ټولنیزه برخه

ای زما بنده ګانو !

احمد جنيد مبارز

د ابو ذر غفاري رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چي الله تعالی وفرمایل :

اې زما بنده ګانو ! ما پر ځان ظلم حرام کړی دی. او ستاسي تر منځ مي هم حرام ګرځولی، نو یو پر بل ظلم مه کوئ.

اې زما بنده ګانو ! تاسي ټول بې لاري واست، پرته له هغه چا څخه چي ما ورته هدایت کړی دی، نو له ما څخه هدایت وغواړئ، زه به تاسي ته هدایت وکړم.

اې زما بنده ګانو ! تاسي ټول وږي واست، ما تاسي ته رزق در کړ، نو له ما څخه د رزق غوښتنه وکړئ.

اې زما بنده ګانو ! تاسي ټول بربنډ واست، ما جامې در کړې، نو له ما څخه جامې وغواړئ، زه به یې در کړم.

اې زما بنده ګانو ! تاسي د شپې او ورځي ګناهونه کوۍ او زه ستاسي ګناهونه در بخښم، نو له ما څخه بخښنه وغواړئ او له ګناهونو توبه وباسئ.

اې زما بنده ګانو ! تاسي نه ماته زیان رسولای سۍ او نه کومه ګټه .

اې زما بنده ګانو ! که تاسي ټول انسانان او پېریان، له اوله تر اخره متقیان، نیکان او پرهېزګاران سۍ؛ زما په الُوهیت (خدایي) کي هیڅ زیاتوالۍ نسئ راوستلای.

اې زما بنده ګانو ! که چیري تاسي ټول انسانان او پېریان له اوله تر اخره فاسقان فاجران او بې دینان سئ، زما په حکومت، نظام او الُوهیت کي کوم بدلون نسئ راوستلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x