د هلمند لاریون

د نیمروز اوسیدونکو هم د ایران پر ضد لاریون وکړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ایراني ولسمشر حسن روحاني له لوري د افغانستان د بندونو او اوبو په اړه د څرګندونو پر ضد عکس العملونه جریان لري او نن په نیمروز ولایت کې هم لاریون وشو او د روحاني څرګندونې وغندل شوې.

حسن روحاني څه موده تر مخه یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د اوبو پر سر باندي د بندونو جوړولو په اړه غبرګون ښودلی وو او ویلي وه چې په دغه اړه به ایران بې تفاوته پاته نه شي، ځکه چې په وینا یې د ایران سرحدي ولایتونه د اوبو د کمښت سره مخ کیږي.

نن د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نوموړي د څرګندونو د غندولو په موخه لاریون تر سره شو او د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړل شول.

د لاریون ګډونوال چې اکثره یې ځوانان او هلکان وه، د افغانستان د بیرغونو تر څنګ یو شمېر شعارونه پورته کړي وه چې له مخې يې د افغانستان پر اوبو باندي د افغانانو پر حق ټینګار شوی وو.

باید وویل شي چې ددې تر مخه په هلمند، خوست او په کابل کې هم لاریونونه وشول او د حسن روحاني خبرې وغندل شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان سره د اوبو پر سر د شخړي په اړه څو ورځې وړاندې یوه خبري کانفرانس ته وویل چې ټاکل شوې ډېر ژر یو کاري پلاوی کابل ته سفر وکړي او هلته د افغانستان د حکومت سره د نورو مسایلو تر څنګ د اوبو په اړه تخنیکي بحثونه وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا هم د کابل د غلامانو او بادارانو یوه دسیسه ده ، کله ایرانی او کله پاکستانی چارواکو ته دنده ورکوی چه عملی یا لفظی د افغانانو په ضد څه ووایی یا څه وکړی تر څو په دی واسطه د افغانانو مخه له ټولی مستعمره کیدلو یوی کوچنی ټوټی ته واړوی ، بیا دغه مظاهری څه ګټه لری یعنی د ایران او پاکستان حکومتونه به په دغو مظاهرو خپلی کړنی بندی کړی ؟ دا خو د کابل د غلامی اداری کار دی چه سفیران یی راوغواړی ، ملګرو ملتو ته شکایت وکړی لږ تر لږه خپلو بادارانو ته چه دوی… نور لوستل »