افغانستانخبرونه

غزنی : د قره باغ امنيه قومندان (لطف الله کامران ) ژوبل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶):د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ وياند فهيم امرخېل وايي : تېره شپه طالبانو د قره باغ ولسوالۍ پر ځينو پوستو ډليز بريدونه کړي چې په پايله کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي په وينا د تيري شپې په جګړه کې د قره باغ امنيه قومندان لطف الله کامران له دوو پولیسو سره يو ځای ټپي شوی.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد هم په ياده ولسوالۍ کې د لطف الله کامران پر ژوبلېدا سربیره د جګړې پخلی کوي او زياتوي چې په جګړه کې د اربکيانو يو بل قومندان (ناصر) هم له يو شمیر اربکیانو سره وژل شوي .

ويل کيږي يادي نښتي د قره باغ ولسوالۍ په شېرآباد سيمه کې را منځته شوي.

درې کاله وړاندي د ۲۰۱۴ م کال په اګست مياشت کې هم هغه مهال چې لطف الله کامران د اندړ ولسوالۍ امنيه قومندان وو د طالبانو پر يو ښخ شوي ماين کې ختلی او ټپي شوی وو.

د قره باغ امنیه قومندان لطف الله کامران

کابو پنځه کاله وړاندي لطف الله کامران په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د اربکيانو په ملتيا پاڅون اعلان کړی وو، د پاڅون تر نوم لاندي د شلګر اربکیان په لومړیو کي د ځینو خلګو له لوري استقبال شول ، په رسنیو کي د لطف الله کامران په مشري اربکیو ته پراخ تبلیغات وشول او د طالبانو په مقابل کي د ملي پاڅون نوم ورکړل شو. وروسته د یاد پاڅون کسان په رسمي ډول د محلي پولیسو په پروسه کي داخل شول .

د لطف الله کامران په مشري د شلګر د پاڅون اربکیانو په سیمه کي پراخ فساد، غلاوي او په ولسي خلګو تیری پیل کړ ، د پیسو لپاره يي ګڼ شمیر خلګ اختطاف کړل ، ځیني د ډیرو پیسو په مقابل کي خوشي شول او ځیني د اربکیانو له لوري په وحشیان ډول ووژل شول .

یو نیم کال وړاندي د شلګر ګڼ شمیر وګړو د شلګر د پاڅون د اربکیان په خلاف پراخ لاریون وکړ ، په یاد لاریون کي چي میرمنو هم ګډون کړی وو او قران کریمونه يي په لاس کي وو له حکومت څخه يي غوښتنه کوله چي د شلګر د اربکیو د اختطافونو ، شکونو او تیریو مخه ونیسي.
حکومت له لاریون وروسته لطف الله کامران له شلګر څخه بدل کړ او د ګیلان د امنیه قومندان په حیث يي وټاکه ، وروستیو کي لطف الله کامران د قره باغ ولسوالي د امنیه قومندان په حیث وټاکل شو.

د ځايي سرچینو په وینا د نوموړي له ټاکل کیدلو سره سم په یاده ولسوالي کي څو مرموزي وژني وشوي ، همدا رنګه نوموړي د پاڅون په نوم په قره باغ ولسوالي کي د سیمي څو منفور ځوانان د ظفر قومندان په مشري مسلح کړل. یاد کسان د سیمي خلګ په ښکاره توګه په رڼا ورځ د ولسوالي بازار ته په تللیو لارو شکوي ، همدا رنګه د پاڅون د وسلوالو له لوري له دوکان دارانو او د پیترول پمپونو له مالکانو څخه میاشتنی باج اخستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x