خيبر ايجسۍ: د پاکستاني پوځ په هوايي بريد کې شل تنه وژل شوي
خبرونه وايي چې د پاکستان خيبر ايجنسۍ تيراه سيمه کې د پوځ په هوايي بريدونو کې شل طالبان وژل شوي دي.
سرچينې وايي چې نن سهار وختي د هيليکوپترو او جيټ طيارو په واسطه د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي. په دغه بريد کې شل تنه وژل شوي او د سلا او بارودو يو ډيپو هم له منځه تللی.
د يادونې وړ ده چې، د ۲۳ پوځيانو او ميجر جهانزيب له وژلو وروسته پاکستاني پوځ په هنګو، شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه پیل کړي دي.