کرکیټ: پاکستان خپل اولنۍ یوه ورځنۍ لوبه وګټله

misbah_and_asad_shafeeq_west_indies_tourنن ټکی آسیا: پاکستان د شل اوریزي لوبي بایللو وروسته خپل اولنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز څخه په اته وکټه وګټله.

د تفصیلاتو سره سم پاکستان دا وخت د ویسټ انډیز په دوره تللی، تر څو هلته یو شل اوریز او پنځه یوه ورځنۍ او دوه تیسټ میچونه وکړي، چي په دې لړ کی تر اوسه یو شل اوریز او یو یو ورځنی لوبه ترسره کړي،

په هغو کي شل اوریز پاکستان په ۸ منډو سره بایللی، او پرون د شپې ناوخته یی خپل اول یو ورځنی لوبه وګتله..

پاکستان دغه لوبه په ۸ وکټه سره وګټله.

د لوبي په شروع کي ویسټ انډیز د لوبي پچه وګټله، او خپله یی لومړي د توپ وهني غوښتنه وکړه، او په خپل وار یي د پنځوسو اورونو به پای کي د پنځو لوبغاړو په سوځولو سره صرف ۲۲۱ منډي جوړي کړي.

چي پاکستان دغه منډي یوازي په دوو لوبغاړو سوځولو سره تر لاسه کړي، او د لوبي اته اوره او ۳ بالونه لا پاته وه.

د پاکستاه له خوا محمد حفیظ ۵۴ احمد شهزاد ۲۲ اسد شفیق ۶۱ او مصباح الحق ۷۳ منډي جوړي کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.