نړۍ

ځانګړو بهرنيو ځواکونو د طالبانو په نوم ولسي خلک وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): په تېرو شپاړو کلونو کې بهرنيو ځواکونو د افغان عسکرو په ملتيا زرګونه ولسي افغانان د طالبانو په نوم وژلي او زنداني کړي دي.

لويديځو رسنيو افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د رسمي ماموريت له پای ته رسېدو وروسته د ناټو او ایساف په چوکاټ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي خلکو له وژل کېدو پرده پورته کړې ده.

د لندن چاپ مېل انلاین او مېل سنډې ورځپاڼو د برتانيې د شاهي ځواک د يوه پخواني افسر له خولې ليکلي، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې به بهرنيو ځواکونه ولسي خلک وژل، د هغوی په څنګ به يې وسلې کېښودې او له هغې وروسته به رسنيو ته د طالبانو په نوم ور پېژندل کېدل.

دغه برتانوي افسر ويلي، چې د شپنیزو علمياتو او چاپو پر مهال ناټو ځواکونو ولسي خلک وژل او بيا به يې په څنګ کې د دې لپاره وسلې کېښودې، چې رسنيو او خلکو ته وښيي، چې وژل شوي کسان د طالبانو غړي دي.

مېل سنډې ليکلي، چې د برتانيې دفاع وزارت په دې اړه څېړنې پيل کړي، خو د دغه هېواد د دفاع پخواني وزير ويلي، که شاهي ځواکونو په افغانستان کې هر څوک وژلي وي، خو له دغو ځواکونو څېړنې به شايد د دوی حیثیت ته زیان ورسوي.

همدارنګه د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو هم کندهار کې يو څوارلس کلن افغان ماشوم وژلی او هڅه يې کړې، چې مړی پټ کړي او له ځانه تور خلاص کړي.

اې بي سي امریکايي ټلویزون په خپل راپور کې د کندهار د ځايي سرچينو له خولې ویلي، چې اسټراليايي ځواکونو کندهار کې د ګزمې پر مهال يو څوارلس کلن ماشوم په ډزو وژلی، د هغه مړی يې په غره کې غورځولی، تر څو ځان د ملکي وګړي د قتل له توره خلاص کړي.

مېل انلاين ورځپاڼې ليکلي، چې د پېښې خبر د اسټراليا دفاع وزارت ته رسېدلی او په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

اې بي سي ټلويزون ته د کندهار ځايي سرچينو ويلي، چې وژل شوی ماشوم خان محمد نومېده، چې په ۲۰۱۲ کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی و.

د خان محمد کورنۍ وايي، چې نوموړی په سينه کې په ډزو وژل شوی و او مړی يې په غرونو کې غورځول شوی و.

راپور کې راغلي، چې اسټراليايي ځواکونو د خان محمد په سينه د دې لپاره توپانچه اېښې وه، تر څو ثابته کړي، چې نوموړی د طالبانو ملګری و.

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي، چې د افغان ماشوم د وژنې دوسيه يې د مرکزي څېړنو پوليسو ته سپارلې ده.

د اسټرالیا فيډرالي پوليسو د ۲۰۱۳ سپټمبر کې اروزګان ولايت کې هم د اسټراليايي ځواکونو په چاپه کې د وژل شوي پلار بسم الله او د هغه د زوی صديق الله د وژنې څېړنې پيل کړي، خو د دواړو پېښو پايلې تر اوسه نه دي روښانه شوي.

په تېرو شپاړسو کلونو کې زرګونه افغانان د بهرنيو ځواکونو په چاپو او بريدونو کې وژل شوي او يا هم زندان ته لېږدول شوي، خو تر اوسه په دې اړه کوم بهرنی عسکر نه دی محاکمه شوی.

د ملي شورا غړي او د چارو کارپوهان هم مني، چې بهرنیو ځواکونو د طالبانو په نوم زرګونه افغانان وژلي او يا يې هم زندان ته لېږلي دي.

لويديځو رسنيو د امریکايي او ناټو ځواکونو په چاپو او بريدونو کې د ولسي خلکو د وژنې موضع په داسې حال کې راپورته کړې، چې امریکا او ناټو يو ځل بيا افغانستان ته د جګړې لپاره د نورو سرتېرو د رالېږلو پرېکړه کړې ده.

د ګډ حکومت مشران وايي، چې دوی د نورو بهرنیو ځواکونو د رالېږلو ملاتړ کوي، خو د ملي شورا ګڼ شمېر غړي او کارپوهان د نورو بهرنيو ځواکونو رالېږل د جګړې د اوږدېدو په معنا بولي، چې د سولې هڅې به ورسره ټکنۍ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx