نړۍ

د ترکي ځواکونو پنځمه ټولۍ قطر ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د قطر دفاع وزارت اعلان کړی چې تېره شپه د ترکي ځواکونو پنځمه ټولۍ هم را ورسیده او د قطري ځواکونو سره یې مشترک تمرینونه پیل کړل.

د قطر دفاع وزارت ویلي چې د ترکیې نوي عسکر هم د طارق بن زیاد په معسکر کې د نورو عسکرو سره یو ځای شول او هلته به د دواړو هیوادونو تر منځ د عسکري همکارۍ پر اساس یو له بل سره په تدریب او تمرین کې برخه واخلي.

د قطر او ترکیې تر منځ په کال ۲۰۱۵ کې د ګډې دفاع تړون لاسلیک شوی چې له مخي يې دواړه هیوادونه یو بل ته د اړتیا په وخت کې ځواکونه لیږلای شي او یو د بل په ځمکه کې پوځي مرکزونه جوړولای شي.

پر قطر باندي د سعودي، امارات، بحرین او مصر د بندیزونو وروسته داسي ګمان کیده چې دغه هیوادونه به پر قطر برید وکړي او یا به یې داخلي انقلاب ته اړباسي، خو د ترکیې ولسمشر او پارلمان سمدستي پرېکړه وکړه چې قطر ته به خپل ۵۰۰۰ عسکر لیږي تر څو په سیمه کې عسکري توازن را منځته شي او د جګړې مخنیوی وشي.

څلورو هیوادونو وروسته د قطر سره د اړیکو بیا رغولو لپاره ۱۳ مادې شرطونه وړاندي کړل چې په هغو کې یې یو اساسي شرط همدا وو چې ترکي ځواکونه به له قطر څخه بیرته وزي، خو قطر وویل چې د ترکیې سره ددوی پوځي همکاري تړون پخوانی دی او زیاته کړې چې قطر به په هغه صورت کې د ترکیې قرارګاه ته جواب ورکوي کله چې د سیمې څخه د نورو غربي هیوادونو قرارګاوي هم ټولي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x