افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا د میزایل ازموینه وغندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶): د افغانستان حکومت د شمالي کوریا له لوري د لیري واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه غندلې ده او له دغه هیواد څخه یې غوښتني دي چې د ورته ازموینو څخه دي لاس واخلي ځکه چې په وینا یې دغه کړنه د ملګرو ملتونو د پرېکړو خلاف ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په انګریزي ژبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا له لوري د «Hwasong-14» په نامه لیري واټن ویشتونکي میزایل ازموینه غندي او د ملګرو ملتونو د پریکړو خلاف کړنه یې بولي.

خبرپاڼه د شمالي کوریا له لوري دغه سي پاروونکې ازموینې نړیوال امنیت ته تاوان بولي چې د هیوادونو تر منځ سوله ییزې همغږیو او منل شويو بشري ارزښتونو ته ضرر رسولای شي. بناء د افغانستان اسلامي جمهوریت باور لري چې د اختلافونو او شخړو د حل لپاره یوازينی مناسبه لاره مذاکرات دي.

ددې تر مخه د شمالي کوریا د نوي میزایل ازموینه جاپان، امریکا او جنوبي کوریا هم غندلې وه او د سیمي د امنیت لپاره یې ګواښ بللی و.

باید وویل شي چې د روانې جولايي میاشتې پر څلورمه نېټه د امریکا د استقلال په ورځ شمالي کوریا د لیري واټن ویشتونکې میزایل ازموینه وکړه او دغه میزایل یې د امریکايانو لپاره د شمالي کوریا تحفه وبلله چې په وینا یې د نړۍ هر کونج چې وغواړي په نښه کولای یې شي.

خو امریکا او روسیې وویل چې د شمالي کوریا میزایل دمنځني واټن ویشتونکی و.

کیم جونګ اون د شمالی کوریا ولسمشر د میزایل توغولو وروسته هغه ته ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

دا سمه ده چه هره دسته جمعی وژونکی وسلی حتی په دشمن هم و نه کارول شی بی دفاع خلک خو په ځای پریږده د شمالی کوریا دغه د ددسته جمعی مرګونو میزایلو ازموینه د غندنی وړ ده ټول مظلوم بشریت یی غندی ، خو دا دسته جمعی ازموینی او دسته جمعی جوړونی او کارونی هر چیری باید بندی شی ، روس امریکا ، فرانسه ، اسراییل ، ایران ، پاکستان هند چین او د نړی نور قدرتو هم جوړ کړی او کارولی دی په ځانګړی دول امریکا او روس خو ددوی وسلو ځانګړیتیا او تر ټولو مخکښی او سابقه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x