افغانستان

امريکايي سفارت: د ايشچي قضيه دې جدي وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): په کابل کې د امريکا سفارت وايي، چې د لومړي مرستيال دوستم او د جوزجان د پخواني والي تر منځ را ولاړه شوې قضيه دې جدي وڅېړل شي.

د امريکايي سفارت سرپرست هوګولارنس تازه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکا، نړيواله ټولنه او د افغانستان ولس د دوستم او د هغه د ملګرو د ايشچي په اړه د راپورته شوې قضيې د جدي پلټنو ملاتړ کوي.

پر جنرال دوستم تور پورې شوی، چې نوموړي او د هغه ملګرو احمد ايچشي وهلی ډبولی او له جنسي پلوه يې ځورولی دی.له تېرو شاوخوا اتو مياشتو په تېرېدلو سره احمدخان ايشچي لا هم د سترې محکمې فيصلې ته په تمه دی.

نوموړي درې ورځې مخکې وويل، که له ده سره عدالت ونه شي نو نړيوالې محکمې ته به عارض شي.

څو ورځې وړاندې راپورونه ورکول شول، چې د افغانستان د ملي امنيت مشر په ترکيه کې له دوستم سره کتلي او نوموړي ته يې د وروستي رامنځته شوي درې ګوني ايتلاف نه د وتلو په بدل کې د ايشچي د قضيې د له منځه وړلو وعده ورکړې ده.

د امريکا سفارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ ولسمشر غني وويل چې د ايشچي او دوستم تر منځ دوسيه عدلي او قضايي محکمو پورې اړه لري، نوموړي د لوی څارنوال په اجازه بهر ته سفر کړی.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستيال ته نږدې سرچينو بي بي سي ته د غني دغه څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي چې په لويه څرانوالۍ کې د دوستم پر وړاندې هيڅ دوسیه نشته او نه د لويې څارنوالۍ په اجازه بهر ته تللی دی.

د يادونې ده، چې پر ايشچي له جنسي تيري څه موده وروسته جنرال دوستم په کابل کې نظر بند او وروسته بيا د ترکيې په منځګړيتوب جلاوطنه شو او پر وړاندې يې راولاړه شوې قضيه يو څه غلې شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : د غلام او ملحد غنی دا خبره چه د لمړی مرستیال دوسیه څارنوالی سره او د لوی څارنوال په اچازه بهر ته تللی او دی د خپل هغه مرستیال په اړه چه ده د لمړی مرستیال په نامه خوښ کړی یعنی دومره شه سړی وو چه نه یی پخوا څوک د رزونو کسانو او د دی ۴۰ کلونو کی یی د ګلم جم نوم ورته په ناحقه ورکول شوی وو ، متفکر غلام ډیر هوشیار وو د بیګناه افغانانو قاتل یی د ځان لمړی معاون وټاکلو یعنی که غلام او ملحد غنی نه وی نو بیا به ګلیم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x