افغانستان

طالبان وايي په فراه کې وژل شوي کسان اربکیان او عسکر وو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په فراه ولایت د مرکز اړوند شمالګاه سیمه کې دوی د تلاشي پر مهال ۱۴ تنه اربکیان او عسکر یو ځای د کره شواهدو او اسنادو سره ونیول چې له هغو څخه یې ۷ تنو پر طالبانو برید وکړ او د تیښتې هڅه یې وکړه چې په ترڅ کې خپله ووژل شول او پاته اوه تنه نور د طالبانو سره بندیان دي.

باید وویل شي چې د فراه ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې یاد کسان ملکي وګړي دي.

د فراه ولایتي شورا مشرې جمیلې رسنیو ته ویلي چې طالبانو ۱۶ کسان له ۳۰۳ مسافر وړونکې بس څخه ښکته کړي دي، اوه یې په ډزو وژلي او نهه تنه لادرکه دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري هم د پيښې پخلی کړی او ویلي چې وروسته امنیتي ځواکونه شمالګاه سیمې ته تللي دي او د طالبانو سره یې په جګړه کې په لسګونه وسلوال وژلي او سیمه یې د طالبانو څخه تصفیه کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دغه کسان ملکیان بلل واقعیت نه لري، بلکې په وینا یې طالبان به هیڅکله کوم ملکي کس نه ونیسي، که یې نیولای، نو هره ورځ په زرګونو مسافر او ملکیان د طالبانو په ساحو کې تیریږي خو دوی ورته څه نه وايي.

د کتونکو په باور په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ستر قرباني ملکیان دي چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له لوري په قصدي او غیر قصدي ډول وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x