افغانستان

کابل: تر پل سوخته لاندي چاودنې څلور نشیان مړه او په لسګونو ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): پېښه وړمه شپه ناوخته په کابل کې هغه مهال را منځته شوه کله چې تر پل سوخته لاندي یوه زوروره چاودنه وشوه، ۴ نشیان یې ځای پر ځای ووژل او شاوخوا ۳۵ نور یې ټپيان کړل.

هغه وخت ویل کیدل چې چاودنه د لاسي بم له امله را منځته شوې خو د کابل پولیسو نن رسنیو ته وویل چې ددوی پلټنې ښيي چې دغه چاودنه د ګاز ډبې له امله را منځته شوې د کومي څخه چې نشیانو استفاده کوله.

د کابل پولیسو د امنیې قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته ویلي چې په یاده پېښه کې ۴ تنه وژل شوي وه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي، د نوموړي په وینا د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه هم نه دی څرګند او د ټپیانو څخه یې ډیری تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x