جنرال دوستم د ولسمشر اشرف غني څرګندونې له حقیقته لیري وبللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر د نوموړي د تبعید په اړه د اشرف غني څرګندونې له حقیقته لیري او ناسمې بللي دي.

ولسمشر اشرف غني د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وه چې د جنرال دوستم قضیه عدلي ده، نوموړی د لوي څارنوالۍ په حکم له افغانستانه وتلی دی.

خو په ځواب کې د جنرال دوستم له دفتر څخه ویل شوي چې دا موضوع هیڅ حقیقت هم نه لري، بلکې د اساسي قانون پر اساس لویه څارنوالي له سره دا واک نه لري چې لومړی مرستیال له هیواده تبعید کړي.

د لومړي مرستیال د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایشچی د ادعاو په اړه یو شمېر عسکرو د څارنوالۍ سره همکارې وکړه، چې په پایله کي يې موضوع محکمې ته وسپارل شوه، دغه موضوع په شخصي بڼه په لومړي مرستیال پوري هیڅ اړه نه لري.

باید وویل شي چي چې اته میاشتې وړاندي جنرال دوستم او ساتونکو یې ازوبک قومي مشر احمد ایشچي د څه مودې لپاره بندي کړ، خو د بند څخه د خلاصون وروسته نوموړي پر جنرال دوستم تور پوري کړ چې د نورو شکنجو سربېره یې جنسي تیری باندي کړی دی او لوڅ فلمونه یې ځیني ډک کړي دي. خو جنرال دوستم د ایشچي ادعاوي رد کړې او د ځان پر ضد یې توطیه وبلله.

جنرال دوستم له دغه پيښې وروسته د څه مودې لپاره په کابل کې په خپل کور کې نظر بنده وساتل شو او بیا د ترکیې په منځګړیتوب ترکیې ته تبعید شو. جنرال دوستم هغه مهال ویل چې د علاج لپاره ترکیې ته تللی دی او ډېر ژر به هیواد ته را ستون شي.

نوموړی په تیرو ورځو کې په ترکیه کې د خپل زوی د واده په مراسمو کې د جنرال عطا، استاد محقق او یو شمېر نورو چارواکو سره د «راه نجات» په نامه یو ایتلاف را منځته کړ. چې د کتونکو په وینا د ګډحکومت لپاره ستر چلینج دی.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محقق مزارشریف ته د را ګرځېدو پر مهال وویل چې جنرال دوستم به ډېر ژر بیرته هیواد ته را ستون شي او بیا به په رسمي ډول په افغانستان کې دننه ټول اړخونه خپل نوی ایتلاف اعلان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د