شعـــــرونه

غزل/ تسل منيب

تسل منيب

دلته بم دی هلتــه بـم دی
دا حالت زمونږ د چـم دی

خوشحاليـو کـــــډه وړې
دلته تــــــــود بازار د غـم

دلته جنګ نه هر وګــــړی
په زړه چاود لکه غنم دی

دلته هر قاتل په حــق دی
دلته هر مقتــول ناسم دی

دلته هر څه ډير قيمت دي
خو د وينې قيمـت کم دی

دلته قدر د هر څه شــــته
خو بې قدره بنــي ادم دی

دلته هر حاکـــــم خائن دی
دلته هـرواکدار غټ ډم دی

دلته هــــر غريــب تباه دی
او غريب بيـچــاره ګرم دی

دلته دومـــره ناکـــردې دي
چې عاجز ترې زما قـلم دی

ستا غزل منيـبه خوند کـړي
ستا غزل کې څومره دم دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x