افغانستان

د حزب او جمعیت تر منځ جګړه، ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو ځل بیا د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ډلو تر منځ وسلواله نښته را منځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه اوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه په شدت سره روانه ده.

د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار خلیل اسیر رسنیو ته د جګړې تایید کړی دی او ویلي يې دي چې د نامسؤوله وسلوالو د قومندانانو تر منځ په جګړه کې تر اوسه یو کس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي قومندان «بشیر قانت» او د جمعیت قومندان «فیض الله» ددې تر مخه هم یو له بل سره جګړې کړي دي ، څو ورځې وړاندي په یوه جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

باید وویل شي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندي په یوه خبري کانفرانس کې پر ګډحکومت غږ کړی وو چې په شمالي ولایتونو کې یو ګاونډی هیواد وسلې ویشي، باید مخه یې ونیول شي. نوموړي د هغه هیواد نوم نه وو اخیستی خو ویلي وه چې حکومت ښه په خبر دی خو د مخنیوي وس یې نه لري.

د کتونکو په باور د حزب او جمعیت تر منځ سیاسي اختلافونه او وسلوالې نښتې د افغانستان لپاره ښه زیری نه لري، ځکه چې دواړو ډلو د روسانو د شکست وروسته په خپل منځي جګړو کې په لسګونو زره افغانان ووژل او د کابل په ګډون یې د هیواد نور ښارونه په کنډوالو بدل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x