوھہ کئ چہ دکفارو او منافقینو دچالونو درک اوکی ،او نورددئ فتنے دشر نہ خلاص شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x