ټولنیزه برخه

فخر (له پنده ډکه کيسه)

ژباړه : ش.ز.ز

کله چی په لویو لویو غوړو ښایسته موټرو کی په فخر او خوشحالی سره ناست خلک وګورم.

یا د ښایسته لویې لونګی “پګړی” درلودونکي د شایسته بریتو او ږیرې څښتن چیرته ووینم.

یا کله څوک داسی ووینم چی په فخر سره له خپل نوم سره د الحاج، ډاکټر،انجینر او پروفیسر القاب وصلوي
نو له ځانه سره ووایم چی ولی زه هم پر یو څه فخر ونکړم.

اخر زه خو هم یو څه یم چی فخر پری وکړم.

خو نه پوهیږم چی څه وجه ده کله هم چی د خپل حسب نسب پر نامه د فخر سوچ کووم د نوح علیه السلام د زوی د ډوبیدو واقعه را یاد شي.

بیا چی کله د خپل مال دولت او کاروبار د فخر خبره شي په ناڅاپي ډول قارون او د هغه مال ،دولت او غرقیدو واقعه رایاده شي.

کله بیا چی پر خپل علم او فن د فخر سوچ وکړم ناڅاپي راته ابلیس د هغه علم او بیا سرکشي او ملعونیدل رایاد شي.

نو له همدی سره می په غوږونو کی یو اواز انګازې جوړی کړي (فاِنَّا خَلَقْنَکُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ)(سورت حج، ۵)
“پس نو ته مونږ له خاوری پیدا کړي او بیا له نطفی څخه “.

له همدی اواز سره زما هر سوچ او فکر ختم شي هر څه راته بی معنی او بی ګټی شي .😰

له فکر او دِماغو می د تکبر او غرور خیال ورک شي او ډیر سخت د خپلې کمزوری احساس راته وشي.

بیا فکر کووم چی زما رب څومره مهربان او کریم دی چا چې زما او زما د اعمالو له حیثیت پورته ماته علم او شعور راکړی.

زما د عیبونو پرده پوشي یی کړې او هغه څه یی هم را عطا کړل چی حتّا ما یی فکر هم نه وو کړی.

له دی خیال راتلو سره خپل کریم مهربان او لایزال رب ته توبه وکړم د خپل رب د عظمت زما د خپلی کمزوری او عاجزی له اعتراف سره سم خپل رب ته پر سجده شم ( نسب حسب، مالداري، ښایست دا هر څه ختمیدونکي دي راځی د هغه څه تیاری وکړو چی زمونږ د پاره ابدي د کامیابی ذریعه وګرځي. )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ش ز ز صاحب السلام علیکم ورحمته الله و برکاته !!! ډیره ښکلی، په حقایقو ولاړه او له عبرته ډکه لیکنه دی لیکلی ، ما ورته ژړل ما ویل لکه ما چه لیکلی همدغه ستاسی د قیصو خیالونو کی به ګرځیدم او ګرځم زړه می وو چه به دی عجایباتو او انسانی کمزوریو کوم کتاب ولیکم کله کله به می کتاب هم شروع کړو بیا به می واپس کړو ، نوی تکنالوچی کتابونه محوه کړل هر څوک کمپیوتر ته ناست کتابونه نه لولی ، همدغه کوچنی کوچنی لیکنی لکه تاسی چه لیکلی که خلک وګوری دکتابونو وخت تیر شو حتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x