شعـــــرونه

نظم/ بې زړه وزير

بې زړه وزير

سترګې سرې شبګیر وهلې

په صحرا یې پرزولې

د یارۍ عزم بلبلې

شونډې تکې سرې لړلې

بویه وینې یې خوړلې

سور سالو یې بلې بلې

د زېړۍ ملالۍ بن وه

مشغولا یې د څښتن وه

خو مورچه د ګران وطن وه

د ملا طالب پېشه وه

د ځوانانو وظیفه وه

د سپین ږیرو تماشه وه

د صورت نه زلیخه وه

د لباس نه فرښته وه

د عادت نه پښتنه وه

د حیدر د خولې نعره وه

د محمدقاسم* لینده وه

د خوشحال د لاس نېزه وه

سپین مخ یې کتابچه وه

د علومو مدرسه وه

سپینه ورځ ورباندې شپه وه

په عدم کې لوپټه وه

یوه د عدل نمونه وه

د آمن سپینه جنډه وه

عشق کلونه حماسې وې

تعرضونه و، مورچې وې

جنازې وې، مقبرې وې

خو د مینې برکت وو

د سورکي پېزوان الفت وو

فتحه وه، د خدای نصرت وو

چې دا سور انګار یې سوړ کړو

هر یو مات زړګی یې جوړ کړو

چې کابل یې په عشْق موړ کړو

بیا یې لاس لږ را بهر کړو

سور سالو د انقلاب یې

بس کرار غوندې په سر کړو

د کشمیر په خوا واده شوه

هلته هم خوشاله نه شوه

پښتنه شوه راستنه شوه

بیا عراق ته حواله شوه

څو کالونه، مسته نه شوه

خو چا وویل چې مړه شوه

خو مړه نه وه غرڅنۍ وه

لږ وهلې بیمارۍ وه

ورته یاده پلارګنۍ وه

بیا راغلې مېلمنه ده

یوه پاکه عقیده ده

حوصله ده، هم جذبه ده

هرکلی به ورکوونه

غوړوو ورته ګلونه

ورته ږدو به خپل سرونه

چې یو څو ورځې دمه شي

هر آفت به فیصله شي

سر به هیله ده “بې زړه” شي

‹‹نه ګلاب ـ ګلاب مخونه، نه د عشق باب

زه درته ستایمه ښاپېرۍ د انقلاب››

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x