
د فضل هادي مسلمیار پلار وفات شوی، جنازه یې نن ده
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار پلار قومي مشر حاجي محمد عمر د ورپيښې ناورغۍ له امله تېره ورځ وفات شو.
د نوموړي جنازه نن د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالې کې پر اته بجې او د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو کې پر نهه نیمې بجې ادا کیږي.
باید وویل شي چې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار یو ورور شمس الرحمن مسلمیار د ننګرهار ولایتي شورا غړی دی، بل ورور یې «محمد صدیق دولتزی» د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوال دی.
د مسلمیار د پلار پر وفات باندي د ننګرهار ولایت والي ګلاب منګل او نورو جګپوړو چارواکو د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغامونه خپاره کړي دي.