fbpx

سوريه د ۱۴ کلن هلک نه تر انقلابه

زلمی صاحبزاده

سوريه هغه هيواد چې په تېره ۶ کلنۍ جګړه کې کابو څلور لکه اويا زره (۴۷۰۰۰۰) تنه پکې وژل شوي او زيات شمېر ژوبل شوي.

که تېر ته ځير شو نو وبه وينو چې د پورتنۍ جګړې اصلي لامل د ۱۴ کلن (معاويه سياسنه) هغه جمله ده چې نوموړي د خپل مکتب پر دېوال وليکل. دا مهال د عرب پسرلي په نوم د عربي نړۍ تېرو انقلابونو جريان درلود او د اوسني داعش يا النصره فرنټ او نورو تنظيمونو هيڅ درک نه وو.

د سوريې جګړه هغه وخت شروع شوه چې معاويه سياسنه له خپلو نورو دوو ملګرو سره د مکتب پر دېوال لاندينۍ جمله وليکل :
دېکتاتوره اسده !!! را روان وار ستا دی!

د هلکانو له خط ليکلو وروسته د بشار الاسد ملېشو چې لا له وړاندي په ترور او ظلم پژندل کېدې د شپې څلور بجې شاوخوا د سيمي له کورنو هلکان را ويستل او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړل.

نژدې ۴۵ ورځي وشوې خو کورنيو ته يې د هلکانو په اړه هيڅ معلومات نه کېدل چې په پای کې يې د کورنيو غړي د درعا ښار د پولیسو د ماموريت مخ ته د اعتراض په ډول را غونډ شول ، اعتراض کوونکو ته د پولیسو جواب دا وو چې : نوردا ماشومان هېر کړئ ، لاړ شئ او خپلو ښځو باندي مو نور بچي راوړئ ! که تاسو په خپلو ښځو بچي نشئ را وړلائ نو ستاسو ښځي راولئ تر څو موږ بچي په راوړو!!!

پورتنيو له توهين ډکو الفاظو او خبرو د درعا ښار خلګ ډېر احساساتي او را وپارول.

سبا د جمعې له لمانځه وروسته خلګ د لاريون له پاره کوڅو ته راووتل ، خلګو د ( موږ او پوځ یو یو) شعارونه ورکول خو د پوليسو د ډزو سره مخ سوه ،کله چي لاریون نور هم زور واخیستی پر څلورو بجو د هوا څخه هلیکوپټرو ډزي پرې وکړي چي پکي دوه کسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل سوه.

وروسته خلګو د مړو کټونه پر اوږو په لاريون لاس پوری کړ او همدا يې وویل چی موږ د خپلو مړو انتقام اخلو.داځل بیا د پولیسو په ډزو کي يو شمېر ژوبل سوه.

د پوليسو له ډزو وروسته د درعا حکومت اعلان وکړ که په مرمۍ ژوبل تن په روغتون کې وليدل شي نو نيول کيږي به .

همدا لامل وو چې لاريون کوونکو د العمري جومات نه د ژوبل کسانو د تدواۍ او خپلي قرارګاه په توګه ګټه اخیسته مګر پوليسو پر ياد جومات هجوم ور وړ د ډاکټر په ګډون يې نورو اوو تنو ته مرګ ژوبله واړول.

دلته نو چې هم لاريون شدت واخيست او هم مرګ ژوبلي را منځته شوې پوليسو درې تنه اختطاف شوي هلکان را خوشي کړل ، دا چې د هلکانو حالت ډېر بد وو نو د مظاهره کوونکو احساسات تر پخوا نور هم را وپارېدل.

د هلکانو له قوله دوی په بند کې ۴۵ ورځي تیري کړي ، وايي چې موږ ته د بشار مليشو هر ډول پوچ او رد ويل ، تعذيب به يې راکاوه او هغه په دا ډول چې په يوه پښه به يې ټوله ورځ را ځوړند کړي وو ، کله به يې يخي اوبه را باندي واچولې او بيا به يې برقي شاټونه راکول او په کېبلانو وهلو.

مظاهرې لا ښه په جوش رواني وې او دا مهال د درعاء ښار څخه د سوريي دمشق ، حمص ، مشرقي الرقي ، بنیاس ، شمالي اليپو او ځينو نورو ښارونو ته غځېدلي وې.

د مظاهره کوونکو له جملې د پوهنتون يوې محصلې (سالې ) چې د درعاء ښار د معاويه سيمي اوسېدونکې وه له خپل ټيلفون او انټرنيټ نه د حکومت په خلاف د اسلحې په توګه ګټه پورته کړه ، اغلې به ګړی په ګړی د روانو وحشتونو حالات او د حکومت ظلمونه تر نړيوالو رسول.

د تيرو مظاهرو په جريان کې چې لا د حکومت او ولسي لاريون کوونکو تر منځ اخ و ډب روان وو د لومړي ځل لپاره د درعاء يو اوسېدونکي (معروف عباد ) چې د هوايي ځواک په ليکو کې يې دنده درلوده د ۲۰۱۱ م کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۸ مه د پنځلسو کسانو دوې ډلي جوړي کړې او په نعيميه سيمه کې يې له دولتي ځواکونو سره نښته وکړه.

له لومړۍ نښتي وروسته په دوبۍ ښار کې وظيفه ترسره کوونکی انجينر ابو اقصی خپل وطن ته را ستون شو ، له را ستنېدو سره سم يې د درعا ښار په اطرافو کې پاڅون کوونکو ته د اسلحو ورکشاپ پرانيست چې پکې لويي توغندۍ ، راکټ لانچر او نوري ورته وسلې جوړېدې.

همدا سبب وو چې د هلکانو د خلاصون په موخه پيل شوي لاريون نور د انقلاب بڼه غوره کړه هغه انقلاب چي تر دې مهال په کې ۴۷۰۰۰۰ څلور لکه اويا زره تنه وژل شوي ، ۴.۳ ميليونه تنو له هيواده دباندي هجرت کړی او کابو ۶.۳ ميليونه کسانو په هيواد کې دننه خپلي سيمي پرې ايښي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

Assad is educated but turned to a devil dictator. he is already in living hell,