ټولنیزه برخه

امام عبدالله بن یاسین او د مرابطین تحریک منځ ته راتګ (څلورمه برخه)

نوید صهیب

د زلاقې بریا او د اندلس ژغورل کیدل

اندلس د ملوک الطوائفو محلي واکمنو د بې کفایتی او ډله ایز خیانت په وجه له سکوت سره مخ ؤ. د اندلس ډیری واکمنو د کاستیل پاچا شپږم الفانسو ته جزیه ورکوله، دا حالات همداسې روان ؤ، تر هغې چې د بنو ذوالنون د مرکز (طلیطلې) د سکوت زنګ د الفانسو په لاس وشرنګېد. الفانسو د اشبیلیې تر پولو ورسېد چې پدې وخت کې یې واکمن معتمد بن عباد ؤ، دا ځل د اندلس د سکوت خطر ډیر جدي ؤ. د اندلس واکمنو ددې حالت د سمون لپاره د علماؤو او امیرانو یوه لویه غونډه راوبلله، په غونډه کې د علماؤو رایه د جهاد لپاره وه، خو امیرانو هیڅکله دا نه غوښتل، بیا علماؤو له مرابطین څخه د مرستې غوښتلو وړاندیز وکړ، خو په اندلس کې د مرابطین په شان د قوي تحریک شتون د محلي واکمنو واک له خطر سره مخ کاوه، ځکه خو د اندلس دې واکمنو له مرابطین څخه د مرستې غوښتلو وړاندیز هم رد کړ.

بالآخره ابن عباد په غونډه کې د خبرو کولو لپاره پاڅېد، هغه ډیره مؤثره وینا وکړه او په اخره کې یې وویل : «په الله ج قسم هیڅکله هم دا نه خوښوم چې تاریخ راپسې ولیکي اندلس د ابن عباد له لاسه یو وار بیا په دارالکفر بدل او نصرانیانو ته یې پرېښود، په الله ج قسم د مراکش د سلطان میږې څرول غوره ګڼم تر دې چې د نصراني پاچا متابعت وکړم او جزیه ورکړم»…
د اندلس ملوک الطوائف له مرابطین څخه د مرستې غوښتلو لپاره تیار شو، مرابطین هم د دوی غوښتنه ومنله او ابن عباد ته یې یو لیک ولیږه، په لیک کې یې ترې وغوښتل چې جزیرة الخضرا مرابطین ته وسپاري، ابن عباد هم ورسره ومنله.

د مرابطین فوځیان په تدریج سره په جزیرة الخضرا کې دیره شول، بیا د اشبیلیې په خوا لاړل، هلته یې له څو ورځې آرام وروسته د بطلیموس په طرف حرکت وکړ. د کاستیل امیر (الفانسو پدې وخت کې د سرقسطه له امیر (ابن هود) سره په جګړه بوخت ؤ، کله چې د مرابطین له موخې خبر شو د سرقسطه محاصره یې ماته کړه او له مرابطین سره یې د جنګ لپاره له ټولې اروپا مرسته وغوښتله. د اروپا نصرانیان د اندلس له شمال، فرانسې، ایټالیا او آلمان له لوري د مسلمانانو مخې ته راټول شول.

دواړه لوري بطلیموس ته نیږدې د زلاقه په سیمه کې یو بل ته ورسیدل او د ګوادیانا سیند په غاړو دیره شول. د تاریخي رویاتو په اساس د مسلمانانو د لښکر شمیر ۴۸۰۰۰ کسه ؤ چې نیم یې مرابطین او نیم نور یې اندلسیان وو. بالمقابل د الفانسو د لښکر شمیر ۸۰۰۰۰ تنو ته رسیدی.

د جنګ په لومړیو کې اندلسی لښکر یو څه زیان ولید او ابن عباد زخمي شو، خو د ابن عباد په لوړ حربي تدبر سره د اندلس لښکر له ماتي وژغورل شو. کله چې د شا لخوا مرابطین د الفانسو په لښکر برید وکا جنګ کاملأ د مسلمانانو په ګټه شو، د کاستیل فوځ د ابن عباد د پتک او د یوسف بن تاشقین د سندان ترمنځ را ایسار ؤ.

د یوسف بن تاشقین له حملې سره د الفانسو لښکر تیت پرک شو، خپله الفانسو په ټپي حالت کې له څو تنو عسکرو سره وتښتېد.

د کاستیل له اتیا زریز لښکر څخه یوازې ۵۰۰ فوځیان ژوندي وتښتیدل، تر ماښامه ددې ستر لښکر له مړو او زخمیانو پرته هیڅ نښه پاتې نه وه.

الفانسو د کاستیل هغه عیسوي پاچا ؤ چې د اندلس له ملوک الطوائفو یې په ډیرې مغروری باج اخیست، خو د زلاقه په جنګ کې له ماتې وروسته په ډیر ذلیلانو حالت کې د اندلس شمال ته وتښتېد…

نور بيا…‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x