نړۍ

امريکا ښايي افغانستان ته قراردادي جګړه ماران راواستوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور سره سم د ټرمپ اداره په دې غور کوي، ترڅو افغانستان ته د امريکايي ځواکونو پر ځای قراردادي جګړه ماران راواستوي.

په راپور کې راغلي، چې د ټرمپ يو شمير سلاکاران او هغه ته نږدې کسان د افغانستان لپاره په نوې جوړه شوې ستراتيژۍ کې د لاسوهنې هڅه کوي، ترڅو ټرمپ دې ته تیار کړي چې د ځواکونو پر ځای قراردادي جګړه ماران افغانستان ته راواستوي.

ټايمز ليکي، چې د ټرمپ دوو سلاکارانو د پوځي تړونونو لپاره دوه سوداګر ګومارلي، څو په دې اړه هر اړخيزه طرحه چمتو کړي.

په عين حال کې د بلیک واټر او ډاينکورپ کمپنيو مشرانو «ډي پرينس» او «فينبرګ» وړانديز کړی، چې افغانستان ته دې د امريکايي سرتيرو پر ځای د شخصي امنيتي کمپنيو قراردادیان واستول شي.

په راپور کې راغلي، چې دوی دواړو په دې اړه خپلې طرحې د ټرمپ ستر ستراتيژيست «سټيفن بينن» او د هغه زوم «جراډ کوشنر» ته سپارلې دي.

ويل کېږي، سټيفن بينن په دې اړه د امريکا دفاع وزير جېمز ماټيس ته هم معلومات ورکړي، خو نوموړي تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د نيويارک ټايمز راپور زياتوي، چې د افغانستان پر مسله د امريکايي جنرالانو او سياستوالو تر منځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي.

نيويارک ټايمز د قراردادي جنګياليو او د امريکايي چارواکو تر منځ د اختلافاتو راپور داسې مهال خپور کړی، چې د ټرمپ ادارې له نږدې اوو مياشتو په تېرېدو لا هم د افغانستان لپاره خپله پاليسي نه ده اعلان کړې.

اټکل کېږي، چې امريکا به په افغانستان کې هغه شخصي امنيتي کمپنۍ هم بيرته فعالي کړي، چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په امر يې پر فعاليت بنديز لګېدلی و.

دغه بهرنۍ او يو شمير داخلي کمپنۍ د ملکي خلکو د وژنې، د قانون ماتولو، نا امنيو او په نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورنې پېژندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x