نن ټکی آسیا ویب پاڼه د هغې د مؤیدینو او مخالفینو ترمنځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

پوره شپږ کاله وړاندې نن ټکی آسیا خپلواکه ویب پاڼه د یو شمیر متعهده ځوانانو لخوا تأسیس کړل شوه.

دا هغه وخت و چې د هیواد مطبوعاتي فضا هم د پوځي او سیاسي هغې په څیر ټوله د امریکایانو تر کنټرول لاندې وه.

په هیواد کې د امریکایي اشغال تر سیورې لاندې را ټوکیدلې رسنۍ هم په ټولیزه او یا هم په نسبي ډول د هغوي له شتون نه اغیزمنې او ولس ته یې په خپلواک او بي پري ډول د واقعیتونو د انعکاس جرئت نه درلود.

د امریکایانو په مقابل کې د مقاومت مربوطې رسنۍ د خپلو نشراتي او تخنیکي نیمګړتیاوو له وجې هغه وړتیا نه لرله چې د پیښو په مکمل انعکاس کې دي د ولس تنده پرې ماته شي.

لهذا د داسې یوې رسنۍ د تأسیس اړتیا حس کیده چې هغه د هیواد د پوځي او سیاسي وضعیت جریانات په یوه غیر جانبدارانه او منصفانه ډول منعکس کړي.

نن ټکی آسیا ویب پاڼه د هیواد په داسې یوه حساسه او تاریخې پړاو کې د همدې غرض لپاره ایجاد او تأسیس شوه.

دا ویب پاڼه د هغې د با احساسه او ژمنو مؤسسینو په شخصي انګیزه او شخصي سرمایه ایجاد شوې، چې په خپل رسنیز یون کې له ډیرو لوړو اوژورو سره مخ شوې، خو تر نن پوري له خپل هغه مسیر نه کوم چې د یوه تعهد له مخې ورته ټاکل شوی هیڅ انحراف نه دی کړی؛ بلکې تل یې هڅه کړې چې هیوادنۍ پیښې په خپله واقعي بڼه ولس ته وړاندې کړي.

د نن ټکی آسیا ځانګړی امتیاز دادی چې په مالي او تمویلي لحاظ د هیواد د هیڅ کوم سیاسي جریان د منت پوروړې نه ؛ بلکې په خپل رسنیز رسالت کې یواځې او یواځې مذهبي او ملي پولو ته په التزام او رعایت ځان ملزم ګڼي او هیوادني علیا مصالح ورته تر هرڅه مقدم دي.

د نن ټکی آسیا د نشراتي چوپړ د رد او تائید په اړه قضاوت په درنو لوستونکو پوري اړه لري ، خو هغه څه چې به بیا هم نن ټکی آسیا ورته ژمنتیا لري هغه د پیښو په انعکاس کې بي پریتوب او نا پلویتوب دی.

له څښتن تعالی څخه سوال کوو چې پر خپل همدې عزم مو ثابت قدمه ولري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.