نړۍ

خيبر پښتونخوا: کوهاټ کې د پوليسو مرکز سره نژدې چاودنې کې ۱۹تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان خيبر پښتونخوا کوهاټ کې د پوليسو يو مرکز سره نژدې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. چاونه کوهاټ ښار پيښور څلور لارې کې شوې.

پوليس وايي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه رامنځته شوې ده. امنيتي ځواکونه وايي چې تر اوسه نه ده معلومه چې د دغې چاودنې ښکار څوک وه؟

ويل کيږي چې، ژوبل شوي کسان ځايي “لياقت میموريل” روغتون ته وړل شوي دي. پوليس د پيښې ځای ته خبريالان نه ورپريږدي او وايي چې د بلې چاودنې امکان هم شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x