
کوټه: وسله وال بريد کې څلور پوليس وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶): د بلوچستان ولايت په مرکز کوټه کې د وسله وال بريد په پايله کې د يو پوليس افسر په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.
د دغه ولايت د پوليسو يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې موټرسيکل سپرو وسله والو نن سهار د قايد اباد په سيمه کې د پوليسو پر سيمه ييز مشر سیدمبارک شاه برید وکړ، چې له امله يې د شاه په شمول درې پوليس ووژل شول او د هغه موټر چلوونکی ټپي شو.
امنیتي مسئولين وايي، بريد کوونکي له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
خو وخت ناوخت د تحريک طالبان پاکستان ډله د دغه هېواد په امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو وسله وال بريدونه او چاودنې ترسره کوي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم د کوټې د کلاعبدالله د سيمې د پوليسو مشر ساجد مهمند او ورسره دوه پوليس د يوه سرتيري برید په ترڅ کې ووژل شول.
د بلوچستان د پوليسو د مالوماتو له مخې، د روان کال له پيل راهيسې تر دې دمه پر پوليسو بېلابېل ۸ بريدونه شوي، چې ديارلس پوليس پکې وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.